خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

Daily Archives: October 15, 2020

ذبیح الله مجاهد: کوتره مونږ ته تسلیم شوه

تاند (پنجشنبه د میزان ۲۴) د طالبانو د نظامي چارو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، په بغلان ولایت کې د نامسؤله وسله والو قوماندانه کوتره له طالبانو سره یو ځای شوې ده. مجاهد په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، یاده وسله واله مشره له خپلو وسله والو سره یو ځای هغوی ته تسلیم شوې ده. ښاغلي…

Read more

د بشر لنډ تاریخ (هوښیار انسان)کتاب ته ځغلنده کتنه

آغاملوک سهار دا کتاب اوس یو د نړۍ له ډیرپلورل شوو کتابونو څخه دی چې نژدي لس میلیونه ټوکه خرڅ سوی، پنځوس ژبو ته ژباړل سوی… په کتاب کې د انسان کابو 70000 کلن تاریخ، ژوند، اخلاق، تکامل، وده او په ځمکه حاکمیت او نژدي راتلوونکې ته کتنه سوي.  دا چې د انسان ابتدایې ژوند…

Read more

د هلمند ځايي چارواکي: د پاکستاني جنګیالیو مړي د جګړې په ډګر کې پاتې دي

تاند (پنجشبنه د میزان ۲۴) د هلمند چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د جګړې په ډګرونو کې د طالب وسله والو د جسدونو په منځ کې پاکستاني وسله وال هم لیدل کېږي. د هلمند د مرستیال والي بریالي نظري او د ځايي خلکو په وینا چې پاکستاني ملیشې او جنرالان د طالبانو تر څنګ…

Read more

د جګړې له شدت سره سم حکومت ته د تسلیمېدونکو وسله والو بهیر چټک شوی

تاند (پنجشنبه د میزان ۲۴) چارواکي وايي، ننګرهار کې د داعش او طالبانو ۱۸ وسله وال د سولې له بهیر سره یو ځای شول. د ننګرهار ولایت له رسنیز دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه ۱۸ کسیزه ډله کې اته یې داعشیان او لس نور یې طالب وسله وال دي. د…

Read more

خلیلزاد وايي، د تاوتریخوالو پر کمولو له طالبانو سره موافقې ته رسېدلی

تاند(پنجشنبه، د میزان ۲۴) د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد وايي، په وروستیو اوونیو کې په افغانستان کې تاوتریخوالی په زیاتېدو دی او دا د افغانستان د سولې پروسه ګواښي. د طالبانو له لوري په هلمند کې له پراخو بریدونو وروسته خلیلزاد نن پر خپله ټویټرپاڼه په څو ټویټونو کې…

Read more

د بشر حقونو کمیسیون: د هلمند جګړې د ملکیانو ژوند تریخ کړی

تاند (پنجشنبه د میزان ۲۴) د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمیسیون وايي، د هلمند په جګړه کې سپکې او درنې وسلې کارول شوي چې د ملکي خلکو ژوند یې تریخ کړی دی. دغه بنسټ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په ټول هېواد، په ځانګړي ډول هلمند کې د جګړې له امله د ملکي…

Read more

هېواد کې پرکورونا د اخته کسانو شمېر تر ۴۰ زرو واوښت

تاند ( پنج شنبه، د میزان ۲۴) د افغانستان د روغتیا وزارت مسولان وایي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کورونا وبا ۲۴۸ نمونې څېړل شوې دي. یاد وزارت زیاتوي له یادو نمونو د ۳۲ هغو پایله مثبته وتلې ده. له دې سره په ټول هېواد کې پر…

Read more

پاکستان ته د امریکایي پوځیانو د نظامي تجهیزاتو پر لېږد د افغان چارواکو نېوکې

تاند (پنجشنبه د میزان ۲۴) په داسې حال کې چې د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو په اېستلو ټینګار کوي، هممهال د امریکايي پوځیانو نظامي تجهیزات له افغانستان څخه پاکستان انتقالېږي. د افغانستان د ولسي جرګې استازو پرون چهارشنبه په یوه عمومي غونډه کې وویل، امریکا هره ورځ ۲۰۰ ټانکونه او…

Read more

کرکټ: نن ماښام پنجاب د بنګلور پر وړاندې لوبه ترسره کوي

تاند ( پنج شنبه، د میزان ۲۴) د هند غوره ليګ ای پي ايل سياليو په ۳۱مه لوبه کې نن ماښام شپږ نيمې بجې رایل چلينجرز بنګلور لوبډله له کېنګز الیون پنجاب لوبډلې سره لوبيږي. تر دې وړاندې دواړو لوبډلو په روانو سياليو کې اووه اووه لوبې تر سره کړي. بنګلور لوبډلې په ۷ لوبو…

Read more

هلمند کې جګړې زرګونه زده کوونکي له زده کړو محروم کړي

تاند ( پنج شنبه، د میزان ۲۴) د پوهنې وزارت مسولان وایي چې په دې ولایت کې زرګونه زده کوونکي د جګړو له امله ښوونځیو نشي تللی. د یاد وزارت د معلوماتو له مخې دمګړی په مرکز لښکرګاه کې ۸ ښوونځي د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د روانو جګړو له امله تړل شوي دي.…

Read more