خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

په جګړه کې د پروپاګند اغېز| جنرال دولت وزیري

نظامي دکتورین ټول وخت د جګړې تر پیل مخکې پر دې ټينګار کوي چې لومړې خو جګړه مه پيلوئ، کوښښ وکړئ چې تر اخري امکان پورې خپلې ستونزې د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ له لارې حل کړئې که چیرې هرو مرو غواړئ چې جګړې ته داخل شئ او یا د بل له لوري دې ته اړ کیږئ چې جګړه وکړئ، نو مخکې تر مخکې باید ځواکونه د دې جوګه شي، چې په ښه توګه جګړې ته داخل شي، جګړه وګټي او ژر يې پای ته ورسوي. هم په رواني، هم په اکمالاتي او هم په فزیکي لحاظ د جګړې جوګه وي.

پورته موخو ته د رسیدو لپاره د ځواکونو کمیت، ښه روزل او په ښو وسلو سمبالول اړين دي.

که ځواکونه د کمیت، روزنې او وسلو له پلوه له کومې ستونزې سره مخ نه وي، خو تر څنګ يې د هیواد سره د مینې، په خپلو بریاوو د باور انګېزه ونه لري، په هیڅ صورت به بریا تر لاس نه کړي.

په جګړه کې د ځواکونو کمیت، روزنه او وسلې د اهمیت له پلوه مساوي دي د لوړې انګېزې سره. دا په دې مانا چې د لوړې انګېزې اهمیت تر ټولو لوړ دی.

لکه څرنګه چې ښه ښوونه او روزنه په ډګر کې پرته د خولو له تویولو لاس ته نه راځي او یا وسلې او نور نظامي تجهیزات غښتلی اقتصاد غواړي، په همدې توګه انګېزه هم د ځواکونو لپاره په ډیر زیار او لوړ قیمت تر لاسه کېږي.

د انګېزې د لوړولو له پاره اړینه ده چې ځواکونه له هیواد سره د مینې په روحیه، په جګړه کې پر بریا باندې باوري، زړور، سرښندونکي او میړني وروزل شي.

د دې تر څنګ د دښمن د دښمنانه تبليغاتو او پروپاګند مخه ونیول شي. فعاله رواني جګړه پیل او د دښمن له له خوا د رواني جګړې مخه نیول حتمي دي. د دښمن لخوا په بریالۍ توګه د روانې جګړې پر مخ بیول د ځواکونو روان او ذهن ځپي او بیا په ډېره اسانه توګه کولای شي چې خپلو شومو موخو ته ورسیږي.

د دې لپاره اړينه ده چې ټولې هغه لارې چارې په کار واچول شي چې له يوې خوا د دښمن له خوا د پروپاګند مخه ونیول شي او ورسره د دښمن د رواني جګړې تاثیر مخکې له مخې شنډ شي.

په نظامي هنر او دکتورینو پوه قوماندان د دې وړتیا لري چې له مختلفو لارو چارو ګټه پورته کړي چې له يوې خوا د خپلو ځواکونه انګيزه لوړه وساتي او له بلې خوا داسي لارې چاري په کار واچوي، چې د دښمن ځواکونه بې له جګړې او په ډیرو کمو تلفاتو مات او خپل هدف چې بریا ده تر لاسه کړي.

 یوه د هغو لارو چارو دښمن ته د غلطو معلوماتو ورکول دي. دا هم د رواني جګړې یو غوره شکل دی. د اسلام په سپيڅلي دین کې هم د دې جواز او ارزښت خورا زیات ښودل شوی دی.

زموږ د ستر پیغمبر حضرت محمد ص په وخت کې به مسلمانانو خپلې ږیرې رنګولي، تر څو ځوانان ښکاره شي او په دې توګه دښمن و ويروي.

په دې توګه هغه غیرحقیقي معلومات چې خپلو ځواکونو ته په بریا او دښمن ته په زیان تمامیږي روا او جایز دي.

   افلاطون د سقراط له قوله د جمهوريت د لومړی جلد په ۱۴۴ مخ کې د مصلحتي درواغو په هکله ليکي:

«یو حقیقي درواغ دي او بل هم مصلحتي درواغ.

 حقیقي درواغ هغه دي چې د انسان نفس له چل او دوکو سره اشنا کوي او په دې توګه هغه د تل لپاره د جهالت پر لوري بیايي. له حقیقي درواغو څخه خدای تعالی او خلک هم کرکه کوي، خو د مصلحتي او ژبنیو درواغو په هکله ویلای شو چې په ځینو وختونو کې د اصلاح لپاره دغه ډول درواغ جایز او ګټور دي او د کرکې لامل نه ګرځي. که د مصلحتي او ژبني درواغو په واسطه دښمن ته زیان ورسېږي او خپلو ځواکونو ته د بریا سبب شي بیا دا ډول درواغ نه یواځي چې جایز دي ګټور هم دي.»

په اوسنۍ پرمختللې زمانه کې له نوې ټکنالوژۍ په استفاده د امنیتي ځواکونو د روحیې لوړولو لپاره ډېر کار کېدی شي، خو د دې هرڅه لپاره یو منظم ټیم او پلان ته اړتیا ده.

پایله دا چې د دښمن د روانې جګړې بې تاثيره کول که له هرې لارې وي د ځواکونو په ګټه او بریا پای ته رسیږي.

Leave a Reply