خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

Daily Archives: October 14, 2020

اسدالله خالد: د لشکرګاه ښار د نیولو لپاره د طالبانو پلان ناکام شو

تاند(چهارشنبه، د میزان ۲۳) د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد نن په لشکرګاه کې وویل، په دې ولایت کې به امنیت ‌ېر ژر عادي حالت ته راوګرځي. ښاغلی خالد، چې د لشکرګاه ښار پر شاوخوا او څو ولسوالیو د طالبانو له پراخو حملو وروسته لشکرګاه ته تللی، د طالبانو د بریدونو د هدف…

Read more

طالبانو د غزني د قره باغ ولسوالۍ د روغتون وسایل لوټ کړل

تاند (چهارشنبه، د میزان ۲۳) وسله والو طالبانو د غزني په قره باغ ولسوالي کې یوازینی روغتون بند کړی او د ولسوالۍ اوسېدونکو ته یې ویلي چې له کوټې څخه دوی ته امر شوی چې د روغتون وسایل د اندړو سیمو ته ولېږدوي چې د دوی تر کنټرول لاندې ده. د قره باغ ولسوالي څو…

Read more

پکتیکا کې د طالبانو د کوټې شورا یو مهم غړی ووژل شو

تاند (چهارشنبه د میزان ۲۳) د پکتیکا ولایت سیمه ییزو چارواکو د طالبانو د کوټې شورا د یوه مهم غړي، ملا عبدالکریم د وژل کیدو خبر ورکړی دی. د پکتیکا د امنیه قومندانۍ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ملا عبدالکریم نن ماسپښین د جانیخیلو ولسوالۍ جمجمې سیمه کې د پولیسو…

Read more

سږ کال د دایکندي ولایت د مڼو باغونو ۳۵ زره ټنه حاصلات ورکړل

تاند (چهارشنبه د میزان ۲۳) د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزرات وايي، چې سږ کال د دایکندي ولایت د مڼو باغونو ۳۵ زره ټنه حاصلات ورکړل. ددې وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دایکندي کې د مڼو د ۲۱ سړو خونو کارونه په چټکۍ سره روان دي او ۷۰ سلنه…

Read more

هرات کې ماین چاودنې ۱۸ ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې

تاند(چهارشنبه، د میزان ۲۲) په هرات ولایت کې د سړک د غاړې د یوه ماین چاودنې ۱۸ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.. د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین ویلي چې د هرات ولایت، کشک کهنه ولسوالۍ په باتورخاني سیمه کې نن چهارشنبه له غرمې وروسته د سړک غاړې ماین چاودنې پنځه ملکي…

Read more

هرات کې ۵۰ سلنه د ښوونځیو زده کوونکي په کورونا ویروس اخته شوي

تاند (چهارشنبه د میزان ۲۳) د هرات روغتیايي مسؤلان وايي، په دې ولایت کې له ۴۰ تر ۵۰ سلنه زده‌ کوونکي په کورونا ويروس اخته شوي دي. د هرات د عامې روغتيا د رياست وياند محمد رفیق شېرزي ویلي چې د دوی د څار ټیمونو په ناڅاپي توګه په دغه ولایت کې له ښوونځيو لیدنه…

Read more

باجوړ کې دوه پاکستاني پوځیان وژل شوي

تاند (چهارشنبه د میزان ۲۳) د ډېورنډ فرضي کرښې پورې غاړه باجوړ کې د پاکستاني پوځیانو پر یوه پوسته وسله وال برید شوی دی. د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې په دې برید کې دوه پوځیان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي. باجوړ کې د پاکستاني پوځ چارواکي بابر افتخار په خبره نن…

Read more

د جګړې ۴مه ورځ؛ د ملي دفاع سرپرست وزیر او جنرال سکاټ مېلر هلمند ولایت ته تللي

تاند (چهارشنبه د میزان ۲۳) د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر اسدالله خالد د هلمند د عمومي وضعیت ارزونې په موخه ددغه ولایت مرکز لښګرګاه ته رسېدلی دی. دغه وزارت په یوه بیان کې ویلي، چې ښاغلي خالد د هلمند له والي جنرال یاسین او یو شمیر نورو لوړ پوړو چارواکو سره کتلي…

Read more

ابن بطوطه او د هغه افسانوي سفرونه| عبدالباري جهاني

ما به د ابن بطوطه پر سفر نامه باندي هیڅ لیکنه نه وای کړې، لومړی خو دا چي چنداني علاقه مي نه ورسره درلوده او دوهم دا چي د لیکني لپاره مي ډېر ضروري شیان درلودل او پر دې سفر نامه باندي په لیکنه مي باید خپل وخت نه وای ضایع کړی. خو لږي ورځي…

Read more

پوځي شنونکي: کمزوري حکومت او ناکامو پلانونو جنایتونه ډېر کړي

تاند(چهارشنبه، د میزان ۲۲) په کابل او نورو ولایتونو کې د وسله والو غلاوو او جنایي جرمونو له ډېرېدو سره هممهاله د امنیتي چارو شنونکي وايي چې د حکومت امنیتي ادارې کمزورې او پلانونه یې ناکام دي. سره له دې چې د کورنیو چارو وزارت د امنیتي میثاق له لارې د غلو او جنایتکارانو پر…

Read more