خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

Daily Archives: October 7, 2020

لومړۍ مېرمن: د ښځو د لاسته راوړنو له لاسه ورکول د سولې د راتلو قیمت نه دی

تاند (چهارشنبه د میزان ۱۶) د هیواد لومړۍ میرمن رولا غني وايي افغانستان کې د میرمنو د لاسته راوړنو له لاسه ورکول د سولې د راتلو قیمت نه دی. آغلې غني د حکومت مذاکراتي ټیم کې د میرمنو حضور ته په اشارې سره ویلي په سیاسي چارو او د پریکړې نیونې پرمهال د میرنو د…

Read more

د لغمان د دولت شاه ولسوالۍ ولسوال د څلور نورو کسانو سره ووژل شو

تاند (چهارشنبه د میزان ۱۶) د لغمان ځايي چارواکي وایي چې د دغه ولایت د دولت شاه ولسوالۍ ولسوال سید شریف پاچا د ماین په چاودنه کې وژل شوی دی. د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزی وايي، پېښه نن له غرمې وروسته د دولت شاه ولسوالۍ په اندا کوري سیمه کې د سړک غاړې…

Read more

زابل کې په امنیتي سرتېرو ډله ییز برید شوی

تاند (چهارشنبه د میزان ۱۶) چارواکي وايي وسله والو طالبانو تېره شپه زابل کې د امنیتي سرتېرو پر پوستې ډله ییز برید کړی دی. د زابل د امنیه قومندانۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، طالبانو تېره شپه ددغه ولایت په شهر صفا ولسوالۍ کې د برایم مانده په نوم د امنیتي سرتېرو پر…

Read more

ایران کې د یوې ترافیکي له امله ۱۱ افغانان مړه شوي

تاند (چهارشنبه د میزان ۱۶) چارواکي وايي ایران کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۱۳ تنه افغان مسافرو ته مرګژوبله اوښتې ده. د فراه ولایت امنیتي چارواکي وایي چې ایران ته د مزدورۍ لپاره تللي ۱۱ تنه افغان کډوال په یاد هېواد کې په یوه ترافیکي پېښه کې مړه شوي او دوه نور ټپیان…

Read more

کرکټ بورډ ننګرهارکې د بهسودو کرکټ لوبغالی د نجیب ترکي په نوم ونوموه

تاند ( چهارشنبه، د میزان ۱۶) د افغانستان کرکټ بورډ د ننګرهار د بهسودو د کرکټ لوبغالی د نجیب ترکي په نوم ونوموه. د کرکټ بورډ دخبرپاڼې له مخې د افغانستان کرکټ بورډ د مشرتابه د پرېکړې پر بنسټ، دا چې نوموړی د ټولو هېوادوالو لپاره د یوه اتل مقام لري او همېشه یې د…

Read more

د ترکیې او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو پر افغان سوله خبرې کړي

تاند (چهارشنبه د میزان ۱۶) ترکي او پاکستاني چارواکو د افغان سولې برخه کې د اسانتیاوو په رامنځته کولو بحث کړی دی. د راپورونو له مخې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو له خپل پاکستاني سیال شاه محمود قریشي سره د افغان سولې پروسې په اړه ټلیفوني خبرې کړي دي. د غه…

Read more

د کیمیا نوبل جایزه ۲ ښځو وګټله

تاند- ایمانویل شارپینټر او جینیفر دوندا لومړنۍ ښځې دي چې په ګډه یې د ۲۰۲۰ د نوبل د کیمیا جایزه وګتله. د نوبل د ویبپاڼې د راپور له مخې، ایمانویل شارپینتر د مایکروبیالوجي، جنټیک او بیوکیمیا په څانګه کې فرانسوۍ څېړونکې او پروفیسره ده. دا ۵۱ کلنه ده او له ۲۰۱۵ م کال راهیسې په…

Read more

مالیې وزارت: په تېرو ۲ اونیو کې څه باندې ۹ میلیارده افغانۍ ملي عواید راټول شوي

تاند (چهارشنبه، د میزان ۱۶) د افغانستان د مالیې وزارت وايي، چې د ۱۳۹۹ مالي کال د تلې میاشتې له لومړۍ نېټې تر ۱۵ مې نېټې ۹ میلیارده ۴۰۷ میلیونه افغانۍ ملي عواید راټول شوي دي. یاد وزارت زياتوي،چې د راټول شویو عوایدو له دې ډلې ۵۱۵ میلیونه یې له مستوفیتونو، ۲ میلیارده ۲۹۷ میلیونه…

Read more

د اسټراليا ښځینه کرکټ لوبډلې د ۲۳۲ منډو په توپير نيوزلينډ ته ماتې ورکړه

تاند (چهارشنبه، د میزان ۱۶) د اسټراليا او نيوزلینډ ښځینه کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د اسټراليا په کوربه توب د درېیو يو ورځنيو سياليو درې واړه لوبې اسټراليا لوبډلې وګټلې. په دې لوبو کې استرالیا ښځینه لوبډلې نيوزلينډ ښځېنه لوبډله کلين سويب کړه. په وروستۍ لوبه کې اسټراليا لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه، چې د…

Read more

روېټرز: اردوغان په نړیوال نظم کې د غوره ځای موندنې هڅه کوي

تاند (چهارشنبه، د میزان ۱۶) روېټرز خبري آژانس په یوه راپور کې ویلي چې، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په دې وروستیو کې په اسلامي نړۍ ځانګړې توګه اذربایجان، سوریه او لیبیا کې د جګړو په اړه څرګندونې کوي او هڅه کوي د یادو جګړو په درولو کې خپل رول ولوبوي. په ورته مهال…

Read more