خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

Daily Archives: جولای 6, 2020

ولسمشرۍ ماڼۍ: سپیدار تر اوسه خپل وزیران ارګ ته نه دي معرفي کړي

‎ خبریاله: عاقله اسد(دوشنبه،د سرطان ۱۶) د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وايي، سپیدار ماڼۍ تر اوسه وزیران ورمعرفي کړې نه دي. د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي نن (دوشنبه) په کابل کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د سپیدار ماڼۍ د وزارتونو د کاندیدۍ لپاره د کاندیدانو لست تراوسه ولسمشرۍ ماڼۍ ته نه…

Read more

صدیق پتمن د خوست والي وټاکل شو

تاند (دوشنبه، د سرطان ۱۶) د پوهنې وزارت پخوانی مرستیال محمد صديق پتمن د خوست د والي په توګه وټاکل شو. د سیمه‌ ييزو اورګانونو ادارې نن (دوشنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دې خپلواکې ادارې په وړانديز او د ولسمشر د ۸۰۶ شمېرې حکم په اساس، محمد صديق پتمن د خوست د…

Read more

سفرنامه غیر داستانی ژانر دی| حمیدالله عمرخېل

یون لیک یا سفرنامه چې انګلیسي کې ورته travel writing یا travel literature وایي غیر داستاني یا non fiction  ژانر دی. خو زموږ  ځینو پښتو کتابونو کې د داستاني ژانرونو تر عنوان لاندې معرفی شوی دی. ټولې غیر داستاني non fiction لیکنې که مقاله وي، راپور وي، ژوند لیک وي  او یا سفرنامه وي، باید…

Read more

استخباراتي جګړه اود سولې خوبونه| انجنیرعبدالصبورساپی

لومړۍ برخه د افغانستان جګړه ډېر پېچلي ابعاد لري چې د ګاوندیو او له اوقیانوسو هاخوا قدرتو د جاسوسي شبکوپلاس د خپله افغانانو په مټ پرمخ وړل کېږي، ترڅو چې دا مزدوران د دین، ژبې او قوم په نوم  شتون لري د دې ناروین پای څه آسانه نښکاري مګرداچې خِرد په شعور، قاطعیت په عمل…

Read more

د الازهر شیخ د افغانستان جګړه حرامه وبلله

تاند (دوشنبه، د سرطان ۱۶) د مصر د ازهر (الازهر) شیخ په افغانستان کې روانه جګړه حرامه وبلله او افغان امنیتي ځواکونه یې په دې جګړه کې په حق وبلل. د ازهر شیخ احمد الطيب پر خپله ټویټرپاڼه کښلي: «د تېرې جمعې په ورځ یو شمېر ملګرو را څخه د افغانستان د جګړې په اړه…

Read more

تبلیغاتي جګړه، تر پوځي جګړې زوروره ده| جنرال دولت وزیري

تبلیغاتي جګړه یا پروپاګند چې په فرانسوۍ ژبه (Propagande) ورته وايي، د ارتباط هغه لارې چارې دي چې هدف یې د سیاسي تبلیغ له لارې د عمومي افکارو تنظیم او همږغي کول دي. په اوسنۍ زمانه کې دغه تبلیغاتي جګړه د کوم جارچي یا هم لاوډسپیکر له لارې یا هم شپې پاڼو له لارې مخ…

Read more

سعودي سفیر، په افغانستان کې ۱۰۰ مدرسې نه بلکې ښوونځي جوړوو

خبریاله: عاقله اسد(دوشنبه، د سرطان ۱۶) په افغانستان کې د سعودي عربستان له خوا د ۱۰۰ دیني مدرسو او روغتون جوړولو ژمنې په غبرګون کې، د سعودي سفارت وویل چې د افغانستان د مشرانو جرګې له رييس فضل هادي مسلمیار سره د جاسم محمد الخالدي د غونډې په جریان کې پر دې مسلو خبرې نه…

Read more

د نارینه والیانو تر څنګ د هر ولایت لپاره یوه ښځینه مرستیاله ټاکل کېږي

تاند (دوشنبه، د سرطان ۱۶) د حکومت له لوري د هر والي لپاره یوه مرستیاله ټاکل کېږي د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي نن په کابل کې یوې خبرې غونډې ته وویل چې حکومت پریکړه کړې څو د هر والي لپاره یوه مرستیاله وټاکي. صدیقي وویل چې د ښځو چارو وزارت په وړاندیز او د…

Read more