خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

ستاسي رالیږلې لنډې کیسې

پوسته

لیکوال: محمد سمیع صادق

ـ مونږ نه وو… هغوی به شاید تر شلو هم زیات. پر غونډۍ له پوستې دباندي پيره  زما وه. د ‌ډوډۍ وخت وو، هغوی ښايي خبر ول چي دا مو د ډوډۍ وخت وو. زه بیداره وم… دواړو خواوو ته مي کتل، لاندي مي کتل، پاس په آسمان کي مي هم کتل… همدغه وو چي مخ مي واړاوه اوس مي شا ته کتل… حاجي بابا، یو خنجر مي په ملا کي ښخ سو…

محمد سمیع صادق

ــ هغوی دوه وه، یوه توپک راڅه حمله کړ او بل پر سر په يوه تېره کاڼي وهلم تر څو د غونډۍ لمن ته ګېل سوم. چا چي په کاڼي وهلم د هغه څهره راته خښینه او د مخ دوه غاښونه ئې…

سرتېری چپ سو، مخ ېې سره کش کړ، سترګي ئې پټي کړې، درد ئې ډېرسو او زګېروی ئې را پورته سو.

دی د شپې په دې آخري حصه کي له پوستې څخه لږ لیري په دې کیږدۍ کي پروت  دئ. په بوټو او یو زوړ پټو ئې ملا تړل سوې ده او اوس ئې پښو ته ناست کوچی بوډا د هغه د غبرګو ماتو پښو څخه خړي پوځي موزې کاږي.

یو څراغ د کیږدۍ په منځ کي ځوړند او بل د سپین ږیري په څنګ کي پروت دئ. بوډا د ځوان پړسېدلي او په وينو ککړي پښې په ګودړو کي وپېچلې. د کیږدۍ په یوه کونج کي د بابا مېرمن د څادر پلو پر مخ را کش کړی ناسته ده. هغه یوه سترګه تر پلو را ایستلې ده او دې ځوان ته ګوري. هغه چار زانو ناسته ده، پر یوه زانو ئې یو ماشوم هلک او پر بل زانو ئې یوه ماشومه نجلۍ ناسه ده. د هیڅ چا پر مخ د خوب څرک نه ليدل کیږي.

ــ زما له رالوېدلو سره سم په پوسته کې ضربې سوې. د پوستې ګروپان مړه سوه، تیاره سوه، مرمۍ ودرېدي او ږغونه د ملګرو مي خپه سوه. لا مي ډم اوښکي نه وې څڅېدلي چی یو غړم سو… له پاسه یو بم وو… نور نو سنګر نه وو پاته… صرف یو ګرد و او چوپتیا وه. قاتل او مقتول دواړه قتل سوه… ټوله مړه سوه… زه پر یوه، دوو، څلورو او په څکېدلو راغلم … د تورو برېتو او ګني ږیري په مابینځ کي د هغه د منځ دوه غاښونه… له سترګو می نه اسیته کیږي… په قهر کي غاښونه چیچل، په کاڼي وهل… دهغه د سرو زرو غاښونه…

د کيږدۍ سره نښتي د کوچنۍ خیمې څخه د یوې شځي چیغې را پورته سوې. ماشومانو ور منډه کړه ؛ «مور، مور، مور.» د بوډۍ انا ئې پلو ایله سو او مخ ئې په دواړو لاسونو کي ونيوی. بابا سرکښته کړله ځان سره وبڼېدی، «خیرو…» د ځوان تر سترګو اوښکي توی سوې. د شپې سینه وچاودېده، سپېدی وچاودېدې او سهار د دوی په اوښکو او ژړا را ویښ سو.


  ایمرجنسی روغتون

لیکوال : حیات الله ستانکزی

ایمرجنسي روغتون کې یواځې د چهارشنبې په ورځ له غرمې وروسته کوالی شې چې خپل ناروغ وګورې ، زه هم تر ډوډۍ خوړلو وروسته روان شوم ، یوه نیمه بجه به وه ، چې هلته ورسیدم ، دروازه کې ډیر خلک ولاړ وو ، او تر لنډې تلاشۍ وروسته روغتون ته ننوتل ، په لست کې د خپل ناروغ د نوم تر پیدا کولو وروسته ورته ویل کیدل چې کوم لوري ته لاړ شي ، دغه روغتون کې یواځې د جګړې د ټپیانو درملنه کیږي ، نو ځکه کوم عادي روغتون ندی ، لدې ځایه د چا جنازه وځي ، او څوک په کې خپلې پښې یا لاسونه له لاسه ورکوي ، کوم بختور که لږ ژوبل وي او سم سلامت لدې ځایه

حیات الله ستانکزی

لاړ شي ، روغتون ته ورغلم، ډول ډول ټپیان مې ولیدل ، لکه مخکې مې چې وویل ډیر بې پښو او بې  لاسو انسانان لا هم د ژوندي پاتې کیدو په هیله په چپرکټونو پراته ول ، د هرچا سترګې نمجنې ښکاریدې ، د پیوازانو او ناروغانو خبرې لنډې وې او ژر به خلاصې شوې ، فکر کوم د یو او بل له حاله ښه خبر ول ، یواځې د غمځپلو او لمدو سترګو په اړولو او راړولو یې یو بل ته د زړه حال وایه ، خپل ناروغ سره مې ولیدل ، شکایت یې کاوو چې ډیر په تکلیف یم ، څو شیبې ناست ووم ، نور خپلوان مو هم ول ، د باندې حویلی ته ووتم ، په ویلچر یا د معیوبینو په بایسکل ناستې جینۍ ته مې پام شو ، یواځې وه ، کرار یې ژړل ، ورنږدې شوم، تقریبا د ۷ یا ۸ کالو به وه ، یوه سترګه یې پلاستر وه ، ترې ومې پوښتل لورجانې ولې ژاړې ؟ پلار مې ولې نه راځي ؟ کاکا ته ورته زنګ ووهه چې ژر راشي زه ورپسې ډیره خفه شوې یم . په مهربانۍ مې ورته وویل لورجانې زه خو ستا د پلار نمبر نلرم ، خیر حوصله وکه رابه شي .

نوم د څه دی ؟

زرلښته .

د کوم ځای یې ؟

د وردګو .

سترګه د ژوبله شوې ؟

لدې پوښتنې سره یې ، له خپلې سترګې پلاستر لرې کړ ، واخ لیدل یې ډیر سخت وو ، سترګه نه وه بس هسې خالي ځای یې ورته په پلاستر پټ کړی وو ، خپل نس یې را وښود زخمونه یې پلاستر وو ، د زړه درزا مې ډیره شوه ، تر لنډ سکوت وروسته مې وپوښتله .

څنګه زخمي شوې ؟

د کور مخکې مې له خپل ورورکي سره لوبې کولې ، په سرک د عسکرو ټانګونه تیریدل، طالبانو له کلي ورباندې ډزې  وکړې ، هغوی هم ډ زې وکړې ، مونږ د کور پخوا منډه کړه، دروازې ته نږدې وو ، چې یوه غټه مرمۍ مو مخې ته ولګیده ، بیا نو پوه نشوم .

ورور د هم زخمي شو ؟

هو ، پلار مې وایي چې هغه یې پاکستان ته وړی ، هلته بستر دی .

هو رښتیا پلار د څه کار کوي ؟

هغه سراچه موټر لري ، له وردګو کابل ته خلک وړي او راوړي .

نور مشران ورونه لرې ؟

هو ، یو کور کې دی ، او بل شهید شو .

چیرته شهید شو ؟

نه پوهیږم ، چا شهید کړی وو ، بیا یې چپرکټ کې د هغه مړی راوړ .

نو ولې شهید کړی وو ؟

خو وظیفه درلوده کنه ، پلار او مور مې هر وخت ورته ویل چې وظیفه مکوه ، خو هغه د چا خبره نه منله . ویل به یې ماسره څوک څه کار لري .

خدای شته نور مې د هغې خوږې ماشومې د خبرو د آوریدلو توان نه درلود ، کومه خاصه پوښتنه مې هم زړه کې نه وه ، ستونی مې هم را ډک شوی وو ، د هغې سترګې د دروازې خواته پاتې وې ، یو دم یې چغه کړه ، هاغه ده پلار مې راغی ، لارې ته مې وکتل ، یو کس چې خړ کالي او تور واسکټ یې په تن وو ، او لاس کې د کیلو پلاستیک وو ، را روان وو ، راغی کوچنۍ او زخمي زرلښته یې غیږ کې واخسته ، په دواړو ژیړو غومبورو یې څو ځلې ښکل کړه ، دواړو یوه شیبه سره وژل ، خپل ډنګر او سپیره لاس یې څو ځلې د زرلښتې په ګرګوټي ویښتانو تیر کړ ، ما آوریدلي چې نارینه نه ژاړي ، خو دلته مې هغه هیڅ ملامت نکړ ، پوهیدم چې پخپلو اوږو څومره دروند غم ګرځوي ، او د زرلښتې دغه حالت ته خو د کافر هم ژړا راتله ، دا خو یې لا پلار وو ، بیا یې خپلې لور ته په تسلي ورکولو پیل وکه لورجانې ! ډیر ژر به لخیره سره رخصت شې خپل کور ته به لاړشو ، مورته به د ورشې ……

ما ورته وویل ، کاکا هغه بل زوی د څنګه دی ؟ سړي راته وکتل ، زه یې ونه پیژندم ، نه پوهیږم په زړه کې زما په اړه څه تیریدل ، په تعجب یې راته کتل ، پوه شوم چې پوښتنه مې بې رقمه وه ، بیا مې ورته وویل هغه زوی د چې زرلښتې سره یو ځای ټپي شوی وو ، هاغه ښایم ، او پوه مې کړ چې زرلښتې راته ټوله کیسه کړې ….. سړي سوړ اسویلی ویست ، زما خواته را روان شو ، له لاسه ونیولم ، له زرلښتې یې لږ لرې شولو ، په شمیرلو خبرو یې راته وویل ، ګلاپ هماغلته ځای په ځای شو ، په زرلښتې ډیر ګران وو ټوله ورځ به یې یو ځای ساعتیري کوله ، ځکه مو هغې ته په دروغو ویلي چې ژوندی دی او پاکستان کې بستر دی . ژړا ورغله او بیا یې وویل زه د خپل ګلاپ په جنازه کې هم نه وم ، زرلښته مې کابل ته راوړه ، او کلیوالیو په ګلاپ خاورې واړولې ..


د غوزانو ونه

ليکواله: ځلا نور
د غوزانو لويه ونه د کلي په منځ کې ولاړه وه، دا ونه په ټولو کليوالو ګرانه وه، لاندې ترې ماشومانو کورګي جوړول، په څانګو کې يې جنکيو ټالونه اچول، په دنداسه به يې د پيغلو او زلميو شونډې سرې وې.
کله به يې چې غوزان پاخه شول، سړی به ورپورته شو، په اوږده ډانګ به يې له ونې نه غوزان راتلول. يوه ورځ تېز توپان شو، د ونې څانګې له ميوې درنې وې، چې ټس دوې غټې څانګې ترې ماتې شوې، ونه داسې شوه چې د ميوې کومه څانګه پکې پاتې نه شوه، اخېر يې څښتن غټ بېخ هم اره کړ او لرګي يې په بازار کې خرڅ کړل.
زه چې وديدم، پلار مې د خوب تخت راته اخيستی و، مور مې د تخت بيه ترې وپوښتله، پلار مې قيمت ډېر لوړ ووايه.
مور مې ورته وويل:
ـ دومره قيمت؟!
پلار مې ورته وويل:
ـ خود نو، نه ګورې، لرګی يې د غوز د ونې دی.
زه اوس له خپل کلي لرې په بل کلي کې واده شوې يم، کله چې په خپل تخت کې ويده شم، د کلي همغه د غوزانو لويه ونه په خوب کې وينم، ټال مې پکې اچولی وي، ټالۍ پکې وهم.
—————————————————
قفس
لیکواله: ځلا نور
مور مې په ژړا راته وويل:
ـ زه به نو څه ووايم، د پلار کار دې دی، هغه سره کله خبره کېږي…
په ژړا مې ورته وويل:
ـ خېر ده مورې، ما هغه کور نه ده خوښ، ما هغوی ته مه ورکوئ…
مور مې ورو وويل:
ـ غلې شه، خبرې به دې پلار واوري…
له کوټې په ژړا ووتم، برانډې کې مې ديوال ته تکيه ووهله، ما ژړل، مرغۍ پاس په قفس کې راته چغيده.
هغه وخت راياد شو، چې پلار مې دا مرغۍ اخيسته، زه ورسره بازار ته لاړه وم، له يوه قفس نه يې راوويسته، پلار مې ورته بل نوی قفس واخيست، مرغۍ يې په نوي قفس کې واچوله، مرغۍ په دې کې هم لکه د بل قفس پورته پورته الوته او چغيده.
———————————————————

ټال

رفيع الله ارمان

په ټال کې ناست يم زنګيږم، ټالۍ خورم، د خود او بې خودۍ تر منځ يم. حواس مې ريږد اخيستي، غلي په کوټه کې شاوخوا وګورم چې د چا خو به را پام نه وي! د کتاب تر شا مې ځان پنا کړی، په ټوله هڅه بيا هم اوښکې نه شم را تم کولی. يوه ديارلس کلنه مجبوره غريبه نجلۍ د خپلې مور، کوچني ورور او مشرې خور د وږي نس، غم سر ګردانه کړې ده. زه يې لکه د ديوالي سرکين په ښيښه په ټال کې نندارې ته ډک ستونی ناست یم!

ډاکټرې وويل

ـ اه ګرانې! که کار غواړې نو بايد زړوره و اوسې.

غلې شوه. ويې ويل:

ـ بخت بي بي ترور به دې پوه کړې يې. څه يې درته وويل چې چيرې دې بيايم؟

ـ هيڅ! له غونډۍ مې غوا راوسته، مور مې پر تناره ډوډۍ پخوله، ترور مې خبرې ورسره کولې، ويل يې چې ارزو ته مې په کابل کې ښه کار پيدا کړی، که خدای کول، ګوله به مو غوړه شي. بس، په سبا مې مور غوټه راته وتړله. له ترور سره دلته راغلم.

سړي، ډاکټرې ته وکتل، ويې ويل:

ـ خو بخت بي بي بايد په هرڅه پوه کړې وای.

ارزو ته يې مخ ور واړاوه:

ته مو دلته د يوې دوه اتيا کلنې ناروغې ښځې خدمت ته را وستې يې. هر څه به ستا پر غاړه وي، ان د زړې ښځې پمپر به هم ور بدلوې.

ټال لکه يو جادويي خوب، کلي په کلي مې لاس نيولی ګرځوي، د يوه مظلوم او فقير هيواد د وګړو د ژوند ترا ژيدي يې را ته پلې کړې ده، د يو چا معصومه او محرومه څيره يې د کور په څلورو ديوالونو راته ځړولې ده!

ځوان لنډ د ګل تر بوټي ټوپ کړل، د ارزو تر څنګ کيناست. د سترګو له کونجانو يې د نجلۍ پلاستيکي شکيدلو زړو څپلکو ته وکتل، ورو يې وويل:

ـ وبښه.

ارزو نيغ ور وکتل، په غريو کې يې وخندل:

سړي کله له ښځو بښنه غواړي!

ځوان موسک شو:

ـ نو ما کله له غټې ښځې بښنه غوښتې!

ارزو وويل:

ـ له وړو نجونو خو بيخي ښه نه ښکاري.

ـ بښنه ښه ده.

ارزو وويل:

خو زما پلار بښنه نه غوښته. يوه ورځ يې خپله ډکه پياله چای واړاوه، خو زما مور يې د نصوارو پر ډبلي وويښته، ويل يې چې پياله دې سم ځای نه وه راته ايښې. مور مې بښنه ترې غوښته. ده منه منله.

په ټال کې زه د اوښکو سره يو ځای ټالۍ وهم او په رڼو سترګو د ناڅاپي او بې ګناه قتل ننداره کوم، کټ مټ لکه د هيواد روان حالات.

پلار مې خپله نجاري کوله، په هيچا يې کار نه درلود، ورځ به يې له څټک، ارې او رندې سره وه، خو وروسته يو ږيرور سړی کور ته را اموخته شو، تو پانچه يې تړله. ده به تر ډيرو خبرې ورسره کولې، بله ورځ يې ټوپک ورته راوړو. پلار مې يو سهار له ټوپک سره له کوره ووت. شيبه وروسته له پاخه سړکه ټکا راغله. طيارې را ورسيدې، بده ورځ يې جوړه کړه، مازديګر يې زما د پلار مړی راوړ، ما ور منډه کړه، په څادر کې يې پېچلی و، خو نيمايي څادر په وينو سور و.

مور مې چيغې وهلې، ويښته يې شکول… ځان يې له ځمکې ځمکې ويشت. نه کيده، د څو ښځو زور نه پرې رسيده چې کراره يې کېنوي، آخر د کلي ملا صيب غلې کړه، ويې ويل چې خوشاله اوسه، شهادت د بختور په نصيب وي. د کلي ښځو هم تر يو څه وخته د شهيد ښځه بلله، خو وروسته يې نوم بدل شو، کونډه. موږ د پلار له مرګ وروسته ښه ورځ ونه ليده. مور مې د خلکو بړستنې ګنډي، غاړې او خولۍ جوړوي، د خرڅلاو جرګان تياروي، ګذاره سخته ده. 

ټال هم ټالۍ در کوي او هم څه نه دي چې نه يې وايي! هر توری او هره کرښه يې د يوه اوږده ترا ژيدي سريال، يوه برخه ده. زه د کور د غړو په ګڼه ګوڼه کې بيا هم يوازې يم، دومره يوازې چې له هرې اوښکې سره مې د تير کليوالي او سخت ژوند يوه يوه سحنه څاڅي. بې کسي، لوږه، يوازيتوب، ناچاري، کرکې او د خواهشاتو ياغي تنده.

آرزو په خبره کې ور ولويده:

په سپين ږيرو هم باور مه کوه، زموږ په کلي کې يې نيک نظر اکا ګير کړ، په کادانه کې يې سوری جوړ کړی و، د کاريز پر دنې(خولې) را ټولو ښځو ته به يې کتل. يوه ورځ خدای و شرماوه، د غومبسو ځاله پرې را ولويده، سړی په چيغو له کادانې را ووت، غومبسې نه ترې جلا کيدې، بيا به کليوالو پسې خندل، ویل به يې چې نيک نظر اکا نه شرميده، غومبسې و شرميدې، رسوا يې کړ.

سم يې ويل، زما پلار له کليوالو سره په کادانه کې هماغه سوری وليد، ويل يې چې د يوې ورځې خبره نه وه، نېک نظر اکا د ديوال غار ته نږدې سم تيخنی(زوړ فرش) هوار کړی و، هر سهار به يې له هماغه سوري ښځو ته کتل، په کادانه کې به يې سلامته له چايو ډکه چایجوشه ورته تشوله…

د دغه سريال يوه بله سحنه

ارزو وويل:

ـ تاسو ته ولې ميرمن نه وايي؟ ما په خپله له بوډۍ واوريدل، خدمتګارې ته يې ور ناره کړه چې شفيقې، جامې مې سمې اوتو کوه.

آشپزې وويل:

ـ غريب خلک يوازې يو نوم لري. هله نو، کار مې ډير دی، ها پتنوس ور وړه.

بله سحنه

بوډۍ په سخته وخندل:

ـ عبدالله مې په خوب ليد، په لويه مغازه کې يې غاړه کۍ راته اخيسته.

ازرو وويل:

عبدالله څوک دی؟

ـ خاوند مې. لس کاله مخ کې موټر وواهه.

ـ نو ته خپل سړی په خپل نوم بولې؟!

بوډۍ حيرانې سترګې ور واړولې.

ازرو وويل

ـ مور مې پلار ته اې ويل. اې.  اې! چای راوړم؟

غلې شوه، ويې ويل:

ـ زموږ په کلي کې څوک د خپل سړي نوم نه اخلي، سپين سترګې ښکاري.

نصير احمد احمدي يوه رڼه آئينه په لاس کې نيولې، چې پکې د ټولنې زړه او ضمير ښکاري، پکې د وخت جبر او ناروا ښکاري. بلخوا پکې يو ستر راز ښکاري چې له هيچا پټ نه دی، هغه راز چې ډير خلک يې په ويلو غلي دي، يا خو يې نه وايي، څنګه خپل درون بيرون ته کړي؟!

دا دی، د مسافرت او له وطن نه د تيښتې په اغزن سيم له اوښتو، له غزني تر د هرات تر منارو يوه خبره درته وکم، په اسمانونو او فضا کې د نورو موجوداتو له سفر، د نورستان په څنګلونو کې د يوې پيغلې د ځوانۍ او هيلو تر رژيدو، د ايران د اصفحان او تهران له فتحو، د جادو، کوډو، غيب ويلو او دم دعا، د هندستان له پټاني سفر، د سيرلي، اوزې، پيشو او سپي سره له اوږدو اوږدو شپو وروسته ټال ته ختلی يم، ټالۍ وهم، ژاړم، او د ميرمن رقيې غوندې مې کله زړه سپک او کله په چاود شي. د ټال ۴۳ او ۴۴ پاڼې نشته، ټال مې خلاص کړ خو لا مې هم دغو دوو پاڼو کې سوالونه پاتې دي.


مجاهد جرنیل

لیکوال:زاهدالله نورزاد

سپین سرې ښځې چې له ډیر زړښت اوکمزوتیا څخه یې په ناسته لمونځ کاوه، سلام وګرځاوه، سمدستي یې لاسونه د خدای دربار ته لپه کړل – یا الله، زما ځوی او ملګري یې په خپل آمن کې وساته، یا الله! په خپله موخه کې یې بریالي کړې، تا پيداکړي تاته مې سپارلي، ته یې مل شې، یا الله! ددې وطن دښمنان نیست اونابود کړې، خدایه! سوله راولې چې هیڅ یوه مور، نور د خپل بچي لپاره اوښکې تویې نکړي، له آمییین ویلو سره سمدستي یې څنګ ته ایښی مبایل وکړنګید.

  • هلو،
  • السلام علیکم مورې، څنګه یې پلار مې څنګه دی، ادریس جان او وړه خورکۍ شبانه څنګه ده، کور کې څه حال دی.
  • وعلیکم سلام ځویه، له غږ نه دې کوربان  شم، ایله چې در یاد شو، تاویل چې درځم دادی روژه هم راغله، اختر به هم راشي خو خدایزده چې ته به راشې او کنه.
  • نه مورجانې په درتلو خو حتما درځم، بس چې نور ملګري مې له رخصتۍ راغلل، زما نوبت دی، که خدای کول اختر ته به ارو مرو درځم.
  • خدای دې سهي سلامت لره ځوی کیه، د کور سودا هم په خلاصیدو ده، سترګې مو تاته دي چې پخیر راشې.

سپین سرې مبایل کیښود، په ډیر تکلیف له خپله ځایه پورته شوه، د رحیم کوټې ته ننوته، لومړی یې د هغه  د کوزدې دسمال ته چې په المارۍ ایښی وو ور وکتل، بیا یې د رحیم دریشي کړی عکس چې دسمال ترڅنګ یې ایښی وو راواخیست، د ټیکري پيڅکه یې پرې راکش کړه، ځویه! پخیر راشې، دا ارمان مې دې خدای ج ژر پوره کړې چې ستا ناوې کورته راولم.

***

پوره څلور میاشتې رحیم کورته نه وو تللی، د ژوند بله روژه یې هم سنګر کې پرې راغله، خو دا ځل مسافري پرې ځکه سخته تمامیده چې، د کوزدې په لومړۍ اونۍ یې رخصتي پوره او دندې ته راغلی وو، خو بیا یې هم ځان خفه نه پریښوده، کله به چې له پیرې څخه وزګار شو، ساعت نیم به یې له خپلې کوژدنې ملالۍ سره په خبرو کولو خپله ستړیا لیرې کوله، له روژه ماتې څخه وروسته به یې خپلو ملګرو سره په ګډه د قرآنکریم تلاوت، ماخوستن لمونځ او تراویح کولې، د روژې تر ۲۶ مې رحیم د قرآنکریم درې ختمونه کړي وو، د روژې اوه ویشتمې قرآنکریم له ختم څخه وروسته ټول سرتیري خپلو ځایونو ته لاړل، د ستړیا له وجې ټول سرتیري دخواږه خوب غیږې ته ورغلي وو، رحیم او دریو تنو نورو ملګرو یې د پیره کولو لپاره چانټې وتړلې او په خپلو خپلو ځایونو کې په خپله نوبتي پیره په داسې حال کې ودریدل چې ملایانو د سهار آذانونه کول، او ددوې په ژبه د (اللهم اجرنی من النار) دعاوې جاري وې، چې ناڅاپه ددوې په سنګر د برید او ډزو غږونه واوریدل شول، توره تیاره وه، یو کس بل نشو کتلی، عسکرو په ډیره بیړه ځانونه د دښمن مقابلې ته اماده کړل، د ډزو تبادله شروع شوه، ترڅو چې رڼا خپریده، دښمن ماته وخوړه، سرتیرو په ډیره میړانه برید په شا وتمباوه، جګړه ختمه شوه، ښه رڼا شوه، سرتیرو د خپلو شهیدانو په راټولولو پیل وکړ، رحیم په خپلو وینو کې لت پت پروت وو، یو عسکر په اړخ واړاوه، تسپې یې په لاس کې وې، د خپل رب یادولو پرمهال یې خپل روح خدای ته سپارلی وو، ددښمن دمړو شمیر تردې ډیر زیات وو او څو تنه یې ژوندي هم سرتیرو ته لاس ته ورغلي وو.

***

وسله والو په خپله محلي راډیو کې د فتحې زیری ورکړ- په بیګاني عملیاتو کې تر لسو زیات مزدور عسکر ووژل شول، مجاهدینو ته کوم زیان ندی اوښتی.

نظارت خونه کې، فوځي قوماندان له نیول شوي وسله وال نه پوښتنه کوي!

  • نوم دې څه شی دی؟
  • امجد.
  • د کوم ځای یې؟
  • بنو (پیښور).
  • دلته څنګه راغلی یې او ولې؟
  • خپل ملک د جهاد لپاره رالیږلی یم، 
  • چاسره جهاد کوې، موږ خو مسلمانان یو، مسلمانان وژنې؟
  • زه … زه…جج جهاد 
  • چپ، بیشرفه، روژه په خوله دې زما عسکر ووژل، دا جهاد دی؟ وایه! اصلي دنده دې څه ده، څه کاره یې، کنه نو…
  • وا.. وایم یې…
  • ځان مه تیر باسه، خلاصیدی نشې، اصلي خبره وکړه، د کومې موخې لپاره راغلی یی؟؟
  • امجد، فوځي جرنیل یم، په دې سیمه کې د یو لوی ګروپ مشر یم، 

له ډېرې غوسې د افغان فوځي له خولې چیغه وځي یوه کلکه سپیړه جرنیل ته ورکوي، تباه شې، جرنیل مجاهده، تاسې د خپلو شومو موخو لپاره بیا څومره میندې وژړولې او څومره کورونه مو وران کړل.

فوځي قوماندان له څیړنو وروسته خپل افسر ته اشاره کوي، افسر، جرنیل مجاهد لاس تړلی مرکزي زندان ته بیا يي.


ذکیه

لیکوال: فضل الحق نوری وردګ
ذکیه او سهیل دواړو د کلي جماعت کې الف با ان د قران کریم دری څلور سیپارې ویلې وې، چې په هیواد باندې د بهرنیو یرغل راغی، یرغل د خلکو په ذهنونو، فکرونو او زړونو مثبت او منفي اغیزه وکړه.


ځینې خوشاله او ځینې خپه ښکاریدل، د یرغل اغیزې تر کلي راورسیدې، د کلي ځوانان د یرغلګرو په مقابیل کې د نورو ولایتونو ولسوالیو او کلیو له ځوانانو سره یو ځای شول او په سنګر کې ولویدل.

زموږ په کلي کې هم وخت ناوخت جنګ ؤ، خلک په ویره کې شول او کلی پریښودو ته اړ کیدل.
ذکیې پلار زموږ د کلي خان غوندې سړی ؤ، څه سرمایه او د زامنو شتمني یې لرله، ده نه غوښتل، چې اولاد یې د جګړې او ناپوهۍ قرباني شي؛ نو له کلي څخه ښار ته لاړ او هلته یې خپل اولادونه په ښوونځي کې شامل کړل.

جګړې زور واخیست، د زمانې رنګ بدل، شو، زړونو کې کرکې او بغاوت اور په غورځنګو شو.
درس ته توجه کمه شوه، زیاترو کورنیو خپل زامن له ښوونځي و ایستل او د ژوند د هوسا لپاره یې بهر ولیږل.
سهیل هم په شپږم ټولګي کې ښوونځي ته شا کړه او ایران ته مسافر شو.

دری کاله پس له ایران څخه راغی ویې لیدل، چې کلي ګودر چینار او جمات ټول وران ښکاري.
جماعت ښیښې ماتې شوې وې، غولی یې ډاګ شوی ؤ، ماشومتوب خاطرې سترګو ته ودریدې “چې ذکیې او ده به دې ځای کې ملا څخه درسونه وییل، چې د سهیل به درس نه ؤ زده ملا به وهلی ؤ ژړل به یې، ذکیې به ور پورې خندل او ذکیې به چې ژړل ده به ورباندې خندل ”
شپې ورځې تیرې شوې، یوه ورځ سهیل بازار نه د کور په لور راروان ؤ، په لاره څلور پیغلې او درې ماشومې نجونې په لاره مخامخ راروانې وې.
سهیل هم ګړنديو ګامونو باندې دوی تر څنګ راورسید، سترګې یې ښکته اچولې وې، ناڅاپه د نجلۍ غږ یې په غوږ کې انګازې وکړې!

سهیل د زمرک لالا زوی اوس غټ سړی شوی ځان هم نه پوهوي.
بلې وویل:  ای ورره نه شې هغه به نه وي!
دریمې ووییل اې ذکیې! ته ورته وګوره هغه جمات کې مو چې ملا نه سبق ویل هماغسې دی هیڅ تغیر یې نه دی کړی هماغه سهیل دی.
سهیل څو ګامه وړاندې تللی ؤ،  مخ یې را وګرځاوه ویې وییل:
ای مورې او خویندو وبښئ زه سهیل یم د زمرک لالا زوی، څنګه تاسې ما پیژنۍ او زه تاسو نه؟
په عمر پخې ښځې ورته ووییل: ذکیې دغو وپیژندلې زه د ذکیې مور یم او دا دوې نورې د عادل کاکا لورانې دي.
سهیل زړه نازړه دوی سره ستړي مه شي او دوهم واري ستړي مه شي وکړه.
له ها خوا دیخوا پوښتنې یې سره وکړې او بیا یې خدای پاماني سره وکړه.
سهیل په زنګیدلو قدمونو کورته روان شو، دوه دری قدمه پس به یې شاته دوی پسې کتل، ذکیې هم څو ځله شا شا ته راوکتل؛ خو وخت یې نه ؤ.
سهیل زړه کې ذکیې مینه زرغونه شوه، خوب خوراک او ټولنیز ژوند کې یې دریو ورځو کې بدلون راغی.
مور یې ورته اندیښمنه شوه، یوه ورځ یې ورته قسم ورکړ، چې حال ورته ووایي.
له ډیرې چوپیتیا وروسته سهیل مور ته ووییل:
له کومې ورځې مې چې د جمات هغه سپیره غولی، ماتې ښیښې او ماشومتوب خاطرې رایادیږي زما ژوند ورو ورو مړاوی کیږي، غم مې پسې هغه وخت لا زیات شو چې ذکیه او د هغې دوو نورو ملګرو راته د جماعت یادونه وکړه.
ته که زما ژوند غواړې نو د دې خبرې د ویلو جرات هم نه شم کولی؛ خو بیا هم دومره ویل غواړم،  چې ذکیه راته وغواړه.
مور یې سوړ اسویلی وکیښ ویې ویل:
زویه زه درته دا کار وکړم؛ خو  اول باید د ذکیې په اړه د ګاونډۍ څخه پوښتنه وکړم.
ـــ څه،! څه!  څه پوښتنه؟
ـــ امم هسې مخکې مې د چا له خولې دا خبره وارویده، چې ذکیه یې جغتو ولسوالۍ کې ورکړې ده.
سهیل مخ ته څپیړه ورکړه، اه مورکې! دا څه اورم؟ نور ما پریږده، چې خپل برخه لیک په خپله وټاکم سر له ننه ځم طالبانو ته تر هغې جنګیږم، څو امریکایانو له لاسه شهید شم او ذکیې شفاعت وکړم.
مور یې ورته عذر او زارۍ وکړې، خو کاڼه ته هسې ډول وهل وو.
له طالبانو سره یې امریکا ضد ګرمو سنګرونو کې برخه واخیسته، هر کمین ته به د ټولو نه مخکې روان ؤ.
یوه ورځ یوه کلیوال ورنه وپوښتل!
ته ولې هغو کمینو ته نه ځې چې اکمالاتي کاروان ته نیول کیږي!
سهیل ورته ووییل:
زه د دوو هدفونو لپاره جنګیږم.
اول امریکایانو وژنم، څو هیواد مې ازاد شي.
دوهم امریکایان مې شهید کړي او قیامت کې د یو چا شفاعت وکړم.
هماغه و،  چې یوه ورځ امریکايي عسکرو کاروان باندې یې حمله وکړه، مقابیل ډزو کې لومړی زخمي شو، زخمیتوب کې یې یو خط ولیکه او مور ته یې د سپارلو وصیت وکړ.
خط کې یې لیکلي وو:
زما ګرانې مورجانې ما وبښه! زه خپل هدف ته ورسیدم او ذکیې ته ووایه! زه ستا لپاره شهید شوی یم، دې دنیا کې مې نصیب درسره نه ؤ خو اخرت کې به درته انتظار اوسم.


سرتېری

لیکوال: عين الله خاموش

د حوض پر ‌ژۍ ناست و. د مخ راسته خوا یې پر خپل راست زنګون لګولې وه. د تورو وېښتانو څوکې يې کښته ځړېدې. تورې، بادامي او باڼه ورې سترګې یې د حوض په پاکو او رڼو اوبو کې خپل انځور ته نیولې وې. خدایزده په کوم فکر کې ډوب و. 

لاس یې وخوځېد په ګوتو کې نیولې نرۍ لښته یې حوض ته ورکښته کړه. سره مچۍ چې په حوض کې د ډوبېدو له وجهې یې پښې او وزرونه په اوبو کې وهل، د لښتې پر څوکه ونیښته. ده ورو لښته له اوبو را پورته کړه مچۍ یې سترګو ته نږدې ونیوه. هاخوا یې وکتل د حوض تر غاړه د دنګو چنارونو له څانګو د لمر وړانګې ده ته نږدې د حوض په څنډه لګېدې. مچۍ یې د لمر وړانکو ته په یو وچ ځای د لښتې له څوکې کوزه کړه، ده بېرته سر پر زنګون کېښود.

څو شېبې وروسته مچۍ د لمر وړانګو توده که ورو ورو په خوځښت راغله. د پرواز په تلاش يې بلاخره ناکامې هڅې بريالۍ شوې پښې او وزرونه یې ووهل لاړه پورته هوا ته والوته. ده سترګې پسې کږې کړې په شونډو کې موسک شو، چې یو دم یو غږ شو:

روحان لالا، روحان لالا! تولۍ (پوچک) وګوره تولۍ!

هلک د یوې تولۍ سوری کوزې شونډې ته برابر کړ نری شکېلی (هارنډ) یې ترې ویست، بیا یې په خوښۍ وویل:

_ لږ مخکې یې هیلۍ د کوز کلي د ملک زوی ته ورکړه، د ملک ورور دری ساجوره ډزې وکړې. ته وګوره ما دومره تولۍ راټولې کړې.

د دې په آورېدو د روحان ګوتې لکه د بې سېکه مارغه پښې سستې شوې. لښته ترې خوشې شوه لاړه د اوبو په تل کې پرېوته. ورو یې سر له زنګون را پورته کړ. په لږ وخت کې یې سترګې لکه سرې مچۍ سرې سرې آوښتې وې. د سترګو سپينې کاسې يې له درد او زوره سرې سيلۍ لاندې کړې. په کیڼ غومبوري یې اوږده غټه اوښکه ورغړېده. په حوض کې تر څڅېدو وروسته یې ډپ شو د اوبو پر هوار مخ یې ګردې څپې جوړې کړې. 

تر شا ولاړ ماشوم هلک، چې د خیرنو جامو جیبونه یې په تولیو پړسولي وو، رنګ یې سپین والووت سترګې یې رډې راوختې حیران حیران یې ډارنده ورته کتل. د راسته لاس دوې ګوتې یې ماشوم ته د لاړ شه په معنا وښورولې. ماشوم کرار کرار شاته قدمونه واخیستل پسې یې مخ لارې ته سیده کړ تر ګړندی کېدو وروسته په منډو شو. 

هلک به یو څه لرې شوی و، چې د بې وسۍ له زوره ډکه یوه سوزنده ناره پورته شوه. له نارې سره سم تړکا شوه د شاخوا دنګو چنارونو له څانګو تور تور کارغان لور په لور والوتل. د نارې لوړ غږ د ګڼو ونو په مینځ کې یوه انګازه جوړه کړه. هلک پل ونیو تر شا یې ورته را وکتل له وېرې په ژړا شو بېرته هماسې په منډو پسې ولاړ د ونو د مینځ په نرۍ لار پناه شو.

روحان دری ورځې له کوره ورک و. په څلورمه ورځ تیاره ماښام را پیدا شو. په بیړه خپلې خونې ته د ننه شو. خپل بکس یې تر موټي ونیو، بندونه یې اوږو ته واچول. د کوټې د وره په دستګیر کې یې ګوتې بندې کړې ور یې را خلاص کړ، خو پل یې ونیو څنګ ته د کوټې پر خټین دېوال یې د مور ځوړند انځور ته وکتل. ورغی انځور یې را کوز کړ پر ښیښه یې لاس ورتېر کړ پرې پراته ګردونه یې ترې پاک کړل. څو شېبې یې انځور ته وکتل بیا یې سترګې نمجنې شوې انځور یې په زړه پورې کلک ونیو، بېرته یې واخیست پر خپل مېخ یې وېزاند کړ. 

د شهادت په ګوته یې دواړې سترګې پاکې کړې پسې لاړ له کوټې ووت. د کالې له لویې دروازې څخه په وتو یې له شانه د سلګیو غږ واورېد. و درېد شا ته په کتو یې تر شا ولاړې په مېنه پاتې یوازېنۍ خور له اوښکو ډکې سترګې ورته نیولې وې. خور یې پرې رامنډه کړه ورغاړې وته. یوه شېبه دواړو یو بل ټینګ په غېږ کې نیولي وو، يو د بل په اوږو يې اوښکې تويې کړې بیا یې د خور سر په دواړو څپېړو کې ونیو په تندي یې ښکل کړه په لوېدلي او غرېوه ډک غږ یې ورته وویل:

_ ځم چې د غربت له ښاماره ستا تنکۍ هیلې وژغورم. په تمه اوسه ورور به دې یوه ورځ خامخا بېرته راځي.

