خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

Daily Archives: October 12, 2020

د طالبانو د حملو په نتیجه کې تر څلورنیم زره ډېرې کورنۍ بې ځایه شوي

تاند(دوشنبه، د میزان ۲۱) د طالبانو د حملو په نتیجه کې په هلمند ولایت کې تر ۴۵۰۰ ډېرې کورنۍ مجبوره شوي چې خپلې مېنې پرېږدي او په نورو سیمو کې سرګردانه شي. د هلمند ولایت چارواکي او مرستندویان وايي چې د طالبانو د وړمې شپې د حملو په نتیجه کې د باباجاجي (د لشکرګاه څلورمه…

Read more

په هلمند کې سخته جګړه لا هم روانه ده

تاند(دوشنبه، د میزان ۲۱) وسله والو طالبانو د یکشنبې له سهاره د هلمند د مرکز لشکرګاه د لاندې کولو لپاره د دې ښار په لمنو کې سخته جګړه پیل کړې ده. افغان چارواکي وايي، طالبانو دا بریدونه له هغو ژمنو سره سره پیل کړي چې له امریکا سره یې د فبرورۍ په ۲۹ نېټه کړې…

Read more

بدخشان کې د لطیف پدرام پلویانو د کمپیوټري تذکرو د وېش دفتر تړلی

تاند (دوشنبه د میزان ۲۱) بدخشان کې د لطیف پدرام پلویانو او یو شمېر مدني فعالانو د کمپیوټري تذکرو د وېش دفترونه تړلي دي. د راپورونو له مخې، دوی نن په بدخشان کې لاریون کړی او د الکترونیکي تذکرو اداره یې په ښکاره ډول په تبعیض تورنه کړې ده. لاریون کوونکو د احصایې ملي ادارې…

Read more

امرالله صالح طالبانو ته په جنګي برخه کې د ملخانو خطاب وکړ

تاند (دوشنبه د میزان ۲۱) امرالله صالح د طالبانو وروستیو بریدونو ته په اشارې وايي، طالبان لکه ملخان بریدونه کوي او لکه ملخان بېرته ځي. د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح نن دوشنبه پر خپله رسمي فېسبوک پاڼه لیکلي؛ طالبان نه شي کولی چې خپل فکر په خلکو باندې په زور سره ومني او نه…

Read more

د ولسي جرګې غړې رنګینه کارګر ۱۴ میاشتې کېږي چې خپلې دندې ته نه ده ورغلې

تاند (دوشنبه د میزان ۲۱) په ولسي جرګه کې د فاریاب د خلکو استازې رنګینه کارګر۱۴ میاشتې وړاندې د ۱۳۹۸ په اسد میاشت کې ددې جرګې په سیاسي پاسپورټ د زېږون لپاره امریکا ته تللې، خو تر اوسه بېرته نه ده راستنه شوې. د ازادي راډيو د راپور له مخې رنګینه کارګر په دومره موده…

Read more

سکاټ مېلر وایي؛ طالبان باید ژر تر ژره تاوتریخوالی کم کړي

تاند (دوشنبه، د میزان ۲۱) په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر وایي، طالبان باید په هلمند کې خپل یرغلیز اقدامات ژر تر ژره ودروي او بې له ځنډه په ټول هېواد کې تاوتریخوالی کم کړي. نوموړي زیاته کړې، تاوتریخوالی د طالبانو او امریکا ترمنځ د شوې هوکړې خلاف…

Read more

صدیقي: طالبان باید ومني، چې د زور له لارې واک ته نشي رسېدی

تاند (دوشنبه، د میزان ۲۱) د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وایي، چې د هلمند جګړې ته یې د افغان سرتېرو ملاتړ لپاره ځانګړي ځواکونه لېږلي دي. هغه ویلي، ځانګړي ځواکونه به ډېر ژر د هلمند جګړه کنټرول او طالبانو ته نه هېرېدونکی درس ورکړي. نوموړي د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړې، طالبان باید له…

Read more

هرات کې تر راتلونکو دوو اوونيو د کابو زرو مميزخونو چارې بشپړېږي

تاند(دوشنبه، د میزان ۲۱) د کرنې وزارت وايي، د دغه وزارت د کرنیزو محصولاتو مدیرت د پروژې په اډانه کې هرات ولایت کې د څه باندې ۳۲۷میلیونه افغانیو په لګښت د یو زر او پنځه ممیزخونو د جوړولو چارې تر راتلونکو دوو اوونيو بشپړېږي. د دغه وزارت له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې…

Read more

د دښمن ستراتیژي | عبدالودود بشریار

یو څو ګاونډیانو تل د قوي افغانستان او سعادتمن ولس په مقابل کې  ورانکاري کړې ده. خو افسوس چې د ورانکارۍ لپاره یې زما له ولس او ذهنیت څخه ګټه پورته کړې او بېرته یې ماته په زیان اړولی دی. ځيني هېوادوال یې د بې مزده مزدور په ډول د خپل جهالت او نړۍ څخه…

Read more

کابل کې عامو خلکو د پاکستان په سفارت کې د فساد له امله لاریون کړی

تاند (دوشنبه، د میزان ۲۱) په کابل کې د پاکستان په سفارت کې د شته فساد او کمکارۍ پر وړاندې خلکو اعتراض کړی دی. لسګونو لاریون کوونکو نن د دویم ځل لپاره د دغه سفارت مخې ته لاریون کړی او تور پورې کوي، چې په دغه سفارت کې پراخ فساد او کمکاري د کارونو د…

Read more