خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

ښاغلی ولسمشر! موږ نه غواړو تېر تاريخ تکرار شي

 عبدالوحيد وحيد 

د قطر بين الافغاني مذاکرات په ټپه ولاړ دي. مونږ ناهيلئ شوي يو. ښکيلې خواوې نه سولې ته د رسيدو وړتیا لري او نه هم اراده. ولس مو د جګړو په تنور کې سوځي، هره ورځ د لسګونو افغانانو وينه تويږي. هيواد مو د خپل تاريخ خورا حساسې شېبې تيروي. جنازې کوو، په وينو لړلي ځوانان قبرونو ته له ډيرو ارمانونو سره ښکته کوو او د فاتحو مراسم نيسو، خو نور هيڅ نشو کولاى. ځان بې وسه او بې کسه ګڼو. ملي يووالی مو ټکنى شوی دی. چا د پښتون تاجک او هزاره په نوم سره ويشلي يو او تاسو د ښځو او ځوانانو، قومونو او سمتونو  ترعنوان لاندي سره وپاشلو.  

د سياسي ګټو ترلاسه کولو لپاره د مقدساتو له نوم څخه ګټه پورته کول دومره عام شوي چې که څوک سياسي ناسته، مدني ټولنه، دوکان او يا نانوايي هم جوړوي، نو له نوم سره به يې سوله،  ملي، اسلامي او ولسي توري حتماً 

نښتې وي. دا خورا ګټورې سوژې دي چې هرڅوک ورڅخه استفاده کولاى شي، خلک ورباندې غولولاى شي. د دغو سپيڅلو ارزښتونو لپاره يوازې عام ولس  قرباني ورکوي، خو ښه رهبري نشته چې د عام ولس هڅې همغږي کړي او د توپان مخه ونیسي. 

کله کله په سياسي ناستو کې ګډون کوم.  له زياتو هيلو او توقعاتو سره ورشم. موخه مې داوي چې که زما خبره د دغه مظلوم ملت او کنډواله هيواد په نيکمرغي کې د يوې زرې برابر نقش هم ولري،  د ايمان او وجدان غوښتنې به پوره کړي او د هيواد د درانه قرض يوه وړوکي برخه پور به مې ادا کړئ وي. د غونډې  په سر کې ټول ګډونوال خپلې خبرې له سولې سره د عشق په يوه ايت حديث او يا هم حماسي شعر سره پيل او په يوه شعار يې پاى ته رسوي. مګر کله چې خبره د سولي لپاره د قرباني تر بريده ورسيږي نو ګډونوال هريو د باعزته سولې، تل پاتي سولې، ټول شموله سولې، لاسته راوړنو، د بيان ازادي، د ښځو حقونو، جمهوريت او د ديموکراسي د خونديتوب تر عنوان لاندې په غير مستقيم ډول د خپل ځان لپاره د امتیازاتو په غوښتنو باندي راڅرخوي. 

ملت يقيناً ولسواک نظام غواړي، خو ولسمشر ته يوازې ځان جمهوريت او نظام ښکاري. په خبره او ژمنو ولاړ، دين او هيواد ته د ژمن ولسمشر په دندو کې د پاتې راتلو له امله يې ولسواکي هم د بدنامي تر کچې ورسوله. له واک څخه د دفاع په لار کې دهر ډول ننګونې په وړاندې مقابلې ته تيار ناست ده، حتى که هيواد له بحران سره هم مخ کيږي. ولسمشر غني  ځان د جمهوريت جزلاينفک ګڼي. که څوک د جمهوريت پلوي کوي نو غني وايي چې زه د جمهوريت برخه او ښه ممثل يم. 

 د يوه ورور په صفت مې ورته مشوره داده چې هڅه وکړي د ډاکټر نجیب هغه غلطيانې تکرار نکړي چې په حکومت او ګوند کې د ننه له سختو مخالفتونو سره مخ شو حکومت يې نسکور شو او د تيښتې لار هم ورته بنده کړاى شوه. مونږ قطعاً نه غواړو نظام نسکور شي. مونږ قطعاً نه غواړو ولسمشر له هيواد څخه تېښتې ته اړشي. مونږ په موقت ډول د پخلاینې د پروسې د بشپړيدو، د جګړې د ختمولو په موخه د طالبانو په ګډون د ټولو افغانانو ترمنځ په يوه نوي جوړښت باندي هوکړه او له همدغې هوکړې څخه غيرمتزلزل نړيوال تعهد او ملاتړ غواړو. 

غازى امان الله خان او داود خان  واقعاً وطندوست مشران وه، خو د غني وطندوستي باندي بې باوره يو. امان الله خان له ټولو مثبتو اړخونو او د وطندوستي له احساس سره سره د له غرب سره د خپلې ټولنې د عقيدوي او ټولنيز توپیر له درک کولو پرته احساساتي ګام پورته کړ. داودخان له شوروى سره دښمني په ډاګه کړه، له هر ډول مقدماتي تدابيرو نيولو پرته يې د شوروي لاسپوڅي او د خپل لستوڼي ماران محبس ته وليږل او د شيطانانو مشر حفيظ الله امين يې ازاد پريښوده.

مونږ تاريخ لولو خو د غني له خبرو داسې معلوميږي چې نوموړئ تاریخ نه لولي. تفصیل ته نه ځم. له دواړو پورتنيو مشرانو سره ظلم وحشت او نا انصافي وشوه، خو هغوي هم سهوې او احساساتي کړنې درلودې. ولسمشر غني ته خورا درنښت وايو چې تاسو داسې غلطي مه کوئ چې هغه تراژيدي تکرار شي. مونږ مو څارو چې  د مالي ادارې او اخلاقي فساد بنسټګر ستاسو په څنګ کې ناست دي او تاسو له مقدساتو او ملي دودونو سره لوبه کوئ. 

طالبان له امريکا سره له هوکړې وروسته ځانونه فاتحين ګڼي. ترانې غږوي، ارګ ته د ننوتلو تياريانې کوي. پښه يې 

په ځمکه نه لګيږي. هوايي روان دي. په جګړه او د امریکا په ژمنو حساب کوي خو جګړه قطعاً د حل لاره نه ده او امریکا سياسي مکاري کوي. اوس د کابل په نيولو باندي تر علم اليقين پورې باور لري، خو زه دغه ليدلورئ له عيني واقعيتونو او ځمکنيو شرایطو سره په ټکر کې او دافغانستان د ملي يووالي ځمکنئ بشپړتيا ټولنيزو پرمختګونو او نورو ملحوظاتو له امله خطرناک او د يوې تازه غميزې د پيل ګڼم. 

لوبه له لرې واټن څخه کنترول کيږي، د مختلفو لوبغاړو لخوا  له مختلفو زاويو  روانه ده. شعارونه جعلي او پردي دي، خو وينه زمونږ او اصلي ده. امريکا نيوټرل امپایر او افغانستان متاسفانه د لوبې ډګر ده. 

مشران مو د يا جګړو محصول او يا زمونږ هیواد ته له غرب او ګاونډيانو څخه را صادر شوي توکي دي. نه درک لري نه درد. خبرې د مقدساتو، ارزښتونو ديموکراسي ولسواکي او جمهوريت کوي خو موخه يې واک وي. نه د وخت د حساسيتونو محاسبه کوي او نه د ولس د چيغو د اوريدو اجازه لري. 

مونږ ولسونه هم برئ الذمه نه يو. د شرق او غرب د فتحه کولو خبره کوو خو هير مو شي چې زمونږ مفتوحين لاهم زبرځواکونه دي. اوس هم مونږ ته خيرات راکوي خو مونږ لاهم د ورور په ګريوان کې لاسونه اچولې. د ورور په وينه مو لاسونه سره دي، د ورور سر مو پرې کړئ او لاپې هم د زمرو وهو. د هر کوتک او بوتل ډول ته نڅيږو.   د يو څو څاربو، غوړو خبرو او يو څو ويديويي کليپونو په ليدلو ړوند تقليد کوو، قبله بدلوو او بيځايه قضاوتونه کوو. د قرأن کريم له ارشاداتو سره په خپله په خپل ځان او خپلې ټولنې د بدلون او سمون لپاره عملاً نه لاس په کار کيږو. خپله الهي دنده مو هيره کړي ده. يو له احمد بل له محمود څخه روا او ناروا دفاع کوو. دا ټولې بلاوې ووينو، نو نور مو هيڅ په توان کې نه وي يوازې چيغې مو پورته شي. 

د سولې تر عنوان لاندې د واک په سر ناندرئ روانې دي شعارونه جعلي، خو جګړه او وينه اصلي ده. امريکا د پخواني حليف حريف او د حريف حليف ده. کيداى شي د اوسني حريف سبا ته بيا حليف شي.  افغانستان د لوبې ډګر ده.

مشران مو د جګړو توليد او يا هم د پرديو لخوا د پرديو 

موخو او پرديو ګټو لپاره وارد شوي توکي دي. ځينې درک نه لري او ځينې درد نه لري. ځينې د وخت د حساسيت محاسبه نشي کولاى او ځينې د ولس د چيغو د اوريدو وړتیا نه لري. 

 دا ټولې بلاوې ووينو نو چې نور مو هيڅ په توان کې نه وي يوازې چيغې مو پورته شي. دا هم د دواړو خواو کرم ده چې چيغو ته مو پريږدي.

ټولو ذيدخله اړخونو څخه مو هيله او غوښتنه داده چې په تيرو څو لسيزو کې د واک د انحصار او ځانځاني شرمونکې پايلې مو وليدې. ولس تر هرنوم او هر عنوان لاندې اوسنئ جګړه د مشروع مبارزې په توګه نه مني. د دوحې په مذاکراتو کې بن بست ولس ناهيلئ کړئ ده. عمداً د مذاکراتو د لړئ اوږدوالي ته لاره هواريږي. مونږ او زمونږ هیواد د بن د غونډې په څير د بلې تپل شوې حل لارې د تحميلولو توان نه لري. متخاصمو ډلو ته فرصت ورکړل شو، خو متآسفانه هغوى د واک په سر له اختلاف څخه لاس نه اخلي. که څوک فکر کوي چې د حکمتيار په شان به طالبان هم د ولسمشر غني په مشرتوب کابل ته راشي او يا به طالبان کابل ونيسي او په افغانستان باندې 

به لکه د پخوا په شان حکومت کوي، نو څو څو ځله دې په دغه دريز باندي بيا غور وکړي. دغه کار ناشونئ ده. 

د اوسنيو شرايطو غوښتنه داده چې ټولې ذيدخله خواوې په يوه ګډه موقته اداره باندي د يوه داسې شخص تر مشرتابه لاندي هوکړه وکړي چې دين او هيواد ته ژمنتیا يې ترپوښتنې لاندي نه راځي. په کورنئ جګړه غصب او فساد کې په لاس لرلو متهم نه وي. د کوم بهرني هېواد لپاره په کار کولو تورن نه وي او په راتلونکي منتخب حکومت کې د هيڅ ډول امتیاز لپاره نوماند هم نه وي. 

په خورا درنښت، عبدالوحيد وحيد، کابل افغانستان

3 comments

  1. طاهر ثابت Reply

    ګواکی د سید جمال الدین افغانی لیکنه وایم. خیر یو سی چه د هر ویښ بااحساسه خبره مو په خيله خوله ویلی.

  2. وحيد Reply

    مننه ثابت صاحب محترمه

  3. شاهین افغان Reply

    ټالبان خو هسې هم په ګډ حکومت ، سولې او افغانیت عقیده نه لري . دوی یواځې د حمارت تر شعار لاندې خپل ولس له پنجابه قربانوي .
    دا موجوده اداره که څه هم ډېره ناکاره ،نا قانونه او بېواکه ده ،اما بیا هم له ټالبي حمارت اوحماقت نه بهتره ده . راځئ له موقت حکومت ، موقتې ادارې او د پنجاب له فرمایشونو نه تېر شو . دا خپل موجود نظام اصلاح ، وسیع او ملي ګټو ته ژمن وګرځوو.
    زما منظور له حمارت نه هغه ټالبي امارت دی چې دوی زمونږ هېواد د یوه ولایت په شان کوچنی ګڼي .

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *