خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

۲۳۰ کاله د دېکتاتورۍ که ډموکراسۍ تر چتر لاندې؟

احسان الله ځيرک

د هرې ټولنې ټولنیز، سیاسي، اقتصادي او فرهنګي نظام د دوی له اړتیاوو، غوښتنو، جغرافیاوي شرایطو، حاکم ټولنیز ذهنیت، دین، باورونو او ارزښتونو سرچینه اخلي او تر ټولو ښه نظام هغه دی، چې د یوې ټولنې پورته یادو شویو شرایطو ته په کتو رامنځ ته شوی وي، ځکه د نظام له درلودو موخه د ورځنیو چارو سمون او په ټولنه کې د نظم او ثبات رامنځ ته کول دي. په دې لیکنه کې په لنډ ډول د ډموکراسۍ تعریف، تاریخي مخینې او په اتن هېواد – ښار کې د ډموکراسۍ بڼې ته یو ځغلند نظر اچوو او وروسته زموږ په ۲۳۰ یا ۲۵۰ کلن معاصر تاریخ کې د ډموکراسۍ بڼې حاکمیت ته اشاره کوو. 

ډموکراسي اصلاً یوناني ترکیبي کلمه ده  له dēmokratiā  اخېستل شوې؛ demos د خلکو او kratos د حاکمیت، حکومت یا واکمنۍ معنا لري. اصطلاحاً ډموکراسي د ابراهام لنکن د تعریف له مخې:  د خلکو لپاره د خلکو له لوري، د خلکو حکومت دی. دې تعریف ته په پام معلومیږي، چې ډموکراسي د خلکو په خوښه او اراده حکومت ته ویل کېږي. ځکه د ډموکراسي اصل د خلکو حاکمیت یا حکومت تشکیلوي.

شاوخوا ۲۰۰۰ کاله پخوا په پخواني یونان کې د خلکو مجمع راټولېده او د حکومت عامه پالیسو، جګړې، قوانینو، مهمو ملي مسائلو او بهرنیو اړیکو په باب به یې نظر څرګنداوه. یاده مجمع په کال کې څلور ځله دایرېده او د یوې جرګې بڼه یې لرله، چې د اتن تر ۴۰۰۰ شاوخوا وګړو په کې غړیتوب درلود. همدا لامل و، چې د اتن سیاسي نظام د ډموکراشیا یا ډموکراسۍ په نوم یاد شو، ځکه په یاد وخت کې د اروپا په زیاترو نورو برخو کې ټولواک نظامونه حاکم وو، چې هېچا نه شول کولای د حکومت یا دولت په چارو کې نظر څرګند کړي او د خلکو او حکومت ترمنځ اړیکې عمودي بڼه درلوده.  خو یوازېنۍ هېواد – ښار چې د خلکو او حکومت د اړیکو بڼه یې افقي وه د یونان د اتن ښار وو او د یاد هېواد – ښار ډموکراسي د نړۍ تر ټولو لرغونې ډموکراسي ګڼل کېږي. ځکه خلکو کولای شول د عامه چارو په تړاو خپل نظر څرګند کړي او په کورنیو – بهرنیو سیاستونو کې د نظر څرګندولو او پرېکړو له لارې ونډه واخلي. 

وروسته د نفوسو د شمېر په پراختیا سره د ډموکراسۍ بڼه بدله او د یونان مستقیمې ډموکراسۍ پرځای غیرمستقیمه ډموکراسي رایجه شوه. په دې ډول نظام کې به د نفوسو زیاتوالي او یوې هوکړې په چټکۍ د نه رسېدو ستونزې له کبله خلکو خپل استازي ټاکل څو په حکومتي اسامبله یا مجمع کې برخه واخلي او د دوی اراده او نظر څرګند کړي. همدا لامل و، چې وروسته په ډموکراټیکو نظامونو کې پارلمانونه هم منځ ته راغلل، څو د خلکو په استازیتوب د پالیسیو، قوانینو، حکومتوالۍ، کورنیو او بهرنیو سیاستونو په تړاو خپل نظر څرګند او پرېکړې وکړي.

څرنګه چې په پیل کې مو یادونه وکړه، د هرې ټولنې سیاسي، ټولنیز، اقتصادي او فرهنګي نظامونه د هغوی ټولنیزو، فرهنګي، جغرافیاوي او تاریخي شرایطو ته په پام د خلکو له لوري رامنځ ته کېږي؛ افغانستان چې په سیمه او نړۍ کې له ۵۰۰۰ کاله زیات لرغونۍ تاریخ لري، د ټولنیز ژوند جوړښت یې داسې بڼه لري چې د کورنۍ، قبیلې او قوم مشر ته په کې پوره درناوی کېږي او د کورنۍ، قبیلې، او قوم مشر د دوی په استازیتوب خپل ورکړل شوي واکونه اعمالوي، له همدې کبله قبیلوي مشران د خلکو سنتي استازي ګڼل کېږي.

۲۳۰ یا ۲۵۰ کلونه پخوا د معاصر افغانستان د بنسټ اېښودل کېدو او د افغانستان د زعیم په توګه د احمدشاه بابا د ټاکل کېدو پرمهال دغه راز له هغه وړاندې هم په ټولو ټولنیزو او سیاسي چارو کې جرګه، چې له همدې پورته قومي او قبیلوي مشرانو جوړیږي، یوه معمول چاره وه، خو کله چې په یاد مهال احمدشاه بابا د زعیم په توګه ټاکل کېده، له ټول افغانستان ورغلي قومي مشران په کندهار کې سره جرګه شوي وو او بلاخره له ۷  تر ۹ ورځو نظري اختلاف وروسته د احمدشاه بابا پر سر هوکړې ته ورسېدل او د هېواد د چارو واګې یې د ده په لاس ورکړې. 

زموږ د جرګې دا بڼه هم عیناً د اتن اسامبلې یا عمومي مجمع ته ورته ده. ځکه د تاریخ په اوږدو کې ټولې مهمې تاریخي پرېکړې د دوی له لوري ترسره شوې او د نظام جوړښت او ډول او د واک ګدۍ پر سر اشخاصو په تړاو هم همدې جرګې پرېکړه کړې ده، چې د افغانستان د ټولو خلکو د استازیتوب یو تاریخي سمبول ګڼل کېږي. 

تاریخ ته په یو ځغلند نظر دا په ډاګه کېږي، چې دلته تل نظامونه د خلکو په خوښه تېر شوي او حتی د واک له ترلاسه کولو وروسته هم نه دي توانېدلي څو د خلکو د خوښې او ارادې خلاف حرکت وکړي. هرکله چې هم د خلکو د خوښې او ارادې خلاف ګام د حکومتونو یا نظامونو له لوري اوچت شوی، د خلکو له غبرګون سره مخ شوي او حتی نړولي یې دي. 

بنأ له تاریخ ناخبره، مغرضو، د ټولنیزو حساسیتونو او ټولنې په وړاندې بې پروا دغه راز د پردیو اجنډاء پرمخ وړونکو لپاره یوازې دا کافي ده، چې دوی ته وویل شي څو د افغانستان تاریخ له سر تر پایه ولولي او د بې ځایه، عقدوي، او د پردیو په اشاره د نیوکو پرځای سر پرې خلاص کړي.

2 comments

  1. ستاره Reply

    وروره ټول لګیا یو درواغ وایو غلاوې کوو ! ټو لې دولتي چوکۍ ، ټول محصلین اکسریت هزاره دي ! د عاشورې په ورځو کې بازار بند وي او دایران بیرغونه پورته وي دا قدرت چا ورکه کرزي او غني چې دواړه یې پښتانه دي ! ګیله له ځانه وکړۍ

  2. دوکتور غروال Reply

    محترمی ( یا محترم ) ستاره ، تاسی په دوه جملو کښی واقعی حقیقت بیان کړۍ دی !!! زه دا ورسره زیاتوم چی دا د کابل قاتلانو او اجنټانو ته نه د غیرتی شریفو پښتنو او نه د نورو غیرتی شریفو قومونو له خوا قدرت ورکړ شوی بلکه دوی مستقیمآ د امریکا له خوا تعین شوی دی، دا ټول انتخابات ساختګی او فریبی وو اوامریکا نمایشی دا دوه تش په نامه پښتانه ئي سمبولیک دولتی مشران کړل سره ددوی کابینی ، داسی مردود پلان د ابتدا څخه په واشنګتن کښي طرحه شوۍ وو او خائين جاسوس خلیلزاد دی خائين پلان ته عملی بڼه ورکړه لکه اوس د فریبی صلحی شعار لاندی بل خائين پلان عملی کولو باندی اوس لګیا دی او ددوی ډالرو کوکریان ددی لپاره محکمی تبلیغی ډانډوری وهی !!!

خپله تبصره ولیکئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *