خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

ولسي جرګه: د مذاکراتو سره سره طالبان د غزني او کندز ولایتونو د سقوط هڅې کوي

تاند، چهار شنبه د سنبلې ۲۶مه: ولسي جرګې د بین الافغاني مذاکراتو پر مهال په هېواد کې د اوربند غوښتنه وکړه.

د ولسي جرګې رئیس میر رحمان رحماني په دې وروستیو کې د روانې جګړې له امله د تلفاتو پر زیاتېدو اندېښنه وښوده او د جګړې له ښکیلو خواوو یې وغوښتل څو ژر تر ژره سرتاسري اوربند وکړي.

د ولسي جرګې یو شمېر نورو غړیو هم په نننۍ غونډه کې وویل، په داسې حال کې چې دوحه کې د حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرې روانې دي طالبان د غزني او کندز ولایتونو د سقوط هڅې کوي.

دوی له حکومت څخه غوښتي چې د مذاکراتو پر دوام پوځي اقدامات وکړي او مقابل لوري ته موخې ته د رسېدو اجازه ورنکړي.

وکیلانو دغه راز له حکومت څخه وغوښتل چې ژر تر ژره دې نوماند وزیران د رایې اخیستو لپاره ولسي جرګې ته وروپېژني.

دوی حکومت ته په ګواښ سره وویل، که راتلونکي اونۍ کې نوماند وزیران معرفي نه شي په دې اړه به خپله پرېکړه اعلان کړي.

د ولسي جرګې غړیو دا نیوکې په داسې مهال کړي چې په نننۍ غونډه کې یې ځینو وکیلانو حضور نه درلود.

1 comment

  1. Nangyali Reply

    دولت باید په دې خبره قانع شي، چې غزني په ۲۰۱۲ کال کې د اسلامي کلتور او تهذیب پلازمینه وګرځیده، او طالبان هڅه کوي چې دغه ستراتیژیک ولایت د خپل اسلامي امارت لپاره د پلازمینې په توګه وکاروي، خو کندوز بیا د شمالي ولایتونو یو ستراتیژیک ولایت دی، چې هم مرکزي اسیا او روس سره د یواځې کیدو دُرشل دی، زما په اند دولت که ریښتیا هم اغیزمن کار کول غواړي، باید د تیرو نوولسو کلنو تاریخ ته په کتو سره، د غزني او کندوز امنیت ډیر غښتلی کړي، او یوه ځانګړې قُل اردو(Army Corp) د غزني او یوه بله د کندوز ولایت لپاره ځانګړې کړي، او ژر تر ژره دې د جوړېدو تابیا وکړي.
    که غزني پُرامن شو، نو د کابل او کندهار لاره به هم پُرامنه شي، او دې سره به د افغانستان منځ او سنټر تر کنټرول لاندې راشي.
    دا زما نظر دی.

خپله تبصره ولیکئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

کلتور

منټو (لنډې کیسې) چاپ شو| سیال یوسفي

منټو (لنډې کیسې) چاپ شو| سیال یوسفي

18 سپتمبر, 2020 کلتور taand Comments (1)

د وخت د بدنام لیکوال…

دا ترانې | ګل رحمن رحماني

دا ترانې | ګل رحمن رحماني

16 سپتمبر, 2020 کلتور taand No comments

 ماشوم روزنه او پالن…

زما خټین تاج محل

زما خټین تاج محل"" اثر چاپ شو"

14 سپتمبر, 2020 کلتور taand No comments

سید اصغر هاشمي په…

د ژوند په تمه| لیمه وزیري 

د ژوند په تمه| لیمه وزیري 

11 سپتمبر, 2020 کلتور taand No comments

موږ د شپې د سولې او …