خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

ژبه ولې، څنګه او څۀ ډول مري؟ |ژباړن: سيلانی

ليکوالان: یحیی مدرسی او حسین بشیر نژاد
درنو لوستونکو! دا چي دا څېړنيزه ليکنه ډېره اوږده(۴۰ ) مخه ده. نو ستاسو د ستړيا او قيمتي وخت پۀ نظر کې نيولو سره مې نوموړې ليکنه پۀ څو برخو ووېشله، تر څو یاده لیکنه پۀ ډېرې حوصله مندۍ، خوند، آرآمه او انتقادي فکر ولولئ.
لنډيز
نن ورځ د ژبې ټولنپېژندونکي پۀ دې باور دي چې ژبې هم د نورو ژونديو ژويو پۀ شان يو ژوندی ژوی دی، چې د ژوند يو تدریجي دوران، لکه: پېدايښت، ماشومتوب، بلوغيت او د زوال مرحله تېروي. لۀ بله اړخه ننی عصر د پراخو بدلونونو، پرمختګونو او تکنالوژۍ عصر دی، چې دا بدلونونه د ټولنې پۀ تکنالوژۍ،مادي فرهنګ، اکوسیستم او حتا زموږ پۀاخلاقي ارزښتونو کې د مشاهدې وړ دي. د يادو بدلونونو يو څرګنده ځانګړنه هغه ژبې دي چې نور، څوک پرې خبرې نۀ کوي. دا پديده د ژبې مړينه او هغه لاملونه دي چې يادې موضوع ته لمن وهي. نوموړي موضوعات د همدې مقالې سکالو ده.
د ژبې بدلون او لۀ منځه تلل د ژبې د مړينې معادل اصطلاحات دي. اچسون ( ۱۹۹۵: ۱۹۷ او ۱۹۸ ) د ژبې لۀ « ځان وژنې » او د « د ژبې له وژلو » خبرې کوي او وايي چې ياد اصطلاحات د ژبې د مړينې دوه ډولونه دي. ژبپوهان ژبو ته د ګواښونو او زیانونو د رسېدو مراحل او ډلبندۍ ترسره کوي يا پۀ بله وينا د هغو مراحلو ډلبندي کوي چې يوه ژبه د خطر په کومه مرحله کې ژوند کوي. کۀ نور يې هم ساده کړم هغه داچې ژبې د ګواښونو پر وړاندې ډلبندي کوي. لۀ دې ډلې څخه يو هم د ګرایمز ( ۸:۲۰۰۲) ډلبندي ده:
1. هغه ژبې چې خورا ډېرو ګواښونو سره مخامخ دي.
2. هغه ژبې چې ډېرو ګواښونو سره مخامخ دي.
3. هغه ژبې چې ګواښونو سره مخامخ دي.
4. هغه ژبې چې مخ پر زوال دي.
5. هغه ژبې چې ثابې او تلپاتې دي، مګر لۀ ګواښونو سره مخ دي.
6. روغې يا سالمې ژبې
د ژبې ساتنه او پالنه د ژبې د مړينې پر وړاندې يو اړين خوځښت دی. دا هغه واقعيت دی چې يوه ژبنيزه ټولنه پۀ دې پرېکړه وکړي، چې خپله بومي ژپه پالي او کاروي يې، ترڅو لۀ مړينې او ورکېدو څخه وژغورل شي. پرته لۀ شکه ډېر لاملونه شته چې د ژبې پۀ بدلون کې بنسټيز رول لري، خو د فسولد ( ۲۷۲:۱۹۸۷) پۀ آند دوه ګونې ژبې يا د دوو ژبو کارونه د ژبې دبدلون يو بنسټيز شرط دی، کۀ څۀ هم کافي نۀ وي.
فسولد( ۲۱۷:۱۹۸۷) مهاجرت، ښاري ژوند، صنعتي کېدل، زده کړيزه ژبه او د ژبې ټولنيز باور هغه اړين لاملونه يادوي چې د ژبې پۀ بدلون او ساتنه کې بنسټیز رول لري. ګرایمز: ( ۲۰۰۲: ۲او ۳ ) دوه ځانګړي لاملونه پۀ پورتنيو لاملونو ور زیاتوي، لومړی: د ژبې ملي سیاست دويم: طبيعي آفتونه. دورین( ۵:۱۹۹۹) وايي: د ختيځې اروپا د صنعتي عصر پيل کې د ملي ګرايانه احساساتو لوړېدل تر ډېره بريده د وړو ژبو يا د وړو اقليتونو د ژبو پۀ لۀ منځه وړلو کې رغنده رول درلود. هغه پۀ دې باور دی، چې يادو وګړو د بومي ژبو ويونکو يا کليوالي ويونکو فکري دريځ د خپلې مورنۍ ژبې پۀهکله تغیر کړی دی، کۀ داسې نۀ وي نو ديوې ژبې لۀ منځه وړل ناشونې کار دی.
د ژبې بدلون پرته د ويونکو لۀ فکري بدلون څخه ناشونې ده. ټولنيز، فرهنګي، اقتصادي او سياسي لاملونه د د کم ارزښته ژبو پر وړاندې منفي افکار تقويه کوي، چې دا مسأله د معتبرو ژبو د زده کړې لۀ پاره لاره هواره وي. د يادو لاملونو پايله د وړو اقلیتونو د سنتي ژبې مړينه ده.
لومړۍ برخه

1 comment

  1. ستومان Reply

    مننه چې زحمت مو ایستلی.

    دا لاندي ښاغلي، څوک او د کومځای دي.؟؟

    ((اچسون ( ۱۹۹۵: ۱۹۷ او ۱۹۸ ) د ژبې لۀ « ځان وژنې » او د « د ژبې له وژلو » خبرې کوي))
    ((د ګرایمز ( ۸:۲۰۰۲) ډلبندي ده:))

    (( د فسولد ( ۲۷۲:۱۹۸۷) پۀ آند ))

    ((فسولد( ۲۱۷:۱۹۸۷) مهاجرت، ښاري ژوند، صنعتي کېدل))

    ((ګرایمز: ( ۲۰۰۲: ۲او ۳ ) دوه ځانګړي لاملونه پۀ پورتنيو لاملونو ور زیاتوي))

    ((دورین( ۵:۱۹۹۹) وايي:))

    یو عادي لوستونکی څرنګ پوه شي؟

    که لیکوال ځان ته زحمت ور کړي او د شناخت په تړاو یې په نیمه جمله کې یاد ونه کړي، ممکن په لیکنه د پوهاوي کچه او د معلوماتو کڅ به لوړ شي.
    ـــــــــــــــــــــــ

    ((5. هغه ژبې چې ثابې او تلپاتې دي))

    ثابې څه معنی؟

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *