خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

Daily Archives: سپتمبر 24, 2020

دقت په کار دی| جنرال دولت وزیري

پاملرنه فکر کوم اوس خو ډیر څه روښانه دي. د یو او بل ملامتولو ته اړتیا نشته. د بل د ملامتولو پر ځای دې هر څوک د ځان په هکله سر په ګریوان کې ټیټ کړي او که له ځان غوښتلو تیر شي ښکاره به شي ورته چې له هر بل چا ډیر يې په…

Read more

حالاتو ته په برسېرن نظر مه ګورئ|جنرال دولت وزیري

زما يې غاړې خلاصي: د افغانستان حالات ځیني زاړه شوي دي، تیرې شوي نادودې يې له یاده وتلي دي، ځیني نوې ځوانان شوي دي، پخوانۍ نادودې يې نه دي لیدلي، ځیني په شر کې خپلې ګټې لټوي، ځینې د نورو په چوپړ کې دي، ځیني د جهالته په ښه او بده نه پوهیږي، ځیني خو…

Read more

مولوي رحمت الله اندړ د ملي امنیت شورا د ویاند په توګه وټاکل شو

تاند (پنجشنبه د میزان ۳) د ولسمشر اشرف غني د تازه حکم پر اساس مولوي رحمت الله اندړ د ملي امنیت شورا د نوي ویاند په توګه وټاکل شو. مولوي رحمت الله اندړدوه ماسټریانې لري، چې یوه یې په دیني علومو او عربي ژبه کې کړې ده او بله د ښوونې او روزنې په مدیریت…

Read more

عبدالله او کرزي کابل کې د امریکا له شارژدافیر سره وکتل

تاند (پنجشنبه د میزان ۳) عبدالله عبدالله په کابل کې د امریکا له شارژدافیر راس ویلسن سره خبرې وکړې. د ملي روغې جوړې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله له راس ویلسن سره په لیدنه کې افغانستان کې د روان تاوتریخوالي په زیاتېدو سره اندېښنه څرګنده کړې ده. په دې لیدنه کې په قطر کې د…

Read more

چارواکي: طالبانو د تېرې شپې راهیسې د ارزګان په دهراوود ولسوالۍ سخت بریدونه پیل کړي

تاند (پنجشنبه د میزان ۳) د ارزګان ځايي چارواکي وايي، طالبانو له تېرې شپې راهیسې ددغه ولایت په دهراوود ولسوالۍ بریدونه پیل کړي چې اوس هم دوام لري. د چارواکو په وینا تر اوسه د پولیسو د لېزري قطعې د قوماندان، بریالي دفاعي په ګډون دوه پولیس وژل شوي او درې نور ټپیان دي. د…

Read more

د ۱۱۰ مېګاواټه برېښنا توليد لپاره د څلورو پروژو تړونونه لاسليک شول

تاند(پنج شنبه، د میزان ۳) د افغانستان برېښنا شرکت له دوو شرکتونو سره د ۱۱۰ مېګاواټه لمريزې او بادي برېښنا د توليد لپاره د څلورو پروژو تړونونه لاسليک کړل. د ولسمشرۍ ماڼۍ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ولسمشر محمد اشرف غني په حضور کې پرون ماسپښین د افغانستان برېښنا…

Read more

د کانکور عمومي اول نمره شمسیه وايي پلار یې په سمنګان کې کان کیندونکی دی

تاند (پنجشنبه د میزان ۳) شمسیه د ۱۳۹۹ کال د کانکور عمومي اول نمره اعلان شوه، چې تر ټولو زیاتې ۳۵۳.۱۸۵ نمرې یې ګټلي دي. د روان ۱۳۹۹ لمریز کال د کانکور عمومي اول نمره شمسیه د محمد نسیم لور ده چې کابل کې په یوه متوسطه کورنۍ کې زېږېدلې ده. هغه وايي یواځې یو…

Read more

شېرشاه سوري| جنرال دولت وزیري

د تاریخ پاڼه افغانان په هند کې شېرشاه سوري د شېر شاه سوري (زېږېدنه ۱۴۷۲م کال- مړینه د ۱۵۴۵م کال د مې ۲۲مه) نوم فریدخان د حسن خان سوري زوی او د ابراهیم خان سوري لمسی و. نیکه يې په هند کې د سلطان بهلول لودي د واکمنۍ پر مهال له افغانستان څخه هند ته…

Read more

اعلان