خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

Daily Archives: October 2, 2020

د دولتي او نادولتي ادارو د ملا تیر | نورمحمد ثاقب

په دولتي او غېردولتي ادارو کې بېلا بېلې څانګې د تشکیل په بڼه د خاصو مسولیتونو او صلاحیتونو په څرګندولو سره په جلا جلا ډول ښودل شوي وي. ادارې ځکه په مختلفو څانګو ویشل کیږي؛ چې په تخصصي توګه د ادارو مقصد او لرلید پر لور ګډ کار وشي.؛ چارې معلومې شي. ضرورتونه سنجش شي…

Read more

اتمر د شانګهای سازمان د غړو هېوادونو له سفیرانو سره پر افغان سولې خبرې وکړې

تاند (جمعه د میزان ۱۱) محمد حنیف اتمر د شانګهای سازمان د غړو هېوادونو له سفیرانو سره پر افغان سولې خبرې کړي دي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر ددغه سازمان د غړیو هېوادونو له سفیرانو سره پرون ماښام مهال د افغان سولې پروسې په پرمختګونو او دې بهیر ته…

Read more

اروپايي ټولنه: ترکیه دې په مدیترانې بحیره کې له پاروونکو اقداماتو لاس واخلي

تاند (جمعه د میزان ۱۱) د اروپایي ټولنې مشرې ارزولافن درلاین په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، ترکیه دې په مدیترانې بحیره کې له خپلو پاروونکو اقداماتو لاس واخلي. د ارزولافن درلاین په وینا د سمندري پولو او انرژۍ د سرچینو په تړاو له یونان سره د لانجې له امله د ترکیې اقداماتو پر وړاندې…

Read more

ملګرو ملتونو په ټوله نړۍ کې د اوربند غوښتنه کړې

تاند (جمعه د میزان ۱۱) د ملګرو ملتونو عمومي منشي یو ځل بیا په ټوله نړۍ کې د اوربند غوښتنه کړې ده. انتونیو ګوتریش د نه تاوتریخوالي د نړیوالې ورځې په مناسبت تازه په خپل پیغام کې ویلي، د سږ کال تر پایه اوربند به رنځ او قحطۍ کمه او د سولې خبرو ته لاره…

Read more

البر کامو او وران‌پوهاوی | نورالله جلالزی

مشهور فرانسوي لیکوال او فلیسوف البر کامو د ۱۹۱۳ زېږدیز کال د نومبر پر اتمه په الجزایر کې زېږدلی. پلار یې یو غریب انسان و او د کامو تر پیدایښت څه کم یو کال وروسته د المان خلاف په نړیواله جګړه کې ووژل شو. کامو د ژوند سخت او ستړي سفر ته یوازې ور پاتې…

Read more

ترکیه: کندهار کې خپله نوې کونسلګري پرانیزو

تاند(جمعه، د میزان ۱۱) په افغانستان کې د ترکیې سفیر اوزهان ارطغرل وايي، ډېر ژر به په کندهار ولایت کې د ترکیې نوې جنرال کونسلګري پرانیستل شي. ارطغرل په کابل کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال میروس ناب سره لیدنه کې ویلي چې هیواد یې غواړي په دغه هیواد کې خپل…

Read more

هند: پاکستاني ځواکونو ۸ هندي پوځیانو ته مرګ ژوبله اړولې

تاند(جمعه، د میزان ۱۱) هند وايي، د کشمیر پولې په اوږدو کې د پاکستاني پوځیانو په ډزو کې درې تنه هندي پوځیان وژل شوي او ۵ نور ژوبل دي. د هند د پوځ ویاند راجیش کلیا ویلي، شپږو پوځیانو ته ‌یې هغه مهال مرګ ‌ژوبله واوښته چې پاکستاني پوځیانو د کوپواړې سیمې ته نږدې پر…

Read more

ولسمشر ټرمپ او مېلانیا ټرمپ په کرونا ناروغۍ اخته شول

تاند – د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ او لومړۍ مېرمن مېلانیا ټرمپ په کرونا وایرس اخته شول. ولسمشر ټرمپ دا خبر د جمعې په سهار د ټوېټر له لارې اعلان کړ. سي اېن اېن نړۍ وال تلوېزیون په خپل وېب سایټ د ټرمپ له قوله لیکلي، «نن شپه زما او د امریکا…

Read more

چارواکي: ډېر ژر به د پاکستاني وېزو د وېش لړۍ پیل شي

تاند (جمعه، د میزان ۱۱) د ننګرهار ولایت چارواکي وایي، چې د تورخم دروازې له لارې په تېرو دوه ورځو کې شاوخوا ۶ سوه هغه افغانان، چې ویزې یې درلودې او اکثریت یې زده کړیالان وو، کوزې پښتونخوا ته تللي دي. د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې دغه راز ویلي، چې…

Read more

متحده عربي اماراتو ۱۱ تنه افغان زندانیان خوشې کړل

تاند (جمعه د میزان ۱۱) د اماراتو د حکومت له بنده خوشې شوي افغان زندانیان خپل هېواد ته لېږل کېږي. د متحده عربي اماراتو حکومت له خپلو زندانونو څخه ١١ تنه افغان زندانیان خوشې کړي چې بېرته یې افغانستان ته لېږي. په دې هېواد کې د افغانستان کونسل جنرال مسعود عزيزي ویلي، چې دا بنديان…

Read more