خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

ښځه او سیاست | صفیه وردک

د تاریخ په اوږدو ډېرې ښځې واکمنې او مشرانې تېرې شوې وايي په هند کې چې سلطان رضیه آمره شوه نو مخالفت یې وشو،نارینه آمرینو غوره وګڼله چې پر ځای یې نالایقه وروڼه پر تخت کېنوي.نور جهان تکړه ښځه وه خو بیا یې هم مخالفت وشو،په واک کې له مېرمنو سره مشوره،مرسته،له ښځمنو متاثره کېدل او واک وربېلول ان ملنډې ګڼل شوې.د عباسي کورنۍ پاچا مامون ویلي ښځه حق نه لري چې د هېواد په چارو کې برخه واخلي.ایرانی عالم بزرچمهر وايي ساساني سلطنت ځکه مات شو چې د نورو خبرو تر څنګ یې په ښځو هم باور وکړ.

نن سبا په ټولنیزو رسنیو کې د ځلا ځاځۍ ګومارنې د خوست د قومندانۍ د آمرې په حیث د خلکو پراخ غبرګونونه راپارولي.له شخصي حریمه نیولې تر لباس او زده کړو پرې نقد شوی.ځینې د ښځې فزیکي کمزوري رامخته کوي او ځينې عاطفه.خو دا هر څه د جنسیتي تبعیض لپاره یوه سلاح ده ځکه نرواکه ټولنې د ښځو واک نه مني.ډاکټر مبارک علي وايي «نارینه نه غواړي په واک کې شریک ومومي.سیاست یانې په واک  کې شریکېدل.»د تاریخ په اوږدو کې سیاستمدارې ښځې تهدید شوې او له واکه ګوښه شوې ،ددې لپاره دوی د ښځمنو بدني کمزوتیا د دلیل په توګه وړاندې کړې،دا چې ښځه د بدني او ذهني اړخه نسبت نر ته کمزورې ده.نو حکومتولي نه شي کولاي.

د خسرو په یوه وینا که هر پاچا غواړي کورنۍ او هېواد یې تباه نه شي او شان و شوکت یې پر ځای پاتې شي ،نو باید ښځې له واکمنۍ لیرې وساتي.

نرواکه ټولنې د ښځو د کونج ته کېدو لپاره له دې نورو مسایلو وراهاخوا مذهبي مسله هم رامخته کوي.د ځلا ځاځۍ د ګومارنۍ د مخالفت دلیل ډېریو مذهبي ټکر بللی و،دا چې له  دیني اړخه ښځې د سیاست ،مشرۍ او برابرۍ حق نه لري.نظام الملک د «طوسي» سیاست نامې لیکوال لیکلي:ښځې باید واک تر لاسه نه کړي،ځکه عقل یې خام وي.ډېری  دیني علما هم په دې باور دي چې ښځې باید له سیاسته لیرې وي.په «النسا» سوره کې نارینه د ښځو څارونکي ګڼل شوي دی،مامون وايي که ښځو سیاست کولای شوای نو دا امر ولې راته او د نرانو فضیلت او لوړوالی ولې منل کېده.

خو په سیاست کې د فېمېنسټانو تمرکز د دولت،قدرت،عدالت،سولې او امنیت د خوندیتابه لپاره پر منطقه،قوم او جنسیت نه بلکې پر فرد دی.ان فلیپس وايي د نارینه وو تسلط د ښځو پر وړاندې تر ټولو ډېر په سلوک او سیاست کې لیدل کېږي.د فېمېنسټانو په باور د دولتونو اساسي ضعف له قدرت څخه د ښځو کونج ته کول دي .

ان فلیپس وايي «باورونه او کلتوري مسایل په سیاست کې په وسپنیز قانون بدلېږي او ښځې تر انحصار لاندې په قاعدو کې ایسارې پاتېږي،نوموړې په دې باور ده چې د ښځو تر ټولو ستر دوښمن پلار سري دولتونه دي».فرانسوۍ فېمېنسټه سیمون دیبووار هم په دې عقیده ده:«د کلتور تولید د نارینه وو له خوا حمایه کېږي.»

نارینه د ښځو سره د واک په شریکولو وېرېږي.دوی داسې فکر کوي چې د نر واکمني به پرې ختمه شي نو ځکه په زده کړو،وېش او بالخصوص سیاست کې د مذهبي،ټولنیزو،کلتوري،اقتصادي،فزیکي،مذهبي او سیاسي روایاتو د رامخته کولو په مرسته هڅه کوي چې ښځې له سیاسته ګوښې وساتي.

4 comments

  1. شاهین افغان Reply

    ښځه د انساني ټولنې نیمه برخه ده .
    ښځه مور ، خور ، لور او مېرمن ده .
    ټول بشریت له ښځو پیدا شوی او دوی یې لویوي.
    په افغاني او خصوصا پښتني کلتور کې ښځې له خپلو مېړونو سره په کروندو ، باغونو او سنګرونو کې یوځای کار کوي او برخه اخلي . لاندې د یوڅو مشهورو او نومیالیو افغان مېرمنو نومونه د مثال په ډول یادولی شو:

    داکتره کبرا نورزی د عامې روغتیا لومړۍ وزیره له 1965 تر 1969 ،
    معصومه عصمتي وردګ د دوکتور نجیب الله په وخت کې د ښوونې اوروزنې وزیره
    ډګر جنرال دوکتورسهیلا صدیق په 1380 کال کې د ښاغلي حامد کرزي په وخت کې د عامې روغتیا وزیره وه او ډګرجنرالي رتبه تر لاسه کړه .
    سینه ساپۍ د ښځو چارو سرپرسته وزیره
    آرین یون په ولسي جرګې د خلکو وکیله
    شکریه بارکزۍ په ولسي جرګې کې د کابل پخوانۍ وکیله او په ناروي کې پخوانۍ افغان دیپلوماته
    ظریفه غفاري د میدان ښار ښارواله
    جنرال خاټول
    داکتره کبرا مظهري ،
    ملالۍ شینوارې
    انجنیر ذکیه وردګ په افغانستان کې د ښځینه انجینیرانو د لومړنۍ ټولنې مشره او مدني فعاله.

  2. شاهین افغان Reply

    حسینه ساپۍ د ښځو د چارو سرپرسته وزیره

  3. ع. شریف زادد Reply

    سلامونه
    زما په باوردسیاست قلمرو دهرې تولنې دمعیارونو ،اړیکو ، تعلیمی کچې ،اقتصادی بڼې او حتي موقعیت له لوړو او ژورو تیریړی.دنارینه وو هره پلمه او هرډول انحصا ر انسانی سلیقه او فردی غوښتنه ده نه سیاست .دګېډې قومنده ده چې مختلفې ټاپې لری او هر څوک خبل تور لګوی اوګواښ کوی.چې خسرو یی مثال دی هغه خبل خان ته فرمان روا وو.

    دین کې الله جل جلاله وایی : ای خلکو! تاسی مې له نر اوښځې څخه پیداکړی یاست داکلمه د فزیکی ،عقلی ،جسمی رنګ او نوم کرکه نه منی به بل خای کې د نفس واحد خبره یادوی . دلته به علمی لحاظ ډیر ژور یووالی شته چې بله تیوری یې نشی جلا کولی .
    خو بې له عفته تش به نوم ازادی او دخپلواکی له مانا او مفهوم بې خبرې څېرې لکه شکریه بارکزی ،سیماسمر ، دپارلمان کوفی او ځینې معلوم الحالی جاسوسی افه ګانی چې دهرچا به کارکې دښخو دحقوقو په نوم لګیادی داهم دسیاست سره اړیکی نه لری او ټکرکې واقع کیږی

    د ښځې شخصیت ،عفت ،او اهمیت په اسلام کې لویه کلاده دهر دین او ایین څخه څرګند ، محترم او لوړ دی بهترین سیاست دی داچې موږ په دې برخه کافی معلومات نلرو بیا داسلام ،حیا او اخلاقو ګناه نه ده تور لګول اسانه کار دی داجعلی او بې فرهنګه برنامې چې دتلوېژن لخوا ښودل کیږی له بده مرغه بردی پاله دی ددانش او بینش سره ملګرې نه دی
    مبارزه ستاسې حق دی هیڅوک یی د پټېدو مخه نشی نیولی البته اګاهانه اوعالمانه

  4. Afghan Reply

    که دوی طبقی خلک ښه شی ، ټول ملت ،امت او بشریت ښه کیدای شی او هغه امراء او علما دی. (مفهوم د حدیث شریف)
    علما به د انبیاء علیهم السلام د وارثانو په شان دین خلکو ته رسوی ،انحراف ته به ګوته نیسی او په حکمت سره به دعوت ورکوی ،موعظه حسنه ظرفیت به لری اود جدال طریقه به احسن وی ،مصلح او د ملت ،امت بشریت خیر او اصلاح لپاره فعال وی.
    آیا داسی وارثان شته؟ مرصوص صف لری که تحسبهم جمیعا و قلوبهم شتی.
    اوچی د لیوانو ویش کی غوښنه برخه ورکړی نو بیا لا ادری شی او کله هم مداحی کوی. دا شول عالمان ؟
    بله ډله حکام دی چی باید اهل او امانتدار وی او د ملت او امت امانات وساتلی شی ، نه دا چی د پلار ،پلار نه غل او خاین وی یا دا چی صرف د انګلیسی ترجمان او د خارجی تعلیم دوره یی د فرینډز سره تیره کړی وی او کله جاسوس او د خارجی غلو راه بلد او شعبه یی د ښځو د حقوق په نامه له فرینډز ډکه وی یا لکه ځینی د حقوق بشر مدعیانی(س – س) ګیست هوزونه وچلوی.
    هو! مقصد می دا دی چی دا مؤمن أمراء او علما د خپلی مور ،خور ….. حیثیت ساتنی مسؤلیت لری ، هغوی به غلط نه استعمالوی ،ترفیعات او پوزیشن به تابع د خواهشاتو نه وی ، معیار به اهلیت او تقوی وی نه ترجمانی او د فرینډز شرابی بهرنی دوره؛ چی بیا دی کی خیر لټول پیور حماقت او تباهی ده ، ګډوډ به نه ځو ، یا د اهلیت او تقوی لار یا د ترجمانی ، فرینډز او شرابو کنده.
    داسی نه لکه ځینی تلویزیونونه چی تلویزیون یی منحیث وسیله د فساد ګرځولی، ښکار کوی، بیا څه وژنی ،څه بهر ته استوی او څه هم دبل ارذلیت لپاره شړی او ژوند یی تباه کیږی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *