خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

نی: د امرالله صالح په ګډون هېڅوک د خبریالانو د تهدید حق نه لري

تاند(سه شنبه، د عقرب ۶) هېڅوک د خبریالانو د وېرولو او تهدیدولو حق نه لري.

په افغانستان کې د آزادو رسنیو د ملاتړ ادارې یا نی په تازه خپره کړې اعلامیه کې د ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح پر څرګندونو غبرګون ښودلی دی.

په اعلامیه کې راغلي چې د ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح په ګډون هېڅوک حق نه لري چې خبریالان و وېروي او یا یې تهدید کړي.

سرچینه کاږي لومړي مرستیال په وروستیو ورځو کې ویلي د هغو خبریالانو پر وړاندې جدي اقدامات ترسره کوي چې په تخار کې یې د ملکي تلفاتو په اړه راپورونه خپاره کړي دي.

نی ادارې زیاته کړې چې هېڅ فرد په افغانستان کې د خبریالانو د ګواښولو او وېرولو حق نه لري او دا کار د بیان له ازادۍ سره په ټکر کې عمل دی.

د نی په خپره کړې اعلامیه کې راغلي چې د بیان ازادي د تېرو ۲۰ کلونو مهمه لاس ته راوړنه ده او حکومت یې د ګواښلو پر ځای باید ساتنه وکړي.

2 comments

  1. ستومان Reply

    نی: سمه ګوت څنډنه کړې. امرالله خان صالح د جمهوریت د لاسته راوړنو مدعي دی او په تشویش کې دی، چې طالبان به یې له خاورو سره خاوري کړي.

    د تخار د پیښي په رابطه یې زیات درواغ وویل او د اساسي قانون خلاق څرګندوني یې له ملکه بهر هم و غندل شوې. د جمهوریت لپاره د امرالله پیشرو تر طالب زیات خطر ناک بریښي.

    1. مالیار Reply

      امرالله صالح د تاریخی افغانستان اصیل میړنی بچی دی . نوموړی د خپل هیواد دملی ارزښتونو ستر مدافع دی او د امرالله صالح هر ګام صرف د ده دګران هیواد افغانستان د ساتنی او ځمکنی بشپړتیا لپاره دی .

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *