خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

پردی (لنډه کیسه) لیکواله: هیله پسرلی

کلونه وشول چې دغه ځنګله ته هره یکشنبه راځم. هره یکشنبه له لسو تر دولسو دغه یوازې، اوږده، نرۍ لار کچ کوم. په اخر سر کې یې یوه لرګینه څوکۍ ایښې ده، هلته دمه نیسم او بېرته راګرځم. نن د پسرلي اوومه یکشنبه ده. ته به وايې چې د دنیا ټول زرغون رنګ دغلته ښندل شوی دی. د پسرلی په پای کې ځنګل یوازې دغه رنګ پېژني. خوشحاله زرغون، مرور زرغون، خفه زرغون، نازدانه زرغون… رقم رقم زرغون او په هر څه کې زرغون، د ځنګله له موسیقي رانیولې ان تر تورو خاورو…

هر فصل خپل رنګ لري. دغه رنګونه هر کال تکرارېږي، بدلېږي نه، ځکه مې ځنګل خوښ دی، دلته هر څه هم هغسې وي چې ول.

تېر پسرلی هم ځنګل دغسې و چې نن دی خو زه دومره بدله شوې وم چې وېریدم دا به زه یم که بل څوک. تېر کال د پسرلي اوله اونۍ وه. دغه اوږده لار مې وهلې وه او په همدغه دمه ځای کې ناسته وم. یوه جګ سړي د کښېناستواجازه وغوښته. ما شونډې مسکې کړې. دی کښېناست. د اوبو بوتل یې په سر واړاوه. ما ور وکتل، سړی جذاب و، ښايي زما همزولی به و، پنځه څلوېښت، شپږ څلوېښت کلن.

ده وویل: نن هوا ښکلې ده.

ـ اخر پسرلی دی.

ـ هغه هم بې بارانه پسرلی… د ځنګله تر ټولو ښه موسم.

ـ منم خو د باران کمال دا وي چې حشرات ورکوي.

ـ ههه، له حشراتو وېریږې؟

ـ نه، کله نا کله سړی په عذاب کړي.

ـ منم. زه چې زلمی وم.‌ تصور مې کاوه چې حشرات له انسانانو بد مني. چې په ځنګله کې به یوازې وم فکر به مې کاوه چې د حشراتو یو لوی لښکر به راباندې حمله وکړي خو اوس چې د حشراتو موسم نه وي، احساس کوم په ځنګله کې یوڅه کم دي… خیر دا کیسه تر دې پیچلې ده چې بیان شي.

سره ومو خندل.

ما ورته کړل: زه چې پېغله وم، په ځنګله کې به مې فکر کاوه چې له شا مې څوک څاري. هر دقیقه به مې شا ته کتل. کله نا کله به سخته وېرېدم. حتا اوس هم فکر کوم یو څوک مې څاري خو نور نه وېریږم.

ده وویل: د نوې ځواني فکرونه چې را یاد شي وایم څه لیونی وخت و. خو چې شا ته ګورم وایم کاش یو ځلې بیا د لېونتوب جراات وکړم.

ـ امممم دا منم.

ده سړه ساه ویسته. بوتل ته یې وکتل، تش و. پورته شو .مسک شو، مسکا یې ښکلې وه اوصمیمي.

ده وویل: زه باید اوبه پیدا کړم. په دې وختو کې دې ځنګله ته زیات راځم. ښايي بیا سره وګورو.

– د لیدو په هیله
….

بله اونۍ مې بیا ولید. د ده په غږ کې بیړه نه وه او چې زه به غږیدم داسې مې ګڼله چې د ده غوږونه، سترګې، ذهن او روح راته غوږ غوږ دي. موږ به هره یکشنبه سهار پاو کم یولس بجې په دغې چوبي څوکۍ کښېناستو اوخواله به مو کوله. خبرې مو ورو ورو اوږدې شوې. په ځنګله کې به مې تر پخوا ډیر وخت تیراوه. موږ تر پایه له یو بله و نه پوښتل چې واده مو کړی که نه؟ اولاد لرو که نه؟ څه کار کوو؟ عمر مو څومره دی؟ څه مو لوستي دي…؟ اصلا په هغو شېبو کې چې سره ناست وو، دغه ټولې خبرې بې مانا وې. هغه شېبې لنډې وې خو زما لپاره د اونۍ ترټولو مهمې شېبې وې. نه پوهیږم له هغه سره په خبرو کې مې ځان پیدا کاوه که له ځانه پردۍ کېدلم. ما حتا په دې فکر نه کاوه چې دا لیدل ښه دي که بد. اصلا تر ښه او بد ور ها خوا یو څه روان ول. انسانان عجب دي. هر څه یې په ښه او بد وېشلي دي. د ښه او بد تر مینځ ډیر څه کیږي چې موږ ورته نوم نه لرو، تر ښه او بد ورها خوا هم داسې څه شته چې په کلیماتو کې نه بیانیږي خو انسان به یې یا ښه بولي یا بد.

په وروستي ځل چې مو سره ولیدل، د مني اخري یکشنبه وه. په تېره شپه یې واوره شوې وه. هوا دومره یخه وه چې احساس دې کاوه چې د واورې به لا ساړه کیږي. شپې چې ویده کېدم خوشحاله وم ،په دې هیله چې سبا به یې بیا وینم.