د دې په آورېدو يې د خور ژړا لا زور واخیست.

هغه يې همداسې د خور سترګو ته کتل ور څخه په شا یې څو ګامه فاصله واخیسته پسې لاړ د تور ماښام په بې پایه تورو تیارو کې پناه شو.

له دری میاشتو تمریناتو وروسته د دندې لپاره د روزګان په چهارچینو کې د غرونو په مینځ کې یوې پوستې ته ولېږل شو. د دندې په لومړیو کې یې یوه ورځ یوه همسنګر د دندې پر مهال ورته وویل:

_ چهارچینې هغه ځای دی، چې هر بوټی او پرښه یې د وسلوال پوځ په وینو رنګ دي.

بيا ټيټ شو د خړو بوټانو سسته شوې تسمه يې کش کړه. وروسته يې د لومړۍ خبرې په تعقيب زياته کړه:

_ دلته داسې خیالي ګرو ځوانانو سر کېښود، چې په مرۍ کې یې اوبه ښکارېدې. دلته باید د باز غوندې ځيرک و اوسې، ځکه هر مهال د برید احتمال شته.

هغه لږه موده چوپ و بيا يې وويل:

_ او هو رښتیا، دلته په راتلو ژر کور ته د تلو خوبونه هېر کړه. که په دوو کالو کې درته چانس برابر شو، نو ډېر خوش بخت به وې. 

روحان د دې خبرو په آورېدو لرې یوې سپېرې غونډۍ ته وکتل بیا یې خپلې پلنګي چانټې ته لاس کړ دری رنګه د ملي بیرغ جنډه یې ترې را ویسته تر خپل تندي یې تاو کړه په لوېدلي غږ يې وويل:

_ مور او مينه مې د سترګو په وړاندې له لاسه ورکړې. خاوره مې مينه ده___مخکې له دې چې پناه شم، غواړم حق يې ادا کړم.

تر یو کال څه زیات وخت تېر شو، خو د ورور دیدن ته تږې خورکۍ یې لا هم ورته سترګې په لاره وه. کله به چې د کالې دروازه وټکېده، دې به خوشحاله خوله منډه ورواخیسته چې ګوندې ورور به یې وي، خو بېرته به ځوړند سر، سپېرې شونډې او مایوسه څېره را وګرځېده.

یوه ورځ مازدیګر لمر لوېده واده دا د نغري په غاړه ناسته وه د شپې لپاره یې کوم څه تیارول، چې دروازه ور وټکېده. غوږ یې ونیو سترګې یې لوګي ترخې کړې وې هغه یې په ګوټو موښلې، چې دروازه یو ځل بیا تر مخکني وار په زوره وټکېده. دې د تل په څېر خوشحاله خوله منډه ورواخیسته دروازه یې ورخلاصه کړه د دروازې مخ ته ډله خلک ولاړ وو. خلک ځوړند سرونه د دوه پټه دروازې دواړو خواوو ته لیکه لیکه ودرېدل. د خلکو له شا د څلورو کسانو په اوږو اېښی تابوت را د ننه شو. کسانو تابوت د دروازې تر سرپټي بام لاندې کېښود. د تابوت پر سر په سپین کاغذ شهرت لیکل شوی و. د تابوت په لیدو د نجلۍ له پښو لکه د خزان له جل وهلې پاڼې زور ولاړ په زنګنو را ړنګه شوه. کوم څوک را وړاندې شو تابوت یې پرانیست. یوازې پکې دوې په چرو څیري او په وینو لړلې پښې او څو ټوټې غوښې پرتې وې. د دې په لیدو د ولاړو کليوالو له خولو یوه هیبتناکه د ژړا چیغه پورته شوه. چا خپلو سترګو ته لاسونه او چا خپل څادرونه ونیول. 


سپیره !

لیکوال : ګلزاده سنګر

د شپې په خاموشۍ کې یوازې د چرچرکو غږونه اوریدل کیده، عایشې له خوبه د سترګو غړولو سره سم د خپلو نه ختمیدونکو غمونو په اړه  فکرونه پیل کړل تر لږ ځنډ وروسته یې پرېکړه وکړه چې نور دې نو په دې نړۍ کې شتون بې معنا دی .

هغه  د ګل په شان خاوند او خوږ زوی دې اوس په خوا کې نشته چې د ستونزو په وخت به دې پرې ځان ته ډاډ ورکاوه.

له همدې  سره سم یې د سترګو کونجونه له اوښکو ډک شو،  پرمخ  یې د غم لیکې جوړې شوې او په شونډو یې د درد پتري له ورایه را ښکاره شوه، عایشه مجبوره وه خوږ ژوند ته یې  خواښې د اور تیلی ورته کړی و.

تیره ورځ یې هم د میلمنو له تګ وروسته ورته وویل چې کله یې ته سپیره په وره رادننه شوې یې بیا د ژوند رنګینیو له دې کوره کډه کړې .

د عایشې  دا څو كاله د واده كيده چې دې كور ته را واده شوې وه کله چې يې خاوند په كور کې د میرمنې سره  د مور بد چلند  ونه شو زغملی نو د ملي اردو لیکو ته ورڅخه  لاړ د هغه له تګ  وروسته یې کوچنی ګلالی زوی د ناروغۍ کړیده خو خواښې  به یې ورته ویل چې روغ جوړ دی.

–  د چکر بله پلمه چې نه وي اوس د خپل زوی ناروغي پلمه کوې؟ غلې کېنه چې له کوره وتلې وې دواړه پښې دې درماتوم.

عایشه مجبوره وه چې د خواښې دا ناخوالې او نادودې  په پټه خوله وزغمي، ځکه چې هغې خپل یواځیني زوی ته هیله مندي درلوده، چې ګنې ستر به شي او سیوري ته به یې کیني، خو تقدیر ورسره ونکړه او هیلې یې ورته نیمګړې کړې.

هغه کوچنی چې د مور ژوند ته یې روښنایي وربښلې وه، له یوې عادي او کوچنۍ ناروغۍ له امله یې ځکه د هغې  ژوند په تورتم بدل کړ، چې کوچني نه ډاکتر ولید او نه یې درمل.

نو ځکه خو د معصوم ماشوم غږ د تل لپاره خپ شو.

د زوی د مرګ غم یې لا سوړ شوی نه و چې خاوند یې ورته په سره کفن کې راوړ د دې غمونو زغم یې نور له وسه پورته شو، په کټ کې کېناسته، شپه لا نیمایي ته هم نه وه رسیدلې اخوا دیخوا یې وکاته په تپه تیاره  کې یې هیڅ تر سترګو نه شوه د خپل بالښت لاندې یې لاس تیر کړ د موبایل څراغ یې روښانه کړ او د هغې خونې په لور یې ورو ورو قدمونه واخیستل چې له پټیو راوړی اپین په کې پروت و.

د اپین له راخېستو سره سم یې تصمیم بدل کړ چې ځان وژل خو حرام دي باید مبارزه وکړي او د ژوند کږلیچونه شاته پریږدي خو وروسته یې د خواښې خبرې او وهل ډبول وریاد شول بیا یې له ځان سره وویل خدای خبر خواښې مې څه ډول خلکو سره رالویه شوې؟ د خپل زوی د ژوند خوشالي یې نه شوه لیدلی،  خپل معصوم لمسی یې د ناروغۍ دردونو ته یوازې پرېښود.

کاش! خواښې مې د نورو په څېر شکر کوونکې وای !

 د فکرونو لړۍ یې وغځېده، ژوند ورته په ځان بوج ښکاره شو، له ځانه یې د کرکې بوی حس کړ!

د خاوند هغه خبرې یې په ذهن کې د باد په څېر ورتیرې شوې چې څو ځله یې ورته ویلي و

چې تر واده وروسته مې مور کاملآ بدله شوې،  اوس هغه پخوانۍ مور نه ده، مخکې یې له هره رګه سپېڅلې مینه څڅېده خو اوس…….

ټکان یې وخوړ! له ماضي راووته، اسمان ته یې مخ کړ! د زارۍ په لهجه یې وویل:

 خدایه  اخر ولي موږ څه ګناه کړې؟ که زوی دې رانه واخیست خو ستا رضا وه، خاوند به دې رانه نه اخیست! د سر سیوری مې هم تا جنت ته ولیږه! خواښې دې راته جابره کړه!

که ځان وژنه حرامه هم ده خو ما پرې مه نیسه! غواړم د خاوند او زوی دیدار مې وکړم، نور بس دی!

 د دې او نورو خبرو له وریادیدو سره یې  صبر تمام شو.

  آپین یې راوخیست سترګې یې پټې کړې د آپین له تیریدو سره یې مرۍ ترخه شوه د پاڅېدو  توان یې په ځان کې ونه موند.


بې کسي

لنډه کیسه : محمدظریف عنایت زی

زموږ د کلي د لواڼۍ ترور په کورکې نن د ښځو او نارینه وو داسې ګڼه ګوڼه وه چې تا به ویل واده دی، کیلوالو هم د هغې په خوشحالۍ کې ځانونه شریک بلل او یو په بل پسې د لواڼۍ ترورکورته ورتلل. هغه په داسې حال کې چې خوښي یې له څېرې له ورایه ښکارېده دکوټې په وره کې ولاړه وه او په ورین تندي یې د کلیوالو هرکلی  کاوه ځکه نن د هغې لپاره د اخترورځ وه او هغه د چا خبره له خوښۍ په جامو کې نه ځایېده.

عنایت زی

زموږد کلي لواڼۍ ترورپه شاوخوا کلیو کې هر چاپیژندله او د ټولوپه دسترخوان شریکه وه ،هغه خوارکۍ د زړې کلا په یوه تیاره کوټه کې اوسېده خاوند ېې پخوابل واده کړی و او لواڼۍ یې یوازې پریښې وه. هغې به تل د خلکو په پټیو او باغونو کې کارکاوه په غنم لوکې به یې په سروغرموکې له پټیووږي ټولول اوبیا به یې په خپله میده او اوړه کړل او د ژمي د سړو ورځو لپاره به یې وساتل اوړۍ خو به د کلیوالو پر دسترخوان شریکه وه او د هر شي مرسته به یې ورسره کوله. لواڼۍ ترور یوه غوا لرله چې د هغې د شیدو او مستو په پلورلو به یې د ژوندانه لومړنۍ اړتیاوې برابرولې هغې یوازې یو زوي درلود چې ډیر په خواریو یې رالوي کړ، زوي یې د پینځو کالو و چې خاوند یې هغه پرېښوده او د تل لپاره له دې سیمې ولاړ او لواڼۍ خوارکۍ یې له کوچني زوي سره یوازې پریښوده. لواڼۍ ترور ډېره زیږه پښتنه وه او د نارینه په شان یې د ژوندانه د لګښت او د یوازیني زوي د روزنې لپاره ملا وتړله او په کلي کې یې د یوه نارینه په څیرهرسخت کارته اږه ورکوله. لواڼۍ ترور خپل زوي په ډېرو نازونو رالوي کړ او کله چې د اوو کلونو شو په ښوونځي کې یې شامل کړ او له ښکلیو جامو نیولې ترهرهغه څه چې د هغې زوي نقیبي به وغوښتل ورته چمتو کول به یې .

شپې ورځې، میاشتې او کلونه یو پربل پسې تېرېدل نقیبی چې څومره لوییده د لواڼۍ ترور د خوښۍ احساس به هم ورسره زیاتېده او ویل به یې، زوي مې نور نو زلمی دی نور مې غم نشته، چې د زده کړې ترڅنګ لږکار هم وکړي دوه تنه یوو د کوراړتیاوې پوره کولاي شي، خیرکه زه زړه شوم زوي مې شکر دی رالویېږي او له بې کسۍ به خلاصه شم. شپې ورځې، میاشتې او  کلونه تېرېدل نقیبی چې د یولسو، دوولسو کلونو شو څلورم ټولګي ته به رسېدلی و چې کرار کرار یې له ښوونځي اولیک لوست سره مینه په کمېدو شوه هره ورځ به ېې له ښوونځي وروسته چې کله په کور کې ډوډۍ وخوړله په بیړه به د برکلي په لور روان شو او ترماښامه به د هغه کلي له خپلو دوو نورو همزولو سره چې له یوه کال راهیسې یې ښوونځی پرې اېښی و ګرځېده.

کلیوالو په ځلونو لواڼۍ ترور ته ویلي و چې زوي دې له بې لارې هلکانو سره ګرځي چې ورسره بې لارې نه شي نصیحت ورته وکړه، خو لواڼۍ ترور له خپل زوي سره د ډېرې مینې او ګرانښت له امله دغو خبرو ته پام نه کاوه او ویل به یې هر چېرته مې چې زوي خوښ وي هلته دې ولاړ شي د چا یې زما په زوي څه کار دی.

****

د اوړي په یوه غرمه لواڼۍ ترور چې سوربخونده ټیکری چې رنګ یې له زړښته تللی و او  شکیدلي پلاستیکي بوټان یې په پښو وو غوا تر پړي نیولې ستړې ستومانه کور ته راغله او په بیړه یې د غرمې ډوډۍ چې دوې غلمینې ډوډۍ، یوه کاسه شړومبې او دوه پیاز وو په دسترخوان کېښودل او د نقیبی په تمه ناسته وه چې له ښوونځي راشي او په ګډه ډوډۍ وخوري، خوارکۍ د زوي په تمه ناسته او وه ډوډۍ ته لاس نه وروړي ځکه له زوي پرته ډوډۍ کله  مزه ورکوي خو د هرې شیبې انتظار په زیاتېدو به د لوانۍ ترور اندېښنه لاپسې زیاتېده له یوه ساعت ډېر وخت د غوړېدلي دسترخوان تر خوا کیناسته خو نور یې اندېښنه زیاته  شوه او سل اندېښنې يې په  زړه کې راپيدا شوې لنډه دا چې په بیړه له کوره ووتله او د کلي پر لویه لاره په چټکو ګامونو روانه شوه له هر کلیوال او د نقیبي له ټولګیوالو یې د زوي پوښتنه کوله، ډیرو په ځواب  کې ورته وویل نه مو دی لیدلی خو د نقیقي یوه ټولګیوال ورته وویل ترورې زوي خو دې نن ښوونځي ته نه و راغلی، ددې خبرې په اورېدو د لواڼۍ ترور په زړه غڼې ګډه شوه او اندېښنې پسې واخیسته ګامونه یې نور هم چټک کړل په داسې حال کې چې له سترګو یې اوښکې روانې وې په منډه تر ښوونځي بیا تر بر کلي ولاړه او ترمازدیګره یې شاوخوا کلي، د سیند غاړه او د کلي باغونه ټول پسې ګزاوپل کړل خو د نقیبي هغه د چا خبره ځمکه وچاودېده او نقیبی پرې ننووت. لواڼۍ ترور قضا مازدیګر له ډیرو هڅو وروسته نهیلې کور ته راستنه شوه او د کلا په منځ کې په سپیرو خاورو کښېناسته، په چیغوچیغو یې په خپلې بې کسۍ او خواری ژړل، د شاوخوا کورونو څو ښځې راغلې او لواڼۍ ترور یې ترمټ ونیوله او ډاډګېرنه یې ورکوله چې په همدې وخت کې یوهلک په منډه د کلا په لویه دروازه راننوت په داسې حال کې چې ساه یې بنده بنده کېده لواڼۍ ته یې وویل، ترورې تروې زما پلار اوس د ولسوالۍ له بازاره راغی نقیبی ېې سهار هلته لیدلی و چې مخ په ایران روان و پلارمې ویل ډېره هڅه مې وکړه چې راوې ګرځوم خو دوو نورو ملګرو یې پرې نه ښوده، پلار مې زه راولیږلم چې تاخبره کړم ، او د همدې خبرې په کولو په بیرته له کلاووت ددې خبر په اوریدو سره لواڼۍ خپله ژړا یوڅه تم کړه په داسې حال کې چې د ټکري په پيڅکه یې اوښکې پاکولې نورو ښځو ته یې وویل: ماخداي له بې کسۍ نه خلاصوي زوي مې ولاړ بې لارې شو. د کلي ښځو هرې یوې هڅه کوله چې په یو ډول ډاډ ورکړي، ترڅنګ ناستې یوې ښځې ورته کړل: ترورې ژوندۍ لارې سورۍ دي خیر رابه شي زموږ د کلي ډیر همداسې نوي ځوانان تللي څو میاشتې  یا کال وروسته بېرته راستانه شوي دغه شان هلکانو ته پردی وطن هوس ښکاري خو چې کله لږسختي وویني بیا په خپله غلطۍ پوه شي، ستا زوي خو بیا د ګلو لو هم نه و کړی ډیر زربه بیرته راستون شي. لواڼۍ ترورپه داسې حال کې چې ستونی یې له غریوه ډک شو په ځواب کې ورته وویل: زما زوي تراوسه خام هلک دی زه وېرېږم چې بې لارې یا چرسي بنګي نه شي نور خو به یې خداي راولي زه له هماغه اوله  خداي نه یم ښاده کړې او بیا یې له سترګو اوښکې راغلې.

لس دوولس ورځې وروسته له ایرانه د نقیبي لیک راورسېد د کلي ملاصاحب لواڼۍ ته لیک ولوست ،نقیبي مورته له سلامونو وروسته ډاډ‌ګېرنه کړې وه اوهغه د چاخبره ښه باغونه یې ورته شنه کړي و،موریې لږډاډه شوه خوبیا به هم شپه ورځ په سوچونو کې ډوب وه .

شپې ورځې میاشتې اوکلونه یوپه بل پسې تېرېدل په لومړیو دوو دریو کلونو کې نقیبي په یو، نیم لیک سره خپله مور یادوله او د راستنیدو خبره به یې په هر یوه کې کوله خو کرارکرار دغه د لیکونو د رالېږلو لړۍ هم غوڅه شوه، هرڅوک به چې له ایرانه وطن ته ستانه شول ډول ډول اوازې به یې د لواڼۍ ترورغوږ ته رسولې چابه ویل نقیبی بې کاره ګرځي چابه ویل پوډري شوی چا به یو او چا به بل ډول اوازې خپرولې چې ددغه راز خبرو په اوریدو سره به د لواڼۍ ترور خواشیني لاپسې زیاتېدله، هرکال به چې د کلي ځوانان مساپرۍ ته تلل لواڼۍ تروربه زارۍ ورته کولې چې زوي یې ورسره راولي.

اوس چې په پردي وطن کې د نقیبي نږدې څوارلس کاله پوره کېدل لواڼۍ ترور د خپل یوازیني زوي غم په ملا کړوپه او د سر وېښتان یې سپین شول نور نو هغه پخوانی توان هم نه ورپاتې لږ به چې ستړې شوه زړه به یې درزیده خو بیا هم د هغې د مورنۍ مینې له امله زوي  یو شېبه له سترګو نه واته او شپه او ورځ به یې د هغه د راتلو لارې څارلې.

یو کلیوال چې پر لواڼۍ ترور به یې ډېر زړه سوځېده کله چې پروسږ کال ایران ته د کار لپاره رونېده نو له هغې سره یې کلکه ژمنه وکړه چې په هرډول وي نقیبی به ورسره  راولي. نقیبی په ریښتیا هم چې په پردي ملک کې له بدو ملګرو سره بې لارې او په نشه يي توکو روږدی شوی  و، دغو بدوملګرو هغه هم دغه حالت ته راوستی و.

نن نو د لواڼۍ لپاره له اختره هم ښه ورځ وه ځکه په  خپل یوازینی زوی یې له نږدې څوارلسو کلونو وروسته یو ځل بیا سترګې ولګیدې او کلیوالو هم ځانونه له هغې سره په دې خوښۍ کې شریک بلل.


 عدالت

سمیع الله ستوری
موټر تیزه چرخکه وخوړه، له ټایرو یې مړه دوړه پورته شوه. څلور وسله وال ترې ښکته شول. ټولو په مخامخ غره کې سترګې خښې کړې. له دوی سل متره وړاندې له خوړ څخه نفر پورته شو. شاته یې وکتل، منډې یې کړې. مول وهلی وسله وال ژر ګونډه ماته کړه، د ټوپک ماشې ته یې ګوته ور وړه. ډز شو، تښتېدونکی ولوید. څو چې یې بیا منډې ته ځان جوړه وه، دوی ترې چاپېر شول. ده لاس په کیڼ ولي نیولی و، د ګوتو له چولو یې وینه روانه وه. چاغ وسله وال یې سر ته ودرېد. لغته یې ورکړه، تر خوله یې وینو داره وکړه. په تندي یې پل ورکېښود. پرې ور چیغه یې کړه:
ـ ولې وتښتېدې؟
بندي، سترګې پرانیستې، خو دردونو او د زړه سستي دا موقع ور نه کړه چې ځواب یې کړي.
مول وهلي وسله وال ور ټوپ کړل، له ګرېوان یې ونیو، ولاړ یې کړ، څو څپېړې یې ورکړې. ملا ته یې ښه کلکه لغته ورکړه. پړمخي ولوېد، څو لټه د پاڼ له بغل ورغښت. دوو وسله واله تر مټ ونیو، په کشولو یې موټر ته ورسوه او ډالې ته یې واچو. موټر حرکت وکړ. له نیم سات مزل وروسته تر دښته ووت. پر کوچني ناو ورننوت. د ناو په ښي اړخ کې دوه اوطاقونه و. ټول ورکښته شول. مول وهلي وسله وال، بندي تر لاسو ونیو، هغې کوټې ته یې بوت چې بل بندي هم پکې و. مول وهلی ترې راووت او دروازه یې پسې وتړه. بندي په خوله لاس تېر کړ، وینه یې پاکه کړه، هغه بل بندي ته یې وویل:
ـ اجمله ښه و چې تښی نه وې، داسې حال به د وی!
ـ ګلابه څو ځله مې درته ووې چې مه ځه، مه ځه.
ګلاب غلی و، اجمل خبرې وغځوې:
ـ ته خو ښه یې، ورور دې دومره پیسې پیدا کړې، هغه نورې به هم پیدا کړي. راشه ماته، چې کوچني اولادونه رانه پاتې دي!
ګلاب خبرو ته خوله جوړه وه، چې د وره غنګ شو. دواړه په ځایو کې کېناستل. چاغ وسله وال، ګلاب ته تلیفون ونیو او ورته ویې ویل:
ـ ورور دې دی، ژر ورته ووایه چې پیسې راوړي، کینو وژنو دې!
په بیړه یې تلیفون غوږ ته ونیو:
ـ سلام غزنه ښه یې؟
ـ وعلیکم السلام… الحمدالله، ته ښه یې، پعذاب کړی، خو به یې نه وې؟
ګلاب سوړ اسویلی ویوست، ورته کړل یې:
ـ نه هېڅ هم نشته، ښه ډوډۍ راکوي، هسې نوم مې د بندي دی!
ـ چورت مه وهه، څلوښت لکه مې نن په سود پیدا کړې. ان شاءالله سبا یې دروړم.
وسله وال تلیفون ترې کش کړ، ورته ویې ویل:
ـ نورې خبرې زما کار دی، چې ځای ورته وښایم!
له مبایل سره روان شو، بېرته را وګرځېد، اجمل ته یې کړل:
ـ تر سبا وخت لرې، که پیسې د پیدا نه کړې، نو مرګ ته د ځان آماده کړه.
له دې خبرې سره ووت ور یې په درب پورې کړ.
اجمل، ګلاب ته وکتل، هغه ځوړند سر فکرونو پر مخ کړی و. ده ورته وویل:
ـ ښه ده چې ستا کار وشو!
ګلاب هېڅ ونه ویل، تر ډېره غلي و. د ماښام ډوډۍ یې چې وخوړه، بیا هم همداسې پټه خوله و. اجمل ولاړ شو، د ضرورت په خاطر بهر لاړ؛ خو بېرته په بیړه را وګرځېد. د ګلاب په ګونډه یې لاس کېښود او ورته کړل یې:
ـ غله ټول ویده دي او ټوپک یې دېوال ته دره ولي. ګلاب بیدار شو، پاسنۍ شونډه یې وموښه، وچه وینه یې په نوک کې بنده شوه. ورته ویې ویل:
ـ دا بې عزته خلک دي، همدا نن یې ورسره مالوموو!
اجمل د هو په اشاره سر ښکته کړ، خو له زړه یې یو خدای خبر و؛ ځکه دومره ویرې اخیستی و چې د زړه دربا یې ان ګلاب اروېده…
ګلاب پاڅېد، اجمل ته یې کړل:
ـ ته مه راوځه، ځکه که ویښ وي بیا شک کوي!
دی ووت، شېبه لا نه وه پوره چې ډزې شوې. د اجمل رنګ سور واوښت، په بیړه یې ځان د کوټې کونج ته کړ. د وره له غنګ سره یې سترګې پټې کړې، نږدې و چې چیغه وکړي؛ خو ګلاب پرې غږ کړ:
ـ یاره ختم شول راځه چې تښتو!
رنګ یې وغوړېد، غېږه یې ترې چاپېره کړه او ورته ویې ویل:
ـ مننه یاره چې د ځان تر څنګ د زه هم وژغورلم…
دواړه رهي شول. بیرون تیاره وه، یوازې په آسمان کې خپ ستوري ښکارېدل، پر ځینو خو ورېځ غالبه وه. څه شېبه د دې په خاطر تم شول، څو سترګې له تیارې سره آشنا شي. سترګو کم ځیر پیل کړ. اجمل ټوپک ښي لاس ته کړ، ویې ویل:
ـ اوس پر کومه خوا ځو؟
کلاب په ناو کې یوې او بلې خوا ته وکتل، غلی شو، له ځنډ وروسته یې شونډې وخوځېدې:
ـ برې خوا ته تګ ناممکن دی، د دوی موټر په دې لار راغلی، باید په همدې لاره روان شو….
ډواړه ډاډه و، ځکه دوی له همدې څلور وسله والو سره ښکېل و، نور یې نه و لیدلي. تر غره چې وا وښتل، د سار آذان هم وشو. اجمل وویل:
ـ ګلابه، کله مې چې د سرک په موټرو سترګې ولګېدې، نو رښتیا پوه شوم چې خلاص شوو.
ـ راځه، خدای مهربانه دی!
ـ ګلابه، چینه ده، اودسونه او لمونځونه به وکړو، ستي به ځو.
تر لمانځه وروسته ښه شېبه انتظار و، چې لمر هسک شو، دوی هم حرکت وکړ. له ژور را پورته شول، مخامخ کلی یې ولید. سرک یې له خوا سره و. د خوښی احساس یې وکړ. اجمل په زوره پرې نارې کړې:
ـ هغه کلی دی، وینې یې، شکر خدایه چې خلاص شوو!
ګلاب ټوپک له اوږې ښکته کړ. ورته ویې ویل: ټوپک باید همدلته پرېږدو، ځکه که عسکرو راسره ولیدل؛ نو بیا غم جوړ دی.
دواړه ټوپک اجمل واخیستل، لږ وړاندې یې تر تېږو لاندې کړل…
کلي ته به شل متره لار پاتې وه، چې ډزې پیل شوې، دوی لا روان و چې له مخ سره یې ګولۍ ولګېده. په تیزۍ یې بغله ته ځانونه ورسول. جګړه اوږده شوه، له سات درې ساتو ته لاړه. دوی به چې څنګې ور وکتل، چڼ له سر سره به یې ګولۍ تیره شوه. یابه یې له څنګ سره ولګېده…
د موټر غږ شو، دواړه ورختا شول، اجمل ورته ویل:
ـ ناکه مو ټوپک پرېښودل!
ـ لیونیه، که عسکرو راسره نیولی وای غم به جوړ وای غم!
دوی لا خبرې کوې، چې پرې غږ شو:
ـ لاسونه مو پرته کړئ، بې ځایه حرکت ونه کړئ!
ولاړ شول، لاس یې په هوا ونیول. یو سرباز را وړندې شو، تلاشي یې کړل. څه یې ونه موندل. بل عسکر پرې غږ کړ:
ـ ډزونه له همدې خوا راباندې وشول!
بل نارې کړې:
ـ لاس یې ور وتړلئ ترهګر دي، ځکه په دې سیمه کې دا ډول خیرن او سپره خلک نشته.
یو سرباز یې د لاسونه په تړلو پیل وکړ، بل ورته وویل:
ـ لږ صبر چې یو څه شواهد خو ولرو…
راغی، د ګلاب او اجمل غاړو ته یې ټوپک ور واچول، انځورنه یې ویستل. لږ ویډیو یې هم ترې وکړه، وروسته هغه سرباز وویل:
ـ اوس کار وشو، لاسونه یې ور وتړئ، چې قومندان ته یې بوځو. دوی او یو عسکر د رینجر په باډۍ کې کیناستل. د ګلاب ګونډه له څیرې پیڅې را وتې وه، چې ورته پام یې شو، ښۍ پښه تر کیڼې لاندې کړه. رینجر حرکت وکړ….
———————————————————

سودا

ژباړه: وږمه وردک

له ډېرې خوشحالۍ لار ترې ورکه وه. اوس توانېدلې وه چې ټولو ته ځان ثابت کړي. د ښار یو ښه خو گران‌بیه پوهنتون ته په لوړو نومرو کامیابه شوې وه. د کورنۍ یوازېنۍ لور وه.

د پلار ټوله شتمني یې یو زوړ ټکسي و، له هماغه یې د کور خرڅ پوره کاوه.

نجلۍ ټولو ته د پوهنتون تگ لپاره ډېرې زارۍ کړې وې، تر دې چې یوه شپه یې پلار کور ته راغی او د ژوند تر ټولو ښه خبر یې ورکړ: د پوهنتون د نوم‌لیکنې پیسې مې برابرې کړې، سبا ټکسي خرڅوم او له څو ملگرو سره سوداگري پیلوم.

