خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

Daily Archives: October 3, 2020

د شینواري شهید شوې ماشوم پیغور | هیلۍ اسد

عجیبه خلک دي سړی ورته حیران پاتې شي خو چاته؟! د شینواري افغان ماشوم دا لیک او د زړه لیکل شوې جملې او په وینو او ګردونو لړلي د کتابچې پاڼې باید د راتلوونکي تاریخ پر لومړي مخ چاپ او راتلوونکی نسل یې باید ولولي څه پوهه شوئ چې دا خبرې دې کوچنې ماشوم ولې…

Read more

د کرکټ بورډ ادارې بهر ته د نجیب ترکي د لېږدولو خبر ورکړی

تاند (شنبه د میزان ۱۲) د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړي نجیب ترکي روغتیايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی. نجیب ترکی تېره ورځ په ننګرهار ولایت کې د ترافیکي پېښې له امله سخت ټپي شو چې روغتون ته تر لېږدولو وروسته تر بېړنیو عمیاتو لاندې ونیول شو. د افغانستان د کرکټ…

Read more

ولسمشر غني د ننګرهار په غني خېلو ولسوالۍ کې نننی برید بشري جنایت بولي

تاند (شنبه، د میزان ۱۲) افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ننګرهار په غني خېلو ولسوالۍ کې نننی برید وغنده او یاد برید یې نه بښونکی، د اسلامي لارښوونو ضد او بشري ضد جنایت ياد کړ. د ارګ په خبرپاڼه کې ولسمشر ويلي: “طالبانو د ا مریکا متحدو ایالتونو سره د سولې موافقتنامه لاسلیک کړه،…

Read more

ولسمشر غني: د سولې خبرو په بریالیتوب سره به طالبانو ته کاري فرصتونه برابر شي

تاند (شنبه د میزان ۱۲) ولسمشر محمد اشرف غني نن په پکتیکا کې یوې ولسي غونډې ته په خبرو کې وویل، که د سولې روانې خبرې په بریالیتوب سره پای ته ورسیږي نو له هغې وروسته به طالبانو ته په حکومت کې د کار کولو زمینه برابره شي. افغان ولسمشر طالبانو ته په خطاب وویل،…

Read more

امریکا وايي ترکیه دې په سیمه کې له پارونکو کړنو لاس واخلي

تاند (شنبه د میزان ۱۲) امریکا وايي ترکیه دې په سیمه کې له پارونکو کړنو لاس واخلي، او ارمنستان او اذربایجان دې د خبرو له لارې خپلې ستونزې حل کړي. وروسته له هغه چې ترکیې د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ په جنجالي سیمه نګورنو قره‌باغ کې د جګړې پر مهال د اذربایجان ملاتړ وکړ، د…

Read more

ځای/ اجمل پسرلی

د کور پر سر یې لیکلي و، د خرڅلاو لپاره. ادرس ته مې په موبایل کې وکتل، پته همدا وه. دلته مې یوه کوټه ورسره تشناب او پخلنځی د اونۍ په مخه د انټرنټ له لارې کرایه کړي وو، په زنګ مې ګوته کیښوده خو سترګې مې د خرڅلاو له لوحې نه اوښتې، ما ویل…

Read more

د کورنیو چارو وزارت وایي؛ طالبانو په تېرو ۲ اونیو کې ۲۱۰ ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې

تاند( شنبه، د میزان ۱۲) د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مسولان وایي، چې طالبانو په تېرو دوو اونیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ۶۵۰ یرغلیز بریدونه کړي کړي دي. د یاد وزارت ویاند طارق ارین زیاته کړې، طالبانو دغه راز په همدې موده کې ۸۶ ماینونو ته په چاودنې ورکولو سره ۲۱۰…

Read more

د ټرمپ مشاور وایي؛ ولسمشر په ډېرې سختۍ ساه اخلي او ستونزه یې جدي ده

تاند(شنبه، د میزان ۱۲) پر کورونا ویروس د ټرمپ تر اخته کېدو وروسته سپینې ماڼۍ ویلي، چې د هغه روغتیایي وضعیت ښه دی، خو سي ان ان بیا د ولسمشر د تنفسي مشکل په اړه راپور ورکړی دی. سي ان ان د خپل خبریال جیم اکوسټا له قوله ویلي: 《 شېبه وړاندي یې د ټرمپ…

Read more

پاکستان ته د ملي پخلاینې شورا مشر سفر او پر سوله یې اغېز

د روان کال اګست میاشتې په 28 نېټه د ملي پخلاینې شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په رسمي بلنه یاد هېواد ته درې ورځنی سفر ترسره کړ. د ښاغلي عبدالله د سفر درې ورځې وړاندې  لومړي وزیر عمران خان او ولسمشر محمد اشرف غني په افغان سوله د تلفون…

Read more

ننګرهار کې موټربم چاودنې د نظامیانو په ګډون ۵۶ کسانو ته مرګژوبله واړوله

تاند (شنبه د میزان ۱۲) د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي نن غرمه ۱۲:۲۰ دقیقې ددغه ولایت د غني خېلو ولسوالۍ ودانۍ ته څېرمه موټربم چاودنې د یوه سرتېري په ګډون ۱۴ ملکي وګړي وژلي دي. د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوګیاڼي وايي، تر برید وروسته څو تنو وسله والو غوښتل چې په سیمه…

Read more