خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

Daily Archives: October 4, 2020

ولسمشر اشرف غني کوبت او قطر ته ځي

تاند (یکشنبه د میزان ۱۳) ولسمشر اشرف غني سبا دوشنبه کويټ ته ځي او بيا له هغه ځايه د قطر پلازمېنې دوحې ته سفر کوي. د ولسمشر وياند صدیق صدیقي ویلي، چې قطر او کويټ هېوادونو ته د ولسمشر د سفر نور جزئيات سبا اعلانوي. له ښاغلي غني سره په دې سفر کې د امرالله…

Read more

د ښوونکي ورځ؛ د پوهنې وزارت وایي هڅې روانې دي چې د ښوونکو معاشونه لوړ شي

تاند (یکشنبه د میزان ۱۳) په افغانستان کې  د ښوونکي نړیواله ورځ  په داسې حال کې لمانځل کیږي چې زیاتیره ښوونکي اوس هم له ډېرو ستونزو او ننګونو سره لاس او ګریوان دي. نن یکشنې د اکتوبر ۴مه چې د تلې یا میزان ۱۳مه کیږي، د ښوونکي له نړېوالې ورځې سره برابره ده او دا…

Read more

د زندانونو د تنظیم اداره: د اعتصاب کوونکو بندیانو غوښتنې د دوی له صلاحیته پورته دي

تاند (یکشنبه د میزان ۱۳) د افغانستان د زندانونو د تنظیم اداره وايي، د اعتصاب کوونکو زندانیانو ځینې غوښتنې ددوې له صلاحیته پورته دي او ولسمشرۍ ماڼۍ ته یې راجع کړي دي. ددغې ادارې ویاند فرهاد بایاني ویلي، ددې بندیانو غوښتنې به د عدلي او قضايي ځانګړې کمیټې په ناسته کې وارزول شي. د نوموړي…

Read more

عجیبه خلک دي/ لنډه کیسه ، فرشته صالحي

سړی ورته حیران پاتې شي د ورکشاپ تر څنګ ولاړ وو، هر موټر چې تیریده، اشاره یې ورته  کوله چې که غواړې موټر یې ووینځي، دی یې ورته وینځي. نن یې هیڅ کار نه وو کړی، د مکتب کورنۍ دندې ته یې هم تشویش وو. کتابچه یې راویسته، یو ځلې په کور کې وړه خور…

Read more

ګرانه پریکړه| عبدالوکیل سوله مل 

د ادارې لوی ریس چې ایله یوکال اوڅو میاشتې ېې په دې دنده اوښتې وې ،له ګهیځ راهیسې د خپل کمپيوتر په سکرین داسې سترګې خښې وې ،تا به ویل کومه په زړه پورې مقاله یی میندلې او یا هم د ادرې دښه والي لپاره کومه وړچمتوشوې ستراتیژی لولي . له ځا یه راولټید، دروازې…

Read more

شیخ احمد الطیب: د اسلام په اړه بې مانا او سپکې خبرې هیچا ته د منلو نه دي

تاند (یکشنبه د میزان ۱۳) له هغه وروسته چې د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون وویل، اسلام په ټوله نړۍ کې له ناورین سره مخامخ دی، د مصر د الازهر پوهنتون شیخ احمد الطیب وايي، اسلام کې ترهګري ځای نه لري. د مکرون په وینا: «اسلام داسې یو دین دی چې نن په ټوله نړۍ کې…

Read more

فنلېنډ له افغانستان څخه خپل سرتېري وباسي

تاند (یکشنبه د میزان ۱۳) فنلېند وايي په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عملیات پای ته رسېدونکي دي. د فنلېنډ د دفاع وزیر انټي کایکونن سین وایي، دوی به د راتلونکي ۲۰۲۱ کال په پسرلي کې له افغانستان څخه خپل ټول شپېته سرتېري بېرته خپل هېواد ته وروغواړي. نوموړي په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي،…

Read more

علي‌اف: ارمنستاني اشغالګر په شا تمبول شوي

تاند(یکشنبه، د میزان ۱۳) د اذربایجان ولسمشر الهام علي‌اف ویلي، چې د دغه هېواد دفاعي ځواکونو په نګورنو قره‌باغ کې ارمنستاني اشغالګر په شا تمبولي دي. نوموړي پر خپل ټویټر لیکلي، د اذربایجان زړورو ځواکونو ارمنستاني اشغالګر له هغو اوو کلیو په شا کړي دي چې هغوی څه موده وړاندې په غیر قانوني شکل تر…

Read more

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون؛ د سولې خبرو پر مهال هدفي وژنې د منلو نه دي

تاند ( یک شنبه، د میزان ۱۳) د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په دوحه کې د سولې بین الافغاني خبرو پر مهال هدفي وژنې د سولې خبرو د روحیې خلاف بللې دي. په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې  د دوی د موندنو له مخې، د روان کال…

Read more

امریکا کې پرکورونا د اخته کسانو شمېر تر ۷ میلیون او ۶۰۰ زره واوښت

تاند ( یک شنبه، د میزان ۱۳) د روغتیا نړیوال سازمان د راپور له مخې، په امریکا کې پر کورونا وبا د اخته کسانو شمېر تر ۷ میلیون او ۶۰۰ زره اوښتی دی. د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې په دغه هېواد کې پر کورونا د اخته کسانو ټول شمېر ۷ میلیون او…

Read more