خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

Daily Archives: October 5, 2020

ولسمشر غني: طالب جنګیالي نور له جنګه ستړي دي

تاند (دوشنبه د میزان ۱۴) ولسمشر اشرف غني نن په دوحه کې د مذاکره کوونکي پلاوي سره په کتنه کې هغوی ته په خطاب کې ویلي، تاسو د نظم او نظام استازیتوب کوئ. ښاغلي غني په دې لیدنه کې د حکومت له مرکچي پلاوي مننه کړې چې خپل لیدلوری او طرز یې د اساسي قانون…

Read more

په تېرو شپږو میاشتو کې د هدفي بریدونو له امله ۵۳۳ ملکي وګړي وژل شوي

تاند (دوشنبه د میزان ۱۴) د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون په هېواد کې د روانو هدفي بریدونو په اړه اندېښنه ښودلې ده. دې ادارې ويلي د دوی موندنې ښيي، چې د روان کال له شپږ میاشتو راپدیخوا په هدفي بریدونو کې ۵۳۳ کسان وژل شوي او له ۴۰۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.…

Read more

د ملکي هوايي چلند اداره: د پروازونو ځنډېدو له امله په هوايي شرکتونو جریمې لګول کېږي

تاند (دوشنبه د میزان ۱۴) د افغانستان د ملکي هوایي چلند اداره وایي له دې وروسته به هغه هوایي شرکتونه جریمه کړي چې له دلایلو پرته یې په پروازونو کې ځنډ رامنځته کیږي. ددې ادارې د معلوماتو له مخې که چیرې د کوم هوايي شرکت د الوتکو پروازونه له ټاکلې نیټې نیم ساعت وروسته شي،…

Read more

جرمني راتلونکې میاشت له افغانستان څخه خپل سرتېري باسي

تاند (دوشنبه د میزان ۱۴) جرمني ویلي په راتلونکي ډسمبر میاشت کې له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو ایستلو بهیر پیلوي. دغه هېواد په داسې حال کې له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو ویلي چې امریکا تر راتلونکې یوې میاشتې پورې افغانستان کې د خپلو سرتېرو د کمولو خبر ورکړی دی. د جرمني…

Read more

جرمني له افغانستان سره ۱۸۰ میلیونه یورو مرسته کوي

تاند(دوشنبه، د میزان ۱۴) د جرمني د اقتصادي همکاریو او پراختیا وزارت له افغانستان سره ۱۸۰ میلیونه یورو مرسته کوي. د مالیې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د جرمني د اقتصادي همکاریو او پراختیا وزارت (BMZ) ژمنه کړې چې په ۱۳۹۹ کال کې به په افغانستان کې شاوخوا ۱۸۰ میلیونه یورو مالي او تخنیکي…

Read more

مایکل کوهن: که ټرمپ ناکام شي امریکا به له بېساري کورني تاوتریخوالي سره مخامخ شي

تاند (دوشنبه د میزان ۱۴) د امریکا د ولسمشر پخوانی وکیل وايي، که په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې ټرمپ ناکام شي امریکا به له بېساري کورني تاوتریخوالي سره مخامخ شي. د ډونالډ ټرمپ پخوانی وکیل مایکل کوهن ویلي، د امریکا اوسنی ولسمشر ددغه هېواد په راتلونکو ټاکنو کې د ځان د بریا لپاره هر کار…

Read more

د بشري حقونو کمیسیون یو ځل بیا د جګړې له ښکیلو خواوو د اوربند غوښتنه کړې

تاند (دوشنبه د میزان ۱۴) د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د تېرې شنبې په ورځ د ننګرهار ولایت په غني خېلو ولسوالۍ کې شوی موټربم چاودنه په کلکو ټکو غندلې ده. د وروستیو شمېرو له مخې په دې پېښه کې ۱۶ کسان وژل شوي او شاوخوا ۴۰ نور ټپیان دي. دې کمیسیون د یوې خبرپاڼې…

Read more

ویلسن: تاوتریخوالی زیات شوی، افغانان اوربند ته اړتیا لري

تاند(دوشنبه، د میزان ۱۴) په کابل کې د امریکا سفارت شارزدافیر راس ویلسن وايي په لغمان او ننګرهار ولایتونو کې موټر بم بریدونو یې زړه مات کړی دی. نوموړي نن پر خپل ټویټر لیکلي چې د سیاسي تاوتریخوالي له امله مرګ ژوبله زیاته شوې او یاد موټر بم بریدونه او د تاوتریخوالي زیاتوالی غندلی دی.…

Read more

د باختر هوایي شرکت یو ځل بیا خپلې الوتنې پیلوي

تاند(دوشنبه، د میزان ۱۴) د افغانستان د ملکي هوایي چلند اداره وايي چې د باختر هوایي شرکت ازمایښتي الوتنې پیل شوې دي. د یادې ادارې په خبره د دې شرکت الوتکو پرون له کابل څخه کندهار ، هرات او مزارشریف ته الوتنې وکړې. د نوموړي ادارې په وینا دغه شرکت په تیرو دوه لسیزو کې…

Read more

ترکیه یو ځل بیا افغانستان ته الوتنې بندې کړي

تاند(دوشنبه، د میزان ۱۴) د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې مسؤلین وايي، د ترکیې هیواد «ترکش ایرلاین» شرکت یو ځل بیا افغانستان ته خپل الوتنې بندې کړي دي. د دغه ادارې ویاند محمد نعیم صالحي نن رسنیو ته وویل چې یاد هیواد په افغانستان کې د کورونا ویروس یو ځل بیا پراخېدو له امله…

Read more