خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

ډاکومینټ/ پوهندوی آصف بهاند  

                                                              ۰۱،۰۷،۲۰۱۴

شاو خوا څلویښت کاله پخوا به په افغانستان کې چا دومره د داکومنت یا اسنادو پوښتنه نه کوله. دومره یې څوک په فکر کې نه وو او نه یې پیژندل. د چا له چا سره کار نه و، ټولو خلکو په متقابل احترام سره خپل آرام ژوند کاوه.

په نړۍ اوسیمه کې د ځینو بدلونونو او حرکتونو په وجه زموږ په هیواد کې هم رنګارنګ بادونه را ولګیدل. په لومړي سر کې رنګه بادونه اوبیا تور او سپین بادونه را والوتل، ستونزې او بد بینۍ، شخړې او جنګونه پیل شول؛ بیا چې کله پر خلکو باندې دایره تنګه شوه، څوک د ګور د تورو تیارو میلمانه شول او نورو چې په هر لوري توان و، روان شول، تګ راتګ او  مهاجرتونو ته یې مخه کړه، پردیو مېنو او دیرو ته یې د پناه په هیله ور روان شول او …

زما يې دقیق وخت اوس هیر دي ، خو د۱۳۵۹ کال په وروستیو کې دوخت حکومت عسکرۍ ته د خلکو د لیږلو په موخه د لومړي ځل له پاره په کابل ښار کې داکومنت بازي راپیل کړه چې عامو خلکو به د «عسکر ګیرک» په نامه یادوله. په دې ډول د اسنادو پوښتنه د یوې نوې پدیدې په ډول نا څا په مخ را څرګند کړ.

مسلح عسکر او صاحب منصب به د ښار په کوڅو او واټونو کې ولاړ وو او د داکومنت یا اسنادو پوښتنه به یې کوله. داسې هم وشول چې خلکو به د اسنادو دهیریدو او په عذابیدو په وجه، شته اسناد په پلاستکي پو ښونو کې اچولي وو اوبیا به یې په غاړو کې ګرځول.

د وخت په تیریدو سره د داکومنت کیسه بیا د افغانستان نورو ښارونو ته هم پسې وغځیده. هرې خوا ته به چې تلې، داکومنت بازي وه، د اسنادو پوښتنه او …

کله چې په وطن کې را الوتلو بادونو رنګ بدل کړ او نور یې هم پسې زور واخست، ډیری هیواد والو د تللو «لارورکو لارویانو» پل پسې واخست، چا یوه آدرس ته درسیدو تکل وکړ او څوک بیا په ورکو لارو سر شول او په بې آدرسه لوري یې یوازې ددې له پاره مخه کړه چې له تندو بادونو او د جګړې له سو ځنده اورونو نه ځان او کورنۍ خلاصه کړي.

د باندې له وطن نه د داکومنت مسآله نوره هم مهمه او زوروره وه. د هر هیواد حریم ته به دې چې پښه کیښوده، لومړنۍ پو ښتنه به د داکومنت وه، سمدلاسه به د اسنادو  پو ښتنه او غوښتنه کیده.

زموږ هیواد وال چې هر هیواد ته تللي، د اسنادو په خاطر له ستونزو سره لاس ګریوان شوي دي. دا چې په کوم هیواد کې څومره، په کومه بڼه، په څه ډول او ولې کړول شوي دي، هر ځای او هر وطن او لا ښايي چې زموږ ډیری هیواد وال هر یو ځان ته جلا ستنونزې او جلا کیسې ولري.

زه یې دلته یوازې یوه لنډکۍ کیسه چې د طنز په ژبه پیاوړي لیکوال فاروق عطايي د «داکومنت» تر سرلیک لاندې لیکلې ده پښتو ته را ژباړم.

دا طنز د لومړي ځل له پاره نوښتګر ژورنالست فاروق فردا په خپل اخبار(نوید) اوله نوید سره یوې تړلې نشریې(شیرآغا) کې خپور کړ. له مسکو نه خپریدونکې «شیرآغا» نومې مجله د فاروق فردا د نوید اخبار دضمیمې په ډول د۱۹۹۷ م کال په سپتمبر کې خپریدل پیل کړل. زما د مالوماتو له مخې یې یوازې یوه ګڼه خپره شوه چې اوس هم زما په شخصي آرشیف کې خوندي ده. وروسته له هغه نه یې ما کومه بله ګڼه و نه  لیدله.

په «داکومنت» نومي طنز کې په ډیر هنرمندانه ډول دا ښودل شوي دي چې په پردي وطن کې زموږ په بې اسنادو هیواد والو څه تیر شوي دي، چې ډیره سلنه یې زموږ د آواره زوریدلو هیواد والو د ترخه ژوند عیني برخه جوړووله. دا هم داکومنت:

 ۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰

                                          ډاکومنت

لیکوال:فاروق عطايي

ژباړن: آصف بهاند

منبع:شیرآغا(په ماسکوکې میاشتنۍ سیاسي، اجتماعي، انتقادي او… مجله)، د۱۹۹۷کال سپتمبر لومړۍ ګڼه،لومړی کال،لسم او یولسم مخونه.

«کاکا شیرو هم اوریدلي ووچې علي آباد ښاردی.لیدل یې چې خلک دروسیې په لوري روان دي.دی هم څو ځلې په پاکستان کې دروسیې سفارت ته ورغی، تر څو یې ویزه تر لاسه کړه او له خپلې میرمن پري ګل سره مسکو ته راغی.

هر څومره چې دوستانو منع کړ او ورته وې ویل چې په روسیه کې داکومنت نه درلودل لویه ستونزه ده، خو کاکا شیرو د ښاریانو په منځ کې ځان د عقل ګوډی ګاڼه، ځان یې نه پوه کاوه چې داکومنت یعنې څه او ځان سره یې دا انګیرل چې داکومنت هره بلا چې وي، سړی کولای شي هغه په پیسو واخلي.

همدا چې کاکا شیرو په ماسکو کې د ګمرک تشریفاتي مراسم پر ځای کړل، لا د هوایي ډګر په سیمه کې و چې له سلام او احترام نه وروسته پولیس داکومنت ورنه وغوښتل. کاکا شیرمحمد فکر وکړ چې دا پنډ سړی د احترام په وړاندې کولو سره د ده هرکلی کوي. خپل بکسونه یې په مځکه کیښودل، په غیږو يې د ستړي مه شي په ترڅ کې څو ځلې ښکل کړ. پولیس چې څو ځلې داکومنت  یاد کړل، کاکا شیرمحمد ورته وویل:

جان کاکا!

کوردې ودان چې په هوايي ډګر کې ما ته د هرکلي له پاره راغلی یې. زه ژمنه کوم چې له هیڅ چا نه به داکومنت وانخلم، که یې اخلم یوازې له تا نه به یې اخلم. زموږ یو څو روپۍ همدا اوس د پري ګل تر ملا تړلې دي، دا به ښه نه وي چې تور سرې خپله لمن دلته جګه کړي، خدای مه کړه د کوم نا محرم سترګې پرې و نه لګیږي. ته سبا همدلته اوسه، زه راځم او له تا نه داکومنت اخلم… مرداره قول اس… یوازې یې له تا اخلم…

پولیس پوه شو چې له دې نه څه نه تر لاسه کیږي، نو خپله مخه یې ونیوله. څو شیبې وروسته کاکا شیرمحمد خپل وراره ولید چې له وره نه د باندې ده ته سترګې په لارې دی. له ستړي مه شي نه وروسته په ټکسي کې کیناستل، په ل��ره کې یې غورې کولې چې د داکومنت خبره یاده شوه. کاکا شیر محمد غاړې تازه کړي او لکه عقل کل یې وویل:

ګوره زویه!

په اوغانستان او پاکستان کې هم خلکو ویل چې داکومنت د مهاجرینو اصلي ستونزه ده. همدا چې کاکا دې را ورسید، په هوايي ډګر کې يې داکومنت والا پیدا کړ، افسرمه وایه، د شرافت ټوټه وه. مور دې کینې همداسې پولیس دې وزیږوي…

سبا ته چې کوم داکومنت غواړم، له هغه نه یې اخلم… سودايې مه کوه.

د کاکا شیرمحمد وراره موسکی شو نور یې څه ونه ویل. وروسته له څو شیبو د خبرو په ترڅ کې بیا د داکومنت خبره یاده شوه. دا ځل نور د کاکا حوصله تنګه شوه، وې ویل:

جان کاکا!

که رښتیا راباندې وايي زه تر اوسه د داکومنت په مانا هم نه پوهیږم. ته ووایه دا څه بلا شی دی… زما سر خو یې را ډډ کړ…

کاکا جانه!

داکومنت مانا سند، یعنې پاسپورت او ویزه…

ـ زویکه!

دا خو کومه ستونزه نه ده، د هر هیواد پولیس دنده لري چې بهرنیانو ته اسناد برابرکړي او که څوک غیر قانوني استوګنه ولري، هغه دې د خپل هیواد سفارت ته وسپاري او خپل هیواد ته دې ولیږي. زموږ هیواد کې چې جګړه ده، موږ ته دې مؤقته اقامه راکړي. له خیره سره چې سوله وشوه خپل هیواد ته ستنیږو،زموږ یې په پردي وطن څه…

دوه ورځې وروسته چې د کاکا دمه جوړه شوه، ښارته د تګ هوس یې په سر کې پیدا شو. خپل وراره سره رینک (بازار) ته ولاړ. وراره یې چیرته تشناب ته تللی و، چې پولیس راغلل او کاکا شیرمحمد یې د داکومنت د نشتوالي په وجه د پولیسوماموریت ته بوته. وراره د تره په لټه پسې ولاړ، څو ساعته وروسته چې راغلل، هرڅه یې لوټ شوي وو.

کاکا شیرمحمد پریکړه وکړه چې نور به له کوره نه وزي. یودوه ورځې په کورکې و، چې بله ورځ نا څاپه د کور د دروازې زنګ وشرنګیده. د دروازې په دوربین کې یې ولیدل چې د باندې پولیس ولاړ دي. ور یې پرانست، پولیس بیا هم داکومنت غوښتل. دوی چې څو روپۍ درلودې، هغه یې په جرمانه کې ورکړې.

څو شیبې وروسته بل پولیس راغی او بیا ورپسې بل پولیس. کاکا چې ډیر تنګ شو، وطن ته د تګ خیال ورته پیدا شو. هرې درګاه ته یې چې سر ښکاره کړ، چا دوتلو ویزه ورنه کړه. ورته ویل کیدل چې په ویزه دې ډیر وخت تیر دی، ځکه د وتلو ویزه نه درکول کیږي. که يې ویل چې اقامه راکړئ، هم یې نه ورکوله. کاکا د ژباړن په مرسته هر چا ته چې خپله ستونزه ویله، هماغه یو ځواب به یې اوریده:

دا ستا خپله ستونزه ده په موږ پورې اړه نه لري.

له کاکا شیرمحمد نه بله لار ورکه شوه، هوډ یې وکړ چې نور به چا ته دروازه نه خلاصوي. یو دوه ورځې دې کار مرسته ورسره وکړه، په دریم واریې ونیو او د پولیسو ماموریت ته یې بوته اوښه په مړه خیټه یې وواهه. دا ځل یې له مؤظفینوسره د\نه همکارۍ په وجه یوه اوني په بند کې تیره کړه.

کاکا له ځان سره وپتیله چې په کورکې پټ شي. کله چې بیا پولیس راغلل، دی په المارۍ کې پټ شو. پولیس ټول کور ولټاوه، په پای کې یې کاکا په المارۍ کې پیدا کړ. د المارۍ د دروازې په خلاصولو سره پولیس له وارخطايئ نه چغې کړې، بیا یې د پولیسو ماموریت ته بوته. دا وار ته یې د مؤظفینو د ډارولو په تور یوه اونۍ د اوسپنیزو میلو تر شا تیره کړه.

د ژوند د شرایطو د بد والي او سړه هوا په وجه کاکا ناروغه شو او په یوه سړه شپه کې یې مرګ ته ښه راغلاست وویل.

ټولو ظاهراً انګیرله چې د داکومنت مسآ له حل شوه، په داسې حال کې چې د داکومنت قصه اوس نوې پیل شوه. د کاکا میرمن او وراره د ګورکیندونکي په لټه کې شول، خو هغه ورته وویل:

تر څو چې دا مړی داکومنت ونه لري، موږ یې نه شو خښولای. کاکا باید له حقوقي او طبي پلوه مړ وي. د کاکا میرمن او وراره په ډیرو جنجالونو ډاکتر دې ته اړکړ چې مړی وګوري. ډاکتر داکومنت غوښتل. څنګه چې کاکا داکومنت نه درلودل، مرګ یې د تصدیق وړ نه و. همدا ډول بل ډاکتر او…

آخر د کاکا د ښځې حوصله پای ته ورسیده او یوه ډاکتر ته یې وویل:

ـ دا زما میړه مړ دی که ژوندی؟

ډاکتر ځواب ورکړ:

هغه په واقعیت کې مړ دی، خو د داکومنت له مخې نه شم ویلای چې هغه مړ دی، ځکه چې ماسره په روغتون کې نه دی مړ؛ خو له ډیر ټینګار نه وروسته ډاکتر حاضر شو چې د هغه مرګ تصدیق کړي.

اوس حقوقي هیآت نه حاضریږي چې ووایي چې کاکا شیر مړ دی. هغوی استدلال کاوه چې کاکا شیر پرته له داکومنت نه مړدی او د کاکا شیر دا عمل د سزا وړ دی.

په دې منځ کې د کاکا شیر میرمنې چې هر ځلې وخت پیدا کاوه د خپل میړه مخ یې لوڅاوه او لیدل یې چې میړه یې له خندا ډکه خوله داسې پروت دی لکه چې په داکومنت او داکومنت بازۍ پورې خاندي.

خلاصه وروسته له یوې اونۍ کاکا بریالی شو چې مړثابت او خاورو ته وسپارل شي.

څو شپې مخکې پري ګل خپل میړه په خوب ولید. هغه یې وپوښته چې هلته څه حال لرې؟

کاکا په ډیرې خواشینۍ وویل:

پري ګل جانې ډیر بد حال لرم. ټول مړي یو بل سره مرکه کوي او خپلو منځو کې غږیږي، ما ته هیڅ ارزښت نه راکوي، ځکه چې زه بې داکومنته مړی یم.»

                                                                     پای

خپله تبصره ولیکئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

اعلان