په سهار مې ګرم کالي واغوستل.

مېړه مې وویل: په دې حال کې هم ځنګله ته ځې!

ـ ته خو پوهیږې چې زه ځنګل نه پریږدم.

ـ ته نو مسته یې. خو حد اقل ډیره مه ګرځه ناروغه به شې او د تګ په وخت پام کوه. ښه وخت!
ـ مننه، تا ته هم!
جالبه وه د ځنګله په مینځ کې هوا دومره هم یخه نه وه. یوازې واورې ګام اخیستل مشکل کړي ول. دمه ځای ته ورسېدم. دی لا دمخه ناست و.

مسک شو. مسکا یې خاصه وه. ته وا ده په دقت سره یوازې خپلو شنونډو ته اختراع کړې ده.
ویې ویل: فکر مې نه کاوه چې نن راشې.

ـ زه ځنګل نه پرېږدم.

ـ زه هم.

ـ نن دې ثابته کړه چې ځنګل درباندې ډېر ګران دی.

ـ بېخي ډیر

ـ ولې؟

ـ سمه نه پوهېږم خو په ځنګله کې تنهايي لټوم او دغه لټون مې خوښ دی.

ـ نو دلته تنهايي مومې؟

ـ فکر کوم هو

ـ ته نېکمرغه یې.

ـ ته په څه پسې ګرځې؟

ـ ازادي

ـ له څه شي ازادي؟

ـ له زمانه. چې په ځنګله کې ګرځم. غواړم په هیڅ شي فکر و نه کړم. غواړم د تېر وخت په هکله هیڅ رایاد نه شي او راتلونکی ونه پېژنم . غواړم هرې ونې ته داسې وګورم لکه په لومړي ځل چې یې وینم. غواړم هر فصل داسې حس کړم لکه پخوا چې داسې څه نه وو شوي.

ده اسمان ته وکتل، ما د ده سترګو ته. شنې سترګې یې تر پخوا راته تنګې ښکاره شوې.

ده وویل: یو چیرته مې لوستې ول چې شېبې ځي ، بیا نه راستنیږي‌، قدر یې وکړئ.خو پوهیږې، شېبې نه ځي، پاتیږي. تېرې شېبې مو شا او خوا راچاپیرې دي او موږ یې کلک نیولې یو، دومره کلک چې ځان ترې نه شو ازادولی او دغو تېرو شېبو بیا په راروانو هم سیوری کړی دی. زمان زندان دی…ما ته یې وکتل او زیاته یې کړه: په ځنګله کې له زمانه ازادي لټوم.

و مې پوښت: موندلې دې ده؟

ـ تر اوسه نه، ښايي هیڅ کله نه.
درنه غوندې واوره شروع شوه. موږ پورته شو. د خولۍ له څنډې مې ویښتان وتلي ول.

ده خولۍ ته دننه کړل. ما ور وکتل. دی موسک نه شو. نېغ یې را وکتل. ویې ویل، ته ښکلې یې او مچه یې کړم. د یوې شېبې لپاره مې حس کړه چې زمان له مینځه لاړ.

نه مې یادیږي چې څه مې وویل، څه مې وکړل.

ده وویل: خدای پامان، د تګ په وخت کې پام کوه.

دی لاړ. دا ځلې نه ده وویل او نه ما چې د لیدو په هیله. ما پښې چټکې کړې. اصلا مې په دې فکر نه کاوه چې لاندې واوره پرته ده. یوعجب حس مې درلود. د ښکلا احساس مې کاوه. لکه له سره چې شل کلنه شوې یم. په عین حال کې ځان ته په قهر وم. یوه ښځه چې پنځلس کاله یې د واده کیږي او دوه کوچینیان لري، د داسې احساس حق نه لري…
ما یوازې غوښتل لار لنډه شي او کور ته لاړه شم، خپل مېړه ته، خپلو کوچینیانو ته، او بیا هیڅ کله ځنګله ته را نه شم.

کور ته چې ورسېدم، آیینې ته مې وکتل. له ځان سره مې وویل، هغه سم ويل: زمان زندان دی.

بله یکشنیه هوا ښه وه خو ځنګله ته نه لاړم. په ورپسې یکشنبه یې چې ځنګله ته تلم، له ځان سره مې وویل که مې ولید هم ځان تېروم. خو د زړه یو رګ مې غوښتل چې کاش بیا سره وګورو، کاش بیا خبرې وکړو، لکه اوله ورځ، لکه هیڅ چې نه وي شوي او هیڅ به ونه شي.

هغه سړی مې بیا و نه لید.هغه لاره بدله کړې وه. اصلا هغه سړی چې له زمانه په تېښته کې دی، ولې باید په هغه لار بیا وګرځي چې یوه زمانه یې‌ پکې جوړ کړې ده.زه خوشحاله یم چې بیا مې و نه لید. نه غواړم بیا یې ووینم. خو له زمانه ازادي نشته. زه پوهیږم چې په دغه لرګینه څوکۍ له یوه پردي سره ما د ژوند تر ټولو خواږه مجلسونه کړي دي.
پای
پراګ

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *