خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

Daily Archives: October 19, 2020

هلمند، اور او وینې | اصف بهاند

څو ورځې کېـږي چې بیا د هلمند او هلمندیانو روح، روان، غوښې او هډوکي د جگړې په اور کې سوځي. دا چې څه شوي او څه کېـږي، یوازې هغه بېدفاع خلک پرې پوهېـږي چې د جگړې په اورنۍ دایره کې راگیر دي. د جگړې موخه معلومه ده، خو مسؤلیت یې ځکه څوک نه مني چې…

Read more

د ناټو غړیو له افغان امنیتي ځواکونو سره د مالي ملاتړ ژمنه تازه کړه

تاند (دوشنبه، د میزان ۲۸) د ناټو غړیو هیوادونو د افغانستان د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو پر لګښتونو خبرې وکړې او ژمنه یې وکړه د دغو ځواکونو ملاتړ ته به دوام ورکړي. شمالي اتلانتیک تړون ناټو په خپله ویبپاڼه کې لیکلي چې د تړون غړیو هیوادونو نن په خپله غونډه کې د افغان امنیتي…

Read more

ولسي جرګه: امرالله صالح ته د امنیت سپارلو پرېکړه د امنیتي ادارو په زیان ده

تاند (دوشنبه د میزان ۲۸) وروسته له دې چې د کابل ښار د امنیتي وضعیت د سمون مسؤلیت د څو اونیو لپاره امرالله صالح پر غاړه واخیست، ولسي جرګه دا پرېکړه د امنیتي ادارو په زیان بولي. په کابل ښار د جنايي جرمونو او وسله والو غلاوو په زیاتېدو سره ولسمشرۍ ماڼۍ پرېکړه وکړه چې…

Read more

د کوانټم ميخانيک اساسات

ليکنه: وصيم الطاف ژباړه: اقبال جاوېد موږ انسانان د لويو اجسامو نړۍ تجربه کوو، په يوه ستره تله کې په ستره سطحه او په هغو بعدونو کې چې د کلاسيک ميخانيک قوانين تطبيق کيږي، مثلآ زه کولی شم چې يا د لاهور په قذافي لوبغالي کې واوسم يا په فورټرېس لوبغالي کې، مګر په دواړو…

Read more

عبدالله عبدالله: لنډمهاله حکومت د روانې جګړې حل لاره نه ده

تاند (دوشنبه د میزان ۲۸) د ملي روغې جوړې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله وايي، لنډمهاله یا انتقالي حکومت نشي کولی په هیواد کې د جګړې د پای ته رسیدو لپاره لاره هواره کړي. ښاغلي عبدالله ایران ته د خپل سفر په ترڅ کې له یوې ایراني رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، چې د…

Read more

د راتلونکي لنډمهاله حکومت مشر درانی، بارکزی که کابلی؟؟؟

نظرمحمد مطمئن لیکوال او شناند له څو ورځو راهیسي په ټولنیزو رسنیو کې د راتلونکي لنډمهاله حکومت د مشر په اړه بحثونه او ځینې لیکنې کیږي، جالبه ده؛ پرته له دي چې د شخص او راتلونکي په اړه باوري معلومات ترلاسه شي، د خلکو د اذهانو د ګډوډولو لپاره ځینې نومورکي رسنۍ د خپل شهرت…

Read more

حکمتیار ویلي پاکستان یې دویم کور دی

تاند(دوشنبه، د میزان ۲۸) د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د حزب اسلامي ګوند له مشر ګلبدین حکمتیار سره په اسلام اباد کې لیدلي دي. راپورنه وایي چې قریشي په دې لیدنه کې حکمتیار ته د سولې پروسې د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړی دی او زیاته کړې یې ده، خوښ دی چې…

Read more

کوچيانۍ لنډۍ| جنرال دولت وزیري

پښتو ادب کوچیانۍ لنډۍ ما د کوچي له عمره ځار کړي د سبايی اور يې بلیږي دوی ترې ځينه خالي به پاتې شي ننګرهاره کوچیان کډې باروي ايلبند ته ځینه اوښانو بیا غاړې کږي کړي چې پرې سپریږي سپینې خولې ژيړ پیزوانونه مورې کوچیانو کې مې ور کړه کنډک کنډک مستې به خورم غټه به…

Read more

صدیق صدیقي: طالبانو ته د افغانانو اراده او تصمیم هېڅ ارزښت نه لري

تاند (دوشنبه د میزان ۲۸) د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د طالبانو له لوري د هلمند او غور ولایتونو بریدونو ته په اشارې سره وايي، چې دغه ډله د افغان دولت او ملت له نیک او صادقانه نیت څخه ناوړه ګټه پورته کوي. ښاغلي صدیقي نن دوشنبه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې طالبانو ته د…

Read more

د ناکامې تجربې تکرار | ډاکټرعبدالواسع قانع

د پخواني شوروي د یرغل او اشغال په وړاندې افغان مسلمان ولس په میړانه جهاد او مبارزه وکړه، تردې چې دې مبارزې د پخواني شوروي نړیوال مخالفین زړور کړل او له مجاهدینو سره یې مرستې پیل کړې. دې مبارزې که څه هم له افغان مسلمان ولس څخه لویه قرباني او بیه واخیسته، ولې په پای…

Read more