خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له مایک پمپیو سره د افغان سولې په باره کې خبرې وکړې

تاند (شنبه، د اسد ۱۸) پاکستان یو ځل بیا له امریکا سره ژمنه وکړه چې د افغانستان د سولې په برخه کې به هر اړخیزه همکاري کوي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشی د متحده ایلاتو د بهرنیو چارو له وزیر مایک پمپیو سره ټیلیفوني خبرې کړي دي.

شاه محمود قریشي ویلي د افغان سولې په باره کې د سولې مشورتي لویې جرګې جوړېدل په دې مانا دي چې افغانان سولې ته لېوال دي او ټول ددې غوښتونکي دي چې روانه جګړه نوره پای ته ورسېږي.

اعلامیه زیاتوي قریشي د افغانستان وروستیو بدلونونو ته په کتو سره ویلي اړتیا ده چې ژر تر ژره بین الافغاني مذاکرات پیل شي.

نوموړي ټینګار کړی چې هېواد یې د افغان سولې له پروسې سره همکاري کوي او تر هغه به دغه همکاریو ته دوام ورکوي، تر څو چې په افغانستان کې سوله نه ویي راغلي.

هغه ویلي تل یې هڅه کړې چې په افغانستان کې جګړه ختمه شي او افغانان یوې سیاسي هوکړې ته ورسېږي.

همدارنګه دواړو لورو د امریکا او پاکستان د اړیکو په پراختیا هم خبرې کړي دي.

 

1 comment

  1. حسن Reply

    تولعنت دې وي پر پنجابي شیطان وي چې هم دا کوي هم هغه کوي . د ټالب لکۍ او جلب د دغو هرایی منډه اي حرامیانو په لاس کې ده او د همکارۍ وعدې هم دوی ورکوي . الله تعالی مو په خپل بل کړي اور کې کباب کړه .

خپله تبصره ولیکئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

کلتور

منټو (لنډې کیسې) چاپ شو| سیال یوسفي

منټو (لنډې کیسې) چاپ شو| سیال یوسفي

18 سپتمبر, 2020 کلتور taand No comments

د وخت د بدنام لیکوال…

دا ترانې | ګل رحمن رحماني

دا ترانې | ګل رحمن رحماني

16 سپتمبر, 2020 کلتور taand No comments

 ماشوم روزنه او پالن…

زما خټین تاج محل

زما خټین تاج محل"" اثر چاپ شو"

14 سپتمبر, 2020 کلتور taand No comments

سید اصغر هاشمي په…

د ژوند په تمه| لیمه وزیري 

د ژوند په تمه| لیمه وزیري 

11 سپتمبر, 2020 کلتور taand No comments

موږ د شپې د سولې او …