خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

Daily Archives: August 2, 2020

فرانسوي‌-‌پښتو سیند په پاریس کې چاپ شو

نجیب منلی په دې وروستیو کې په باریس کې فرانسوي‌-‌پښتو سیند، چې شاوخوا یوڅلوېښت زره مدخلونه لري ، ډاکټر محمد اکبر وردګ لیکلی، او د آسیایي ژبو یوې متخصصې خپرندویې موسسې «ازیاتېک» (L’Asiatheque) خپور کړی، له چاپه راووت. ډاکټر محمد اکبر وردګ ستایلی د طب ډاکټر دی خو له ډېر پخوا راهیسې له ژبې او…

Read more

داعش د ننګرهار پر محبس د حملې مسوولیت ومانه

تاند(یکشنبه، د اسد ۱۲) داعش یا اسلامي دولت سختدریځې ډلې د ننګرهار پر عمومي محبس د نني برید مسوولیت په غاړه واخیست. دا برید یوه ورځ وروسته له دې وشو چې د افغانستان د ملي امنیت ریاست وویل چې د جلال اباد ښار په مولوي خالص فاملیو کې یې د داعش یو مهم مشر، چې…

Read more

 د پوهنتونونو د روان سمیستر درسونه او پلان دې له ابتدا شروع شي

 رئيس ناصر  کورونا ناروغي نږدې ټوله نړۍ کې د ژوند مختلفې چارې او کاروبار اغېزمن کړ، ورسره تعليمي او تحصيلي مرکزونه هم د دې ناروغي د خپريدو د مخنيوي لپاره تړل شوي و. په افغانستان کې هم د کرونا ناروغي د کنترول په موخه د روان 1399 هجري شمسي کال د پيل وړاندې په ټول…

Read more

د ننګرهار پر محبس حمله کوونکي وژل شوي او ۵ نور ټپيان دي

تاند ( یک شنبه، د اسد ۱۲) د کورنیو چارو وزارت وایي، چې د ننګرهار پر عمومي محبس ۳ بریدکوونکي وژل شوي او ۵ نور ټپيان دي. په ورته مهال دننګرهار د والي ویاند وایي په دې پېښه کې تر دې دمه ۲ تنه وژل شوي او ۲۴ نور ټبيان دي، چې په خبره یې…

Read more

په هلمند کې د خرما حاصل د کروندګرو هیلې زیاتې کړې

تاند(یکشنبه، د اسد ۱۲) دهلمند ولایت د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسولین وایي چې سږکال ددې ولایت د خرما باغونو بې ساري حاصلات کړي. د یاد ریاست د چارواکو په وینا د خرما په هغه ونو يې تجربو مثبته نیتجه ورکړې ده چي په تېرو ۳۰ کلونو کې يې حاصل نه و ورکړی.…

Read more

روسیه: د کورونا واکسین تولید به د نومبر په میاشت کې پیل شي

تاند(یکشنبه، د اسد ۱۲) روسي څیړونکي په هیواد کې د کورونا ویروس دوه ترټولو مشهور واکسینونو باندې کار کوي، کوم چې د تصویب په مرحله کې دي. دوی وايي په پام کې لري د نومبر په میاشت کې د واکسین تولید پیل کړي. روسي چارواکو تل د کورونا ویروس واکسین جوړولو لپاره د مهالویش خبره…

Read more

اڅکزی: پښتون يو قام خو په دوو هيوادونو کې وېشلی دی

رفيع الله مندوخېل، اسلام اباد د زمري، اسد ۹ مه  ۱۳۹۹ د ملتپال پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر او د پاکستان د ملي اسمبلۍ پخواني غړي محمود خان اڅکزي ويلي، دا د تاريخ جبر دی چې پښتون يو قام خو په دوو هيوادونو کې وېشلي دي. اساسي ستونزه د ډيورنډلاين نه بلکې د اغزن تار د غځولو ده چې…

Read more

دانش: ډېر ژر به مشورتي لویه جرګه جوړه شي

تاند (یک شنبه، د اسد ۱۲) د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش نن په کابل کې د امريکا سفارت له مرستیالې کارن ډیکر سره د ويډيو کنفرانس له لارې خبرې کړې دي. سرور دانش په دغه ويډيو کنفرانس کې ویلي، ډېر ژر به کابل کې د سولې مشورتي لویه جرګه د خلکو د استازو، ملي…

Read more

له کابله حکومتي پلاوی د پاکستاني بريدونو د څېړلو په موخه کندهار ته تللی

تاند(یک شنبه، د اسد ۱۲) د افغانستان ملي امنيت شورا وايي، يو لوړ پوړی حکومتي پلاوی د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ د پاکستان له لوري د راکيټي بريدونو او وروستيو لانجو د هر اړخيزې څېړنې په موخه د کندهار سپين بولدک ته رسیدلی دی. ملي امنيت شورا پر خپله ټوېټر پاڼه ليکلي چې په…

Read more

بل/ اجمل پسرلی

د زندان د نمجنې کوټې بوی یې تر سپږمو شو. لکه په خوب کې چې له خپسکې راپاڅي، سترګې یې رډې رډې راوایستې. نن یې اوومه ده چې له بنده خوشي شوی دی. په تیرو اوو ورځو کې یې هره ورځ خلک پوښتني ته راتلل. په کړکۍ کې د مچ بڼا شوه. پرده یې جګه…

Read more