طالبان وايي، د هلمند پراخې سیمې لا هم د دوی…

تاند (چهارشنبه د عقرب ۷) د ملي دفاع وزارت وايي، د لښکرګاه ښار د لسمې حوزې اړوند سیمې په مکمله…

طالبان وايي، د هلمند پراخې سیمې لا هم د دوی په واک کې دي

28 Oct 2020 خبرونه عبدالمالک ځلاند No comments

Read more

هسپانیا د کورونا ویروس له ویرې شپني کلبونه بیا وتړل

تاند ( شنبه، د اسد ۴) د راپورونو له مخې هسپانیا کې د کورونا دویمه څپه پيل شوې ده.

د هسپانیا د کاتلونیا ایالت سیمه ییز دولت بیاځلي د کورونا وبا د مثبتو پېښو تر ډېرېدو وروسته د دغه ایالت ټول شپني کلبونه تړلي دي.

د راپورونو له مخې، د کاتلونیا ایالت سیمه ییز دولت ویلي، چې ټول شپني کلبونه او د راټولېدو نور ځایونه به تر راتلونکو دوو اونیو پورې تړلي وي.

هسپانیا کې د کورونا ویروس پراختیا مخنیوي په موخه لګول شوي بندیزونه یوه میاشت مخکې لرې شول خو اوس ویل کېږي، چې په دغه هېواد کې دا وبا بیا په چټکۍ د خپرېدو په حال کې ده.

بل لورته بیا سپینې ماڼۍ د کورونا وبا د پراختیا له احتمالي ګواښونو سره سره د ښوونځیو پر پرانیستل کېدو ټینګار کړی دی.

د سپینې ماڼۍ مطبوعاتي مسوول ویلي، که چېرته دا ثابته هم شي چې ماشومان کورونا ویروس لېږدولی شي، نور باید په امریکا کې ښوونځي پرانیستل شي.

د سپینې ماڼۍ دې څرګندونو امریکا کې پراخ غبرګونونه هم راپورته کړي دي.

1 comment

  1. babrak Reply

    ګرانه لیکونکیه!
    لطفا له دی وروسته د (بیاځلې) په ځای یوازې بیا ولیکئ!

خپله تبصره ولیکئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *