خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

د کورني کتابتون اغیزې| قیام الدین زیار

کتابتون د مختلفو چاپي اثارو د مجموعې او ټولګې ځای دی. په کتابتون کې د مختلفو لیکوالانو هر ډول لیکنې او خپرونې شتون لري، چې د هر ډول ذوق او سلیقې لرونکو لوستونکو لپاره پکې د لوستنې توکې موجود وي. کابتونونه ډېر زیات ډولونه لري، چې مشهور هغه یې عامه او شخصي دي. عامه کتابتونونه اکثریت د دولتي او شخصي ادارو، پوهنتونونو، مکتبونو او نورو علمي مرکزونو مربوط وي، چې له کتابونو یې د همغو ادارو کارکوونکي د یو محدود وخت لپاره ګټه اخلي. د کتاب له استفادې وروسته یې بیرته هماغه کتابتون ته سپاري. بل خوا، شخصي کتابتونونه عمومآ د پیسو په مقابل کې کتابونه پر مشتریانو پلوري، چې بیا د تل لپاره ترې استفاده کولی شي.   ډیری لوستونکي د کتابونو له رانیولو او لوستلو وروسته دغه کتابونه د کور په یو مناسب ځای کې ساتي او د وخت په تیریدو سره یو کوچنۍ کتابتون ترې جوړیږي، چې بیا هر وخت د اړتیا پر وخت د کورنۍ هر لوستی غړۍ د مناسب کتاب د پیدا کولو لپاره ورته مراجعه کوي او په اسانۍ سره د ضرورت وړ کتاب رااخلي او مطالعه کوي یې. د کورنۍ د ټولو غړو له مطالعې سره د نه شلیدونکي اړیکې رامنځته کیدل، د کورنۍ د ماشومانو د مطالعې سره مینه پیدا کیدل او د اړتیا پر وخت مناسب کتاب ته لاسرسۍ او د کتابونو له ضایع کیدو مخنیوی هغه ګټې او تاثیرات دي، چې کورنۍ کتابتون یې لري. په دې لیکنه کې غواړم د خپلې تجربې پر اساس یادو شویو نقطو ته اشاره وکړم.

په کور کې د کتابونو لپاره د ځای مشخص کول د کورنۍ د غړو لپاره کتاب ته لاسرسۍ اسانوي او له مطالعې سره یې مستقیمه اړیکه او علاقه پیدا کوي. د کور غړي لا تشویقیږي ترڅو چې هم خپله مطالعه وکړي او هم نور وهڅوي، چې له کتابتون په ګټنې خپل معلومات او مطالعه پراخه کړي. په دې سره د کورنۍ د غړو اړیکه له مطالعې سره اوږدمهاله کیږي او تل غواړي له وخت په استفادې کتابونه او معلومات مطالعه کړي، چې مثبتې اغیزې یې کورنیو او په ټوله کې ټولنې ته متوجه دي.

کله چې کورونو کې کتابتون موجود وي د کورنۍ ماشومان هم له کتاب سره مینه پیدا کوي او د وخت په تیریدو سره له مطالعې سره نیږدې کیږي، علاقه پیدا کوي، او د لوستنې سره عادت او کتابونه لولي. د نورو وخت ضیاع کوونکو کارونو پرځای د کتاب پر لوستلو تیروي او معلومات یې زیاتیږي. څه ډول، چې ماشومان هر ډول عادت ډیر په اسانی او زر خپلوي، د کتابتونو او کتابونه په لیدلو سره هر وخت هڅه کوي، چې کتاب راواخلي په لومړیو کې د لوبو په ډول او په تدریج سره یې د لوستنې هڅه وکړي. په دې طریقه، موږ په ډېرې اسانۍ سره  په خپلو ماشومانو او ځوان نسل کې د مطالعې او زده کړې روحیه پیاوړي کولی شو.

ما د ماشومتوب له دورې بیا تر ننه د خپل مسلک مربوط او د عمومي برخې ټول کتابونه له لوستلو وروسته د کور په یوه ځانګړي برخه کې په الماریو کې ساتلي، چې زما او د فامیل لپاره مې د کتابتون حیثیت لري. ډیر وخت هڅه کوم خپل ماشومان یادو کتابونو ته متوجه کړم او د کتاب نیولو او نه څیري کولو تمرین ورسره وکړم. په تدریج سره ګورم چې له کتاب سره یې مینه زیاتیږي او د مناسب استعمال لارې یې زده کوي. هر لوستی کس پخپله کورنۍ کې دا کار کولی شي، خو یوڅه حوصله او وخت ته اړتیا لري.

د کورني کتابتون بله ګټه دا هم ده، چې د لوستنې اثار او لیکنې د تل لپاره مخفوظې او د له منځه تلو له خاطر ساتل کیږي. همدا ډول، موږ ته دا وړتیا راکوي چې په اسانۍ سره د ضرورت پر وخت کتاب ته لاسرسۍ پیدا کړو.  ډیری کسان کتابونه له لوستلو او یا نه لوستلو وروسته د کور پر یو او بل ځای کې غورځوي او ختا د سونګ د توکو په ډول ترې استفاده کوي دا کار که څه هم د اسلامي او انساني ټولو اصولو خلاف دی، له بلې خوا له مطالعې سره د انسان اړیکې پرې کیږي او زړه نه ښه کوي چې لوستنه وکړي، د اړتیا پر وخت کتاب په اسانۍ سره نشي پیدا کولی او له سرګردانیو سره مخ کیږي.

د کورني کتابتون جوړول د زیاتو نورو ګټو ترڅنګ د د کورنۍ په غړو کې د مطالعې او لوستنې سره مینه پیدا کوي، ماشومان هڅیږي چې له کتاب سره عادت او کارول یې زده کړي او همدا شان، د کتابونو او اثارو په ساتلو کې مرسته کوي او د اړتیا پر وخت په ډېرې اسانۍ سره کتاب او اثار پیدا کولی شو. ټول لوستي او ختا نالوستي کسان باید هڅه وکړي، ترڅو د ځان او کورنۍ د غړو لپاره کتابتونونه رامنځته کړي، تر څو، د مطالعې فرهنګ ته وده ورکړي او د لوستلو توکي له ضیاع څخه وساتل شي.

6 comments

  1. ع.شریف زاد Reply

    سلام
    دپوهې ستره سرچینه :
    له ټولو د مخه کتاب یعنی څوک ؟ پټه خوله ملګری ،دهروخت ملګری او په هروخت کې بې له ریا ، هیاهو ،بګیر ونمان چمتو. یولارښود چې نه حاکمیت غواړی او نه مدیریت . هغه چراغ چې هرډول انسانی نیمګړتیاوې بشپړوی . په تولو امورو کې :تفکر، اعتقاد،عبادات ، زهد اوتقوی،اخلاق او انسانی برداشت باندې هغه اعتدال ده چې بر سمو اصولو باندې تاکید کوی صراط مستقیم چې افراط او تفریط سره جلا کوی او د امت وسط څخه بیغام لری علم الا نسن مالم یعلم…….
    قل هذا سبیلی ادعو ا الی اللهعلی بصیره انا ومن اتبعنی (۲۰ )
    ډېر ښایسته او په زړه پورې مطلب بختور کور ،کلی ، ښار ، هېواد، پوهنتون ، لیسه ،منخنی ښووځی، او لومړنی شوونخی به مجهز کتابتون لری . دکور ښکلا کتابتون دی چې بې له ګواښه درسره خواله کوی دالیکین څراغ ،بالښت او تاخچې /طاقچې اوالماریو عجیبه ملګرتیاده :قل رب زدنی علما
    ما دتهران ښار کې ،دالمان ښار به فرانکفورت ،او په امریکاکې د جان اف کیندې او برکیلی پوهنتو نو کې دکتا بتون علمی ظرفیت ، نظم او دسپلین چې ولید له حیرانتیا اوړی.
    تخنیکی او مسلکی برخو باندی به بحِث نه کوو چې خبره اوږدیږی . له بده مرغه یو چا د ولس مشر په ژوند پاڼه کې دبرکیلی پوهنتون نوم بیکلی لیکلی . زه فکر نه کوم چې په دی نوم کومه تعلیمی موسسه وی .دبرکیلی دبرکیلی پوهنتون د مجلو څانګه به ۱۲۰ ژبو ورځپانی لری او کله چې دمطالعې سالون ته ننوځې او داکسان او چاپیریال وڅېړی «پوهنه رڼا ده!»علمی او عملی ماهیت او دانسانانو دبرخورد کچه درته راحرګندیږی.
    دکتااب اوکتابتون اهمیت پرممختګ او پیاوړتیا په یوه ټولنه کې له سرو زرو لوړه ده.خو له بده مرغه ……….د کتاب،توزیع،ژوند او نصاب ډیر ګډوډ دی.

    1. Qyamudin Reply

      رښتیا هم، ډیر پرځای او دقیق نظر مو لیکلی، مننه وروره

  2. ع.شریف زاد Reply

    وایی: یوچا د کتاب خرڅونکی څخه پوښتنه وکړه چې ستا دکان چلیږی او که نه ؟هغه وویل چې څنګه وچلیږی؟
    چا سره چې دکتابونوارزښت اوشوق شته هغوی پیسې او امکانات نه لری او چا سره چې توان او امکانات شته له بده مرغه دکتابونو په ارزښت او ذوق نه پوهیږی.
    بلیون او تریلیون مرستو کې موږ څومرهاو چېرې کتابونه ،ورځپاڼې ،مجلې او کلنی خپرونې لرو؟رسنۍ خو د بیان دازادۍ په نوم غونډې هم لری !که موږ کافی کتابونه درلودای نوزموږ د ټولنې ناوړین دومره دوام نه کاوه او فرهنګ موله زاړه تش لاف او باټ نه نجات موند. مننه ،موږ یو او بل ته ډیر ډیر درناوی او ضرورت لرو کور مو اباد!

  3. Dr.Atal Reply

    ډیر ښه نظریات او تجربی.
    خو آیا ښوونځی او پوهنتون پدی لار کی څه کولی شی؟
    که وزارت معارف اوتحصیلات عالی کی مسؤلیت ژوندی شی ؛ډیر څه کولی شی .
    د مثال په ډول: موږ کولی شو د مقاله نویسی د لاری په لیسو کی ډیر څه وکړو؛داسی چی د ځینو مضامینو لکه دری،پښتو،علوم دینی لپاره موږ هفته وار یوه مقاله ولرو یعنی هفته کی یوه مقاله هغه هم د اهمو تربیتی ،علمی،اخلاق او آداب ،حلال او حرام ،صلح ،ورورولی، دوالدینو حقوق او نور …کوم چی د زده کوونکی او ټولنی د حال تقاضا ده د ذیربطو مضامینو د لاری کورنی وظیفی په ډول ورکړ شی ، بیا دمعلمانو دارزیابی نه وروسته ،مقالی کټګوری شی ، او ښی مقالی دی په نښه او د ریاست معارف د لاری ، وزارت معارف ته واستول شی ، او وزارت معارف د افغانستان د ټولو لیسو ممتازی مقالی په خپل وب سایټ کی نشر او لیکوالانو ته جوایز هم ورکړی ، خو جوایز به هم هغه کتابونه وی چی د زده کوونکی اهم ضرورت جوړوی
    استادان یا معلمین باید د مقالو د لیکنو تر څنګ زده کوونکو ته مأخذ ورکړی او دوی ته لارښوونه وشی چی کتابتون د لیسی ته مراجعه او خپل لازمی معلومات څنګه را ټول او مقاله ورباندی غنی کړی
    دا کار پوهنتون کی هم ضروری دی ، ځکه دی کار کی څو ګټی دی ، لیکوالی سره آشنایی، دښه ملګری سره مصاحب کیدل، تعلیم او تعلم، دعوت اصلاح او خیر ته ، د فرد او ټولنی اصلاح، د ملت ویښول او ملت سازی او نور چی ټول خیر دی
    دا زموږ د اوسنی حالت شدید ضرورت دی او دا مهمه نده چی نورو کړی که نه ؟ خو موږ شدیدا ورته اړ یو باید وشی ، خو دا کار نه په ترجمان کیږی او نه یوازی غربی متخصص او نه د ویش په وزیرانو ، بلکی مؤمن افغان معلم غواړی چی د
    انما بعثت معلما
    و انما بعثت لاتمم مکارم الاخلاق
    صالح لاروی وی

  4. ع.شریف زاد Reply

    هو !مکارم الاخلاق اوانسانی دسبلین .
    داکتر اتل د اشبز اوطبیب ټوکه را په یاد کړه : وایی چې یو چا له طبیب نه پوښتنه وکړه چې دتاولې دومره
    زیات نظراو پاملرنه په اشپزانو وی او له هغو سره ښه چلېږې طبیب ورته وویل دا ددی لپاره چې دښې او بدې ډوډی پخول د اشپز په لاس کې ده که هغوی سمه ډودۍ پخه کړی بیا زه ناروغ له کومه ځایه پیدا کړم ؟ خو دا اشپزان دی چې زما د ناروغانو شمیره په خرابه ډوډۍ لوړه ساتی!

  5. Afghan pal Reply

    محترم ورور زیار صاحب!
    سلامونه او بریاوی درته غواړم.
    ډیره دوستانه،عالمانه لارښوونه او د وخت مهم بلکی اهمی اړتیا ته مو دعوت ورکړی ؛ چی زموږ جنګ ځپلی ملت ورته شدیدا اړ دی او واقعا مفید کتابونه د یو ملت لپاره ډیر ملت ساز عنصر دی ، نو ځکه اسلام هم ورته اولویت ورکړی ، له اقراء او کتاب نه تر علومو او بیا تر حکومت او دولت او هر هغه څه چی بشری اړتیاوی دی ، کافی هدایات او لارښوونی لری .
    نو پر همدی بنسټ اسلامی امت تر ټولو د مخه د پوهنتونونو ، شفاخانو ، علمی مراکزو او کتابتونو ته پاملرنه وکړه او د واحد امت په جوړولو سره ټول انسانی امتیازات یی خپل کړل ، چی تر اوو پیړیو زیات د دنیا خلکو د تحصیل علم او تداوی لپاره اسلامی مراکزو ته مراجعه کوله ، او د تفسیر،حدیث ، فقه، ادب، تاریخ نه علاوه د هغی دور ساینسی او ریاضی علما لکه محمد بن موسی خوارزمی د الجبر بنسټ ایښودونکی ، البیرونی، ابن سینا ، ابن الهیثم ، ابن حیان ،الکندی او په سلګونو نورو د قدر وړ خدمات بشریت ته وړاندی کړی.چی تاریخ اسلام ورباندی شاهد او نور هم کافی اعترافات لری.
    خو دا ټول امتیازات تر هغه د اسلامی امت په برخه وو چی؛ دینی تعلیمات په علم او عمل کی ژوندی وو ،امرا او علما وو خپل مسؤلیت هیر کړی نه وو ، د امت دټولو ګټو څخه ساتنه کیده او کامل حراست موجود وو ، سیاست، منافقت نه وو ، د امت په ګټو معامله نه کیده. او امت داسی حد ته ورسید چی په ټول قلمرو کی یی غربت ختم او مستحق د زکاة نه موندل کیدو.
    خو اوسنی په نامه مسلمان که لیسانس او حتی پورته هم وی، حال یی دا دی چی قرآنکریم لوستی نشی ، فرایض او واجبات نه پیژنی، حلال او حرام خو لیری خبره ده.
    خو لږ تر لږه یو عادی مسلمان باید هغه علم چی پر هر مسلمان فرض دی باید حاصل کړی ، یوه پاره قرآنکریم او لږ تر لږه ۴۰ حدیث یی له ټولو حقوقو سره حفظ وی ، او د تخصصی پستونو لکه اقتصاد ،بانکداری ، ښوونه او روزنه ، زراعت او نورو لپاره اسلامی تخصصی پوهه باید ولری او شوری د رای ورکولو پر وخت هم دا اهم نکات له پام ونه غورځوی، نو پدی حالت کی سړی ویلی شی چی زه د اسلام لپاره کار کوم او بیا موجبات رحمت الهی هم موجود او مؤفقیت حتمی کیږی ورنه ترجمان ستړی او خدای ناراضه ، بله ثمره به ونلری . او د خدای جل جلاله له احسان او مدد نه پرته هیڅ هم نشی کیدای. لکه رحمان بابا چی وایی:
    چی الله درسره مل نه وی رحمانه!
    که لښکری در سره وی ،یک تنها یی
    نو جتی د علماوو په اړه لیکل شوی چی د سفر په وخت کی کتابونه یی په اوښانو ورسره انتقالول ، دا ټول د محمدی مکتب د کاملی روزنی نتیجه وه چی بشریت د ژوند اعلی درجی ته ورسید او نړی پری روښانه شوه.
    ښاغلی داکترصاحب اتل ، وزارت معارف ته ښه وړاندیز کړی چی د معلم اومتعلم لپاره ډیر ګټور ښکاری چی کتاب،کتابتون او تعلیم او تعلم ته ښه باب پرانیزی . او که تجربه شی ،نو ګټی او اجر یی بی حسابه دی
    وما علینا الاالبلاغ

خپله تبصره ولیکئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

کلتور