خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

Daily Archives: October 6, 2020

د کورنیو چارو وزارت هغې پولیسې ته کور ورکړ چې پلار یې په سترګو ړنده کړې

تاند (سه شنبه د میزان ۱۵) د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، هغې پولیسې ته یې یو آپارتمان ورکړی چې د خپل پلار له لوري یې سترګې په چاړه اېستل شوي دي. خاطره چې غزني ولایت کې یې د پولیسو په لیکو کې دنده تر سره کوله وايي، پلار یې طالب دی او یواځې…

Read more

امریکا په افغان جګړه کې یو تریلیون ډالر مصرف کړي او ۲۴۰۰ سرتېري یې وژل شوي

تاند (دوشنبه د میزان ۱۵) په افغانستان کې د طالبانو پر ضد د امريکا د لومړنیو هوايي بريدونو او نظامي حضور پوره ۱۹ کاله تېرېږي. دا د امریکا په تاریخ کې د يوې اوږدې جګړې پېل وو، چې په میلیاردونو ډالر پرې مصرف شوي او د دغه هېواد لپاره ډېره درنه تمامه شوې ده. د…

Read more

خلیلزاد او سکاټ مېلر قطر کې له ولسمشر غني سره خبرې کړي

تاند (سه شنبه د میزان ۱۵) د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، افغانان باید سولې ته رامنځته شوی فرصت له لاسه ورنکړي. زلمي خلیلزاد نن په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، چې هغه او په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر په دوحه کې له ولسمشر اشرف غني…

Read more

د سولې تعریف| ګل آغا احمدي وردګ

لغوي معنا صلح یا سوله په لغت کې اصلاح، سمون او د فساد ضد ته ویل کېږي او صلاح د فساد د ضد په مانا دی لکه و اصطلح القوم یعني د قوم له منځ څخه فساد ورک شو او ټولنه اصلاح شوه. همدارنګه صلح د خصومت، اختلاف او نزاع د نابودۍ په مانا  ده…

Read more

د ملي امنیت ځواکونو کابل کې د طالبانو ۱۵ کسیزه ډله نیولې

تاند (سه شنبه د میزان ۱۵) د ملي امنیت عمومي ریاست په کابل کې د طالبانو د یوې ۱۵ کسیزې شبکې د نیولو خبر ورکړی دی. له دغه ریاست څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې دې کسانو د امنیتي او دفاعي ځواکونو او ځینو مهمو سیاسي څېرو د ترور دنده په غاړه لرله…

Read more

جرمني له افغانستان سره ۴۴۰ میلیونه یورو مرسته کوي

تاند (سه شنبه د میزان ۱۵) د افغانستان حکومت وايي، جرمني له افغانستان سره ۴۴۰ میلیون یورو مرسته کوي. د مالیې وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دا مرستې د جرمني دولت د بیلابیلو مرسته رسونکو بنسټونو له خوا افغانستان ته سپارل کیږي. دغه وزارت وايي، د جرمني د اقتصادي همکاریو او…

Read more

اتمر: طالبان دې فکر وکړي او د اوربند ژمنه دې پوره کړي

تاند(سه شنبه، د میزان ۱۵) د بهرنیو چارو وزارت سرپرست حنیف اتمر په دوحه کې یوې خبري ناستې ته ویلي، طالبان باید اوربند ته چې د افغانانو غوښتنه ده غاړه کېږدي. هغه زیاته کړې، طالبانو د خبرو په پیل سره د تاوتریخوالي کمولو ژمنه کړې وه خو د تمې خلاف تاوتریخوالی ورځ تر بلې ډېرېږي.…

Read more

د ننګرهار د وسپنې ۱۵ فابریکو کې۶۵۰ تنه په کار بوخت دي

تاند ( سه شنبه، د میزان ۱۵) د ننګرهار د صنعت او سوداګرۍ رئیس محمد حسن محسن وایي، چې د دې ولایت په شېخ مصري ښارګوټي کې د وسپني ویلي کولو او سیخ جوړولو په ۱۵ فابریکو کې ۶۵۰ تنو ته کاري زمینه برابره شوې ده. محسن زیاتوي، اوسمهال په ياده سیمه کې د سیخ…

Read more

مسولان: ننګرهار کې د لیمو ۱۵ جریبه نوي بڼونه جوړ شوي

تاند(سه شنبه، د میزان ۱۵) د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، په ننګرهار ولايت کې يې په ۱۵ جريبه ځمکه د ليمو نوي بڼونه جوړ کړي دي. د دغه وزارت له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې د کرنې وزارت د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د ودې سکټوري پروژې د چارواکو له قوله…

Read more

افغان حکومت او طالبانو د هوکړې په اړه د روېټرز راپور رد کړ

تاند ( سه شنبه، د میزان ۱۵) قطر کې د وسله والو طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر نعیم له رسنیو سره خبرو کې د رویټرز وروستی خبر رد کړی دی. نوموړي ویلي، چې  تر دې دمه  دواړه لوري د مذاکراتو پیلیدو پر طرزالعمل هوکړې ته نه دي رسیدلي. بل لورته په قطر کې د…

Read more