خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

د عمر خیام څلوریځې، د عبدالباري جهاني ژباړه

مرغی دیدم نشسته بر باره ء طوس

در پیش نهاده کله ء کیکاووس

با کلهّ  همیگفت که افسوس افسوس

 کو بانگ جرسها و چه شد ناله ء کوس

ما مرغه ولیدی ناست و پاس د طوس په کنگرو کی

او کوپړۍ د کیکاووس یې یې مخ ته ایښې وه  په پښو کی

و کوپړۍ ته یې ویله چی افسوس افسوس غریبه

څه سو شرنگ د جرسونو څه سو ږغ په نغارو کی

از آمده ها آب مکن زهره ء خویش

وز هر جهتی شور مکن شهره ء خویش

بر دار ز دنیای دنی بهره ء خویش

ز ان پیش که دهر بر کشد دهره ء خویش

زهره مه چوه سبا ته چی لا نه یې ورغلی

هری خواته وهې منډي د شهرت غم یې نیولی

له دې ټیټي  دنیاگیه خپله گټه  واخله درومه

لا دمخه چی زمان یې خپل  ساطورته پرې ایستلی

پندی دهمت اگر بمن داری گوش

از بهر خدا جامه تزویر مپوش

دنیا همه ساعتی و عمر تو دمی

از بهر دمی عمر ابد را مفروش

دا یو پند می په غوږ واوره گوره ځان چی پر شانه کې

خدای ته گوره چی په تن دي  دا جامه د ریا نه کې

دنیا ټوله یو ساعت ده او ستا ژوند یوه شېبه دی

ابدی عمر هوښیاره  په شېبه چی سودا نه کې

گر گوهر طاعتت نسفتم هرگز

گرد گنه از چهره نرُفتم هرگز

با این همه نومید نیم از کرمت

زیرا که یکی را دو نگفتم هرگز

که گوهر د عبادت می په  هیڅ وخت نه دی پېیلی

د گناه گرد  می له مخه په ژوند هیڅ  نه دی پرېولی

له درباره د کرم دي نا امیده ځکه نه یم

دوه مي هیڅ نه دي ویلي چی می یو احد منلی

با تو بخرابات اگر گویم راز

به زانکه بمحراب کنم بی تو نماز

ای اول و اخر خلقان همه تو

خواهی تو مرا بسوز خواهی بنواز

که لتا سره رازونه په مغان کی بې پردې کړم

تر دې ښه چی په محراب کی بېله تا سر پر سجدې کړم

هم اول یې هم آخر یې د دې ټولو مخلوقاتو

نازوې  مي که سوځې مي زه به څرنگه گیلې کړم

میپرسیدی که چیست این نقش مجاز

گر بگویم حقیقتش هست دراز

نقشی است پدید آمده از دریایی

وآنگاه شده بقعر آن دریا باز

تا به تل کړلې پوښتنی  هنگامه د مجاز څه ده

حقیقت که درته وایم دا کیسه ډېره اوږده ده

یو جلوه ده ښکاره سوې  یوه شپه له یو دریابه

بیرته تللې سمندر ته په موجونو کی یې شپه ده

بازی بودم پریده از عالم راز

شاید که بروم راه از نشیبی بفراز

اینجا چو نیافتم کسی محرم راز

زآن درکه در امدم برون رفتم باز

زه یو باز وم د رازونو له عالمه  الوتلی

ما وې گوندی څرک پیدا کړم پاس د هسک پر لوری تللی

چی  می دلته پیدا نه کړ څوک محرم چی راز خوندي کړي

پر هغه دروازه ولاړم چی دننه وم راغلی

ای دل چو حقیقت جهان است مجاز

چندین چه خوری غم اندرین قحط نیاز

تن را بقضا سپار و با درد بساز

کین رفته قلم ز بهر تو ناید باز

حقیقت د دې جهان دی د مجاز په تول تللی

څه به غم خورې دې نړۍ  چی هر سړی په زړه نتلی

ځان دي وسپاره قضا ته زړه له درد سره پخلا که

ستا د پاره نه راگرځي چی  قلم یې دی وهلی

از روی حقیتقتی  نه از روی مجاز

ما لعبتکانیم و فلک لعبت باز

بازیچه همی کنیم بر نطع وجود

اُفتیم بصندوق عدم یک یک باز

غوږ پر نیسه حقیقت دی هسی نه ده چی مجاز دی

 دا موږ ټول یو ناوکیاني او فلک ناوکۍ باز دی

د وجود پر میدان گرځو ناوکۍ غوندی لوبېږو

یو یو ځو د نېستۍ کورته دا زمان دی دا یې راز  دی

چون حاصل  آدمی درین دیر دو در

جز خون دل و دادن جان نیست دگر

خرّم دل انکسی که معروف نشد

و اسوده کسی که خود نزاد از مادر

انسانان چی پر دې مځکه له ازله اوسېدلي

د زړه وینی یې خوړلي نفسونه یې وتلي

هغه خلک دی  نېکمرغه چی مشهور پر جهان نه دي

او هوسا هغه کسان دي چی هیڅ نه دي زېږېدلي

یک جرعه  می از مملکت جم خوشتر

بوی قدح از غذای مریم خوشتر

آه سحری ز سینه خماری

ازناله بو سعید و ادهم خوشتر

څاڅکی می له مملکته  تر قصرونو دجم ښه دي

د  ساغر بوی هوښیارانو تر غذا د مریم ښه دی

سحرگاه چی له خماری سینې پورته سي آهونه

تر ژړا د بوسعید او عبادت د ادهم ښه دي

دي کوزه گری بدیدم در بازار

بر تازه گلی لگد همی زد بسیار

و آن گل بزبان حال  با او میگفت

من همچو تو بوده ام مرا نیکو دار

ما پرون بازار کی ولید کلال ستړی له کارونو

تازه خټي یې وهلې په لغتو په سوکونو

هغو خټو به ور ږغ کړل په ژړا د حال په ژبه

پام چی ستا غوندي انسان وم ته غافل  زما له زخمونو 

خپله تبصره ولیکئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

اعلان