خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

Daily Archives: سپتمبر 21, 2020

کډوال/ عابده سپوږمۍ

د دروازې له ښیښې مې ورته وکتل. په ځان وچ خو په عمر تنکی ځوان د سړک له هغې غاړې راروان و. سره او سپینه پيک داره خولۍ یې پر سر وه. د دوکان دروازه یې خلاصه کړه. خپل وار ته ودرید. خړې شړیدلې کرمچې یې په پښو وې. کله به یې سر ګراوه، کله…

Read more

د ولسمشر د مرستیال محاکمه| عبدالقهار عزیزي

د ولسمشر دوهم مرستیال تېره ورځ په یوه غونډه کې، د افغانستان د تاریخ په تړاو پارونکې څرګندونې کړي دي چې د ډېری هېوادوالو غبرګون یې راپارولی دی. ښاغلي سرور دانش پرون په بامیانو کې د افغانستان تېر ۲۴۰ کلن حکومتونه استبدادي او ډکټاټور بللي چې له  شک پرته دا څرګندونې عقدوي بلل کېدای شي.…

Read more

اروپايي ټولنه: افغانستان کې د تاوتريخوالي زياتوالي سخت اندېښمن کړي يو

تاند(دوشنبه، د سنبلې ۳۱) اروپايي ټولنه وايي، په افغانستان کې د تاوتريخوالي زیاتوالي سخت اندېښمن کړي دي او يو ځل بيا په طالبانو غږ کوي چې ژر تر ژره تاوتريخوالي ودروي او اوربند وکړي. دې ټولنې د سولې نړيوالې ورځې په تړاو اعلاميه کې ويلي، دوی په افغانستان کې د تاوتريخوالي پر زياتوالي او په…

Read more

۲۳۰ کاله د دېکتاتورۍ که ډموکراسۍ تر چتر لاندې؟

احسان الله ځيرک د هرې ټولنې ټولنیز، سیاسي، اقتصادي او فرهنګي نظام د دوی له اړتیاوو، غوښتنو، جغرافیاوي شرایطو، حاکم ټولنیز ذهنیت، دین، باورونو او ارزښتونو سرچینه اخلي او تر ټولو ښه نظام هغه دی، چې د یوې ټولنې پورته یادو شویو شرایطو ته په کتو رامنځ ته شوی وي، ځکه د نظام له درلودو…

Read more

امنيتي مسؤلان: طالبانو په تېرو دوه اونیو کې ۹۸ ملکي وګړي وژلي

تاند ( دوشنبه، د سنبلې ۳۱) د کورنیو چارو وزارت وایي، چې طالبانو په تېرو دوو اونیو کې د خپلو بریدونو پرمهال ۹۸ ملکي وګړي وژلي دي. د یاد وزارت ویاند طارق ارین ویلي، طالبانو د هېواد په ۲۴ ولایتونو کې د خپلو بریدونو پر مهال ۹۸ ملکي وګړي وژلي او ۲۳۰ نور یې ټپیان…

Read more

مک ماسټر له افغانستان د امریکایي ځواکونو وتل ستره تېروتنه بولي

تاند(دوشنبه، د سنبلې ۳۱) د امریکا د ملي امنیت پخوانی سلاکار مک ماسټر وایي، له افغانستان او المان څخه د امریکایي ځواکونو وتل په اوږدمهال کې امریکا ته ګواښ پېښولی شي او د ټرمپ دا پرېکړه یوه ستره تېروتنه ده. هغه زیاته کړې چې امریکا باید د افغان دولت او امنیتي ځواکونو دوامداره ملاتړ ته…

Read more

يوناما: د ملکي وګړو خونديتوب لپاره دې بېړني ګامونه واخيستل شي

تاند(دوشنبه، د سنبلې ۳۱) په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر يا يوناما وايي، په وروستيو ورځو کې د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې زياتوالي اندېښمن کړي دي. یوناما زیاتوي چې د جګړې له ښکېلو اړخونو غوښتنه کوي چې د دوی د خونديتوب لپاره بېړني ګامونه واخلي. يوناما د سولې نړيوالې ورځې په تړاو اعلاميه…

Read more

طالبان د ناټو ځواکونو په یونیفورم کې له موټرچلوونکو پیسې اخلي

تاند(دوشنبه، د سنبلې ۳۱) د بریتانیا میرر ورځپاڼې په یوه راپور کې د طالبانو عکسونه خپاره کړي چې پر لویو لارو له موټرچلوونکو پیسې اخلي. د ورځپاڼې له راپور سره سم، وسله وال طالبان د پخوا خلاف، چې پنډې لونګۍ به یې پر سر وې، د ناټو ځواکونو په یونیفورم کې له مدرنو وسلو او…

Read more

ویلسن: طالبان دې تاوتریخوالی کم کړي

تاند(دوشنبه، د سنبلې ۳۱) په کابل کې د امریکا سفیر راس ویلسن د بهرنیو چارو له وزیر محمد حنیف اتمر سره په لیدنه کې ټینګار کړی چې طالبان دې په افغانستان کې روان تاوتریخوالی کم کړي. د بهرنیو چارو له وزارته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د دغه وزارت سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر…

Read more

نوم (لنډه کیسه) لیکوال: ګل رحمن رحماني

    د خپل نوم له اورېدو سره په منډه له څوکۍ پاڅېد، کوچنۍ غرفې ته مخامخ ودرېده، د وېش مامور بوخت و، د خپلې تذکرې د تر لاسه کولو پاڼه یې د مسوول مامور مخکې کېښوده، نوم یې بیا تکرار شو:  – عبدالستار ولد عبدالشکور – زه یم، حاضر صیب… مامور د عینکو له پاسه ورته…

Read more