خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

Monthly Archives: September 2020

د غزني د پوهنې رییس وایي، طالبان غزني کې د ښوونځیو جوړېدو اجازه نه راکوي

تاند(چهارشنبه، د میزان ۹) د غزني د پوهنې ریاست مسولان وایي، چې وسله‌وال طالبان په دغه ولایت کې د ښوونځیو جوړېدو اجازه نه ورکوي. د یاد ولایت د پوهنې رئیس محب انصار ویلي، ډېر موده کېږي چې له مرکز څخه په دغه ولایت کې د ښوونځیو د ودانیو جوړېدو لپاره بودیجه راغلې خو زیاتوي طالبان…

Read more

عمران خان له عبدالله سره د خپلو خبرو یادونه وکړه

تاند(چهارشنبه، د میزان ۹) د پاکستان صدراعظم د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا له رييس عبدالله عبدالله سره د کتنې په اړه پر خپله ټویټرپاڼه مفصلې څرګندونې کړي دي. ښاغلي عمران لیکلي چې له افغان مشر عبدالله عبدالله سره د ده خبرې ډېرې په زړه پورې وې او پر ګڼو مسلو یې ورسره…

Read more

د جهادي ګوندونو شورا: د ډاکتر نجیب د تلین لمانځل د افغانانو جهاد ته سپکاوی دی

تاند (چهارشنبه د میزان ۹) د جهادي ګوندونو شورا له حکومت څخه وغوښتل چې افغانستان کې د نجیب د ورځې د لمانځل کېدو مخه ونیسي. ددې شورا غړو نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته په خبرو کې ویلي، چې د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکتر نجیب الله د وژل کېدو تلین لمانځل د…

Read more

ځايي خلک: د ننګرهار په شېرزداو کې یو شمېر سوداګرو جګړه توده ساتلې

تاند (چهارشنبه د میزان ۹) د ننګرهار د شېرزادو ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، په دې ولسوالۍ کې جګړه د شخصي ګټو لپاره توده ساتل شوې ده. ددې ولسوالۍ د ځايي خلکو په خبره د شوکاڼي سوداګر طالب جنګیالیو ته جنګي تجهیزات او ځيني اړین توکي اخلي او بیا د همدې مرستو په بدل کې د ولسوالۍ…

Read more

امریکا له هند څخه په افغان سوله کې د کلیدي رول لوبولو غوښتنه وکړه

تاند (چهارشنبه د میزان ۹) د امریکا پالیسي جوړونکو له هند څخه د افغان سولې برخه کې د کلیدي رول لوبولو غوښتنه کړې ده. راپورونه وايي په داسې حال کې چې د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو ته ډېره کمه موده پاتې، خو د ټرمپ اداره غواړي له افغانستان څخه د ټولو سرتېرو په ایستلو امریکایانو ته…

Read more

افغانستان او ترکمنستان د اقتصادي همکاریو تفاهم لیکونه لاسلیک کړل

تاند(چهارشنبه، د میزان ۹) افغانستان او ترکمنستان د ولسمشر غني په حضور کې د اقتصادي همکاریو بېلابېل هوکړه لیکونه لاسلیک کړي دي. له ارګه خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، دا هوکړه لیکونه او یو تړون نن د کانونو او مخابراتو وزارتونو سرپرستانو، د افغانستان د برېښنا شرکت او د بیات ګروپ رییسانو په افغانستان کې…

Read more

اذربایجان: د جګړې له پیله تر دې دمه ۲۳۰۰ ارمنستاني عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې

تاند (چهارشنبه د میزان ۹) اذربایجان وايي، ارمنستاني ځواکونو څو ځله د دوی پر خاوره توغندویي بریدونه کړي دي خو په وینا یې تلفات نه لري. د ترکي رسنیو د راپورونو له مخې د اذربایجان د دفاع وزارت ادعا کړې، چې د دوی او ارمنستان ترمنځ جنجالي سیمه نګورنو قره‌باغ کې د جګړې له پیله…

Read more

عارف علوي: د سولې په راتلو سره باید مرکزي آسیا له جنوبي آسیا سره وصل شي

تاند (چهارشنبه د میزان ۹) د پاکستان ولسمشر عارف علوي وايي، هېواد یې د افغان سولې پروسې بشپړ ملاتړ ته ژمن دی. عارف علوي نن چهارشنبه د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله سره په لیدنه کې ویلي، هېواد یې له افغان جګړې زیانمن شوی او په خبره یې په افغانستان…

Read more

جنازو وتل نه، د جګړو نوغې ايستل غواړو | عبدالوحيد وحيد

د افغانانو ترمنځ د باور نشتوالئ هغه ستره نيمګړتيا ده چې مونږ يې د اوربند او سولې په وړاندې ستر او ننګونکی خنډ ګڼلاى شو.  ولسمشر غني په دې باور دی چې امریکا پاکستان او طالبان د نوموړي د حذف پلان لري او په دغه تړاو يې د طالبانو او د شمال د ايتلاف د…

Read more

پښتونخوا: دوو چاودنو ۲۷ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

تاند(چهارشنبه، د میزان ۹) د پښتونخوا په نوښار او مردان کې د دوو چاودنو له امله نهه کسه وژل شوي او اتلس نور ټپیان دي. ویل کېږي چې په نوښار کې د هاوان یوه ګولۍ چاودلې ده چې پنځه کسان یې وژلي دي. بلخوا په مردان کې بیا په بایسکل کې یو ماین ځای پر…

Read more