خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

Daily Archives: سپتمبر 22, 2020

غزني او هلمند کې ۱۲ پولیس وژل شوي

تاند (سه شنبه د میزان ۱) د غزني ځايي چارواکي وايي په دې ولایت کې د سړک غاړې ماین چاودنې اووه تنه پولیس وژلي دي. د غزني د امنیه قومندانۍ ویاند احمد خان سیرت وايي، نن مازدیګر شاوخوا څلور بجې د غزني مرکز اړوند په رضه کوتل سیمه کې د پولیسو پر یوه رینجر موټر…

Read more

چین په کابل کې د نیله باغ پروژې د لومړۍ برخې جوړولو کارونه پیلوي

تاند (سه شنبه د میزان ۱) چین په افغانستان کې د نیله باغ پروژې د ۱۴۰۰ اپارتمانونو جوړولو کار پیلوي. له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، نن د ولسمشر غني او په افغانستان کې د چین د سفیر په حضور کې د کابل ښار د دارالامان په نیله باغ سیمه کې…

Read more

کرزی وايي، طالبان د افغانستان اوسېدونکي او زموږ ورونه دي

تاند (سه شنبه د میزان ۱) د هېواد پخواني ولسمشر د چین له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې ویلي، چې طالبان د افغانستان اوسېدونکي او د افغانانو ورونه دي. د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي نن د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي لیو جیان سره ګډه ناسته وکړه. په دې ناسته کې…

Read more

ولسمشرغني وایي طالبان باید تاوتریخوالی بند او اوربند وکړي

تاند( سه شنبه، د میزان ۱) ولسشمر غني نن په ارګ کې د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي لیو جیان سره لیدلي دي. ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ولسمشرغني په دې لیدنه کې د افغان سولې پروسه کې د چین رول ته په اشارې ویلي، طالبان باید له تاوتریخوالي لاس واخلي…

Read more

باجوړکې د يوه بريد پرمهال ۴ پاکستاني پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې

تاند (سه شنبه، د میزان ۱) پاکستاني رسنۍ وایي وایي، چې ډېورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د خیبرپښتونخوا په باجوړسیمه کې په یو برید کې دوه پاکستاني پوځیان وژل شوي او دوه نورسخت ټپیان شوي دي. رسنیو د پاکستاني طالبانو د یوې خبرپاڼې په حواله راپور ورکړی، چې په دې برید کې یې د صابرشاه…

Read more

کیوبا په نړۍ کې د جګړو یواځينی لامل امریکا یادوي

تاند (سه شنبه، د میزان ۱) د کیوبا د بهرنیو چارو وزیر برونو رودریګز وایي، د امریکا غیر مسوولانه کړنې د منلو نه دي. د ملګرو ملتونو د ۷۵مې کلیزې په مناسبت یو ویډیویي پیغام کې ویلي، نړیوال قوانین د نړۍ ځواکمن هېوادونه ګواښي او په خبره یې، ځانګړې توګه امریکا په خپلو غیر مسوولانه…

Read more

سعودي یوځل بیا د افغان سولې له پروسې ملاتړ کړی

تاند ( سه شنبه، د میزان ۱) سعودي عربستان یو ځل بیا ټینګار کړی، چې دوی د قطر تر څار لاندې د یاد هېواد په پلازمېنه دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو کلک ملاتړ ته ژمن دي. د واس په نامه د سعودي رسمي خبري اژانس د راپور له مخې ریاض په قطر کې د…

Read more

طالبان: د ولسمشر دواړه مرستیالان د اسلامي احکامو سم درک نه لري

تاند (سه شنبه د میزان ۱) طالبانو د ولسمشر د لومړي او دویم مرستیال د وروستیو څرګندونو په تړاو غبرګون ښودلی دی. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه اعلامیه کې ویلي چې د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح او دویم مرستیال سرور دانش د یوه ځانګړي پلان له مخې د دوی پر ضد…

Read more

د مړز ستراتیژي | عبدالرحیم نوښتیار

مړز چې کندهاریان یې کرک بولي، یو ډېر هوښیار، چټک او بې بدو مرغه دی. د ډېرې ځیرکتیا او چټکتیا له امله د شپې د سپوږمۍ رڼا ته الوځي او په زرهاوو کیلو متره مزلونه کوي. په اوړي د سایبریا دښتو او ژمی کې د هندوستان شنو فصلونو ته ځان رسوي. د ورځې لخوا په…

Read more