خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

په پښتو ژبه کي د درنښت او گرانښت نومونه

ليکوال: عبدالنافع همت

په کور او ټولنه کي د مشرانو درنښت او کشرانو گرانښت نه يوازي دا چي يو انساني ارزښت دئ، بلکي غوره انساني او پښتني اخلاق هم دي. درنښت او گرانښت يوه عاطفي موضوع ده، عواطف ښکاره کول يوازي په عملي کړوړو کي نه، بلکي د ځينو کلماتو په ويلو سره هم څرگندېږي، دا عواطف هغه وخت يو څوک ښه څرگندولای سي چي د هر نوم ټاکلی ځای ځایگی، ډول او قاعده وپېژني. 

ما چي د پښتو څومره گرامرونه لوستي، نو د درنښت او گرانښت بحث پوره نه دی په کښي روښانه سوی، چا يوازي دومره ويلي چي تصغيري وروستاړي نوم ته د درنښت او گرانښت مانا هم ورکوي، خو نه يې ټول وروستاړي راوړي او نه يې هم د دې وروستاړو لپاره ځانگړي قاعدې جوړي کړي دي. 

که د ولس خبرو ته پام وکړو، نو ولس د درنښت او گرانښت لپاره يوازي مختاړي نه، بلکي يو شمېر وروستاړي هم لري چي ورته مانا ورکوي او موږ يې په تاريخي متنونو کې هم ډېري بېلگې لرو. بل دا چي تر دې مهاله په گرامرونو کي يوازي پر وروستاړي تکيه سوې ده، ساده نومونه نه دي څېړل سوي، نو زما په نظر دې ته اړتيا وه چي په ژبپوهنه، په تېره بيا فونولوژۍ کي دا اړخ د يوې ځانگړي موضوع په توگه راپورته سي. ما په دې ليکنه کي هڅه کړې چي نوي وروستاړي او مختاړي پيدا کړم، ساده نومونه ورسره وتړم، بيا دا ټول نومونه ډلبندي کړم او په دې ډول د درنښت او گرانښت په اړه يو کُلي بحث مطرح کړم.    

ما دا څېړنه په عمومي ډول پر دريو برخو وېشلې ده. يو د درنښت او گرانښت نومونو مورفولوژيک جوړښت، دوهم د دې نومونو ډولونه او دريم په ولسي ادب کي د دې نومونو يادونه ده. په دې ډولونو کي د مشرانو، کشرانو، مذهبي مشرانو، علمي او مسلکي اشخاصو، ماشومانو او مَينانو د گرانښت نومونه شامل دي.

د دې تر څنگ په منظومو او منثورو متنونو کي د دې نومونو يادونه هم شامله ده. په دې څېړنه کي يوازي پر يوې لهجې تکيه نه ده سوې، بلکي د پښتو له څو لهجو څخه بېلگې غوره سوي، دغه ډول ځيني بيلگې له کلاسيک ادب څخه هم غوره سوي دي. په گرامرونو کي دا موضوع د تصغير، تخفيف او تحبيب په نوم ياده سوې، خو ما يې يوازي د درنښت او گرانښت برخه څېړلې ده. 

صرفي جوړښت

ما لومړی په دې اړه ځيني پښتو گرامرونه ولوستل، له ژبپوهانو، ليکوالو او ولسي خلکو سره مي هم مرکې وکړې، د بېلابېلو لهجو بېلگې مي راغونډي کړې او بيا مي وڅېړلې، د دې څېړني په نتيجه کي مي ځيني قاعدې وموندلې چي ځينو قاعدو ته په پخوانيو گرامرونو کي اشارې سوي، خو تشرېح سوي نه وې او ځينې داسي نوي نومونه، وروستاړي او مختاړي مي هم وموندل چي په نورو گرامرونو کي نه څېړل سوي او نه قاعدې ورته جوړي سوي وې، دلته مي پخوانۍ او نوي بېلگې سره يو ځای کړي او دا دی يوه يوه قاعده يا ډلگۍ له بېلگو سره يو ځای تشريح کوم. 

لومړۍ ډلگۍ: د (خان)، (بابا) او (نيکه) وروستاړي

(خان)، (بابا) او (نيکه) که څه هم خپلواک صفتونه دي، څرگندي ماناوي لري او له وروستاړي پرته هم په جلا ډول د درنښت نومونه بلل کېږي، خو د هغو سياسي، اجتماعي، علمي او تصوفي شخصيتونو تر نومونو وروسته هم راځي چي د ولس په زړونو کي محبوبيت لري، لکه ميرويس نيکه، احمدشاه بابا، رحمان بابا، حمزه بابا، خوشال خان، غازي امان الله خان، پاچا خان، بیټ نيکه او داسي نور. 

دوهمه ډلگۍ: نارينه نوم په ښځينه بڼه اړول  

ځيني نومونه که څه هم له معنوي پلوه نارينه دي، خو د درنښت او گرانښت لپاره يې لفظي جوړښت ښځينه بڼي ته اوړل سوی دي، لکه، (لالا، لالۍ)، (کاکا، کاکۍ)، (ماما، مامۍ)، (مرجان، مرجانۍ). دا ډول نومونه نارينه دي، ځکه هغه نومونه چي په زورکي واله ديفتانگي يا ختم سي ښځينه نومونه بلل کېږي. د يادوني وړ ده چي دغه ډول نومونه کله کله د مشرانو خپلوانو لپاره القاب هم گڼل کېږي. (۱) 

درېيمه ډلگۍ: ښځينه نوم دوهم ځل په ښځينه بڼه اړول

ځيني نومونه که څه هم ښځينه دي، خو د گرانښت لپاره بيا ښځينه بڼي ته اړول سوي وي، لکه (ملاله، ملالۍ)، (مورکه، مورکۍ)، (ادکه، ادکۍ)،(خورکه، خورکۍ). 

څلورمه ډلگۍ: معکوس نومونه

په دې ډلگۍ کي يو چا ته سرچپه خطاب کېږي، هغه نوم چي بايد ماشومان يې کشرانو ته ووايي، برعکس مشران يې ماشومانو ته وايي، مثلا مور ماشوم ته (مور) يا (مورکۍ) یا پلار ماشوم زوی ته (بابا) يا (بابک) وايي، دلته (مورکۍ) او (بابک) وايي.  

پنځمه ډلگۍ: د اوږده واو وروستاړي 

په دې جوړښت کي د نوم اخير يو يا څو توري حذف او پر ځای يې اوږد (واو) وراضافه کېږي، لکه (لالا، لالو)، (کاکا، کاکو)، (خان، خانو)، (ماهره، ماهرو)، (ادکه، ادکو)، (ماما، مامو)، (نازيه،نازو)،(خديجه، خجو). په دې لړ کي د يوې مشهوري پښتنې مېرمني نوم هم راځي چي هغه د غازي وزير محمد اکبر خان مور ده، د دې مېرمني اصلي نوم (بي بي خديجه) وه، خو کورنۍ له گرانښته (خجو) بلله. د يادوني وړ ده چي دا ډول ترکيبي نومونه د نارينه او ښځينه وو دواړو لپاره استعمالېږي. (۲)

شپږمه ډلگۍ: د (ک) وروستاړی 

الف: نارينه نومونه: (ورور، ورورک)، (بابا، بابک)، (لالا، لالک)، (زمری، زمرک)

ب: ښځينه نومونه: (مور، مورکه، (ادې، ادکه)، (خور، خورکه)…

دا وروستاړی د دري او پښتو تر منځ گډ دئ، په دري کي هم دا نوم د تصغير تر څنگ د ناز لپاره راځي، لکه (بابا، بابک)، (دل، دلک) او داسي نور. (۳) 

اوومه ډلگۍ: د (ی، ۍ) ياگانو وروستاړي 

د دې ډول نومونو وروستی توری ليري کېږي او نارينه (ی) ورسره تړل کېږي، لکه (گران، گرانی)، (گل، گلی)، (دوست، دوستی)، (گوړه، گوړی)، خو که نوم په خپلواک اواز ختم سوی و، نو وروستی اواز يې ليري کېږي، لکه (لالا، لالی). په ښځينه نومونو کي بيا د ښځينه يا (ۍ) وروستاړی ورسره تړل کېږي، لکه (انا، انۍ)، (ترور، ترورۍ). په دې ډلگۍ کي د مشهورو خلکو نومونه هم سته، مثلا امير دوست محمد خان خپلو مېرمنو (دوستی) باله. (۴) 

دا ډول نومونه که څه هم په ظاهره د تغصير، تحقير او تخفیف بڼه لري، خو دا د متکلم په نيت، عمر، ځای او مقابل لوري سره په اړيکو پوري اړه لري. (۵) 

اتمه ډلگۍ: د (کړ) وروستاړي 

دا وروستاړی د وزيرو، مسودو، تڼيو، وزيرو او کرلاڼيو قبیلو په ځينو نورو لهجو کي تر نوم وروسته د مشرانو د درنښت او ګرانښت لپاره راځي، لکه (مورکړه، گرانه مور)، (خورکړه، گرانه خور)، (لورکړه، گرانه لور)، (پلارکړ، گران پلار)، (ورورکړ، گران ورور). 

نهمه ډلگۍ: د (مير، ميره) او (سردار) ډلگۍ

(مير) د مشر، ښاغلي او سردار مانا لري چي کله د ساده نوم او کله بيا د تحبيب د مختاړي په بڼه راځي. د افغانستان په تاريخ کي يې څو ځايه يادونه سوې ده، لکه مير عبدالعزيز خان، مير مسجدي خان، مير افغان. په کليوالو سيمو کي د اوبو د وېش مشر ته هم (ميرآو، مير آب) وايي. دغه ډول کله چي ماشومان ډله ييزي لوبي کوي، د دې لوبډلو مشر ته هم (مير) وايي چي د نجونو د ډلو مشره بيا (ميره) بولي. 

لسمه ډلگۍ: بې قاعدې نومونه 

دا ډلگۍ ځانگړې صرفي قاعده نه لري، دا يو لړ ساده نومونه دي چي مور او پلار يې خپلو ماشومانو ته له گرانښته وايي، لکه (بډنگه)، (نونو)، (مونو)، (گرانجو). دا ډول نومونه اکثره مانا نه لري يا ښايي يو وخت به يې مانا درلوده، خو اوس يې څوک په مانا نه پوهېږي.

د درنښت او گرانښت د نومونو ډلبندي

الف: انسانان: مور، پلار، خور، ورور، تره، ترورۍ، بابا، کاکا، استاد، حاجي صاحب، حاجياڼۍ، ترور، انا… دا نومونه معمولا د استعارې په ډول استعمالېږي، استعاره په دې مانا چي يو څوک يې پلار نه دئ، خو دی د درناوي په خاطر پلار ورته وايي. 

ب: حيوانات: وری، زمری، زمرۍ، مرغۍ، بلبل، بلبلکه، زرکه، هوسۍ، توتي. 

ج: بوټي او وني: گلاب، سنځله، چناره، نښتر، لونگ، شبۍ، ببری 

د: د سينگار سامانونه: لونگين، غمی، مرجانۍ، چمکلۍ، غجرۍ، اشرفۍ.   

اشتقاقي جوړښت

الف: ساده نومونه: لکه زمری، زمرۍ، گلاب، غمی … 

ب: اشتقاقي نومونه: لکه نازو، شهۍ، مامک، لالک …

ج: مفرد نومونه: وری، سپين، گلاب، غوټۍ، څانگه، نرۍ

د: ترکيبي نوم: گل دادا، حاجي لالا، سپينه ادې، غازي ادې 

د اجتماعي موقف، اړيکو ، عمر او مسلک له مخي د نومونو ډولونه

۱- مسلکي نومونه: ډاکټر صاحب، انجنير صاحب، معلم صاحب، پوهاند صاحب

۲- وظيفوي نومونه: وزير صاحب، معين صاحب، رئيس صاحب، والي صاحب … 

۳- ديني نومونه: ملا صاحب، مولوي صاحب، مولانا صاحب، اخوند صاحب، اخوندزاده صاحب، پير صاحب، اغا صاحب، حاجي صاحب، حاجياڼۍ، حضرت صاحب، خواجه صاحب، ميا صاحب، پيرگل، خدای گل، صاحبزاده صاحب…    

۴- د کورنۍ، قبيلې او محلي مشرانو نومونه: خان صاحب، حاجي خان اکا، خانو اکا، خان لالا، گل دا دا، لويه ادې، غازي ادې…  

۵ – د خپلوانو نومونه: 

الف – مور: (آبۍ) (موره کۍ)، (مورکه)، (آدې)، (آدکه)، (مورا).

د يادوني وړ ده چي (مورا) د ملا صاحب مېرمني ته وايي.

ب – پلار: بابا، آبا، بابک، بابکو، لوی بابا، اغا، لوی آغا، حاجي اغا، پلارگل، پلارکړ …

ج- مشر ورور: ورورک، لالا، لالک، ورورکی، لالی، ورورکړ  

د – مشره خور: دادا (کندهارۍ لهجه) خورکه، خورکۍ، خورکړه 

۶- ماشومان: زړگی، جانان، گران، خوږه، خوږه کۍ، بوره، مونو، نونو، وری، زرغټی، گل، گلالی، ببری، لونگ، لونگين، پسته کۍ، واورينه، ورېښمينه، سورکی، سورککۍ، نانی، ناني گی، ننوگی، بډی، لنډو، منو، منوگۍ، بسوگۍ … 

د ناوي نومونه:

په ډېری کليوالو پښتنو کي دا رواج دئ چي ناوې د خسر کره راواده سي، نو هم خسرگنۍ پر ناوي او هم ناوې د خسرگنۍ پر کشرانو او مشرانو د درنښت او گرانښت نومونه ږدي، لکه حاجي اغا، خان اغا، پاچا اغا، شاهزاده، نازک، لوی اغا، بابک، زړگی، غمی، زرغټی. د يادوني وړ ده چي اوس د ناويانو او لېورونو نومونه ادبي او هنري سوي دي، لکه ځلا، ښکلا، هيله، وړانگه، سباوون، ستوری، سپوږمۍ، رڼا، توريالی، ننگيالی، زمريالی. (۶) 

د مَيَنانو نومونه:

 گران، جانان، شها، شهو، شهۍ، شاهۍ، نازک، نازکه، نازو، لېونۍ، ښاپېرۍ، لېونو، نرۍ، گل، گلو، مسته، ځوانيمرگه، ښايستو … 

په منظومو او منثورو متنونو کي د درنښت او گرانښت نومونو يادونه

لونگين: 

د فتح خان بړيڅي په نکل کي (رابیا) د فتح خان کورنگ داسي مخاطب کوي: 

د فتح کورنگه نال به دي زرين کړم

که دي دا وار فتح راوړ

زما امېل به ستا د غاړي لونگين کړم. (۷) 

گل: 

پښتانه له گرانښت څخه يو بل ته د (گل) صفت خورا ډېر کاروي، کله کله خو دا صفت په نوم هم اوړي، دا صفت هم د پښتو ادبياتو په نثر او هم په نظم کي ياد سوی دئ، په کاکړۍ غاړو کي د گل يادونه داسي سوې ده:

گله ستا له پردېسۍ

تبي راولوېدې ژړۍ

گله دود کړه سپلني

دا ظالمان دي نه پرېږدي. (۸) 

شاهۍ: 

شاهۍ، شهۍ، شهو او شها د معشوقې يا ايډيال لپاره استعمالېږي، په دې لنډۍ کي يې داسي يادونه سوې ده: 

شاهۍ زړه سوه وار يې تېر سو

اوس د منگي پر ځای کوزې راډکوينه

شهۍ: 

پټې خزانې د نامتو توريالي پښتانه سپاه سالار سيدال خان ناصر يو شعر راوړی چي شهۍ هم په کښي ياده سوې ده:  

مين چي اشنايي کا، شپه و ورځ به گرياني کا

(شهۍ) ده ستمکاره خوشحال زړونه به زخمي کا. (۹)

ښاپېرۍ: 

غني خان خپلي لور ته له گرانښت څخه ښاپېرۍ وايي او په خپل يوه شعر کي د هغې د زېږېدو نېټه داسي بيانوي: 

پيدا له يوې حوري سوه وړوکې ښاپېرۍ

د مې په اتلسم

شغلې ترينه ختلې د رڼا نرۍ نرۍ

دشمن کره ماتم. (۱۰) 

ببری:

په پښتو کي د ريحان گل ته (ببری) وايي، په دې لنډۍ کي يې هم يادونه سوې ده:

 توره ببريه خوند دي نسته

په ونه ټيټ يې هر سړی دي بويوينه 

نازو: 

په ملي هينداره کي د يوه نکل ناره داسي ده:

که کمين دئ نازو ستا صورت کمين دئ

نازوگلي تر کميس دي مړوند سپين دئ. 

بيبو: 

د ښادي او بيبو د نکل په يوه ناره کي د بيبو نوم داسي ياد سوی دئ:

د بيبو له اريانيه د کريکښ د خوشحاليه

که به ناز د بيبو اخلې په دنيا کي کريکښ مه کړې د روزيه

مير: 

دا لنډۍ د طالب جان او گلبشرې په نکل کي ياده سوې ده:

د طالبانو مير به يار کړم

تر پېښوره به مي ټول لېورونه سينه  

ميره:

په يوه لنډۍ کي د نجونو د مشري يا ميري يادونه داسي سوې ده:

د نجونو مشره يې واده کړه

اوس به په سرو منگولو څوک دريا وهينه

ښاغلی عبدالباري جهاني هم په خپل يوه شعر کي د (مير) کلمه داسي يادوي:

هسکه پامیره، د غرونو میره

بیا دي پرتې دي واوري پر ږیره

بیا دي لمن ده له کیسو ډکه

د چا له فتحي، د چا له ویره.

ادې: 

په ډېرو متلونو او محاورو کي د (ادې) کلمه یاده سوې چي يوه بېلگه يې دا ده:

ادې که زوروره ده، د بابا له زوره ده. (۱۱) 

ادکه:

د استاد ناشناس په اواز کي به دا مشهور سروکی ډېرو خلکو اورېدلی وي چي وايي: 

(ادکي) موري دارو مه کوه

زه مي خواږه اشنا پر زړه ویشتلې يمه، دارو مه کوه…

بابا: 

د يوه نکل په ولسي نظم کي د (بابا) کلمه په دې ډول راغلې ده: 

بابا حلالولم

ميرې ورته نيولم

کوچنۍ خور په کډو کي لويولم 

زويکه، بابک: 

په دې کاکړيو غاړو کي د (بابک) نوم داسي ياد سوی دئ:

ولـــي نه راځې (بابکه)
څنگه زړه دي دئ لايکه

ولي نه درځم (زويکه)

د کور لار دي را څه ورکه

ولي هلته نه وه ورکه

چي روپۍ دي کړې و زړه ته

يار: 

چا راته وېل چي يار دي تور دئ

ما په رڼا ليدلی نه دئ تور به وينه.

جانان:

جانانه بد مي اموخته کړې

چي خوله در نه کړم مرور گرځې مينه. (۱۲) 

څرنگه چي هر نوم او د نوم هر ډول جوړښت لومړی له يوې لهجې او يوې سيمي څخه راټوکېدلی، نو دا نومونه هم تر اوسه پوري د ټولي پښتونخوا په کچه نه دي مشهور سوي، مثلا په يوه سيمه کي (دادا) پلار، يا نيکه او په بله سيمه کي بيا مشري خور ته وايي. بل دا چي دا نومونه يو ټاکلی تعريف نه لري چي بايد د يو چا لپاره خامخا او کټ مټ په همدې مانا وکارول سي، استثنايي حالتونه او مشترک نومونه هم لري، کېدای سي يو نوم هم د معشوقې او هم د ماشوم لپاره وکارول سي.

بله خبره دا ده چي په پښتو ژبه کي د دري غوندي د (عاشق) او (معشوقې) يا (عاشق) او (معشوق) غوندي فاعل او مفعول نه سته، بلکي دواړي خواوي د فاعل رول ادا کوي، يوازي د وروستاړي په وسيله يې ښځينه او نارينه نومونه سره جلا کېږي چي يو (مَيَن) او بله يې (مَيَنه) نومېږي. بله موضوع د (جان) کلمه ده چي تر نوم وروسته راځي، زما څېړنه ښيي چي په پښتو ژبه کي (جان) د ځينو نومونو برخه کېدای سي، لکه سيد جان، بابو جان، گل جان، خو د مشرانو لپاره د (جان) وروستاړی نه ويل کېږي، لکه پلار جان، مورجانه، خورجانه، ورورجان… د مشرانو لپاره د (جان) وروستاړی کارول د پارسي ژبو خلکو دود دئ، هغوی د خدای پاک لپاره هم د (جان) صفت کاروي، مثلا (خدا جان) وايي.  

حاجي خوړين اکا | ليکوال: عبدالنافع همت

زما په نظر د درنښت او گرانښت موضوع ډېره پراخه او نوري څېړني ته هم اړتيا لري، زه د پوهنتون له درنو استادانو څخه هيله لرم چي دا موضوع محصلينو ته د مونوگراف يا تيسس لپاره ورکړي. محصلين کولای سي چي د خپلي لهجې او سيمي د درنښت او گرانښت نومونه راغونډ او وڅېړي، په دې ډول به موږ وکولای سو چي د پښتو ژبي د ټولو لهجو د درنښت او گرانښت د نومونو يوه بډايه مجموعه ولرو. 

ماخذونه:

۱: خوېشکی، صابر، ۱۳۹۸ه ش کال، پښتو معاصر گرامر، درېيم چاپ، ۵۲ مخ، د ژبو او ادبياتو پوهنځی، پښتو څانگه، کابل پوهنتون.

۲: بېنوا، عبدالروف، ۱۳۸۷ ه ش کال، پښتنې مېرمني، ۴۷ مخ، د اطلاعاتو او کلتور رياست، کندهار. 

۳: زيار، مجاور احمد، ۱۳۹۶ه ش کال، پښتو ويي پوهنه او وييرغاونه، ۳۶۸ مخ، دانش خپرندويه ټولنه، کابل. 

۴: مسټټر، ډار،  ۱۳۲۶ه ش کال، د ډار مسټټر پښتو څېړني، ۹۰ مخ، د علامه حبيبي او بېنوا صاحب پښتو ژباړه، پښتو ټولنه، کابل.

۵: رښتين، محمد صديق، ۱۳۷۲ ه ش کال، پښتو گرامر، ۶۸ مخ، يونیورسټي بک ايجنسي، پېښور.  

۶: زيارتواله، ارزو،  ۲۰۱۷، ليکنه مجله، د اپريل، سپټمبر گڼه، ۳۰۶ مخ، د پښتنو مړو او خويندو نومونه مقاله، پښتو اکاډمي، کوټه. 

۷: نوري، محمدگل، ۱۳۸۹ه ش کال، دريم چاپ، ملي هينداره، ۴۵ مخ، علامه رشاد خپرندويه ټولنه، کندهار. 

۸: ژړک، محمد صادق، ۲۰۱۰ ميلادي کال، کاکړۍ غاړي، ۴۱۷- ۴۲۲ مخونه، پښتو ادبي غورځنگ، کوټه. 

۹: هوتک، محمد، ۱۳۳۹ ه ش کال، پټه خزانه،۱۷۲ مخ، د پوهني وزارت، کابل. 

۱۰: غني، غني خان، ۲۰۱۴ ميلادي کال، لټون، ۲۸۹ مخ، یونيورسټي ايجنسي بک، پېښور. 

۱۱: لېوال، فدا محمد، ۱۳۹۰ ه ش کال، لس زره پښتو متلونه، ۱۴ مخ، صديقي خپرندويه ټولنه، کوټه. 

۱۲: بڅرکی، ننگيالی، ۱۳۶۹ ه ش کال، د کندهار فولکلور، ۹۶ مخ، علومو اکاډمي، د ژبو او ادبياتو مرکز، کابل. 

په تاند کې د ښاغلي نافع نورې لیکنې

1 comment

  1. شاهین افغان Reply

    ډېره په زړه پورې موضوع مو انتخاب کړېده . ټول لوستي پښتانه هریو باید دې برخې ته پاملرنه وکړي او ستاسو دا قېمتي او له ارزښته ډکه موضوع او خپله ژبه بډایه کړو .

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *