خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

پیره دستګیره | عبدالکریم حقانیار

د سرای په کونج کې یې د ځوځ ګګر بوټی تر نغري لاندي کړ، ازغي په نیښ ووهله. منځوۍ ګوته یې و څنډله ـ شونډو ته یې یووړه. د ځوځ پر کالبُد بلې لمبې د تور تبخي تر زۍ سر را وایست. درېنیم کلن زڼکی ور په څنګ شو:

« ادَکې؛ اوبه، تږی یم ‌‌‌‌‌‌ډېر!»

په لیڅو ځوړند د اوړو پاستی یې پر تبخي خپور کړـ څغ یې شو. د تندې خوَله یې د چوڼیا ګلدوزي ټکري پر پلو وچه کړه. اړخ ته ولاړې مِسې کوزې ته يي لاس وُر اوږد کړ، ماشوم لکه د مرغۍ د ځالي چَچوڼی خوله وازه ونیوله. له چوښکي یو چړونګی لمروهلې اوبه پر وچ حلق ور و څڅیدې. و سونګید، پښې يې پر ځمکه و ترپولې. مور یې د کوزې منځ ته سترګې ور ننه ایستې، ورته یي وویل:

« بلا دي پرما سه، دا خو وچه ده. هاغه دي د کاله وُړکي د څاه اړخ ته، تر ونې لاندي پنډ دي، ورته وا اوبه را وباسئ، پریمانه یې وڅښه، لږ ماته هم راوړه.»

زڼکی زانګه وانګه رهي شو. د ونې تر وزر لاندي بڼهاری و، د هلکانو سترګې په مړدکو پسي لالهانده ځغلیدې را ځغلیدې. ده چې به غږ کړل، د توشلو په سوخت کې تاو راتاو ځوږ به یې اواز و خوړ.

سترګې یې په کوزه کې و رغړولې را ورغړولې، سوړ اسویلی یې وکیښ. مخ یې د څاه خولې ته ور واوُښت، ور نږدې شو. پر کانکریټې زۍ یې و درېد. پنډه ربړي بوکه د کوهي تر خولې لاندي ځړیدله، هغه بله یې له سترګو نیهامه وه. مخ یي را واړاوه، د زڼکیانو سترګي هماغسي په ښیښه یي توشلو پسي رغښتې را رغښتې. بیایې د مور خوا ته وکتل، دهغې ورته شا وه، له اور څخه په ځغاسته نری دوګ یې مخې ته کوږ ووږ تاویده را تاویده بیا ورکیده.

زړه نازړه یې سر د څاه و منځته ورایسته کړ. د ژور کوهې په بېخ کې یو تصویر ورته و ځنګید. کوزه یي یوې خواته کېښوده، په ګونډو شو غبرګ یرغوي یې د څاه پر سیمټي زۍ ولګول. په ‌‌‌‌‌‌ډنډ اوبو کې و خپلې څیرې ته وموسکېد. د نریو وچو شونډو تر منځ یې ژبه یوې بلي خواته تېره کړه را تېره کړه. مزغی یي نور هم پسي اوږد کړ، له کوهي سوې چیغه را ووتله.

د هلکانو چغ و بغ شو، کوکارو یې سرای پر سر واخیست. په یوه تراټ د څاه پر خوله را کړۍ شول. ناببره له اوبو ډکه بوکه تر وسپنیزه څرخۍ بر، له پلن بازو سره ټکر شوه. چړپ و چړوپ یي اوبه و شرتوَلې. زڼکیان پورته وغورځیدل پرشا یي ټوپ وهل، د کوچني مور د کوهي پر زیږه زۍ سوې ساه را ړنګه شوه، په کریږه کې یې وویل:

« مخ مې تور شو، هلۍ ګاونډیان را خبر کړئ.»

په تلوار یې غاړه د کوهي منځ ته ور وغځوله، د خوځنده اوبو پر مخ یوه کوبۍ لکه د تمساح سترګه کرار کرار ښوریدله. سر يې را پورته کړ، پر ګریوانه یې خپړې کړې، سره کښ یې کړ. اسمان ته یې و کتل، ټکری یې له سره وښویېد. بیرته په تلوار د کوهي پر خوله ور پرېوته، تر خوله یې چیغه ووته:

« یا ګړندیه پیره را رسیږه! بوره شوم، پلار ته به يې څه وایم؟»

یو دم یي تر څرخۍ لاندي را ځوړندي بوکې ته غبرګ لاسونه ور واچول. ور پوري غوټه تناب د وسپنې ګرارۍ له ځان سره ځغلوله. د سپرغي پر سر د ولاړو دوه خاښیو او ور باندي بار پنډ بازو تر منځ غنجی مِنجی شو، د څرمني غونجه پا‌‌‌‌‌‌ډه د زنګنې څرخۍ پر سولیدلي ملا په تراټ کښته پورته ښوَیېدله، د کړاندي ګرارۍ چیغکی خوت. دوې ربړیني بوکې د کوهي په ستوني کې یوه ځوړ بله لوَړ په منډه را منډه وې.

د ځواني ښځي غبرګې سترګې رډي را وتلې وې. په تیاره سپرغه کې له یوه، بله زیږه دیواله لګیدلې. ناببره پر دوو بې سېکه ماشومو تلو ور سمې شوې. لړزې واخیسته، توره پړسیدلې بوکه يي مخې ته تم شوه. ورباندي غوټه یي کړه، پر لمر وهلو خړو پوټيو رڼې اوبه په تیزۍ ورغړیدې، زڼکی یې پر زنګانه را واړاوه. د هغه ترخولې و پزې اوبو دارې و کړې، خرکی یې شو. ژوره ساه یي واخیسته، نرۍ چیغه یې له خولې ووتله، باڼوګان یې و رپول.

مورکۍ یې د زوی سر ټټر ته ور نږدې کړ، پر لانده تندي يي د ښي لاس څلورګوتې ور تېري کړې، مړې اوښکې یې پر اننګو ګډي وډي را و بهیدې. غړچ ناړي یې تیري شوې. سرتور سر یې بوري سترګي په شنه اسمان کې و نښتې. خبره یې په ستوني کې غوټه شوه، بیرته یې د ماشوم بې سېکه سترګو ته وکتل، شونډې يې وښوريدې ـ په ژړا کې يي تر خوله ووتل:

« صدقه دي سم پيره دستګیره، یوه توره چرګه لرم خامخا به یي نذرانه درلیږم.»

پای

‎‎کال۲۰۲۰ د جولای دیارلسمه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *