خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

هوا څنګه ککړېږي؟ | ژباړه: عدنان نجیبي

د هوا ککړتیا د عصري نړۍ یوه لویه ستونزه ده. دا ستونزه په چاپېریال اغېزه کوي او د هر عمر انسان په روغتیا هم اغېزه کولی شي. ځېنې خلک بیا د نورو په پرتله د هوا ککړتیا ته ډېر ښکاره دي او ممکن همدا ښکاره‌والی یې د ګڼو لاملونو له امله د هوا ککړتیا په وړاندې د زیات حساسیت لامل هم شوی وي. د هوا ککړتیا مخه ډپ کول د زیات کاربن د ازادېدو په مخنیوي کېدای شي. نو مخکې له دې چې موږ دا ضررونه راکم کړو موږ اړتیا لرو چې لاندې پوښتنه ځواب کړو؟

زموږ د چاپېریال د هوا ککړتیا له کومه کېږي؟

د هوا د ککړتیا مانا دا ده چې په هوا کې ګازونه، ګرد او غبار، دودونه، کېمیاوي توکي، ذرات او بویونه له اندازې په زیاتې او یا بل عبارت په ضرري کچه شتون لري. ضرري هغه کچه ده چې په واضح ډول د انسان او یا نورو ځناورو ارامتیا او روغتیا ته ستونزې جوړولی شي یا هم نباتاتو او شیانو ته تاوان رسولی شي. د هوا ککړتیا ممکن له صنعتي، سوداګریز، ګرځنده او یا هم کورنیو منابعو څخه منځ ته راشي.

کله چې د هوا ککړتیا په اړه فکر کوو د ښا ر یوه ګردجنه منظره ذهن ته راځي یا هم لکه د یوې کارخانې نه چې دودونه وځي؛ خو د هوا ککړتیا زموږ د چاپېریال په شته هوا کې هم ده او ممکن د کتلو وړ هم نه وي.

د ګنده او چټلې هوا منابع د موټرو دود، صنعتي دودونه، د جامدو سوند توکو سوځېدل (لکه لرګي سېځلو لوګی)، د رنګونو لوګي او په کاري ساحه کې د سوځېدونکو مواد دودونه دي. د هوا ککړونکي شاید بیولوژیکي وي او د مختلفو منابعو لکه مایکروبیولوژيکي ککړتیاو لکه د ګلونو د ګردې، د انسان یا بل ځناور له پوستکي یا نورو تخریبي افتونو نه راشي. د هوا دا ککړوونکي بیا د کور داخل کې د هوا په ککړتیا باندې ژورې اغېزې پرېباسي.

د هوا ځېنې ځانګړي ککړوونکي هم شته چې هغې ته بیا معیاري ککړونکي یا criteria pollutants ویل کېږي چې د هوا په تنظیمووونکو یا د هوا د معیار په نښه کوونکو هم شهرت لري. په استرلیا او نورو پرمختلونکو هېوادونو کې بیا د بهرنۍ هوا ککړتیا د شپږو معیارونو پورې اړوندېږي چې دا شپږ معیارونه په هوا کې کاربن مونو اوکسایډو، سرپو، نایتروجن اوکسایډو، اوزون، ذراتو او سلفر ډای اوکسایډو شتون دی.

له کوره د بېرون هوا ککړتیا اوله سرچینه د تېلو سېځل دي چې په ځانګړي ډول یې په موټرو کې سوځوو. سره له دې هم تولیدي صنعتونه، کان کېندنې او د ډبرو د سکرو او ګاز د سېځلو مراکز هم د هوا او اټوموسفیر په ککړتیا کې رول لري. د فابریکو نه د لوګیو ختلو کې عموما ذرات او ګازونه شاملېږي لکه اوکسایډونه، نایتروجن او سلفر، ځېنې وخت کاربن مونو اوکسایډ هم په کې ازادېږي او ځېنې وختونه فابریکو کې ځېنې اورګانیکي مرکبات هم هوا ککړوي چې ډېری یې د سرطان ناروغۍ باعث هم کېدای شي. په پرمختلونکو هېوادونو کې ډېر کار دې ته کېږي چې لایسنس لرل قانوني شي او د صنعتي لوګیو مخه ونیول شي. خو یو شمېر نور پرمختلونکي هېوادونه بیا داسې ځواکمن قوانین نه لري. سره له دې هم یو څه مهمې منابع چې هوا ککړوي بیا هم پرته له کوم قانون څخه پاتې کېږي چې ښه بېلګه یې د سړک د سر د ډیزلو انجنونه او کښتۍ کېدای شي.

د هوا ککړتیا په کور دننه سرچینې هم مهمې کېدای شي چې په دې کې د لرګیو بخارۍ، داخل د کور نغري، د کېمیاوي او رنګونو د لوګیو پاکول او نور شامل دي. د هوا ککړتیا ډېر لاملونه د انسان د فعالیتونو پایله ده او ډېری هغه ماشینونه او کېمیاوي مواد دي چې موږ یې ورځني ژوند کې کاروو.

طبیعي منابع لکه اور شیندونکي غرونه هم هوا ککړوي.

طبعیت هم د هوا په ککړتیا کې رول لوبولی شي. ځنګلي اورونه، د اورشیندو غرونو فعالیت او د خارو او شګو توپانونه هغه بېلګې دي چې کولی شي د هوا په معیاري کچه ککړه کړي، انسان او څارویو ته د اوکسېجن اخېستلو کې ستونزې راولاړې کړي، د سترګو د دید خنډ شي، د چوپړتیاو په وړاندې خنډ شي (لکه د الوتنو په وړاندې خنډ) او حتی د انسان او ځناورو ژوند ته ګواښ پېښ کړي. د انسان فعالیتونه د طبعیي لاملونو اغېز نور هم زیاتولی او خرابولی شي او حتی د خاورې د بوټو زرغونولو پوخ ته زیان رسولی شي لکه د انسان فعالیتونه ممکن د خاورو د توپان شدت سره مرسته وکړي.

خو د دې هر څه سره سره بیا هم ګڼې لارې چارې شته دی چې افراد، ټولنې، ښاري پلانوونکي، صنعت کاران او حکومتونه کولی شي چې په مستقیم او یا غیر مستقیم ډول د هوا د ککړتیا کچه پرې راټیته کړي لکه د موټرو کم کارول او د تېلو کم سېځل یې یوه بېلګه کېدای شي. دا چارې په ترسره کولو ارزي ځکه چې ایا له تازه هوا نه هم ژوند ته بل څه اړین شته دی؟

سرچینه: د استرلیا د ساینس اکاډمي

خپله تبصره ولیکئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

اعلان