خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

پښتو؛ زموږ مسؤوليتونه او امجد شهزاد | اجمل ښکلی

يوه ځوان راته ويل، چې پر داسې يوه ګرامر کار کوي، چې پښتو دري ژبو ته اسانه کړي. د نوموړي په اند، پښتو يوه پېچلې ژبه ده. يوه کورنۍ پېژنم، چې پښتنه ورکره راواده شوې؛ خو بچي يې دري وايي. يوه بله دري ژبې چې پښتنو کره واده شوې، هم بچي يې دري وايي. يوه پښتانه استاد ته مې په رسمي غونډه کې ويل، ولې پښتو نه وايې؟ ويل يې؛ ځکه چې دري ژبو ته به متعصب ښکاره شم.

دا درېواړه بېلګې د غالبې ژبې ځانګړنې دي. فرهنګي غلبه معقوليت ته چندان اړتيا نه ويني، ګنې په پاسنيو درېواړو بېلګو کې نه انصاف شته او نه معقوليت. په لومړۍ بېلګه کې دا خبره د ژبپوهنې د آرونو له مخې ناسمه ده. پښتو ښايي تر انګليسي دري ژبو ته سخت نه وي، ځکه چې مشترک فرهنګ او ګډ اړخونه لري؛ خو بيا هم دري ژبي تر پښتو انګليسي ته اهميت ورکوي. که د پېچلتيا خبره وي، ښايي د پښتو ګرامر تر ډېرو ژبو ساده وي؛ خو څرنګه چې په دري کې جنسيت، حالت او يوه نيمه بله مساله نشته او څرنګه چې دري ژبو ويلي، چې پښتو سخته ده، موږ هم منلې، چې پښتو سخته ده او دا راته وايي، چې غالب فرهنګ څرنګه د خلکو سترګو ته خاوري ورشيندي.

ژبه د ارزښتونو نظام| اجمل ښکلی

دويمه بېلګه کې وينو، چې غالبه ژبه د کور ورونه هم ماتوي او د کورنۍ غړي د دوو ژبو په غوراوي کې هغې ژبې ته شعوري ناشعوري لومړيتوب ورکوي، چې د رسمياتو او تعامل ژبه وي او د ويناوال حيثيت ورسره لوړېږي.

درېيمه بېلګه کې ښيي، چې په غالبه ژبه خبرې کول او مهارت پکې ښودل خوند لري او ويناوال غواړي، چې اورېدونکو ته مستعد ښکاره شي، ګنې که همدا وړتيا په پښتو کې وښيي، څوک ورته نه متوجه کېږي.

څرنګه چې غالبه ژبه د خبرو اترو لپاره عامه وي، خبرې نه کول پرې تعصب ښيي. په افغانستان کې که په يوه ناسته کې شل پښتانه وي، دري ژبی مکلف نه دی، چي پښتو ووايي؛ خو دا شل ورسره دري وايي. پرخلاف که په يوه رسمي ناسته کې څوک پښتو وايي، د متعصب ټاپه پرې لګېږي؛ خو دري ژبی که ټکی پښتو نه وايي، متعصب نه دی.

که څه هم د اساسي قانون له مخې دواړه رسمي ژبې دي؛ خو د غالبې دري فرهنګ د تعصب له دې ناسم ډول ذهنيت سره مرسته کړې.

تعصب څه دی؟ که موږ د يوې ژبې حق بلې ژبې ته ورکړو يا ترې کرکه وکړو او تر خپلې ژبې يې سپکه وګڼو؛ نو تعصب کوو؛ خو که په خپله ژبه خبرې کوو او بل ته هم حق ورکوو، چې خپله ژبه ووايي او وليکي، تعصب نه کوو.

د تعصب د دې ناسم ذهنيت د ختمولو اسانه لار ده، چې له خپل قانوني حقه استفاده وکړو، خپله ژبه ووايو او وليکو. په اصل کې د تعصب په دې ناسم ذهنيت کې دري ژبي نه، موږ ګرم يو. موږ له خپلې ژبې سره د ميرې چلن کړی او دري ژبو ته مو دا ذهنيت ورکړی، چې پښتانه خو په دري پوهېږي؛ نو که پښتو وايي، تعصب کوي. په مقابل کې دري ژبی چارواکی مکلف نه دی، چې پښتو زده کړي.

يوه بېلګه به د پښتونخوا هم وړاندې کړم. دا خاطره ما مخکې هم ليکلې وه. د ورور ټولګيوال مې له کلي نه پېښور ښار ته د خپل موبايل د ثبتولو لپاره راغلی و، د موبايل په نمايندګۍ کې يوه اردو ژبې ناسته وه. هغې زما د ورور ټولګيوال ته ويل، ګوته دې په ماشين کېږده، خو دی په اردو نه پوهېده. ګوته يې وخوځېده، تر دې چې په نمايندګۍ کې ناسته ښځه ورته غوسه شوه. که په دې نمايندګۍ کې ناستې مېرمن پښتو ويلای، زما د ورور ټولګيوال به د کمترۍ احساس نه کاوه او داسې به يې ګوته نه خوځېده. د خپلې ژبې له غلبې سره د برترۍ احساس او جرات تړلی.

کومې کلمې يوځاى او کومې بېلې وليکو؟/ اجمل ښکلی

په افغانستان او پښتونخوا کې د کمترۍ د احساس او ناسم ذهنيت د ختمولو لپاره بايد جراتمن ګامونه واخلو او بدل يې کړو.

پښتو هله د دري سيالېدای شي، چې د دري غوندې په يوه اړتيا واوړي. په اړتيا يې درې سرچينې اړولای شي:

– دولت: مکلف دی، چې د دواړو ژبو انډول رامنځته کړي. د انډول د رامنځته کولو لپاره پر ګڼو غوراويو فکر وکړي.

– رسمي او نارسمي وګړي: پښتانه چارواکي په پښتو ويلو او ليکلو ځان مکلف کړي. څه موده مخکې ولسمشر اشرف غني په ټولو ادارو کې د پښتو او دري د انډول ساتلو حکم وکړ؛ خو دا حکم به تر هغې مازې د کاغذه پاڼه وي، چې پښتانه چارواکي ترې استفاده و نه کړي. هر پښتون که په هر رسمي مقام کې دی، حق او مکلفيت لري، چې عريضه، استعلام، مکتوب، فورمه، رقعه، سندونه او ټول رسمي اسناد په پښتو وليکي او د قانون له ځواکه په استفاده وېره لرې وغورځوي. داسې به هر دولتي مامور مکلف شي، چې پښتو زده کړي، چې په پښتو عريضه، مکتوب او … پوه شي. همداسي عام پښتانه په پښتو ويلو او ليکلو ځان مکلف کړي او له دري ژبو سره په پښتو خبرې وکړي، چې هغوی يې زده کړي.

– علمي مرکزونه: د ژبې زده کړه هله په اړتيا اوړي، چې علم پکې موجود وي. دري ژبي چې په خپله ژبه تر پښتو ډېر علمي مواد لري، د پښتو زده کړې ته اړتيا نه لري. په دې لړ کې پښتانه مکلف دي، چې پښتو په هر ډول آثارو بډايه کړي. د علومو اکاډمۍ او پوهنتونونو دنده د علم توليد دی، موږ څومره علم توليد کړی، چې دري ژبي يې لوست ته اړ وځي؟ دا پوښتنه بايد حل کړو. د پښتو ادبياتو په اړه د زياتره دري ژبو ذهنيت دا دی، چې په پښتو کې هېڅ ادبيات نشته. زموږ استادان پکار ده، چې د پښتو په اړه د محصلانو دا ناسم ذهنيت له منځه يوسي؛ خو يوه ژبه يوازې په ادبياتو نه شل کېږي، پکار ده، چې د هر علم آثار پکې موجود وي. د ساينسي علومو يوه پښتون استاد وږمې مجلې ته په دري ليکنه کړې وه. ما ويل، ولې په پښتو. ويل يې پښتو هغسې نشم ليکلای لکه دري. په اصل کې دا هم يو ورخم او پلمه ده. هر څوک په مورنۍ ژبه تر بلې هرې ژبې ښه ليکنه کولای شي. په پښتو د علم د توليد اسانه لار دا ده، چې هر پښتون څېړونکی او ليکوال خپلې نارسمي او رسمي څېړنيزې ليکنې، مونوګراف، تېزس او دکتورا په پښتو وليکي؛ نو که ښه اثر وليکي، د درسي  يا مرستيال درسي اثر په توګه يې هر محصل لولي او دا د پښتو د عامولو سره اغېزناکه مرسته کوي.

ژبه د پخوانو د باور پرخلاف مازې د پوهاوي راپوهاوي وسيله نه ده، بلکې د يوه قوم د فرهنګ اساس دی او په دې توګه د ژبې مساله د هويت او سياسي نفوذ مساله ده. د مسلطې ژبې ويناوال ډېر سياسي نفوذ لري او له رواني پلوه ډاډمن او مسلط وي.

ونکی/ اجمل ښکلی

له بل پلوه ولس د ځواک سرچينه ده. که ولس او ژبه سره همغږي وي، ملي سياست ته لار هوارېږي او هغه قوم په سياسي ډګر کې بريالی کېږي. ښاغلي امجد شهزاد په پښتونخوا کې د لوحو د پښتو کولو چاره پيل کړې، چې په سرو زرو د تللو ده. د دې يوه ګټه د ژبې عامول او بله ګټه يې د ولس راويښول دي. په پښتونخوا کې خلک خپلې مورنۍ ژبې ته د پاتې او داسې ژبې په سترګه ګوري، چې په خپلولو يې انسان له علم او ځواکه بې برخې کېږي؛ نو هلته د لوحو په بدلولو ولس متوجه کولای شو، چې په خپلو مورنۍ ژبه کې د سوداګرۍ، علم او زده کړې ډېر امکانات دي. د پښتونخوا له ملګرو زما هيله دا ده، چې په دې برخه کې د امجد شهزاد هر ډول لاسنيوی وکړي او په افغانستان کې هم زما له پښتنو دوکاندارانو دا غوښتنه ده، چې که يې د دوکانونو لوحې او ليکنۍ چارې پښتو نه وي، پښتو دې يې کړي. موږ ورسره د هر ډول رسمي او نارسمي اسنادو په ژباړه کې مرسته کوو. که مو خپلې ژبې ته په درنه سترګه وکتل، سياست به هم وګټئ او وطن هم.

7 comments

  1. عبدالله واحدی Reply

    ستاسو سره هم نظره او موافق یو. هیله ده دا لیکنه ټول پښتانه ولولي او عمل پرې وکړي .

  2. Ajmal hasas Reply

    ډېره پرځای لبکنه ده.

  3. ډاکتر ماخان میږی شینواری Reply

    د ډېر درانه پوهاند ښکلي لیکنې تل لولم او په دې لیکنه یې خوښ شوم. موږ ډارېږو، چې که د پښتو په خپل ځای نیولو باندې څه ولیکو، نو فاشست به شو او دا ډار مو په وینو کې نغښتی.
    هغه د ورورۍ او حساب خبره ده.
    له کرښې دېخوا او اخوا پښتنو په منځ کې خو دا توپیر دۍ، چې دېخوا پښتنو د دولت یعنې دخکومت، داپه دې ترې پوهېدنه، چې رسمي ژبه د. په افغانستان کې دا دوه ژبې رسمي دي، چې د هر لیکلوست افغان باید زده وي او هر پښتون دا – د قانون له مخې – دنده لري، چې تل په خپله ژبه خبرې او لیکنې وکړي، لیکه څنګه چې هر دريژبی هم.
    بیا د پښتانه لپاره په پښتو لیکل او خبرې کول قانوني امر دۍ او هيڅ بلې ژبې ته باید اړ نه شي او همداسې درې ژبی هم باید بلې ژبې ته اړ نه شي او نه اړ کیږي. له دې څخه دا پ،هیږو، چې هر د لیکلوست پښتون او همداسې درژبی باید دبل په خبره پوه شي. دا باید نه وي، چې وبخښه زه خو…. نه پوهېږم او که داسې وي، خو بیا په دولت یعنې حکومت کې د دندې حق نه لري، دا د قانون نه والی دۍ یا نه منل دي.
    هر پښتون چې پښتو پرېږدي او خبرې او لیکنې په بله ژبه کوي، که زموږ ژبه دري هم وي، دا د قانون سره مخامخوالی دۍ او قانون سره مخامخوالی چزا او خیانت دۍ. هیڅ یو دري ژبي هم باید هيڅ د پښتو ویلو ته اړ نه شي، او دوي هم باید دا قانون منلی وي، چې پښتون باید د دري ویلو او لیکلو ته اړ نه باسي.
    دا باید ډېر روښانه ووایم، چې پښتانه په خپل ټول تاریخ کې فاشستان نه دي او د هیڅ یوه بل توم سره یې تېری نه دۍ کړی او دا به له دې وروسته هم ونه کړي، خو هيڅ پښتون دا حق نه لري، چې د ولس له حقه تېر شي او دا ژبه د ولس ده، یو کس باید ترې سرغړونه وه کړي، داپهدې ترې پوهېدنه، چې باید دا خیانت ونه کړي. عادت دۍ، خو دا عادت باید نور پرېښول شي. تاسو به د پښتنو نجونو ستونځو، په هکله خبرې اورېدلې وي، چې په کابل کې یې د پښتو ښونځي لوستي، خو هيڅ یې نه دي زده کړي، ځکه چې نه کتاب وو او نه سم ښونکی. د خپل بجیانو له پاره تاسو باید نور پرې نه ږدۍ، چې په خپلو ښونځیو کې بې لیکلوسته پاتې شي.

  4. ډاکتر ماخان میږی شینواری Reply

    زما د لیکنې په هکله.
    ما تل خپلو بچیانو ته داسپارتنه کړې، چې تاسو د هيڅ جا سره د تېري حق نه لرۍ. پښتانه د بل چا د ژبې سره د تېري حق نه لري او خپله ژبه یې قانوني امر دۍ.

  5. غلام حضرت Reply

    اصلی خبره خو دا ده چی موږ د عمومی فرهنګ ترمیم ته اړتیا لرو نه مشخصاً د خپلی ژبی د پراختیا د رسالت د احساس غښتلتیا ته.
    د افغان لومړنئ ملی رسالت د ژبنی او سمتی او تباری تعصب سره سخته مبارزه ده، که زموږ ملی احساس ژوندئ او ګړندئ سی او هر څه ته په ملی سترګه وګورو نو د تعصب د منګولو هم خلاصیدای سو.
    ضمناً
    د پورته لیکنی د لیکونکی په شمول د ګرانو لوستونکو لیکلی سوی تبصری هم د پام وړ دی
    بله دا چی
    موږ معمولاً غربی مظاهر خوښوو او اکثراً ګټه هم تری اخلو ( چی البته چندان خوند هم نلری )
    خو
    د غربی فرهنګ ځینی مظاهر ( چی په فرهنګی لحاظ د ستائنی وړ هم دی ) را ته د هضم وړ نه دی حال دا چی همدا مثبت مظاهر ئې زموږ په درد خوړل کیدای سی، مثلاً په یو دوه اروپائی هیوادو کی دوې درې رسمی او ملی ژبی کارول کیږی، څرنګه چی سوله ایز فرهنګ پر حاکم دی نو د قانون او مقرراتو په رُڼا کی ددې دوو درو ژبو متقابل زغم ډیر آسانه دی.
    چی نور د شلومبو په کاسه د لستوڼی سره لاس د ننه نکړم په خیر به می وی، همدومره کفایت کوی.
    امّا یوه بله کیسه می هم یاد ته راغله البته کیسه د څو څلویښتو کلونو زړه کیسه ده:
    د کندهار په ښار کی د دولتی مامورینو د پښتو ژبی د زده کړی او غښتلتیا په موخه د دولت لخوا ګومارل سوی د پښتو ژبی معلم اروا ښاد عبدالقدوس نجیب ؤ ( همداسی نجیب شخص هم ؤ، د اروا ښاد عبدالشکور رشاد ورور ؤ) .
    هر دولتی مامور ( پښتون او غیر پښتون ) په هفته کی ( البته په نوبتی توګه) یو ساعت مکلف ؤ چی د پښتو ژبی د زده کړی په صنف کی ( چی د ښاروالی په ودانی کی ئي مؤقعیت درلود ) ګډون وکړی، ظاهراً کش او پش ؤ، تخته وه، تخته پاک ؤ، تَرکی تالیم ( ترقی تعلیم ! چی همدا اوس ئې هم په مفهوم نه پوهیږو ) ؤ، د حاضری کتاب ؤ ( شاید د شاګرد د کورتۍ په کیڼ جیب کی د رسمی دفتر څخه پورته کړه سوی سپین کاغذ او مات پنسل او ژاولن پنسل پاک هم پروت ؤ ).
    پلار می ( چی د پښتو او فارسی ژبی میرزا ؤ ) کیسه کوله:
    ” کله چی به د درس کوټی ته ور ننوتو ( مثلاً ) پنځوس دقیقی به مو د نجیب صیب سره د ښار په هکله عمومی مجلس کاوه او لس دقیقی مو د نجیب صیب تدریس ته غوږ نیولی ؤ ، په څانګه کی می دوه کابلیان هم وه چی هغوی هم په ټولګی کی په پښتو زده کړه لګیا وه چی سخت پر غمیدلی ؤ دا د پښتو درس ” .
    نو
    آشنایه، خوشی د خطا ایستو معامله وه، استعمارګرانو زموږ حاکمیتی دستګاه غولولې وه او دستګاه موږ غولولی ؤ او موږ هم ځانونه غولولی او تېر ایستلی وه. د درانه خوبه په ناڅاپی توګه را پورته کېده او د کاذبی ویښتیا احساس نو دا خطر لری چی د اوبو د منګی پر ځای د ښوروا دیګ پر سر پورته کړو.

  6. محمد اکرم خان خان Reply

    ملگرى دى یو ۔

  7. ع.شریف زاد Reply

    سلام
    داجمل صیب دلیکنو کچه کله ډېره لوړه وی ټولې لیکنې یې جامع ،علمی ،فرهنګی ،پښتنی ادبی بڼه لری دتاند اوچت اوبې جوړې لیکوال دی.
    راځی یوه لنډه محاسبه وکړو:
    زموږ دپشتو ژبې د اکادمۍ څېړن پوه ،محقق او ….. املاء او انشاء لا غلطه ده
    زموږ حکومتو نو د یوتریلیون مرستو څخه یو صفر هم دژبې دودې ، پرمختګ لپاره په بهر او د ننه کې په کوم مرکزی فرهنګ کې کارول دی؟
    څو فیصد ه مکاتبه په سفارتونو،کونسګریو کې په اسنادو ،مکتوب ، استعلامو ، فورمو، اونورو کې کیږی؟
    کوم ډول سیاست اصول دا ایجابوی چې له پښتو څخه فارسی ته ګام واچوه .ایا د غه ډول سیاست په خوشامندی ،مصلحتی او دژبې په ماهیت باندې اغیز نه لری
    غولول او تېروتنې: دحکومتونو په کچه ، دپښتو تولنې دریاست ، دپښتوژبې داستا دانو دکمزوری دسپلین
    اونیګړتیاوې
    دځینو نام نهادو ډلو ټپلو لافې بآټې چې څوک څوک ستایی هغه نښې دی چې موږ یې لرو .ژبه دتجارت برخې ته ولوېده ،ووژل شوه کاواکه شوه او ډېر منابع یې له لا س ورکړل ، عاقبت په خیر…………

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *