خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

ولسمشر غني د ۱۹ کلونو د بریاوو د ساتلو لپاره له نړیوالو مرسته وغوښته

تاند (سه شنبه د میزان ۱) ولسمشر غني وايي نړیوال دې د افغانستان د تېرو ۱۹ کلونو لاسته راوړنو په ساتلو کې له افغانانو سره همکاري وکړي.

ولسمشر غني د ملګرو ملتونو د ۷۵مې کلیزې په مناسبت او د یاد سازمان په کلنۍ عمومي غونډې ته د وېډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.

نوموړي دغه سازمان ته په خپله وینا کې وویل، افغانستان په یو داسې حساس پړاو کې دی چې د نړیوالو ملاتړ ته اړتیا لري.

د ښاغلي غني په خبره چې افغان حکومت سولې ته ژمن دی او په دې برخه کې یې خپل مسؤلیتونه په ښه شکل تر سره کړي دي.

هغه یو ځل بیا پر طالبانو غږ وکړ چې اوربند ته غاړه کېږدي، تر څو روان تاوتریخوالی پای ته ورسېږي او افغانان له شته ناخوالو خلاص شي.

اشرف غني په افغانستان کې د جګړې اوسني حالت ته په کتو خواشیني څرګنده کړې او هیله یې ښودلې چې روانه جګړه دې د خبرو له لارې پای ته ورسېږي.

افغان ولسمشر پر نړیوالو هم غږ کړی چې د اوربند او جګړې ختمولو لپاره د افغانانو د غوښتنو ملاتړ وکړي.

ولسمشر غني د خپلو خبرو پر دوام له نړیوالو غوښتي چې له افغانانو سره د تېرو ۱۹ کلونو د لاس ته راوړنو په ساتلو کې همکاري وکړي او د افغانستان حکومت تر څنګ ودرېږي.

1 comment

  1. Ahmad Reply

    الله مو وشرموه.
    لاسته راورنه!!!؟
    دری میلیونه معتادان
    پنزه لکه شهیدان
    ولگه.
    بی امنی.
    .فحش و فحشاء.
    ترور او وژنه.
    الله مو تباه که. الله دی تاسو ظالمان په ظاامانو تباه او هلاک کی. آی غلو
    ای فاسدو تامیانو.
    ای امریکا مزدورانو الله مو وشرموه او هلاک مو که.

خپله تبصره ولیکئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *