خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

Daily Archives: October 10, 2020

طالبان وايي، هیله لري چې ټرمپ انتخابات وګټي

تاند (شنبه، د میزان ۱۹) افغان طالبان وايي، هیله لري چې د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې دونالډ ټرمب بریالی شي. سي بي ایس نیوز تلویزیون وايي، ولسمشر ټرمپ د جمعې په ورځ له یوې داسې ډلې د تایید رایه ترلاسه کړه چې د ده جمهوریپال ګوند یې ردوي. د طالبانو ویندوی ذبیح الله…

Read more

اذربایجان او ارمنستان یو بل د اوربند په ماتولو تورن کړل

تاند (شنبه د میزان ۱۹) د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ د اوربند له ټینګیدو وروسته اوس دواړو خواووې یو پر بل د اوربند د نقض کېدو تورونه پورې کوي. د ارمنستان د دفاع وزارت پر مقابل لوري تور لګولی چې د اوربند له ټینګېدو څو ساعته وروسته یې د نګورنو قره باغ سیمه کې عملیات…

Read more

پینتاګون د ځواکونو د ایستلو په اړه د ولسمشر ټرمپ د اعلان په اړه څه نه وايي

تاند (شنبه، د میزان ۱۹) د امریکا ولسمشر دونالډ ترمپ تر راتلونکي کرسمیس پورې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د ایستلو اعلان په داسې حال کې وکړ چې له طالبانو سره د افغانستان د دولت خبرو تقریباً هیڅ پرمختګ نه دی کړی. ځینې امریکايي رسنۍ او شنونکي؛ سره له دې چې په دې کې شک…

Read more

د روحي ناروغۍ لومړنۍ نښې

نن د اکتوبر لسمه د رواني روغتیا نړیواله ورځ ده. د رواني روغتیا د لرلو لپاره دا لاندې ټکي په پام کې لري. دا په رواني ناروغۍ د اخته کېدو لومړنۍ نښې دي: تر اندازې ډېر خوړل یا لږ خوړل. تر اندازې ډېر ویدیدل یا برعکس تر اندازې لږ خوب کول. له خلکو ځان لېرې…

Read more

لاس/ اجمل پسرلی

پوړیدلی غږ یې لوړ کړ: « خدای مو.. اباد لره.. خیر… را..کړئ» د دروازې له شا ښځینه اواز جګ شو: « مخ مو د بلا په مخه شه دروازې مه ټکوئ» بل وره ته تم شو. پر زنګ یې ګوته کیښوده. څوک ښکاره نه شول، ترې تیر شو. د دریم کور ور یې په لاس…

Read more

چارواکي: بدخشان کې ۲۰ ولسي پاڅون کوونکي طالبانو ته تسلیم شوي

تاند (شنبه د میزان ۱۹) د بدخشان ځايي چارواکي وایي، ددغه ولایت په خواهان ولسوالۍ کې ۲۰ ولسي پاڅون‌ کوونکي طالبانو ته تسلیم شوي دي. د بدخشان د امنیه قومندانۍ ویاند ثناءالله روحاني وايي، ياد شمېر ځواکونه د طالبانو له لوري له کلابندۍ وروسته دوی سره يوځای شوي دي. د نوموړي د معلوماتو له مخې،…

Read more

افغانستان ته مقدوني سکندر راتګ| جنرال دولت وزیري

کله چې مقدوني سکندر د خپل پلار له مړينې وروسته د یونان واکمن شو، د نړۍ نیولو ته يې ملا وتړله. د ډېرو هیوادونو او سیمو تر نیولو وروسته يې عراق او ایران ته مخه کړه. د عراق او ایران له نیولو سره افغانستان ته را تیر شو. امريکايې ليکوال ستیوین تانير په خپل اثر…

Read more

د مالي صندوق کارکوونکي: ولسمشر ته د غلطو معلوماتو رسېدو له امله دا صندوق لغوه شوی

تاند (شنبه د میزان ۱۹) د افغانستان د ملي مالي صندوق کارکوونکي وایي، ولسمشر دا صندوق د غلطو معلوماتو پر اساس لغوه کړی دی. دې کسانو غوښتنه کړې چې د یاد صندوق د لغوه کېدو عوامل دې د یو بې طرفه کمیسیون له لوري په بشپړه توګه وڅېړل شي. د ملي مالي صندوق د کارکوونکو…

Read more

ملي امنیت ریاست وايي، پر امرالله صالح یې د برید پلان کوونکې ډله نيولې

تاند (شنبه د میزان ۱۹) د ملي امنیت ریاست وايي د داعش او حقاني شبکې اړوند هغه لس کسیزه ډله یې نیولې چې پر امرالله صالح یې د برید پلان جوړ کړی و. د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وایي، چې دا کسان د یو لړ علمیاتو په پایله کې نیول شوي دي. یاد…

Read more

شمالي وزیرستان کې دوه پاکستاني پوځیان وژل شوي

تاند (شنبه د میزان ۱۹) شمالي وزیرستان کې په یو وسله وال برید کې شپږو پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د راپورونو له مخې دا پېښه نن سهار د ډیورنډ فرضي کرښې هغې غاړې ته د شمالي وزیرستان د شوال تحصیل په ماڼه مندره سیمه کې رامنځته شوې ده. د پاکستاني چارواکو په…

Read more