د هغې ورځې په سبا یې داسې احساسول لکه اسمانونو کې چې الوزي. دا چې د تره له لورانو سره په سیالۍ کې مخکې شوې وه، زړه کې یې گوړې ماتېدې.

د جمعې مازدیگر شو. زیارت ته روانه شوه چې نذر پر ځای کړي. په لاره یې د سړک پر غاړه په څو کسانو سترگې ولگېدې چې ټیکړي خرڅوي؛ ور نږدې شوه، د یوه څېره ډېره ورته اشنا وه. ښه چې نږدې شوه گومان یې په یقین بدل شو. هغه ټیکري پلورونکی یې پلار و چې پر سوداگرۍ بوخت و.


موږک

لیکواله: ځلا نور
کوټې ته چې ننوتم، تره مې په ټليفون کې غږیده، له دې خبرې سره مې زړه تر پښو تېر شو:
ـ ایران کې پولیسو نیولی؟…
له دې سره مې تره ټليفون بند کړ، په تورو ويښتو کې یې ګوتې ننویستې، اسویلي یې ویستل.
په کوټه کې د المارۍ پر سر مې د تره زوی عکس ته وکتل، ګردې سترګې یې وې، لکه په دا ټوله کوټه کې چې یوازې ما ته راګوري.
ما د ایراني پولیسو د ظلم کیسې اوریدلې وې.
زړه مې ډک شو، له کوټې ووتم، پس خانې ته ننوتم، بند وره ته مې تکیه وکړه، د ټیکري پیڅه مې سترګو ته ونیوه.
د څه شي کړپا مې تر غوږ شوه، ومې کتل موږک و، لکۍ یې په تلک کې بنده وه، په عاجزو سترګو یې راته کتل، په لومړي ځل مې د موږک په ګردیو سترګو سترګې خوږې شوې.
—————————————-

زموږ جهاد

چوپه چوپتیاه وه، لمر خپلې وړانګې ټولې کړې وې، د غره له پاسه د اسمان غاړې سرې برېښېدې، په شنو ونو پوښل شوي کلي او خړو خټینو دیوالونو د طبیعت تر ټولو ښکلې منظره جوړه کړې وه، ماښامنۍ سیلۍ د طبیعت خوشبويي خپروله. د کلي په کوز سر کې د ښوونځي نوې جوړې شوې ودانۍ په انګړ کې ډله عسکر تاوېدل، د ودانۍ نه څو قدمه وړاندې د کلي طرف ته د خټو جوړ شوي برج کې چې په سر یې شین رنګه ترپال خور وو، یو دنګ ځوان ماشه په لاس ولاړ وو، د کلي ښکلا یې ننداره کوله، د ښوونځي په انګړ کې د اوبو پمپ(څاه) ته څو تنه عسکر کوزه په لاس ولاړ وو، یوه يې پمپ واهه، په يوه انګړ کې یوه دریشي کړي ځوان د اودس په پار خولې ته اوبه اچلې، په څنګ کې یې ناست بل ځوان په خوله کې مسواک واهه؛ له ودانۍ یو دریشي کړی ځوان د مکتب انګړ ته راووت، په آمرنه غږ یې وویل:

 -هلکانو ژر ژر کوئ د لمانځه وخت دی، راځئ چې جمعه وکړو.
 د کلي په منځ کې د  خټينو دیوالو جوړ جومات له زوړ لوډسپېکره د اذان په پار د الله اکبر نارې راووتې، اذان لا نه و خلاص چې مکتب ته له مخامخ کلا نه یو غټه مرمۍ چې سرې لمبې ورپسې د مکتب په لور په رامنډه وه، درز شو د مکتب په انګړ کې د خټین برج نه دوړې پورته شوې، نیم دیوال یې ړنګ شو، ورپسې د وړو مرمیو باران جوړ شو، د مرمیو غږونو د آذان غږ ورک کړ، د وړو مرمیو تر څنګ به یوه نیمه غټه مرمۍ چې له شاه به اور ورپسې وو، د مکتب په لور په منډه وه، چیغې جوړې شوې، په مکتب کې ډله ځوانانو ټوپک په لاس یو خوا بل خوا منډې وهلې، شیبې وروسته له دواړو خواو مرمیو وریدې، له دواړو خواوو د الله اکبر نارې اورېدل کېدې، له الله اکبر به وروسته یوه نیمه سره لمبه د کلي نه د مکتب په لور او مکتب نه به د کلي او ویالو په لور په منډه وه، درز به شو دوړې به پورته شوې یو نیم دیوال به ړنګ شو، په مکتب له درې خواوو مرمۍ ورېدلې، په ودانۍ کې به چیغې جوړې شوې ډزې به کرار شوې، شېبه وروسته به بیا ډزو زور واخیست، ساعتونونه تېرېدل، څو شېبې به ډزې کرار شوې بیا به یې زور واخېست، سپوږمۍ د اسمان له نیمایي اوښتې وه، ستورو سترګکونه وهل؛ تر سهاره چا سترګې پټې نه کړې، ستوري نادرکه شو، د آسمان له ختیځې خوا د غره له پاسه یوه رڼا راپورته شوه، د سهر لمر خپلې وړانګې خپرې کړې، اسمان رڼا شو، بیا ډزو زور واخېست، له کلا او ویالو نه څو څڼور ځوانانو د مکتب په لور منډه کړ درب شو، یو یې د پټیو منځ کې ړنګ شو، نورو یې ځانونه وغورځول،  درز شو د مکتب له سمیټی دیوال نه نرۍ دوړه پورته شوه، دیول ړنګ شو، د مکتب له خوا ډزې ورکې شوې، له شاه و خوا کورنو او ویالو څو په خاورو خړ پړ ځوانان چې ویښتان یې په اوږو پراته وو، غلي غلي د مکتب په لور روان وو، د ښوونځي ودانۍ او خواو شاه کورونه داسې سوري سوري او ړنګه شوې وو لکه څو لسيزې انقلاب چې پرې تېر شوې وي، د خونو په منځ کې د ښیښو ټوټې پرتې وې، له انګړ او یوې نیمې خونې به د ټپیانو زږیروي پورته شول. اوږدې څڼې یې وخورولې، نرۍ دوړه ترې پورته شوه، د خونې په منځ کې درې دریشي کړي ځوانان په وینو سره پراته یوه یې زږیروي کول، ورټیټ شو په ډډه یې واړو، برګ برګ یې وروکتل له ځان سره وبنګېد څه یې وویل، پورته شو، د خونې له کړکۍ یې بار نیمه ړنګ شوي برج ته پام شو، مخابره یې د واسکټ له جیبه راوویسته بټن یې ونیوله غږ یې کړ:

– اتل اتل کاروان اتل.

 بټن یې پريخوده له مخابرې غږ راووت اورم کاروانه، بیا یې بټن ونیوله غږ یې کړ.
ـ د مکتب پوسته فتحه شوه، دیارلس تنه وو، څلور یې زخمیان دي او پاتې نور مردار شوي دي، د خونې ووت د انګړ برج ته روان شو، له برجه د موبایل غږ راته، ورنیږدې شو د موبایل غږ ورک شو، د نیم ړنګ شوي برج منځ کې دنګ ځوان په وینو سور نسکور پروت وو!

 په ویښتانو یې لاس تېر کړ، سره نیم کنډۍ خولۍ یې په سر سمه کړه، ټوپک یې د برج نیم ړنګ شوي دیوال ته تکیه کړ، بیا موبایل وشرنګېد، ورنیږدې شو لاس یې ترې لاندې کړل، په ډډه يې واړو، غټ تک سپین مخ، اوږده توره ږیره او نري بریت یې په خاورو خړ شوي وو، ده یې په جیبونو ګوتې وهلې، د موبایل غږ ورک شو، شېبه وروسته بیا موبایل وشرنګېد د دریشي له جیبه یې کوچنی موبایل راوویست، ښیښې ته یې په ځير ځیر وکتل په اینګلیسي کې څه لیکل شوي وو، پرې پوه نه شو، له ځان سره وبنګېد چې دا د امریکا غلام خو دلته مردار شو، چې دا به یې کوم د مور مېړه زنګ وهلی وي؟ شنه بټن یې کیکاږله، موبایل یې غوږ ته ونیو د موبایل له لوډسپېکره یو کوچنی غږ راووت:

– هلو هلو لالا سالام الیکم، لالا تا خو هغه بله ورز وویل چې سبا مې ماش راځي او پیسې درلېږم، دلته کور کې سودا خلاصه شوې، دوکاندار ماما راته پرون ویل چې نور قرض پسې رانه شې اول هغه زوړ قرض خلاص کئ، د نیابۍ دواه هم خلاصه شوې، لالا زما چپلۍ هم شکیدلي، لالا ابۍ وایي ته کله پیسې رالیږې؟ غوړي او وړه هم خلاص دي، هلو لالا غږ مې اورې، ابۍ لالا مې غږ نه اوري.

موبایل یې له لاسه وغورزید ترپ شو له ځمګې نرۍ دوړه پورته شوه، په رنجو تورې سترګې یې له اوښکو ډکې شوې، په دریشي کړي ځوان ورټیټ شو، سره نیم کنډۍ خولۍ یې په درشي کړي ځوان وروغورزېده، په خاورو کې کيناست، د دریشي کړي ځوان جسد ته یې کتل، په اوږدو ویښتانو کې ګوتې تیرې کړې له خولې یې بې واره چیغې ووتې:

– یا ربه دا موږ څه وکړل دا موږ څه وکړل  زموږ دا جهاد  له چا سره او د چا لپاره ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟.

لیکـــــــــوال: وحیـــــــــدالله «کــــــــــــــــاروان»                                                   ۲۲/ ۷/ ۱۳۹۶

1 comment

  1. فضل الحق نوری وردګ

    که زما هغه بله کیسه باندې نظر راکړﺉ مننه

Leave a Reply