خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

هرات کې پولیسو هغه کس نیولی، چې د پيغمبرۍ دعوه یې کړې

تاند ( سه شنبه، د اسد ۱۴) د هرات د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالاحد ولي‌ زاده وایی دوی  هغه کس نیولی، چې د پيغمبرۍ دغوه یې کړه وه.

ولي زاده زیاته کړه، دغه کس پولیسو تېره شپه  نهمې امنیتي حوزه کې نیولی دی.

په ورته وخت د هرات د حج او اوقافو رییس عبدالخالق حقاني وايي،چې یاد کس محمدزلمی نومېږي او دهرات د پښتون زرغون ولسوالۍ اوسیدونکی دی.

حقاني زیاته کړه نوموړی د یوه جومات امام وو او درې کاله وړاندې یې هم د پیغمبري دعوه کړې وه خو د حقاني په خبره هغه مهال یې توبه ویستلې وه او پښیمانه وو.

محمدزلمي په یوه ویډیو کې ، چې په ټولنیزو رسنیو خپره شوې ویلي د وحې پرښته جبرائیل یې په خوب لیدلی او د پیغمبرۍ زېری یې ورکړی دی.

د هرات د حج او اوقافو رییس وايي، د یاد کس څرګندونو د خلکو احساسات راپارولي او اوس د پولیسو په نظارت کې دی.

پر ټولنیزو رسنیو هم دې ویډیو سخت غبرګونونه راپورته کړي او خلک یې سخت غوصه کړي دي.

ډیری خلکو له پولیسو په دې برخه کې د جدي اقداماتو او ورته د سختې سزا غوښتنه کړې ده.

2 comments

  1. Mohammad Reply

    دا کسان چې خپل ذهني او دماغي توازن د لاسه ورکړي، نو بیا داسې خبرې کوي. د دې سره سره دوی د میرګي د ناروغۍ سره هم لاس اوګریوان وي او دا ډول خوبونه ویني. هوښیار پوه شو. مننه

  2. فهیم Reply

    محمده وروره خبرې دې بلکل صحيح ده. ډیر احتمال یې شته چې دا کس کومه عقلي او عصبي ناروغي او یا ستونزه ولري. دا کس باید تداوي شي نه دا چې سزا ورکړل شي. مونږ افغانان هم عجب کوتکمار خلک یو. خدای دې له مونږ انصاف وکړي.
    په درنښت

خپله تبصره ولیکئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

کلتور

منټو (لنډې کیسې) چاپ شو| سیال یوسفي

منټو (لنډې کیسې) چاپ شو| سیال یوسفي

18 سپتمبر, 2020 کلتور taand Comments (1)

د وخت د بدنام لیکوال…

دا ترانې | ګل رحمن رحماني

دا ترانې | ګل رحمن رحماني

16 سپتمبر, 2020 کلتور taand No comments

 ماشوم روزنه او پالن…

زما خټین تاج محل

زما خټین تاج محل"" اثر چاپ شو"

14 سپتمبر, 2020 کلتور taand No comments

سید اصغر هاشمي په…

د ژوند په تمه| لیمه وزیري 

د ژوند په تمه| لیمه وزیري 

11 سپتمبر, 2020 کلتور taand No comments

موږ د شپې د سولې او …