خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

پکتیا کې د ټولنيزې ځنګلدارۍ د پراختیا لپاره هڅې ګړندۍ شوي

ليکوال: ذبیح الله تنوير/ پکتیا 

پکتیا ولایت د هېواد يو له هغو ولایتونو څخه دی، چې ډیری غرونه يې په طبیعي ځنګلونو پوښل شوي دي، ياد ولایت د ځنګلونو د پراختیا لپاره مناسبې سیمې او اقلیم لري، خو د څو کالونو راهیسې د یاد ولایت ځنګلونه د سیمې د وګړو له لورې په بې رحمه ډول قطع شوي، چې د ياد ولایت د ځنګلونو د شتون فیصدي یې راټيټه کړې چې لوی عامل يې د خلکو د کاري فرصتونو نشتوالی دی، د هېواد په کچه د ځنګلونو د له منځه تلو سره ددې هېواد چاپیريال له ډول ډول ننګونو سره مخ شوی، چاپیریال د خپل تعادل څخه وتی او تر ډيره ایکو سیستم له زیان سره مخ شوی، چې له زیانونو څخه يې د شدیدو سیلابونو راوتل، د هوا ککړتیا، د وخشي ژويو انقراض، د غذا کموالی، د چاپیریال بد رنګوالی، د ټولنيزو شخړو زياتولی، د فقر زیاتوالی، د ايکو سیستم له منځه تګ او نور يادولی شو.

دا ښکاره ده چې ځنګلونه او په ټوله کې طبیعي سرچینې خدای تعالی د انسانانو د استفادې لپاره پیداکړي، چې د خورا زياتو ګټو درلودونکي دي، چې له ډلې څخه يې د غذا تولید، د شدیدو سیلابونو له راوتلو څخه مخنیوی، د اکسیجن تولید، د هوا پاکوالی، د وخشي ژويو لپاره پانګاه، د ایکو سیستم موازنه ساتل، د چاپیريال ښکلا، د طبي بوټو تولید، د صنعت لپاره د خامو موادو تولید، د فقر له منځه وړل، د خاورې د تخریب څخه مخنیوی او نورې ګڼې ګټې یادولی شو، نه يوازې ځنګلونه بلکې په ټوله کې نباتات د ژونديو موجوداتو لپاره د غذا برابرونې لومړی عامل دی، چې په نشتوالي  او کموالي سره يې د ځمکې پرمخ ژوند له ډول ډول ننګونو او خنډونو سره مخ کيږي، نو ددې لپاره چې د ځمکې پرمخ ژوند پایښت ومومي اړتیا لیدل کيږي، چې د خدای تعالی له لورې د راکړل شويو منابعو څخه سمه ګټه اخیسته او ښه مدیریت يې وشي.

د ځنګلي محصولاتو په ځانګړي ډول جلغوزيو او چهارمغزو ته په نړيواله کچه د تقاضا زياتوالی او د هغوی د قیمتونو لوړوالی یو له هغو عواملو څخه دی، چې ځنګل ساتنې ته يې د خلکو پام راړولی دی او خلک يې د ځنګلونو په قطع کولو پښیمانه کړي دي، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په خپلو پلانونو ، پالیسیو او ستراتيژيو کې د هېواد  په کچه د ځنګلونه پراختیا او بیا رغونې ته ځای ورکړی او د ځنګلونو د رغونې لپاره يې د ټولنيزې ځنګلدارۍ پیاوړي کول مناسب بللي دي.

ټولنيزه ځنګلداري چې هدف يې د ځنګلونو پراختیا او بیارغونه ده، د بزګرانو د ټولنو او د کرنې د مسلکي ادارو په ګډه همکاري منځته راځي، له نېکه مرغه د پکتیا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست له لورې د همدې موخې د بشپړوي لپاره په ياد ولایت کې د جلغوزيو او چهارمغزو ۴۲۵ کورنۍ قوريې د پکتیا په ګرده څيړۍ، شواک، احمد ابا، سیدکرم، ځاځي اريوب، څمکنيو او جانيخيلو ولسواليو کې تر کار لاندې لري، چې د يادو قوريو په جوړونې سره به په ميليونونو نیالګي تولید او له رسیدنې وروسته به د مصنوعي ځنګلدارۍ د پراختیا او د تخریب شوي ځنګل د بیارغونې لپاره وکارول شي، چې ورسره به له۳۵۰۰ هکتاره بره تخریب شوي ځنګلونه ورغول شي، همدا ډول د يادو قوريو په جوړیدو سره به په بزګرانو کې د قوريو جوړونې او د ځنګلونو د پراختیا فکر لا غښتلی شي، له دې باوجود د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د لويې پکتیا د جلغوزي لپاره د جغرافیایي نښو د نړيوال سند په جوړیدو کار کوي، چې ددې سند په جوړيدو سره به په نړيوالو مارکیټونو کې د جلغوزيو په قيمت کې ۳۰ سلنه زياتوالی راشي.

پکتیا ولایت کې ولسي او قومي تړونونه د خلکو پخوانی دود او رواج دی، چې له امله يې د قومونو په منځ کې د بېلابېلو ستونزو او شخړو د حل سبب شوي، همدې رسم ته په کتو د پکتیا کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رياست په پکتیا کې د ځنګلونو د ساتنې او بيارغونې لپاره د سیمې د خلکو سره تړونونه لاسلیک کړي چې په دې سره به په یاد ولایت کې تر ډیره ځنګلونه له تخریب کيدو څخه وژغورل شي  او د ځنګلونو د بيارغونې لپاره به موثر تمام شي، همدا رنګه د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رياست هڅه کوي چې د ځنګلي محصولاتو د ښې راټولونې او د هغوی د پروسس لپاره اړین کارونه ترسره کړي، چې له ډلې څخه يې په پکتیا ولایت کې د ۹۰۴ د جلغوزيو د غوټو د پريکولو لپاره د عصري کیچي ګانو توزیع او د جلغوزيو د محصولاتو د پروسس لپاره د يوې بنسټيزې فابریکې جوړیدل دي، چې ددې فابریکې په فعاليدو سره به د جلغوزيو د پروسس او بسته بندۍ په برخه کې ګڼې ستونزې هوارې شي.

خپله تبصره ولیکئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

اعلان