خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

Daily Archives: October 8, 2020

زلمي خلیلزاد او سکاټ مېلر د پاکستان د پوځ له مشر سره پر افغان سوله خبرې کړي

تاند (پنجشنبه د میزان ۱۷) د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او په افغانستان کې د ناټو عمومي قومندان جنرال سکاټ میلر د پاکستان د پوځ له لوی درستیز قمر جاوېد باجوه سره کتلي دي. د راپورونو له مخې دغو امریکايي او پاکستاني چارواکو نن ماښام د افغان حکومت او طالبانو…

Read more

ناامني؛ انجینرۍ پوهنځي ته بریالی شوی رامین په کابل کې ووژل شو

تاند (پنجشنبه د میزان ۱۷) رامین چې د سږ کال په کانکور ازموینه کې د کابل انجنیرۍ پوهنځي ته بریالی شو، خو غلو تېر ماښام د کابل ښار لومړۍ ناحیه کې وژلی دی. د رامین د کورنۍ غړیو ویلي، په پولیسو یې باور ختم شوی او له امنیتي ادارو او حکومت نه هېڅ تمه نه…

Read more

غني: امنیتي ځواکونه دې د کلیو امنیت وساتي

تاند(پنج شنبه، د میزان ۱۷) ولسمشر غني په هېواد کې د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي کچې لوړېدو ته په اشارې ویلي چې په دې وروستیو کې تاوتریخوالی ډېر شوی دی چې له امله یې تر ډېره ملکي وګړي زیانمن شوي دي. نوموړي زیاته کړې، خلک ځکه زیانمن شوي دي چې طالبانو جګړه کلیو ته…

Read more

د غزني يوه ښوونځي کې ۹۵ زده‌کوونکي يو کتاب لري

تاند(پنج شنبه، د میزان ۱۷) د غزني ولايت يو شمېر زده‌کوونکي او اوسېدونکي په دغه ولايت کې د ښوونيزو امکاناتو په ځانګړي ډول ښوونځيو کې د کتابونو له نه درلودلو سر ټکوي. دوی د بېلګې په ډول د غزني ولايت د رسنې ښوونځي يادونه کوي، چې يوه ټولګي کې يې ۹۵ زده‌کوونکي يوازې يو د…

Read more

عبدالله: له طالبانو سره د نظر اختلاف شته، خو متقابل درک او زغم مو بریا ته رسوي

تاند (پنجشنبه د میزان ۱۷) عبدالله عبدالله وايي طالبانو سره د نظر اختلاف شته، خو متقابل درک او زغم هغه څه دي چې بریا ته مو رسوي. د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله هند ته د سفر په ترڅ کې د کوربه هېواد د دفاعي مطالعاتو او څېړنو په انسټېټیوټ…

Read more

ازبکستان: ټول هېوادونه باید افغان سوله کې همکاري وکړي

تاند(پنج شنبه، د میزان ۱۷) د راپورونو له مخې، ازبکستاني او بریتانوي چارواکو پر افغان سوله خبرې کړې دي او دواړو هېوادونو په دې برخه کې د سیمه‌ییزو او نړیوالو هېوادونو پر ګډ کار ټینګار کړی دی. راپورونه وایي، چې د ازبکستان د ستراتیژیکو مطالعاتو انستیتیوټ غړو د ازبکستان او بریتانیا د بهرنیو چارو وزارتونو…

Read more

چین له افغانستان سره د یو میلیون ډالرو په ارزښت د روغتیايي توکو مرسته وکړه

تاند (پنجشنبه د میزان ۱۷) چین له افغانستان سره د روغتیا په برخه کې د یو میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت د روغتیایي توکو مرسته وکړه. د روغتیایي توکو په دې کڅوړه کې نږدې ۴۰ زره د کورونا ویروس د تشخیص کېټونه، ۲۰زره محافظتي کېټونه، دوه پایې د پي سي آر او دوه پايې د…

Read more

کابلوف: د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه د ټرمپ څرګندونې انتخاباتي دي

تاند(پنج شنبه، د میزان ۱۷) د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، له افغانستان څخه د ټولو امریکایي ځواکونو وتلو په اړه د ټرمپ څرګندونې انتخاباتي دي. نوموړي رسنیو سره په خبرو کې ویلي، دا ټاکنیزې څرګندونې دي، ټرمپ په ډېر احتمال سره غواړي د امریکا راتلونکو ټاکنو کې رایې…

Read more

طالبانو د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه د ټرمپ د اعلان هرکلی کړی

تاند (پنج شنبه، د میزان ۱۷) وسله والو طالبانو له افغانستان څخه د ټولو امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه د ولسمشر ټرمپ د اعلان هرکلی کړی دی. طالبانو زیاته کړې، چې دوی په راتلونکې کې د امریکا په ګډون له ټولو هېوادونو سره د ښو او مثبتو اړیکو هیله لري. د طالبانو ویاند ذبیح…

Read more

داسې امنیتي کمره چې په یو چارج ۶ میاشتې کار کوي

تاند- د ارلو په نوم کمپنۍ داسې امنیتي کمره جوړه کړه چې په یو وار چارج ۶ میاشتې کار کوي. دا کمره پرو ۴ نومېږي او د ایچ ډي آر په کیفیت خورا دقیق عکس او ویدیو اخلي. د دې کمرې بیه ۲۰۰ ډالره اېښودل شوې ده. د دې کمپنۍ بله امنیتي کمره الټرا ۲…

Read more