خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

په نړۍ کې ولې بېعدالتۍ دي؟| جنرال دولت وزیري

په اوسنۍ نړۍ کې چې د ساینسي پرمختګ او فکري تحول عصر ورته وايي، لا هم ځینې بېعدالتۍ روانې دي، کمزوري هېوادونه او کمزوري انسانان یې رنځ ګالي، خو زورور یې ننداره کوي.

فرانسوي فیلسوف ژان پل سارتر به ویل:

«له مرګ او لوږې څخه تل د خطر احساس، انسان ته د ژوند حق، خوند او مانا ور پېژني.»

د نړۍ په بېوزلو هېوادونو کې ګڼو انسانانو ته لوږه خپله د مرګ معنی لري. دوی د ځینو زورواکو او ظالمو واکمنانو د جبر قرباني کېږي. هرڅه په چوپه خوله ګالي او خپلې بېوسۍ ته ژاړي.

سارتر به ټینګار کاوه او ویل به يې:

«ټوله نړۍ د بېعدالتۍ سیمه ده، که چېرې دغه بېعدالتي ورسره منئ، تاسو هم په جرم کې ور سره شریک ګڼل کېږئ. او که چېرې غواړئ چې په زور يې بدله کړئ په جلاد او وژونکي بدلېږئ. د بېعدالتیو په مبارزه کې قوي ایمان او باور ته اړتیا ده. هغه ایمان او باور چې په یوه وسوسه او حرکت کمزوری شي، ایمان نه بلکې یو خیال او سراب وي.»

که څه هم انسانان د سترګو په رپ کې نړۍ نه شي بدلولای، خو کولای شي په خپل وجود کې دننه د حرص او قدرت غوښتنې بلا مهار کړي.

سارتر د شلمې پېړۍ د تر ټولو ستر فیلسوف تر څنګ غوره رمان لیکونکی، ننداره (نمایشنامه) لیکوال او کره کتونکی و.

شلمه پېړۍ هم د زیاتو بېعدالتیو او جبر شاهده وه، خو د پېړۍ په وروستیو کې له ځینو هېوادونو فکري انقلابونه پیل شول او د هغوی مثبتو اغېزو د ټولې نړۍ بشري ژوند بدل کړ.

زیات بشري ناورینونه په انسانانو کې راټولو شویو عقدو له کبله رامنځته کېږي، ځکه یو انسان هر وخت په خپل ذات کې دننه له ځان سره په جنګ کوي او د ځان د پخلاینې په چل ډېر ناوخته پوهېږي، یا هېڅ نه پوهېږي.

سارتر وايي:

«کله چې د یوازیتوب احساس وکړو د ملګري په لټه کې شو او کله چې ملګری پیدا کړو بیا يې د عیبونو او کمزوریو په لټون کې شو او بیا کله يې چې له لاسه ورکړو په خاطرو او یادونو پسې يې د لیونتوب تر سرحده ستړي شو، خو بیا هره هڅه عبث وي ځکه په خپله مو له لاسه ور کړی وي.»

غني فلسفي شاعر به ویل:

دې ګوګل کې مې د ننه

هم دوزخ دی هم جنت

د ګوګل کې مې دننه

هم دنیا ده هم عقبا

دا هم لاره هم کاروان دی

هم تدبیر دی هم قسمت

پروت په دې کې ټول داستان دی

د جزا او د سزا

بیا د زمانې د بېعدالتیو په هکله شاعر وايي:

څه زمري کړل، زمانې د تماشو

ننوځي يې په غار ګیدړ، پیشو

د لړم په څېر به سپک ومري بې قدره

هغه څوک چې څوک يې ژاړې له لیشو

او بیا خوشحال بابا د ټینګ باور او کمزوري ایمان په هکله وايي:

خلک سره یاري کا په دروغ

وبه نه وینې دوه زړونه سره روغ

ننګیالي د ننګ له پاره

په هر څه لګوي اور

چې په نام او ننګ اړ نه وي

که تل ژوي مخ يې تور.

انسان د نړۍ بېعدالتۍ هغه وخت له منځه وړلای شي، چې په ځان کې دننه اول له ځان سره روغه وکړي، له ځان سره حساب کتاب وکړي او لومړی له ځان سره انصاف وکړي.

د افریقا یوه وږي انسان ته عدالت یوه مړۍ ډوډۍ، خو اروپا یوه ماړه انسان ته عدالت په ټاکنو کې د رایې ورکولو حق، د وینا او مطبوعاتو ازادي او د ټولنیزې برابرۍ چانس لرل دي.

په دې هیله چې په افغانستان کې هم هغې مرحلې ته ورسېږو چې لوږه ختمه شي، ټولنیز عدالت تامین او خلک لومړی له ځانونو سره روغه وکړي.

 

1 comment

  1. نور عرفان Reply

    نو په دې اساس، زمونږ هېواد کې بې عدالتي انګازې کوي جناب وزیري صیب! دا ځکه دلته د اروپايي انسان په څېر انسانان هم ژوند کوي چې ځانونه یې د خپلو مظلومو هېوادوالو په وینو ماړه کړل او اوس په دې فکر کې دي چې څه ډول رایه وکاروي او خپل حق وغواړي او د خپل حق په غوښتنه کې هم مظلوم خلک د اور لرګي ګرځوي، بلخوا د افریقايي انسان په څېر انسان هم افغانستان کې ژوند کوي او هغه ته عدالت یوه مړی ډ‌وډۍ دی.
    بله بې عدالتي دا هم ده چې ځینې کسان د خپلو شخصي موخو لپاره د نورو موخې تر پښو لاندې کوي او د یوه نا عادله انسان لپاره غوړه مالي کوي او عدالت تر پښو لاندې ږدي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *