خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

  نه | لیکوال: اسدالله غضنفر

 د دستارنامې یو باب د (حلم) په باره کې دی او داسې پیلېږي:« عکس د حلم قهر، غصه»

 خوشحال په ورپسې جملو کې لیکي:«په حلم،په برداشت سره وران کارونه سازېږي،په نه حلم ودان کارونه وران شي.»

 دلته خوشحال په اسانه کولای شول چې د (نه حلم) په ځای (قهر) ولیکي خو د معنا، د جملې د موسیقي او د کلمو د پیوستون په لحاظ اوسنۍ جمله بهتره ده.له پیوستون څخه مطلب دا دی چې یوه کلمه له بلې سره تړلې وي. د قهر په نسبت (نه حلم) له (حلم) سره زیاته تړلې احساسوو. د متن موسیقي چې د اوازونو له تکرار او د کلام له رواني سره اړه لري، د (قهر) د کلمې په راوړلو زیاتېږي نه، بلکې کمېږي. د معنا په لحاظ ( نه حلم) د (حلم) پوره مخالف او اپوټه حالت دی، حال دا چې (قهر) نورې معناوې هم لري، مثلا غلبه او برلاسي یې یوه اصلي معنا ده.

 خوشحال خټک د دستارنامې په وروستۍ برخه کې د احمقانو ډولونه بیانوي او یو هغه کس احمق بولي چې:«… خپله نه پوهه ورته پوهه وي،له ځانه خوښ وي…» 

د خوشحال په غزلونو کې لولو:

یا په نه یارۍ کۍ سود دی که پوهېږې

یا په نه ویل کې سود دی د دانا

دا هم د خوشحال وینا ده:

تر دا هسې عمر نه عمر بهتر دی

په خیرالبیان کې لولو:« او بایزیده! دستور د ادب او د کتاب د کښلو هغه دی چې یې وکښي زما په توفیق،په ګوښي استوګه،په ورَکولو د اندېښنې او د زړه په حضوري او په نه نغوته د نوس د هوس او د شیطان او د فایدې د پاره د آدمیان.»

د فعلونو په منفي کولو کې د (نه) استعمال عام دی. د ستاینوم په جوړولو کې هم پکارېږي،مثلا پلاني د نه منلو خبره وکړه. دغه راز په یوه نیم قیدي عبارت کې یې لیدلای شو، لکه: په نه خبره مرور شو یا په نه زړه ورغلم.

پخوانو کله کله  له(نه) څخه  د اسم د جوړولو لپاره استفاده کړې ده .دغه استفاده یې د اوسني وخت د ذوق خلاف نه ښکاري. موږ  په خبرونو کې اورو چې د نه باور موجوده فضا  باید ختمه شي.

 په شلمه پېړۍ کې د انګلیسي  ګڼ اسمونه چې د نفي مختاړي لکه in،im یا disلري، په فارسي کې د (عدم) په مرسته ترجمه شول، مثلا disagreement (عدم توافق)،disinclination(عدم تمایل)، immobility (عدم تحرک)او incomprehension (عدم درک).

  په اوسنی نثر کې ډیر ځله وینو چې عدم توافق،د توافق نشتوالی یا عدم دقت،د دقت نشتوالی ژباړل کېږي، چې د ژبې د بې خوندۍ سبب ګرځي.

عبارت دی له … || اسدالله غضنفر

 زما په خیال دغسې اسمونو ته د (نه) په مرسته دقیق او اسانه پښتو معادلې کلمې جوړولای شو، لکه: نه تشدد( عدم تشدد)، نه صلاحیت(عدم صلاحیت)،نه اطاعت( عدم اطاعت)، نه رعایت( عدم رعایت)، نه مسوولیت(عدم مسولیت)…. (عدم تشدد) په ایران کې نه بلکې په هند کې اردو ژبیو  د انګلیسي د non-violence کلمې لپاره غوره کړی دی. په اردو کې دغسې نورې کلمې هم جوړې شوې دي، مثلا عدم ثبوت، عدم تسلسل،عدم استطاعت، عدم تکمیل،عدم پیروي اوعدم ادائیګي(non-payment) چې کوزني ورنه په پښتو کې هم استفاده کوي.

د دستارنامې په لومړي فصل کې لولو:« ما چې خلفای اربعه،اصحاب و امامان،بني امیه،بني عباس درته یاد کړل،مقصود مې د اعلی مرتبې و،سنجر و محمود مې چې در ته یاد کړل،مطلب مې د وسط او د ادنی،څه هسې نه چې خو هم دا دوه تېر شوي دي،نه،تېر شوي ډېر دي،…» 

د نالیکل شویو فعلونو جملې/ اسدالله غضنفر

 دلته دا وروستی(نه) تاکیدي نقش لري او لوستونکي ته داسې احساس ورکوي لکه لیکوال چې له چا سره په بحث بوخت وي. د افضل خان د لاندې جملو وروستی(نه) هم پاسني (نه) ته ورته دی:« مرتبه د پادشاه که لویه نه وای، حضرت داوود علیه السلام او سلیمان علیه السلام او اصحاب کرام رض به دا مراتب نه غوښت، پس معلوم بویه چې دا هسې عالم پادشاهي په خواهش غوښته او کړه یې نه د دې جهان د عیش د پاره چې ښه به خورو، حلال حرام د دین وته به شا کړو، نه، مصلحت د دوی دا و چې…»

 د نفي (نه) چې فعل منفي کوي، تر فعلي کلمې له مخه راځي، لکه: هغه نه مړېږي. په ځینو جملو کې د نفي(نه) تر فعلي کلمې وروسته راوړو چې په معنا کې یې یو څه فرق راځي. د استاد الفت د یوې لیکنې( د کوم ځای دی؟) د سر جملې به سره ولولو:

 « یو کور یې دلته دی او بل په کابل کې، بل په یوه بل ځای کې. 

څه زمکه په کوهدامان کې لري،څه په بغلان کې، څه په یو بل ځای کې.

نغدې روپۍ یې په رشوتونو دلته پیدا کړي مګر ګټه ورباندې نور بانکونه کوي، په یو بل ځای کې.

ته ووایه چې دا د کوم ځای دی؟

مینه یې له دې خلکو سره نشته او د نورو ملکونو خلک ورته ډېر ګران دي.

د دې وطن له شعر او موسیقي نه خوند نه اخلي او د خارجي موزیک په صفت مړېږي نه.»

 که په وروستۍ جمله کې (نه)تر (مړېږي) له مخه راغلی وای، د تاکید اندازه به کمه وه. د(نه)دغه ډول چې له فعله وروسته راځي، په یو فعل لرونکې جمله کې نه بلکې په داسې مرکبه جمله کې استعمالېږي چې تضاد او تقابل پکې وي، مثالونه:

دی مني نه او زه په نصیحتونو ستړی شوم.

دی راځي نه او زه ورتلای نه شم.

پخوانو متل کړی دی چې: د کونډې دوه غویان وو، یو وتو نه، بل ننوتو نه.

 دغه ډول جوړښت( فعل+ نه) د یوه استمراري او دومداره حالت ښووندی وي.

 رحمان بابا فرمایي:

کینه بده ده بې شکه، جنګ حرام دی

نه له نفس او له شیطان سره کینه

پوهاند که پوهانده؟ / اسدالله غضنفر

دا بیت به په نثر کې داسې لیکو: کینه بې شکه بده ده او جګړه حرامه ده، خو له نفس او شیطان سره کینه بده نه ده. د رحمان بابا په بیت کې هغه(نه) چې د ژبې د عادي حالت مطابق باید د فعل په څنګ کې وای، د جملې سره ته راغلی او د ایجاز او تاکید سبب ګرځېدلی دی. د ایجاز وجه دا ده چې د (خو) او فعل(ده) مفاهیم شته خو کلمې یې نشته. 

 په لاندې مثالونو کې په دویمه او څلورمه جمله کې تاکید زیات دی او دې نتیجې ته مو رسوي چې که په یوه مرکبه جمله کې د نفي وییکی(نه)له داسې فرعي جملې څخه چې وصفي ماهیت لري، اصلي هغې ته ولېږدوو، تاکید زیاتېږي:

۱ – دی داسې څوک دی چې په سړیتوب نه پوهېږي.

۲ – دی داسې څوک نه دی چې په سړیتوب پوه شي.

۳ – دی داسې څوک دی چې بل نه زغمي.

۴ – دی داسې څوک نه دی چې بل وزغمي.

 په جمله کې د (نه) د ځای بلېدا په معنا کې باریک فرقونه راولي او بلاغي اهمیت لري چې په سپړلو ارزي.

 په تلو تلو کې به ( نه… نه) هم یاد کړو چې په مرکبه جمله کې د مقایسې لپاره راځي. خوشحال په دستارنامه کې فرمایي :« نه یو مونځ په شمله،نه ډېر مونځونه بې شملې»

 ( نه… نه) د ( هم… هم)، ( څوک… څوک)،(څه… څه) یا ( چېرې… چېرې) غوندې د پښتو د جوړه ربطي وییکو یو ډول دی.

د لیکوال نورې لیکنې

3 comments

  1. ستومان Reply

    محترم غضنفر صاحب؛ وروسته له ښې زیاتې وقفې مو د «نه» په تړاو په زړه پوري لیکنه کړې، کور اباد.

    تاسو د لیکني د ښې و ضوح په موخه یو پښتو متل هم یاد کړی؛

    «پخوانو متل کړی دی چې: د کونډې دوه غویان وو، یو وتو نه، بل ننوتو نه.»

    یاد متل مې بیخې زیات په خپل دیار او ور څیرمه سیمو کې اوریدلی، خو هلته یې داسي وایي:

    د کونډې دوه غوايي وو، یو ووت نه، بل ننوت نه.

    ګومان کوم چې وروستنی شکل یې د موزیک او تلفظ له لحاظه هم خوندور او هم اسان دی.
    بله خبره مې دا کوله چې کلیوالو د غوايي لپاره په لاندي ډول مفرد او جمع کاروله:
    ـ یو غوَيي.
    ـ دوه غوايي، لس غوايي… سبا په غو بل تړم.

    یا هم ویل به یې: غوايي ستړي شوو، څپر به ورڅخه خلاص کړو.
    او یاهم کله چې به غویو د غنمو په درمند کې تر اونۍ زیات څپر په ځان پسي کښ کړ، ښنګري به يې نازک شول. پر کلکه مځکه به نګوښیدل، نو به يې ویل:
    غوايي سوده شول. ورځ دوې به دمه ور کړو.

    هیڅ وخت مې «غوایان» نه دي اوریدلي. که همدلته رڼا ور باندي واچوئ. خوښ به شم.
    درنښت

  2. ستومان Reply

    البته ستاسو «غویان» په ناپامۍ کې غوایان راڅخه و لیکل شول.

  3. پروین ملال Reply

    ډیره ښه څیړنه ده خوښه مې سوه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *