خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

چنده | لیکوال: ګل رحمن رحماني 

   موټر د سړک پر سر د پرې شوي ټایر اوږدې غځېدلې ټوټې ته ناڅاپي برېک ونیوه، شور یې وکړ، په شاتني سېټ کې ناست کس ټکان وخوړ، سترګې یې وغړولې او موټر چلوونکي ته یې وکتل

    نه مې درته ویل چې عینکې دې لرې کړه، ورسره نا اشنا یې او سمه لاره نه وینې…

  موټر چلونکي لا خبرو ته ځان جوړاوه چې یو وچ کلک نری ځوان له پلاستیکي ټوکرۍ او لاسي لاوډسپیکر سره موټر ته را وړاندې شو او په لوړ غږ کې یې د موټر چلوونکي عذر او سپیناوی ورک شو

   د خدای کور جوړېږي، چنده وکړئ ایماندارو، صدقه رد بلا ده، سفر مو بې خطره شه…

   چلونکي ښېښه پورته کوله چې شاته ناست کس ورباندې غږ کړ

 مه یې کوه زویه، موټر څنګ ته کړه، خبرې ورسره کوم

 چلونکي په اعتراض وویل 

 -څه یې کوې حاجي صاحب! دوی هماغه خلک دي، یو کال وړاندې مو چې د زکات پیسې چنده کې ورکړې وې، خو جومات او مدرسه لکه چې لا هم نه دي اباد شوي.

  -ته څنګ ته شه، خو زه هم د همدې لپاره ورسره خبرې کوم.

     موټر څنګ ته ودرېد، له شاتني سېټ نه ټیټ قدی چاغ سړی را ښکته شو، په سپینو جامو او ورین تندي یې د مازدیګر تود باد ولګېده، مبایل یې جیب ته کړ، د وجود شخصي یې ویستله.

   په لوړ غږ نعتونه چالان وو،  چندې واله یې مخې ته راغی، ټوکرۍ یې ورته ونیوله او بیا یې همغه خبرې پیل کړې:  

   حاجي صاحب د خدای په نامه، د خدای کور جوړېږي، صدقه ورکړئ، خدای به یې عوض څو چنده درکړي.

  حاجي صاحب یې وچ کلک مړوند ټینګ کړ، له سړک وړاندې د توت تر سیوري لاندې په کټ  د دوو ناستو کسانو خواته ور روان شو، سلام یې وکړ او په لاس له معمولي ستړي مه شي وروسته د کټ پر څنډه له کېناستو سره یې له هغوی دواړو وپوښتل

 زه مو وپېژندلم؟

  ناستو د پاخه عمر لرونکو کلیوالو یوه او بل ته وکتل او یوه نسبتا مشر یې په ټیټ غږ وویل

الله دې خیر راپېښ کړي وروره، خیر دی سره وبه پېژنو، زموږ ذهنونه پر ځای نه دی، کله به مو لیدلي وي.

-د جومات کارونه څومره مخته ته تللي؟

  – لا مو کار نه شروع کړی، څه شی لاس کې نه لرو، د الله دوستان همداسې تېرېږي، څه کمک ممک نشته، یو څه به ورته جمعه کړو بیا به کار کوو.

-یاني هېڅ کار نه دی شوی؟

– مه یې بوله، یوازې د بنسټ ډبره یې اېښودل شوې، نقشه لویه ده، مدرسه هم پام کې لرو، نوی شی جوړوو چې هېڅ کلي کې نه وي.

-تېر کال درسره یو چا لس لکه مرسته کړې وه، هغه چېرته ولګول شوه؟

    ناست سړي په کټ کې ځان راتاو کړ او راغلي کس ته یې وکتل

-هو، هو خو ملک صاحب وايي چې همدومره نورو ته اړتیا ده، کار باید پوخ او اساسي وشي.

-یاني هغه پیسې نه دي لګول شوې، خوندي به وي؟

-حتمی به خوندي وي، ډېر نه یو ترې خبر، زموږ کلی خو ماشاءالله ښه متدین سپین ږیري او مشران لري.

– که یو بل څوک پیدا شي چې د جومات لګښت ورکړي، نو کار یې څومره وخت نیسي.

-خدای پوهېږي، موږ ورته بیړه نه کوو.

– تر کلي مو څومره لاره ده؟

-د موټر شل دقیقې

حاجي صاحب غلی و او بیا یې ورته وویل

-سمه ده، زه همغه کس یم چې تېرکال مې د جومات جوړونې لپاره لس لکه افغانۍ چنده درکړې وه او د جومات لپاره یې بسنه کوله، ملک صاحب ما پېژني، حاجي بهرام خان نومېږم، ستاسې خورین راځم، زه بیا هم حاضر یم چې لس لکه پیسې درکړم، سبا لس بجې کلي ته له پیسو سره درځم، د کلي مشران راټول کړئ، غواړم د هغوی مخکې یې درته پیسې وسپارم.

   د ولاړو کسانو خولې وازې پاتې شوې، یو بل ته یې په حیرانۍ وکتل، حاجي صاحب ترې را اوچت شو، خو تندی یې تریو او له خولو ډک و.

+++

    سبا ته کلیوالو د یو چا انتظار کاوه، نږدې لس نیمې بجې وي چې د  حاجي صاحب موټر کلي ته را وګرځېده او  له څلورو نورو هډه ورو کسانو سره د ملک صاحب له کلا سره را ښکته شو، ملک او نږدې ملګري یې هر کلي ته ولاړ وو، نورو کلیوالو د خټین او زاړه جومات په برنډه خبرې کولې. 

   وړاندې په دښته کې د لوی جومات د تهداب نامنظمې او لویدلې ډبرې او خښتې ښکارېدې، حاجي صاحب د کلیوالو په بدرګه د ملک مجللې حجرې ته ننوت، دسترخوان تیار غوړول شوی و، د ناستو مشرانو په تندیو وېره او مصنوعي موسکا خوره وه.

  حاجي صاحب ډډه ولګوله او ملک ته یې وکتل

  ملک صاحب! یوه اوونۍ کېږي له بهره راستون شوی وم، زما تمه وه چې دمه به ستاسې نوي جومات کې کوم، خو پرون ځوانانو ویل چې لا هم څه کار نه دی شوی او پیسې کمې دي، ما ویل خیر دی زه خو شته یم، پلاستیکي کڅوړې ته یې لاس کړ، اول خو دا درسره واخلئ چې زړه مو ډاډمن شي، پوره لس لکه دي.

 ملک په مخکې پرتو نوو بنډلونو او بیا خپلو نږدې کلیوالو مشرانو ته وکتل، په سترګو کې یې وېره او رڼا خوره شوه، لاس یې په سینه کېښود او د ملک لور ته خم شو.

  یره حاجي صاحب! نه پوهېږم چې په کومو کلمو مو وستایم، ته تېر ځل هم د پرښتې په څېر زموږ لاسنیوي ته راغلې او دا ځل هم، بیخي دي په خپل احسان د ټول عمر لپاره واخیستو او په دې کې به د کلیوالو هېڅ اعتراض نه وي چې موږ دا مسجد له ابادۍ وروسته ستا په نوم کړو او هم به…

 حاجي صاحب یې خبره ور پرې کړه 

   نه دې ته هېڅ اړتیا نشته، زما اندېښنه وه چې ولې لا هم نه دی جوړ شوی او په دې پیسو به وشي کنه؟ 

  د حاجي صاحب بل ملګری په خبرو کې ور ولوېد

    یوازې زموږ د حاجي صاحب دا دوه میلیونه چنده خو به نه وي، د چندې پروګرام خو له څلور پینځو کلونو راهیسې روان دی، اوس ګوندې دومره شوې وي چې د خدای کور پرې اباد شي.

   ملک د خپلې شمله په څنډه خولې وچې کړې او بیا یې حاجي صاحب ته وکتل

-هو که خدای کول، ستاسې غوندې خدای دوستو مسلمانانو په کمک به راتلونکی دا کال جومات اباد وي، موږ ویل هر څه به یو ځلي وکړو.

    د پیالو کړنګ او ګړونک شو، دسترخوان وغوړېده، خو حاجي صاحب د ملک په رنګ او لړزانده لاسونو کې سترګې ګنډلې وې، بیا یې څو ولاړو ځوانانو ته وکتل او په خبرو شو.

 ملک صاحب محترمه! کمک مې باید کړی وی، زما نیا د همدې قریې وه، ستاسې خورین حسابېږم، خو ژوند او کاروبار مې خارج کې شو، د خیر ښګېڼې کارونه پاتې وو، ما ویل ګوندې په خپله ناڅيره مرسته مو حق ادا کړم، تېر کار مې دوه درې نور دارالحفاظونو هم اباد کړل، یوازې مې نه پرېږدم، خو اوس یو بل پلان هم لرم.

 ملک هیله من شو، ډډه یې ووهله او ویې پوښتل

-څه پلان؟

بت | ګل رحمن رحماني

-بهر ته په ځانګړي ډول اروپا ته مې د وزګارو ځوانانو د استولو کار پیل کړی، في نفر تر یو لک افغانیو پورې هر څه خلاصوم، ویزه استول او په کار کول ټول زموږ په شرکت دي، دا ځل شاوخوا سل ځوانان برابروم، که ستاسې کلي کې هم څوک علاقمند وي، نو تیار راغلی یم، نومونه یې راکړئ، خو پیسې باید نغدې وي چې یوه اوونۍ کې ورته کارونه جوړوم او استوم یې.

 ملک ته نږدې کس په بیړه  وپوښتل

-یوازې یو لک؟

-هو، یوازې یو لک افغانۍ، اصلې تذکرې ته اړتیا ده، څوک که خپل زامن استوي، همدا اوس کار پیل کړئ چې سبا ته له خیره کابل ته ځم او د ځوانانو لېست سپارم.

   د ملک صاحب مېلمستون کې شور جوړ شو، ګڼ ځوانان او سپین ږیري ووتل، یو ساعت وروسته د ملک صاحب د ملګرو مخکې پینځه ویشت دېرش تذکرې امبار شوې، نومونه لیکل کېدل او هر چا خپلې پیسې ور شمېرلې، کار یې پای ته ورسېد او حاجي صاحب ملک ته وکتل

 نام خدا ملک صاحب! کلی مو بې ځوانانو مه شه، دا خو خبره تر شلو هم واوښته، پیسې هم نغدې وسپارل شوې، خو زما سره یوازې د شلو کسانو کمبود و، بهر ته وځو، د جومات احاطه ګورو او هلته به د ځوانانو په اړه ځینې نور اسناد هم درته وسپارم.

   ټول ووتل، د جومات د نقشې او احاطې خواته یې حرکت وکړ، حاجي صاحب او ملګري یې له دوی شاته ورپسې روان وو، له موټر سره نږدې یې ملک څنګ ته کړ او د حاجي صاحب په شونډو ترخه موسکا خوره شوه.

  ملک صاحب! نام خدا دا دي درې زامن دې د خارج تګ ته اماده دي، عجیبه ده، ما خو اورېدلي وو، خو نن مې شک په یقین بدل شو، عجیبه سوداګري مو پیل کړې، د خدای بدبختانو، تاسې د خارج لپاره د خپلو زامنو د استولو لپاره یو لک افغانۍ نغدې ورکوئ، خو خپل جومات ته هېڅ هم نشته، له نورو یې غواړی او هغه هم خدای خبر څه کوی، دغه شل تذکرې مو بېرته واخلئ، نه خارج شته نه مارج، ما مې بېرته خپلې پیسې واخیستې، نه غواړم په داسې غلو یې مصرف کړم چې د خدای په نوم غلا کوي، موږ درنه لاړو او تاسې ته دې خپله دا سوداګري مبارک وي.

      ملک د یوې شېبې لپاره د بت په څېر شخ پخ پاتې شو، ساده کلیوال له دوی نا خبره  وړاندې وچې دښتې ته د جومات د شړېدلو تهدابونو خواته روان وو، خو حاجي صاحب هلته د ورتګ پر ځای له خپلو ملګرو سره په خپل موټر کې په راغلې لاره بېرته له کلي ګړندی ووت.

۱۳۹۹، د زمري ۶مه

د متقاعدو سیاستوالو کتابونه| ګل رحمن رحماني 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *