خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

په اروپا کې نن ساعت بدل شو

تاند- هر کال په دې ورځ د نړۍ په ډېرو هیوادونو کې ساعت بدلېږي.

څرګنده نه ده چې لومړی پلا د ساعت د بدلون طرحه چا وړاندې کړه، خو دا معلومه ده چې دا کار لومړی په اروپا کې دود شو.

په اروپا کې، چې ډېرې برخې په تېره بیا شمالي خوا یې لږ لمر لري. د دې لپاره چې د ورځې له رڼا څخه زیاته استفاده وشي او د کار په مهال لږترلږه انرژي مصرف شي، د ساعت بدلون ته اړتیا شوه.

ویل کېږي چې د بریتانیا ویلیم ویلت هم له لومړنیو کسانو څخه دی چې په ۱۹۰۷ م کال یې د ژمي او دوبي د ساعت د بدلون نظریه وړاندې کړې ده. تر ده وروسته د لومړۍ نړیوالې جګړې په پای کې یعني په ۱۹۱۶ م کال امریکايي سیاستوال او مخترع بنجمن فرانکلن د ساعت د بدلولو نظریه دود کړه.

جرمني لومړنی هیواد و چې د نړیوالې جګړې په مهال یې رسماً په دې ورځ ساعت بدل کړ څو په دې ډول د سکرو مصرف کم کړي.

په لومړیو کې ځینو هیوادونو په ساعت کې ۳۰ دقیقې بدلون راووست او ځینو دوه ساعته تغییر راووړ. په ځینو هیوادونو کې په دوبي ساعت دوه ساعته او ۴۰ دقیقې رامخکې کېده او په ژمي به بېرته اصلي حالت ته ګرځول کېده.

اوس نه یوازې په درسته اروپا او امریکا بلکې زموږ په ګاونډیو هیوادونو کې هم ساعت بدلېږي. ایران د نوي لمریز کال له لومړۍ ورځې د ګړۍ ستنه یو ساعت راشاته کوي.

1 comment

  1. غلام حضرت Reply

    له پورته معلوماتی لیکنی څخه په مننی سره
    په اروپا کی ( همدارنګه ترکیه او ایران ) کی په کال کی دوه ځله ساعت ( وخت ) شا او مخته کیږی.
    د اپریل د میاشتی په وروستۍ شنبه ( د شپې پر دوې بجې چی په حقیقت کی د یکشنبه دوې بجی دی ) د دوبی وخت ګڼل کیږی او د منی یا ژمنی وخت یا بجې د اکتوبر د میاشتی په وروستۍ شنبه – یکشنبه ( د شپی پر دوې بجې) بدلون مومی یعنی یو ساعت شا ته درومی. څرنګه چی د ترکئې دولت هم مسیحی تقویم کاروی نو هلته هم عین کیسه ده امّا د ایران په هیواد کی د منی – ژمنی وخت د میزان د میاشتی په وروستۍ نېټه تغییر کوی ( یو ساعت شا ته ګرځی ) او د دوبی وخت د حمل د میاشتی په وروستۍ ورځ ( یو دېرشمه نېټه) مخته درومی.
    څو ویشت کاله مخکی مو کوم ځای رسمی وظیفه درلوده، زه او انډیوال به می همیشه د ساعت د بدلون په ورځ یو ساعت وختی کار ته تلو یا یو ساعت ناوخته. هېر به مو به وه چی ساعت تغیر کړی دی.
    داسی ویل کیږی چی د اروپا پارلمان غواړی د ساعت د بدلون پروسه ودروی ځکه ځینی صِحی او ترافیکی ستونزی ئې زیږولی دی ضمناً نن سبا ډیر کسان د دفترونو پر ځای پخپلو کورونو کی دندې سر ته رسوی.
    د اروپائیانو دی د مور شیدی سی! !! خپله فقط ساعت شا او مخته کوی خو زموږ د وولس د تاریخ بېړۍ ئې د دوو پېړیو په اوږدو کی شا او مخته کړیده او لا هم لګیا دی خصوصاً د بېړۍ او کښتی استاد او شوقی.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *