خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

چاپیریال ساتنه د یو ې ساینسی او حیاتی موضوع په توګه

پوهاند محمد بشیر دودیال

(داقلیمی بدلون دنړیوالې اونۍ په مناسبت)

   د اکتوبر له ۱۹مې څخه تر ۲۵مې پورې یوه اونۍ؛ ټولې نړی د اقلیمی بدلون دهفتی( Global Climate Change Week) په نوم نومولی ده. دا د اندیښنې وړهغه بدلون ته اشاره ده چی د نړی تودوخه کال په کال زیاتیږی، چې پایله یې ټول بشریت ته زیان اړوونکی ده. دچاپیریال پوهنی دڅانګې څیړونکی او علمی مراکز په دغه اونۍ کې په دې هلکه علمی مقالی نشروی اودغې مسئلې ته دنړیوالو پاملرنه رااړوی. دملګرو ملتونو دچاپیرال ساتنۍ پروګرام(UNEP) هم ددغې اونۍ په بهیر کې ځانګړی علمی برنامی او نړیوالوته سپارښتونه اوروي. په افغانستان کې هم ددغې اونۍ په مناسبت غونډې جوړې شوی، دا په داسې حال کې چې افغانستان دغه منفی بدلون کې ډیر اغیز نه لری، ځکه دغه هیواد نه خطرناکی وسلی تولیدولای شی او نه ډیرزیات صنعتی مرکزونه لری او نه هم د ګلخانه یی (شین کوریزو)ګازونو دایجاد عوامل پکې شته، خو داقلیمی بدلون له بدو اغیزو متاثر هیواد دی.

چاپیریال ساتنه د ژوند دبقا اود رغتیا د ډاډمنتیا په توګه د ساینس موضوع ګرځیدلی ده او نن ورځ ډیری علمی څیړنی همدی موضوع ته وقف شوی دي. دا ستونزه په عادی ډول لاینحله فکر کیږی،خو له نیکه مرغه علمی څیړنو دغی ستونزی ته د حل لاری موندلی دی او د هرچا مسئولیت یی هم روښانه کړی دی. د چاپیریال ساتنه نن ورځ د یوې علمی څانګی په توګه تبارز موندلی، نو ځکه په ګڼ شمیر هیوادونو کی یی  د ښوونځیو او پوهنتونو په رسمی نصاب کی ورته ځای ورکړی دی. په دغه مقاله کی موخه داده ترڅو په ټولنه کی هغی ته د عامه اذهانو را اړولوکی مسولیتونه څرنګه تر سره او ټولنی ته ددی موضوع اهمیت څرګند کړو:

چاپیریال ساتنه اود چاپیریال ککړتیا د ټول بشریت مشترکه ستونزه ده. دهمدی اهمیت له مخی ملګرو ملتونودغه موضوع په یوویشتمه پیړی کی په خپله اجنډا کی شامله کړی اوکلیزو کی یی یوه اونۍ په همدی نوم، نومولی ده. د چاپیریال پوهنی له مخی؛ چاپیریال دوه برخې لري :  یویی بیولوژیکی یا ژوندی اوبل یی فزیکی یا ناژوندی.  هرژوندی موجود له خپل شاوخوا محیط سره اړیکی لری چی دا اړیکی دایکالوژی دعلم دمطالعی ساحه جوړوی . یوشمیرپوهان دژوندی اوناژوندی محیط ترڅنګ دفرهنګی محیط یادونه هم کوی .

دا ډیره مهمه ده چی دانسان چلند اوسلوک له چاپیریال سره په معقول اوعلمی بڼه وی، پرته له هغه  به دهوا ککړتیا، داوبوککړتیا، غږیزه ککړتیا اوآن دا چی مطلقآ دخاوری او اوبوزهری کیدلوخطر، د اقلیم تودیدل او د دښتی کیدوستونزه اوداسی نوری ستونزی راپیداشی. لومړی ځل په(۱۹۶۲)م. کال کی دایل کارسون دغلی(خاموش) پسرلی په نوم دخپلی علمی څیړنی په اساس یوکتاب خپور کړ، چی په هغه کې یې د(DDT )  دزیانونوپه هکله خبرداری ورکړ. هغه کی دیو  شمیرزهری مضری موادو او په تیره د  ډی.ډي.ټي داستعمال منفی تاثیرات ښودل شوی و،وروسته ګن شمیرعلما دی ته ځیرشول چې دانسانانویرغل په طبیعت باندی نه اټکل کیدونکی زیان اړونکی نتایج لرلای شی (همدا اوس یو ځل بیا؛ دکرونادخپریدو پرمهال ساینسپوهانو په ډاګه د دغه ناوړه یرغل او د ژویو په هبیتات کی د مفطرطې مداخلی پرناوړه اثراتو اعتراف وکړ) . له نن څخه نیمه پیړۍ وړاندې ساینسپوهان له چاپیرال سره دعلمی او معقول چلند په فکرکی شول . وروسته بیاپه (۱۹۷۲) م. کال کی په سویډن کی( داستوګنی چاپیریال) ترعنوان لاندی یوکنفرانس دایرشو . دغه کنفرانس ژوند چاپیریال ترعنوان لاندی یو ه نړیواله  اعلامیه هم تصویب اوخپره کړه. له هغه راهیسی بیا ترنن ورځی پوری بشریت ددغی مهمی حیاتی موضوع په هکله ډیری لاری چاری ولټولی اوله نیکه مرغه ترډیره پوری یی ډیری ښی دحل لاری هم وښودلی .  دبیلګی په توګه:  په (۲۰۰۹)م. کال کی دډسمبر په ۱۸مه د ډنمارک په کوپنهاګن کی د چاپیریال اونړی داقلیم په اړه یونړیوال کنفرانس دایرشو.په دغه کنفرانس کی چاپیریال ته په ورپیښوګواښونوخبری وشوی او دنورو تدابیروترڅنګ دانرژیکی منابعو، سون او فضله توکیو اودهغو دکمښت دامکا ناتو په هکله یی ډیری ښی مشوری ورکړی .مثلا:دتیلواوډبروسکروپرځای دلمرله انرژی څخه استفاده اوځنګلونوساتنی ته پاملرنه اوداسی نور. موخه ورڅخه د زمکې د شنه فرش ساتنه او د پاکې انرژۍ مصرفول و.

په ځانګړی توګه هم یو شمیرهیوادونو په انفرادی توګه د چاپیریال ساتنی، دنړی داقلیم او منابعود نه ویجاړیدوپه هکله کارکړی، لکه: جاپان .چین. هسپانیه. اوروسیی. ځینی وخت مشخص هیوادونه (په تیره اته لوی صنعتی قدرتونه ) دی ته بلل شوی دی چی په خپلوبرناموکی تجدید نظروکړی. یوشمیرهیوادونوکی څوڅوځله خلکو دخپلی  راتلونکی اندیښنی له مخی لاریونونه کړی اوصنعتی هیوادونو څخه یی غوښتنه کړی، چی په دی برخه کی دراتلونکی نسل  لپاره د پاک چاپیریال د ساتلو موضوع په  پام کی ولری او دچاپیریالی حقایقو، دهوا او اوبوککړتیا .دژوند دتنوع دمحدودیدو،دنړی تودیدو(Global warming) په هکله یی غږ اوچت کړی دی. دغه لړی دملتونو د شعوردپوخوالی اوداوچتی پوهی ښکارند وی ده. اوس دعلمی څیړنیزومراکزودهلو- ځلوترڅنګ، په خپله خلکوهم د چاپیریال ساتنی غورځنګ پیاوړی کړ دی اودعلمی برناموملاتړیی کړی دی.

په حقیقت کی ددغی پدیدی په وړاندی هر هیواد اوهم ټول بشریت اوهم هرهیواد اوان د دی خاورین غونډاری هرفردجلاجلامسئول دی. سوال دادی چی مونږافغانان له دی څخه څومره خبر یاستو اودی خبری ته څومره ځیریاستواوڅومره موخپل مسولیت درک کړی دی ؟

ترهرڅه دمخه دا دخلکوپوهی پوری هم اړه لری ، بایدیادونه وکړوچی دخلکودعمومی پوهی داوچتیالپاره با ید مطبوعات اوروزنیزپروګرامونه پرله پسی معلومات خپاره کړی. باید یوپراخ کمپاین د چاپیریال ساتنی په اړه پیل شی.

نن ورځ یواځی چاپیریال پیژندنه، د چاپیریال پاک ساتل ، دککړتیا دعواملوپه نښه کول اود هغو لپاره تدابیردبحث موضوع نه ده،بلکی د چاپیریال مدیریت، د چاپیریال اقتصاد اوګڼ شمیرنوری علمی څانګی هم ایجاد شوی دی چی په دی برخه کی کارکوی.

 چاپیریال ته ګواښ اویوشمیر حقایق

ساینس پوهانوته ثابته شوی چی دککړونکوپه واسطه نه یوازی داچی خاوری، هوا اواوبه خپل کیفیت له لاسه ورکوی، بلکی یوه اغیزه یی دهوا تودیدل دی. دشمالی قطب دکنګلونوویلی کیدل، دسمندرونوداوبودکچی لوړیدل، دنړی دتودیدوبیلګه ده ،دساینسپوهانویوه ویره داده چی دګرینلند دکنګل کتلی (Green land icecap)  به چی کله دتودوخی له امله ویلی شی اوتازه اوبه یی مخ په سمندرونواومخ په برتیانیا اواروپا راشی اودلته به تودوخه لوړه شی (د دی معنا دانه چی داپیښه به ډیرژرواقع شی خودیوی اوږدی راتلونکی مودې په ترڅ کی یی امکان شته) ، دفوسیلی موادو(دلرغونوزمانودژویو،ونو،اوبوټوپاتی شونی) سوځول دهواپه تودیدویوبل اغیزمند فکتور دی . دهغو د سوځیدوله امله به په هواکی Co2زیات شی  ټول شین کوریزګازونه دځمکی پرسریوه طبقه اوپوښ جوړوی اوپه نتیجه کی دځمکی له مخ څخه پورته کیدونکی تودوخه اودلمروړانګوغبرګون را ایساریږی اوتودوخه لوړیږی.  له Co2سره یوځای Coاو So2،No2.Hcمضره ګازات پرانسانانودبدی اغیزی ترڅنګ د ونو،بوټودودی توان هم کموی . 

ساینسی مطالعات دې بدلون په هکله څه وایی؟  په (۱۷۵۰م)كال كي د Co2اندازه په هواکی ppm۲۸۰وه په (۲۰۰۰م)کال کی داندازه په سلوکی ۳۱زیاته شوی ده. علمی راپورونه وایی چی په هواکی له تیروشلومیلیونوکالوراهیسی دco2اندازه دومره نه وه زیاته شوی لکه پدی ورستیولسیزوکی چی په سلوکی څلورځله زیاته شوه . له بده مرغه ددی پیړی ترپای پوری به یی اندازه ppm۹۷۰ـ۵۴۰پوری ورسیږی ،دغه اندازه بشریت ته دزغم او منلو وړ نه ده.  دغه وضعیت د دوام او تحمل وړنه ده. داسی ویل کیږی چی دی سره به یوځای دنړیوالی تودوخی اندازه په منځنی توګه دسانتی ګراد شپږدرجی لوړه شی. نوتاسی فکروکړی چی اوس که په افغانستان کی داوړی ګرمی دزغم وړنه ده که شپږدرجی نوره هم لوړه شی څومره به له زغم څخه ووځی. دشمالی کنګلونوویلی کیدلوله تیرولس زره کالونو راهیسی شروع شوی دی. دغه تودیدل په دی دومره موده کی نه احساس کیدل، خوپه شلمه پیړی کی دغه تودوخه اوویلی  کیدل ډیراوچت شوی دی چی لامل یی  بی سنجشه اوله حده زیات صنعتی فعالیتونه، دځنګلونوکمښت ،دترانسپورتی وسایلوزیاتوالی اودشین کوریزوګازونوتولیددل دی. میتان هغه مرکبات دی چی دفوسیلی موادوله سون څخه تولیدیږی .له ۱۷۵۰م کال څخه راپه دی خوا ددغو ګازونو اندازه په سلوکی لس زیاته شوی ده. دناپاکه انرژۍ(دلرګیو سوځول، پلاستیک سوځول، ربړونه سوځول، دموټرو زاړه انجنونه، دکورنیوڅارویودزیاتی روزنی (دګڼومالداری فارمونوایجاد) اودوریجودکروندوزیاتیدوهم څه ناڅه بده اغیزه کړی ده). یوه برخه میتان دخوساشویوشیانوڅخه تولیدیږی نایتریس اکساید دسون وړګازفابریکو دبخارخانواوترانسپورت له امله زیات شوی دی. که خدای (ج)مکړه داجریان همداسی پرمخ روان وي، د اوزون طبقه کی به ایجادشوی سوری (ozone hole) به پراخ شی، دځنګلونوسوځیدل به ډیرشی ،تیزابی بارانونه به هم زیات شی،دسمندرونوترغاړی به اورښت زیات ،خوپه وچوسیموکی به اورښت کم اولویووچوکی به دصحرایی کیدونښی لازیاتی شی. داټول دځمکی پرمخ دټولواوسیدونکولپاره ګډګواښ دی .نوځکه چاپیریال ساتنه یومشترک فلسفه د ه اوهر وګړی دهغی مقابل کی مسئولیت لری.

وړاندیزیزونه

چاپیریال ساتنه زمونږدعصرمسله ده. له همدی امله ملګروملتونوهغه په خپله اجنداکی شامله کړی ده. د چاپیریال دککړتیا اغیزی ټول بشریت ته یوشان متوجه ده، یعنی دایوه مشترکه ستونزه ده.  له نیکه مرغه اوس د چاپیریال ساتنی په هکله ژوری علمی څیړنی شوی دی اوډیری ښی پایلی ورڅخه ترلاسه شوی دی.داسی لاری چاری اوتدابیرشته چی دهغوپه عملی کولوسره دچاپیریال ککړتیا  منفی اغیزی کمولای شو،خوډیرمهمه دنده داده چی عامه اذهان په دی هکله روښانه شی.  دچاپیریال ساتنی مدیریت اود مدیریت سیستم په همدی برخه کی ځانګړی مسولیت لری.

زمونږپه افغانستان کی دچاپیریال ککړونکی فکتورونوسره ګڼ شمیرخلک دچاپیریال ساتنی په هکله ډیرلږپوهه لری اود ښاروالیوموجوده تدابیرکافی نه دی .مخکی تردی چی دغه ستونزه دزغم وړله حالت څخه دنه منلووړحالت ته ورسیږی، بایدیوشمیرتدابیرونیول شی.په دی برخه کی لاندی ټکی دوړاندیزپه توګه ضروردی: 

۱:چاپیریال ساتنی په اړه دخلکودپوهی اوچتوالی

۲:دښوونځیوپه درسی نصاب کی دموضوع شاملول

۳:په راډیوټلویزون اونورو رسنیوکی دپیغام لرونکی پروګرامونوخپرول اوله ابتذال څخه ددغومهمومیډیایی مسایلوراایستل

۴:دشنی ساحی ساتل اودځنګلونو احداث اوبیا احیآکول

۵:دښاری ترانسپورټ دسیستم اصلاح اودشهری بسونوبیرته فعالو،با لقابل دکوچنیوموټرونوپه شمیرکی کمښت راوستل

۶:دسون وړتوکیودکیفیت کنټرول د ناپاکی انرژۍ پرځای د پاکې انرژۍ(بریښنا، سولرانرژی، ګاز..) څخه استفاده،

۷:دزړوموټرو دواردولو مخنیوی،

۸::دسړکونو  اولویولاروقیرکول،

۹:دښاروالیو په کارکی کیفی ښه والی راوستل

۱۰: دچاپیریال ساتنی داداری دټولوتصویبونوعملی کول

۱۱:داضافی فضله توکیوداسی ځای پرځای کول چی ککړوونکی اغیزی یی له مینځه ولاړی شی

۱۲:په ښارونوکی دبدرفت دسیستم ایجاد

په دې توګه به مو اقلاً د اوس  لپاره یوڅه کړی وی، پرته له هغه راتلونکو نسلونو ته مسئول یاستو او ځواب به ونلرو.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *