خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

ننګرهار کې ۲۵۰۰ کاله پخوانی د بودايي دورې جوړ شوی زندان وموندل شو

تاند (جمعه، د سنبلې ۲۸) د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلی، چې د دې ولایت په سره رود ولسوالۍ سبز اباد سيمه کې د اطلاعاتو فرهنګ، لرغون پيژندونکو د کيندنو پر مهال د نورو اثارو ترڅنګ يو داسې زندان موندلی، چې شاوخوا ۲۵۰۰ کاله وړاندې جوړشوی او په نظامي چارو کې ترې کار اخیستل کېده.

خبرپاڼه ليکي ،دغه زندان په يو ژوره سيمه کې جوړ شوی، چې دروازې نلري او د ځانګړي جوړښت له مخې يې چارې تر سره شوي دي.

خبرپاڼه کاږي، چې دغه راز له دې زندان څخه د خټينو لوښو ټوټې هم ترلاسه شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې ياد زندان سره په خوا کې يوه  پراخه خونه هم موندل شوې، چې د معلوماتو له مخې پکې په درې دورو کې په کې د رغونې چارې تر سره شوي دي.

د يادونې ده، چې څو ورځې وړاندې هم د اطلاعاتو فرهنګ ادارې د لرغون پېژندونکو له لوري په ياده سيمه کې ۱۶۰ قلمه تاريخي اثار موندلي وو.

3 comments

  1. ستومان Reply

    خبر نقد:

    (( سرچینه وایي، چې دغه راز له دې زندان څخه د خټينو لوخو ټوټې هم ترلاسه شوي دي.))

    ((لوخو؟))

    لوخي یو ډول شین بوټی دی چې د کاریزونو او چینو پر غاړه شین کیږي. د لوخي په هکله یو متل هم شته.

    د جملې له پیوند څخه معلومیږي، چې د ښاغلي ضعیف موخه لوښی دی. ځکه لوخه خټینه نه وي!

    له خبر لیکونکي څخه د کره خبر تر څنګ د معیاري پښتو د لیکلو تمه هم کیږي!

    تردې ور هاخوا:

    ((د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلی،…))

    ورپسې لیکي:

    ((د سرچینې د معلوماتو له مخې…))

    بیا لیکي:

    ((سرچینه وایي،…))

    تکرار لیکي:

    ((خبرپاڼه زیاتوي، …))

    ((د ۱۳ مترو په اوږدوالي او د څلور مترو په پراخوالي يوه خونه))

    د خبر له متن څخه څر ګندیږي، چې همدا خبر پاڼه سرچینه هم ده، د څه په وجه د سرچینې کلمه راغلې؟ ضرورت ورته نه احساسیږي، یوازي متن یې بدرنګه کړی دی. مساحت = طول x عرض دی. پراخوالی د مساحت معنی هم ورکوي. مساحت معمولاَ دوه یا درې بعده لري. د عرض په عوض یې کارول د ریاضي د قاعدې له مخي نا سم دي.

    خبر د اضافي کلمو په کارولو اوږد شوی دی.کابو ۲۵ سلنه متن اضافي دی. په لاندي ډول لنډ لیکل کیدای شوای:

    تاند (جمعه، د سنبلې ۲۸) د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د سره رود ولسوالۍ سبز اباد سيمه کې د اطلاعاتو او فرهنګ، لرغون پيژندونکو د کيندنو پر مهال د نورو اثارو ترڅنګ داسې زندان موندلی، چې کابو ۲۵۰۰ کاله وړاندې جوړشوی او په پوځي چارو کې کاریده.

    زندان په يو ژوره سيمه کې جوړ شوی، چې دروازې نلري او د ځانګړي جوړښت له مخې يې چارې تر سره شوي دي.له دې زندان څخه د خټينو لوښو ټوټې هم ترلاسه شوي دي.

    د خبرپاڼي له قوله د زندان تر څنګ د ۱۳ په څلور متره کې، پراخوالي په اندازه يوه خونه هم موندل شوې ده، چې په درې دورو کې د رغونې چارې په کې تر سره شوې دي.

    د يادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې هم د اطلاعاتو فرهنګ ادارې د لرغون پېژندونکو له لوري په ياده سيمه کې ۱۶۰ قلمه تاريخي اثار موندلي وو.

  2. شاهین افغان Reply

    په افغانستان کې معمولا له لوخو نه د بامونو په پټولو کې کار اخلي
    د لوخې په هکله پښتو متل :
    لوخې دخپل قوم سپکه ویله ، سریې په اوبو کې وچ شو .
    او یا : لوخې چې دقوم سپکه غوښتته سريې په درياب کې غرق شو.
    او یا : لوخې د خپل قوم سپکه ویلې بېخ یې په اوبو کې وچ شو .
    د ښ توری چې په کندهارۍ لهجه کې ش ته نژدې تلفظ کیږي ، د ختیزو ولایتونو خلک یې خ تلفظ کوي . دا ستونزه ډېره لیدل کیږي لکه ښیرا ، ښه ، ښاپېرۍ ، ښېګڼه ، پوښتنه ، اوښ ، پښې ، پښتۍ ، پښتو ، پښتانه …

  3. ستومان Reply

    ښاغلی شاهین کور اباد، لوخي ته اړوند پښتو متلونه مو کښلي، زه یې د سم لیکلو په تړاو لږ شکې وم.

    مهمه داده چې خبر کښونکي او لیکونکي، په معیاري پښتو کې سیمه ایز ګړدود ور ګډ نه کړې، ځکه ستونزي زیږوي. او معناوي پر بل مخ اړوي. لیکن دا ډیره بده نه ښکاري که د (ښ) توری (خ) یا (ش) تلفظ شي.

خپله تبصره ولیکئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *