خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

ژوند ته مو شفا ورکړئ| جنرال دولت وزیري

پر هغه کسانو چې له مخکې ځانونه ګران وي، کولای شي تر پایه له ځان سره مینه وکړي.

که یو ګلاب په نظر کې ونیسو، لا غوړیدلي نه وي، خو له اولې شیبې بیا تر تويیدو پورې ښکلی وي. تل مناسب او په بدلیدو وي.

موږ او تاسې هم همداسې یو. موږ هم تل مناسب، ښکلي او د بدلون په حال کې یو. خو څومره چې زیات پوهیږو په هغه اندازه کارونه هم متفاوت تر سره کوو.

که غواړو چې خپل کور په مکمله توګه پاک کړو، اړينه ده چې ټول هغه شیان چې ناکاره، خراب او د کار وړ نه وي له کوره ایسته واچوو. ځینې څیزونه چې د جوړولو او ترميم وړ وي، هغه به جوړوو او ترميموو. دلته څه شی چې ډیر اړین دی هغه دا چې موږ باید د کور پاکولو ته زړه تنګ نه کړو او په غوسه نه شو.

د خپل ذهن د کور پاکول هم همداسې دي. غوسه په کار نه ده، ځکه ځينې شيان د ایسته اچولو وړ وي. هیڅکله د سبا ورځې د تجربې له پاره د ذهن زړې کثافات دانې ته مه ورغورځوئ. که کوم څه مو په کار نه وي، پریږدئ چې په خپل کار پسې لاړ شي. ځکه داسې کوم قانون نشته چې څوک ووايي، تا دا عادت درلود باید د ژوند تر پایه در سره وي.

ځینې شیان چې موږ محدودوي له دې سر چینه اخلي چې خلک فکر کوي:

زه په کافي اندازه غوره نه دي،

په کوچنیوالي کې تل ورته ویل شوي وي چې ته احمق يې،

د ځان د ګرانښت کموالی،

د پلار د تاييد د تر لاسه کولو هڅې،

په دې باور چې چې ژوند خطرناک دی،

په دې فکر چې په کافي اندازه ښه نه یم، د خلکو څخه د ځان د منزوي کولو هڅې،

 

د خلاصون لارې:

که یو ماشوم په یوه کوټه کې یوازې واچوو او تل ورته ووایو چې بد يې، احمق يې او ټول کارونه دې سم نه دي، هیڅکله به زړور، هوښیار او د لوړ استعداد خاوند نه شي.

او که یوه کوچني ته ناز ورکړو، ورته ووایو څومره هوښیار يې، څومره ښکلی يې او پر ما څومره ګران يې او مینه در سره لرم. څومره قند او ځیرکه يې، که غلطي ور څخه کیږي د غوسې پر ځای له مینې کار واخیستل شي، کاملا به کوچنی هوښیار، زړور او د لوړ استعداد خاوند ستر شي.

بله لویه ستونزه د نورو ملامتول دي، له دې سره موږ کوښښ کوو چې له خپل ځواک څخه ګټه وانه خلو. ښه لاره داده چې د نورو د ملامتولو پر ځای له خپل ځواک او استعداد څخه ګټه پورته کړو.

موږ ماضي نه شو بدلولای، ښه دا ده چې تل د راتلونکي په فکر کې واوسو.

ځینې کسان د خپل ځان په هکله خپل پلار او مور ملامتوي، دا کار چا ته ګټه نه شي رسولای ځکه دوی نه پوهیږي چې پلار او مور يې په کومو شرایطو کې لوی شوي دي. دوی باید له ناوړه سوچونو ځان وژغوري او تر څو چې هغوی ونه بخښي، خپل ځان هم نه شي بخښلی.

ځیني وخت ستونزې له دې هم را پیدا کیږي،

کله چې کوچنیان یو، مشران ورونه او خویندې را ته د پیر په شان ښکاري،

دوی که خوا بدي وي غوسه پر موږ سړوي،

دوی به وايي ته یو ماشوم يې دا کارونه د غټانو دي،

ته احمق يې زموږ په خبرو کې را لوېږي،

په دې توګه ګاونډيان، ښوونکي او نور په موږ تاثیر لري.

د خلاصون لاره یوه ده او هغه له همدي محدوديتونو څخه خلاصون دی.

موږ باید تل په دې عقیده وو او ووایو:

ما د خپل ځان د ازادۍ هوډ کړی،

زما په نړۍ کې هر څه غوره دي.

همدغه ده چې موږ به د ذهن کور له زړو او ناکاره شیانو او هغه څیزونو مکمل پاکوو چې د ترمیم وړ نه وي.

پر دې باید عقیده ولرو چې تیر وخت ته تغیر نه شو ورکولای باید د راتلونکي په فکر کې اوسو. مننه

د ښاغلي صالح محمد صالح ژباړه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *