خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

په درنه شپه کې د ډار روایت| عبدالوکیل سوله مل 

په درنه شپه کې د ډار روایت عبدالوکیل سوله مل

درنه شپه د سلیم حیات داسې لنډه کیسه ده ،چې د کیسې راوی د ټکسي ډرایور دی او هغه ځای ته رسیدلی له کومه ځایه چې باید خپله سورلۍ راپورته کړي ــ خو په توره شپه کې نا اشنا ځای چې د اوسیدو له سیمې ګوښی دی دی وبیروی: (بیا مې موبایل کې نقشې ته په زیر زیر وکتل، چې زه سم ادرس ته راغلی یم که نه؟ ادرس مې هم سم و)

کیسه په ویره پیلیږي، او دا ویره دا دده په وړاندې دلوې هدیرې راڅرګندیدل دی: (پام مې شو چې زه

اوس د هدیرې په منځ کې ولاړ یم .

ماته په ماشومتوب کې د نیاګانو  کیسې را ياد شوې،

چې په هدیره کې پیریان او ارواګانې گرځي)

خو دروای ویره هله ډیریږي او دده غونی زیږوي کله چې په توره شپه کې توره پیشو وویني: (کتل مې چې ښه  لرې د یوه قبر په شناخته يوڅه شی خوځیږي. شي له شناختې ښکته راټوپ کړل ، ورو ، ورو زماه په لوري را روان شو، غونی مې ځیږ شو، شی به کله په قبرونو کې ورک شو ، کله به بیا را ښکاره شو،کتل مې چې توره پیشو له قبرونو را ووته)

پیشو په کیسه کې تصادفی نه ده راغلې، پیشو په ګڼو فرهنګونو کې د ډار، ویرې او بدمرغۍ  سمبول دی. ویل کیږی چې د پیړیو پیړیوپه اوږدوکې شیطان خپل ځای جادوګر ته پریښود او دا عقیده ېې وزیږوله  چې توره پیشو له جادوګرانو سره په رابطه کې ده. د دې عقیدې له مخې ېې توره پیشو په بدله جامه کې جادوګرګا ڼه. ځکه خو راوی ګرم نه دی چې توره پیشو بد شګون وګڼي. او د هغې په با ب ېې  خپل تصورات مخې ته ودریږي او ګڼې پوښتنې ېې په سرکې راوټوکیږي:(دا پیشو دلته په هدیره څه کوي ؟ دلته نیږدې کورونه هم نشه .اوریدلې مې و چې پیران او ارواګاني د حیواناتو په شکل کې ځان بدلولی شي)

په هدیره کې  په توره شپه کې د تورې پیشو راڅرګندیدل یوازینۍ بلا نه ده چې د راوی زړه په منګولو کې نیسي او په وجودېې د ویرې خپسه کینوی بلکې هدیره اوس دی په نورو بلاګانو هم اړوي. له پیشو وروسته په هدیره کې دراوی پام بلې بلا ته اوړي چې هغه ېې دزړه درزا لا زیاتوي.(، پیشو ورکه شوه .کتل مې چې دا ځل په هدیره کې په قبرونو باندې یوډیر اوږد سیوری  ښکته پورته کیږي ، دا سیوری  زماه په خوا  په قرار قرار  رانیږدې کیږي. په زړه مې ساړه ننوتل، بدن مې یخ شو، زر مې بخارۍ ولګوله  . لاسونه  مې په ریږدیدلو راغلل.)

ویره لا غزیږی، توره تیاره، هدیره او په هغې کې د بلاګانو راڅرګندتیا شپه لا درنوی، دا ویره تر هغې غزیږی ،څو سورلي راڅرګنده او موټر ته راوخيژي خو مو ټر ته د راختلو په درشل کې هم د راوی بدن له ویرې وریږدوي. نږدې وي زاره ېې وچوي.(سیوری ناڅاپه ورک شو، له ورک کیدلو سره  سم ګړز شو، چې د موټر د شاه دروازه راخلاصه شوه.زړه مې ولویده ستوني مې بند شوما ویل که ساه مې له پښو ووتله، په موټر کې څراغونه روښانه شول  . یو درانه اواز مې په غوږونو کې انګازې جوړې کړې . څومره کلمي  او ایاتونه چې راتلل په لوستلو مې پیل وکړ .دومره پوه شوم چې اواز دی وایې هیلو ډریور. د ډیور په اوریدو مې په ذهن کې راغلل چې ته خو دسپرلۍ  د خیژولو لپاره دلته راغلی یې  ، دابه ستا سپرلۍ وي)

راوی د خپلې سورلۍ په لیدلو د آرام ساه ا خلي ، یو خو سورلۍ مومي او بل له هدیرې چې د ویرې ځاله او سیمبول دی په خیر وځي . خو په لارکې یوه بله ویره سودا وراچوي او هغه د کرونا د وبا سودا ده چې ټولې کوڅې او سرکونه ېې له خلکو تش کړي دي: (په موټروې خال خال کوم موټر راښکاره شي .دومره چوپتیا خوره ده چې یواځې د موټر د ټایرونو او دانجن شنګس اوریدل کیږي . په موټروې یواځې زما د موټر دوه مخکي څراغونه دي چې په تیاره کې لار باسي .د سړک شاه او خوا ونې بوټي دا هر څه یو بوږنونکی انځور وړاندې کوي .داسې برېښي لکه چې  ټوله نړۍ  د مرګ په بد کومي کې ویده وي) .

په دې سودا کې راوی یوازې نه دی دا هغه ویره ده چې ټول بشریت ته ېې لویه اندیښنه ورغورځولې ده . خو ځنو ته دا وبا هغه چې وایی ((هغه شر دې پیښ شي چې زموږ په کې خیر وی )د ګټې په یوې  ښې سرچینې او وسیلې هم اوښتې ده .( باب تاسو پوهیږی چې نن مې درې جنازې وکړې ، دا  دی ۱۳ ساعته کیږي ، چې په کار کې وم .زماه ګران دوست ډینل خپله مریض شوی . خپل یو خدمت یې ماته را سپرلی وو له هغه دا څو شیبې وړاندې را فارع شوم)

هغوی چې شر ېې په خیر تمام شوی نه یوازې د وبا په دې لوی بشری ناورین کې خورا ډیر بوخت ښکاری ، اجورې هم لوړې

شوي دی او خورا خوشاله دی: (څوک راباندې پوه نه شول چې زه د بل چرچ  پریست  (ملا ) یم.

بیا یې په کټ کټ  وخندل ښه غوړ چرګ و ، فیس یې هم ډیر ښه وو))

لوييو بشري غمیزو که په هره بڼه وی ( زلزله ، طوفان ، وبا ،جګړه  او نور….) تل د پنځونکو پام ځانته رااړولی دی او دهنری ادبیاتو په زړه پورې برخه  هم جوړوي . په دغو ادبیاتو کې د هستونکو لوی تمرکز د انسان په دوه مخی توب کې دی چې په دغسې ناورینونو کې له خپل اصلیته ځومره لیرې او پردی کیږي . په دغسې حالاتو کې که نوروګړي د ناورین بیړنی پای غواړی دوی ېې اوږدیدل او غزیدل. دوی په دې پوهیږي چې ناورین ېې هوس خړوبوی او د نورو په مرګ ېې ژوندپايي:

(اخ د خدای څه خدایې ده  ،زما ژوند او روزي د بل په مرګ کې ده اوستا د خلکو په خوښيو او خوشحالیو کې)

دا ډول انسان چې ګټه او ژوند ېې د نورو په مرګ پورې تړلی دی څومره بې صبرانه د وبا د بیا راتلو په فکر کې دی :

( ملا وخندل :  داسې ویل کیږي ، چې ډیسمبر کې  یې  بله څپه راروانه ده ،هیله ده چې زمونږ کار به هم ښه شي)

 

دداسې کیسو بیلګې که په نړیوالو ادبیاتو کې خورا ډیرې دی پښتو کیسه ېې هم بیلګې لری: لکه د زرین انځور ((هډوکي ))، او د اکبر کرګر (   تا بوتونه کفنونه   )  چې د افغانستان د کورنۍ جګړې په منځ کې مو ددې ملا په څیر د یوبل کرکترسره اشنا کوی چې جګړه ېې د ګټې او کار ښه سرچینه ګرځي.

که څه هم دا ویرونکې کیسه د ویرونکې ژانرپوره بڼه نه ده خو وبره په یوه بله با ڼه تر ډیره پالی. کیسه په فردی ویره پیل او په جمعی ویرې بدرګه کیږي . ددې ترڅنګ د پښتو کیسې د لوستونکي لپاره په دې هم په زړه پورې ده چې که له یوې خوا دیوه عیسوي ملا ریا او دوه مخی توب او له دین او انسانیته لیروالی او پردیتوب  ښه اتځوروي ، په عیسوي کلتورکې مو دمړي  دښخیدو له کلتورسره هم ښه بلدوي . خو په کیسه کې د پښتو ادب ددوو مشاهیرو:( خوشال او غنی ) ذکردهغوغیرې پښتنو لپاره چې د پښتو ادب سره نا بلده دی په کیسه پوهیدا ستونزمنه او خوراګرانوي . همدا رنګه عیسوي ملا ته د خیټورخطا ب هم ناسم او د لیکوال نا پیلتوب له پوښتنې لاندې راولي . ښه به وای که ددې نومونې پرځای د ملا  څیرې او بدن  انځورونې ته ډیره پاملرنه شوې وای . په کیسه کې ددې عبارت (وایې له کومې بلا چې خلاصی نلرې، دوه ځله په غیږ ورځه .) پرځای که داسې راغلی وای :(له هغه میلمه چې دې نه رغیږی دوه ځل ستړی مشي ورکاوه ) دکیسې سره به ېې لا ښه اړخ لګاوه.

کیسه په ټوله کې روانه ده او عالی تصویرونه لري. نثر ېې خورا طبعی دی. موضوع ېې هم نوې او دورځني ژوند په ټولو برخو سیاست ،اقتصاد ،هنر او ادب ېې سیوری غوړولی دی…

درنه شپه 

په تورې غټې پنجره لرونکې دروازه چې مې د موټر د څراغونو رڼا ولګیده، دروازې جټکه وخوړه ، په قرار قرار یې خپله غیږ پرانیسته ، زه هم ورو ورو ورنیږدې کیدم .ترهغه لوی پراخ انګړ ته دننه شو م . همدا پوخ یوستوی سړک مخامخ تللی دی . دواړه خواو ته دصبر دنګې ونې داسې ولاړې دي ته به وایې چې پوځیان د چا په اخترام تیار سی ولاړ وي . ښه مخکې لاړم د ونو په اخر کې لاره نوره بنده ده ، د ګردي په مینځ  کې د نرګس ګلان داسې مخ ښکته ګوري ، لکه مرور ماشومان . پورته مې پام شو چې د عیسې ع  مجسمه په صلیب کې را زوړنده ده . اخوا دیخوا چې مې وکتل، پام مې شو چې زه اوس د هدیرې په منځ کې ولاړ یم .

ماته په ماشومتوب کې د نیاګانو  کیسې را ياد شوې ،

چې په هدیره کې پیریان او ارواګانې گرځي. زر زرمې سترګې وسولولې ، بیا مې موبایل کې نقشې ته په زیر زیر وکتل، چې زه سم ادرس ته راغلی یم که نه؟ ادرس مې هم سم و ، بیا مې  اخوا دیخوا وکتل ، هیڅ کومه ودانی نه مالومیده ، کتل مې چې ښه  لرې د یوه قبر په شناخته يوڅه شی خوځیږي. شي له شناختې ښکته راټوپ کړل، ورو ، ورو زماه په لوري را روان شو، غونی مې ځیږ شو ، شی به کله په قبرونو کې ورک شو ، کله به بیا را ښکاره شو ،کتل مې چې توره پیشو له قبرونو را ووته. زما د موټر مخ کې تیره شوه،  دا هم زماه لپاره ښه شګون نه وو ، هغه هم په توره شپه او بیا په هدیره کې . پیشو په منډه د دنګو ګورو ونو ټل کې ننوته .له ځان سره مې وویل : دا پیشو دلته په هدیره څه کوي ؟ دلته نیږدې کورونه هم نشه .اوریدلې مې و چې پیران او ارواګاني د حیواناتو په شکل کې ځان بدلولی شي ، پیشو ورکه شوه .کتل مې چې دا ځل په هدیره کې په قبرونو باندې یوډیر اوږد سیوری  ښکته پورته کیږي، دا سیوری  زماه په خوا  په قرار قرار  را نیږدې کیږي. په زړه مې ساړه ننوتل ، بدن مې یخ شو، زر مې بخارۍ ولګول. لاسونه مې په ریږدیدلو راغلل. سیوری نور هم رانیږدې کیږي ، اوس نور هم رانیږدې شو  .سیوری ناڅاپه ورک شو ، له ورک کیدلو سره  سم ګړز شو ، چې د موټر د شاه دروازه راخلاصه شوه .زړه مې ولویده ستوني مې بند شوما ویل که ساه مې له پښو ووتله، په موټر کې څراغونه روښانه شول . یو درانه اواز مې په غوږونو کې انګازې جوړې کړې . څومره کلمي  او ایاتونه چې راتلل په لوستلو مې پیل وکړ .دومره پوه شوم چې اواز دی وایې هیلو ډریور . د ډیور په اوریدو مې په ذهن کې راغلل چې ته خو دسپرلۍ  د خیژولو لپاره دلته راغلی یې  ، دابه ستا سپرلۍ وي .د موټر په داخل شیشه کې مې شاته وکتل ، له بل هیلو سره یو تور لاسي بکس د موټر د شاه سیټ  ته را ګوازار شو.

ترهغه مې چې شاته وکتل غټ خیټور سړي چې تور اوږد کوټ یې په تن دی کوښښ کوي  چې موټر ته را وخیژي .په ما کې  هم لږ  ساه وچلیده  ، نه پوهیږم چې ما څه ورته وویل تر هغه غټ خیټور سړی چې توره شکور څکره خولی یې په سر ده راوتلې رډې سترګې زوړند غومبوري د زنې لاندې  راوتلی جیجوري یې  عجیبه ښکارېده . ساه اوتیږه دی ، له ځان سره لګیا دی ، خبرې کوي ، وایې  دا پښې خو وغیم چې تر موټره  راسره یاري نشي کولای . د سیټ ملا وستی یې وتاړه ، سر یې شاته په سیټ تکیه کړ ، سترګې یې پټې کړې ، میسټر ډریور وبښه زه ستړی شوی یم ، یو څو دقیقې اجازه راکه ، چې دمه  جوړه کړم . زماه اوستا لاره اوږده  ده ، بیا به خبرې کوو . ما همدومره وویل :

سمه ده صیب . زه نه پوهیږم چې زماه داخبره به سړي اوریدلي وي او که نا؟

خیټور سړی همداسې له ځان سره بونګیده ، ماه حرکت وکړ .

یو څو شیبې وروسته لوی سړک ته راووتم .

دولت په ټولو ښار کې ګرځ بندیز لګولی ، هیڅوک له کوره بې ضرورته د وتلو اجازه نلري .اوس په ښار کې یواځې د پولیسو  او د بیړنیو مرستو  کار کوونکو موټران  ښکته پورته کیږي،  پدې کې ټیکسي خدمتونو ته هم اجازه ورکول شوي

اوس  د موټرو ګڼه ګونه نشته ، زه ښه په تیزۍ کې د ښار  کوڅې او واټونه تر شاه پریږدم  ، په موټروې خال خال کوم موټر راښکاره شي .دومره چوپتیا خوره ده چې یواځې د موټر د ټایرونو او دانجن شنګس اوریدل کیږي . په موټروې یواځې زما د موټر دوه مخکي څراغونه دي چې په تیاره کې لار باسي .د سړک شاه او خوا ونې بوټي دا هر څه یو بوږنونکی انځور وړاندې کوي .داسې برېښي لکه چې  ټوله نړۍ  د مرګ په بد کومي کې ویده وي . زه هم له ځان سره وایم،  چې زه ولې ژوندی یم ، په کومه خوا روان یم ، دا چیرته روان یم .ناڅاپه د کلیسا لوی زنګونه وکړنګیدل ، ډنګ ډونک په پرله پسې  کړنګېږي  ، د فکرونو له ټالونو را پریوتم  . شاته سیټ کې ناست خیټور  سړی لکه چې له خوبه را ويښ شو ، له ځان سره وډونګیده .موبایل یې غوږ ته ونیو  :

هایې باب !

ایله مې فکر ځای ته راغی ، چې دا  خو ددي خيټور ټېلېفون و .

خیټور سړي په ټیلفون کې مقابل کس ته وویل :

باب تاسو پوهیږی چې نن مې درې جنازې وکړې ، دا  دی ۱۳ ساعته کیږي ، چې په کار کې وم .زماه ګران دوست ډینل خپله مریض شوی . خپل یو خدمت یې ماته را سپرلی وو له هغه دا څو شیبې وړاندې را فارع شوم ، اوس  د کور په خوا روان یم ، دهغه دنده ماه تر سره کړه . بیا یې وویل:

باب یوبله  ستونزه داوه چې ددې چرچ د جنازې مراسم  زمونږ له چرچ نه ځانګړي وو .

خو له ډینل سره دې خدای ښه وکړي ، د جنازې د مراسیمو  ټول اوصول او درودونه یې راته ایمل کړي وو. تر  دې ښه  لا دا وو چې یو لنډ فلم یې هم ورسره را لیږلی وو .هغه مې ټول وکتل ، بس  هر څه په خیر تیر شول .

سړي وخندل :

څوک راباندې پوه نه شول چې زه د بل چرچ  پریست  (ملا ) یم .

بیا یې په کټ کټ  وخندل ښه غوړ چرګ و، فیس یې هم ډیر ښه وو .

خیټور سړي خپلې خبرې په ښه ، ښه نه، نه سره ختمې کړې غلی شو .يو څو شیبې وروسته مې په شیشه کې شاته وکتل ، په مخ یې سپنه رنا لګیده ، لکه چې لپټاپ یې راخلاص کړی وو .

اوس مې ښه مزل کړی وو . زه خدای زده  چې بیا د کومو چرتونو په نیلي سپور وم ، ناڅاپه مې  په اوږه دروند لاس کیښودل شو ، دا درنه چوپتیا په درانه اواز بیا ماته شوه .له ډیرې ویرې په سيټ کې پورته ولګیدم ، ما ویلې لکه چې زړه مې له ګوګله بوټ راووت . زه نه پوهیږم چې نن په ما څه شوي !

سړي بې له مقدمې لکه ماته ژرنده په خبرو پیل وکړ. ځوانه : پوهیږي چې

زماه د کاري ژوند  يوڅلویښتم کال دی ، دا تیرې دوه میاشتې زما د ژوند ډیرې بوختې ورځې شپې وې ، خو اوس دا یوه دوه اوونۍ دي چې زمونږ کار يو څه ناڅه خراب شوی  .

بیا یې ناڅاپې زماه په اوږه بیا ټپ راکړ ،:

اشنا ریښتیا ستاسې کار څنګه دی ؟

تر هغه چې ما خبرې ته ځان جوړاوه ، پخپله یې خپلې خبر ته ځواب ورکړ :

ستاسې کار خو به خراب وي  ، سړې وخندل ستاسې کار خو په رستورانټونو او کلبونو جوړ وي مطلب د خوښۍ په شپو او ورځو کې ښه وي ، دا خو هرڅه بند  دي . ما ایله همدومره وویل هو صیب ستاسې خبره سمه ده .

سړي بیا په زوره زوره وخندل :

اخ د خدای څه خدایې ده  ،زما ژوند او روزي د بل په مرګ کې ده اوستا د خلکو په خوښيو او خوشحالیو کې .

سړي بیا په خندا وویل:

زماه خبره جدي وانخلې ، ټوکه کوم . اوس ته ښه یې که زه .!!!؟؟؟

ماته خوشحال او غني خان دواړه جوخت سترګو ته نیغ ودریدل . چې اوس د کوم  یوه خبره ورته وکړم ، ما وویل که د غني خبره ورته وکړم ، هسې پدې نیمه شپه کې یې د خولې خوند ولې خراب کړم  ، ما وویل :

هرڅوک پیدا دي خپل خپل کار لره .سړي يو ځل بیا په اوږه ټپ راکه . اوس پوه یم چې د ا په اوږه ټپ دده اعدت دی :

ځوانه ډیر ښه ما د داسې ځواب طمعه درلوده .

سړي بیا په درانه غږ وویل :

تاسې لږ لږ کرار شئ زماه ځای دلته رانږدې دی بیا یې وویل  :

لږ وړاندې چرچ مخ ته راوګرځه. عیسوي ملا  راته ډیر ټوکي ښکاریده .په کوزیدو کې ېې راته دعا وکړه :

خدای دې ستاسي کار هم ښه کړي .

ما وخندل ومې  ویل :

که زمونږ کار ښه شو نو ستا سې کار به خراب شي .

ملا وخندل :

داسې ویل کیږي ، چې ډیسمبر  کې  یې  بله څپه راروانه ده ،هیله ده چې زمونږ کار به هم ښه شي .

لدې جملې سره یې بیا ډیر وخندل، غلی شو ، سامان یې راټولاوه ، ماته یې وکتل:

دا کرونا ډیره  بده بلا ده ، نه خان پریږدي نه غریب ، څوک یې چې خوښ شي همغه پورته کوي .ما وویل :

زماه په مورنۍ ژبه کې یو متل دی:

وایې  له کومې بلا چې خلاصی نلرې ، دوه ځله په غیږ ورځه . عیسوي ملا وخندل :

دا خو د ژوند کولو ډیره ښکلې فلسفه ده .

کوز شو کړکۍ ته یې سر راټیټ کړ ، :

خدای دې ساته ،

سترګه یې کش کړه ، له مرګه مه ډاریږه مونږه ټول روان یو  .

سلیم حیات

1 comment

  1. ستومان Reply

    انتقادي یادښت:

    ښاغلي وکیل سوله مل د تاند زیاترو لوستونکو ته محترم دی، ماته هم ګران دی ځکه فعال اود تجربې خاوند کیسه لیکوال یادیږي. منل شوي اصول را ښيي چې د ادبي نثر ناقد او مشوق ته ضرورې ده، تر ماوارو لوستونکو څو مرتبې ژرف نګر او بارک بین و اوسي.

    خاطرې ته ورته پورتنۍ لیکنه تر معمولي کمیو او غلطیو ور ها خوا د نوکاره لیکونکي له اړخه د مبالغې او ځاني ناسمې خیال پردازۍ ښکار شوې ده. لیکونکی دا هیروي چې نن سبا د پښتو ادب زیاتو مینه والو یا د ژباړي له برکته او یا له انګریزي، عربې، اردو او روسي ژبو سره د بلدتیا له بابته و نړیوالو ادبې اثارو ته لاسرسی موندلی، د ښې کیسې له چوکاټ او متن سره بلد شوي دي. په زاړه یا کلیوالي میتود د ادبي ژانر کښنه علاقمندان نه لري. که وي هم، زیات نه دي.

    لوستي تاندوال غولونکې کلمې او جملې ښه نه ایسوي او تنده یې نه ورباندي ماتیږي. په پورتنۍ لیکنه کې نه ډار حقیقي او باوري دی او نه هم د کرکټر او راوي حرکات او ځیني مکالمې طبعي ښکاري. د بیلګي په ډول:

    په لندن کې نن سبا یوازي د لوړ ماډل موټران د ټکسي خدمت وړتیا لري، نو کله چې ګاک یا سپرلۍ در وازه خلاصه کړي، ولي باید درز وکړي؟ که دروازه یې د قهر یا تلوار له وجي په درز پوري کړې وای، زړه منله.
    د لیکونکي له قوله د چرچ فړیست پوره ۱۳ ساعته پیوست مړي پاللي او خښ کړي دي، د شواروز په حساب په اروپا کې دا حد اعظمې جایز کار دی، کله چې د ټکسي د شا سیټ کې کښینې، خپل سر نه شي تکیه کولای…، لیکن څو دقیقې وروسته بیا افراطي خاندي، او آن ټکسي چلوونکی پر اوږه ډبوې! د فړیست عمر او د پښو تکلیف ته په پاملرني سره، دا ناممکنه ده.

    د کیسې کرکټر د راوي له خولې را وتلې خبره یا د ټولني یو افراطي متل (که رښتیا پښتو متل وي) فلسفي تعبیروي، حال داچي د انګلستان ګرد مذهبي کارکوونکي هم لوړ تحصیلات لري، داسي حکم نه شي کولی!

    همداسي تر پایه…..

    موږ د تاند لوستونکي هیله من یو چې محترم لیکونکي او لیکوال په خپلو نوشتو او لیکنو کې دقیق و اوسي، محترم نقادان او مشوقان لا نور هم. تر څو پښتو نثر په عامه توګه او کیسه ییز ادب په خاص ډول، نور هم و غوړیږي، خو سم او ښه و غوړیږي.
    په تاند او نورو پښتو ویبسایټونو کې د لیکنو کمی نه شته، خو ښې لیکني خال خال ور ته راځي. هماغه لیکني د پښتو نثر او ادب په ښه ورځي او ملا یې ور تړي.

    هیله من یم چې د چا خاطر مې نه وي ازار کړی.

    په ادب

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *