خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

پولیسو کابل کې له ټابلېټ کا ډک موټر نیولی

تاند، شنبه د سنبلې ۳۰مه: د کورنیو چارو وزارت وايي چې په کابل ښار کې یې له ټابلېټ کا ډک موټر ضبط کړی او په تړاو یې دوه کسان نیولي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین وايي چې دا موټر یې د کابل په پلچرخي ساحه کې ضبط کړی دی.

د ښاغلي آرین په خبره، دا ګولۍ کابل ته د بیا تولید او پلور لپاره قاچاق کېدې چې د پولیسو له خوا نیول شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت زیاته کړې چې ددغه اندازه قاچاق په تړاو یې دوه تنه هم نیولي دي.

دا دویم ځل دی چې په تېرو دوو اونیو کې په کابل ښار کې په دومره اندازه ټابلېټ کا نیول کېږي.

د کورنیو چارو وزارت د روانې سنبلې میاشتې په ۱۵ نېټه ویلي وو چې د کابل په اتمه امنیتي حوزه کې یې د مخدره موادو د قاچاق کوونوکو یوه ۶ کسیزه ډله نیولې ده.

د یادونې ده چې له دې کسانو ۳۰ زره ټابلېټ کا ګولۍ او ۷ میلیونه افغانۍ تر لاسه شوي دي.

ټابلېټ کا یو ډول نشه کوونکی توکی دی چې په افغانستان کې یې پېر، پلور او ترې استفاده کول غیر قانوني کړنه بلل کېږي.

1 comment

  1. سنګو Reply

    هر یو غل چې ښکاره کیږي په وطن کې
    سر به یې ایښی وي د یو رهبر لمن کې
    یا غنی به یې بادار وي یا سرور به یې سایه وي
    یا به بل وزیر والي وي دې میهن کې
    له بل چا نه تمه کله د فساد شي
    د اسلام په نامه خره څري چمن کې
    نه دولت نه حکومت شته ملکي ده
    اوس پراتهدي دغه دواړه په مدفن کې
    هر هغه چې یې جهاد د فساد کړی
    بې غلا یې نه ښکاري نور څه تن کې

خپله تبصره ولیکئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *