خواله رسنۍTwitterFacebookPinterestGoogle+

اریانا سعید په کورونا اخته شوې

تاند(سې شنبه، د عقرب۶) مشهوره افغان سندرغاړې اریانا سعید په کورونا وایرس اخته شوې ده.

د اریانا سعید کوژدن حسیب ساید د اریانا سعید پر فیسبوکپاڼه لیکلي چې اغلې اریانا قرنطین او استراحت ده.

ښاغلي ساید د اریانا سعید مینه والو ته ډاډ ورکړی چې «د افغانستان د موسیقۍ د دنیا د ملکې له روغتیايي حاله به مو خبر کړم.»

اریانا سعید نه یوازې په افغانستان بلکې د سیمې په یو شمېر هیوادونو کې هم ګڼ مینه وال لري.

په کورونا د هغې د اخته کېدو د خبر په غبرګون کې ګڼ شمېر افغانانو په دري ژبه دعاوې لیکلي او د روغتیا هیله یې ورته څرګنده کړې خو په څو محدودو پښتو تبصرو کې ورته بد رد کښل شوي دي.

ځینې کسان دا ډول منفي تبصرې د یوه قوم د ټیټ کلتور ښکارندویې بولي.

5 comments

  1. شاهین افغان Reply

    آریانا سعید او ټولو مسلمانانو ته د الله ج له کورونا او نورو مهلکو امراضو نه شفا ورکړي .

  2. مظلوم Reply

    اریانا سعید ته د الله شفا ء ورکړي ! اریانا سعید د پښتو اودري ژبو ملکه سندر غاړې ده چې دافغاني موسیقي فرهنګ مخته بیایې ! الله د نورې هم داسې پيداکړي ! کّه په افغانستآن کې انساني حکومت راشي نو پاید د اریانا سعید په نوم د هنر اکادمي خلاصه کړي او د ټولو هنر مندانو لکه میرمن پروین ، ژیلا ، رخشانه، دوری لوګری ، رحیم غمزده اود نورو ټولو عکسونه او مجسمي پکشي ځای پر ځای شي ، کلاسیکه -، عصري مو سیقي ، تیاتر او فلمي هنر پکشې تدریس شي !

  3. Dk Reply

    الله د ورته سره د ټولو ناروغانو شفا ورکړی

  4. Samad Reply

    دپښتوژبې خوږه بلبله دې دالله په امان کې وی

  5. لوګی Reply

    الله د زر روغه کړه تاسو خو د ټولو افغانانو زړونه په د سختو شرايطو خوشحاله ساتلي دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *