خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

Daily Archives: October 17, 2020

په پکتیا ولایت کې د جلغوزیو یوه ساتنځي کار پیل کړ

تاند (شنبه د میزان ۲۶) د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز ښار کې په لومړي ځل د جلغوزیو یوه ساتنځي یا سړې خونې فعالیت پیل کړ. د جلغوزیو د ساتنې د دغه مرکز پر جوړونه رحیم ګردېزي شرکت پانګونه کړې، او ویل کیږي چې دغه ساتنځی په یو وخت د ۲۰۰ او ۳۰۰ ټنو تر…

Read more

صادق خان: د اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار په درې ورځني سفر پاکستان ته راځي

تاند (شنبه د میزان ۲۶) د افغانستان لپاره د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان ځانګړی استازی صادق خان وایي چې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په یوه درې ورځني سفر هغه هېواد ته ور روان دی. صادق خان په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې حکمتیار به د اکتوبر په ۱۹ – ۲۱مه د…

Read more

د بهرنیو چارو وزیر له احمدشاه دراني سره د لیدنې ادعا رد کړه

تاند (شنبه د میزان ۲۶) محمد حنیف اتمر هغه ادعا بې بنسټه وبلله، چې نوموړي دې د افغانستان د راتلونکي حکومت مشرۍ لپاره د طالبانو او امریکا د خوښې وړ کس سره لیده کاته کړي وي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نن شنبه د یوې اعلامیې په خپرولو سره د حنیف اتمر او احمدشاه…

Read more

خوند/ اجمل پسرلی

کله چې په تنګو کوڅو کې ګرځم په داسې کوڅو کې چې دیوالونه یې نم وهلي وي، داسې کوڅې چې د دیوال له شا راپورته شوې ونې سیوری پرې غوړولی وي نو داسې احساس کوم چې د سیوري شاته سیوري شته، د دیوالونو څنګ ته پټ ځایونه شته. هغه وخت دا احساس پسې ډير شي…

Read more

ننګرهار کې یو کس له ۵۳ میله وسلو سره یو ځای ونیول شو

تاند (شنبه د میزان ۲۶) د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، پولیسو نن په دې ولایت کې یو کس د وسلو د قاچاق په تړاو نیولی دی. ددغه ولایت له رسنیز دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې پولیسو د تاج الدین په نوم دغه کس له ۵۱ میله تومانچو او دوه میله کلاشنکوفونو…

Read more

د ملګرو ملتونو یو چارواکي ویلې ایمن الظواهري اوس هم له طالبانو سره نږدې اړیکې لري

تاند(شنبه، د میزان ۲۶) د ملګرو ملتونو یو لوړپوړي چارواکي ایموند فیتون برون ویلي، چې د القاعده ډلې رهبران اوس هم افغانستان کې دي او ایمن الظواهري له وسله والو طالبانو سره نږدې اړیکې لري. هغه زیاته کړې، پر داعش، القاعده او طالبانو باندې د دغه سازمان د نظارتي ډلې د معلوماتو پر بنسټ، طالب…

Read more

پاکستان د افغانانو لپاره د ویزو نوې تګلاره اعلان کړه

تاند(شنبه، د میزان ۲۶) په کابل کې د پاکستان سفارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د افغانانو لپاره د ویزو د ورکړې نوې تګلاره اعلان کړه. په کابل کې د پاکستان له سفارته نن په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د پاکستان حکومت د افغان اتباعو لپاره د ویزې نوې تګلاره تصویب کړې او…

Read more

د هلمند جګړې سلګونه خلک وژلي او ډېر نور یې ټپيان کړي دي

تاند(شنبه، د میزان ۲۶) هلمند کې د روانې جګړې یوه اوونۍ وځي، چارواکي وایي چې په دغه جګړه کې ۳۴۰ کسان وژل شوي، لسګونه ټپیان او تر لس زره ډېر نور د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي. د هلمند والي یاسین خان رسنیو ته ویلي چې په دغه ولایت کې د جګړې له…

Read more

د عامې روغتیا وزارت کې څه روان دي؟| ډاکټر خاموش خبر

له شلو کالونو ډېر وخت وشو چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د یوې بې کفایته، متعصبې  او مفسدې حلقې په لاس کې دی خو تر اوسه هیڅ قدرت په دې و نه توانید چې نوموړی وزارت لږ تر لږه د عادي سم سمکي په لور بوځي ځکه چې د قدرت د ویش په…

Read more

ننګرهارکې د دیني عالمانو د وژل کېدو پېښې ډېرې شوي

تاند (شنبه، د میزان ۲۶) د ننګرهار دیني عالمان وايي د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې په دې وروستیو کې د دیني عالمانو د وژل کېډو لړۍ چټکه شوې او دوی یې سخت اندېښمن کړي دي. تازه د دې ولایت په سره رود ولسوالۍ کې د مولوي علي احمد مخلص په نوم یو…

Read more